یکشنبه, اکتوبر 17, 2021
Homeخبرونهد بریتانیا دفاع وزارت په افغانستان کې خپل ترجمانان افشا کړل

د بریتانیا دفاع وزارت په افغانستان کې خپل ترجمانان افشا کړل

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۳۰) د بریتانیايي پوځیانو د هغو ترجمانانو، چې بریتانیا ته د تګ انتظار باسي او اکثره یې پټ دي، معلومات افشا شول.

د دغو ترجمانانو، چې شمېر یې تر ۲۵۰ زیات دی، معلومات د بریتانیا دفاع وزارت په یوه ایمیل کې کاپي کړي او وروسته یې سهواً خپاره کړي دي.

دا ایمیل ګڼو کسانو ته لېږل شوی خو د ایمیل له ترلاسه کوونکو پرته یې بل څوک نه شي لیدلی.

په ایمیل کې د ترجمانانو نومونه او عکسونه له نورو معلوماتو سره لیدل کېږي.

د بریتانیا دفاع وزیر بین والاس تاییدوي چې د ایمیل له لارې د افغان ترجمانانو په اړه معلومات افشا شوي خو ده ټینګار کړی چې په دې اړه پلټنې پیل شوي دي.

د بریتانیا دفاع وزارت په دې بخښنه غوښتې ده او ویلي یې دي چې دا کار سهواً شوی دی.

خو د بریتانیا پخواني دفاع وزیر جاني مرسر د دې پېښې په غبرګون کې ویلي چې له افغان ترجمانانو سره دا ډول چلند شرموونکی دی.

د بي بي سي د راپور له مخې، ایمیل په افغانستان کې مېشتو ترجمانانو او نورو ترجمانانو ته، چې له افغانستانه دباندې اوسي، لېږل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب