یکشنبه, اکتوبر 17, 2021
Home+ټکری/ لیکوال: عبدالرحمن وحید 

ټکری/ لیکوال: عبدالرحمن وحید 

ډله خلک بازار ته په تېره شوې لویه کوڅه باندې ننوتل، د امبولانس هارنګونه ورو ورو زياتېدل.
کوچني انجلۍ منډې وهلې، پښه یې وښویده، ژر یې نږدې دیوال ته لاس ور واچوه، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.
ورو یې شونډې وخوځیدې:
_ مورې ودرېږه مه ځه!!
انجلۍ خپل شاواخوا وکتل، څه ورته ښکاره نه شول.
پورته شوه، ورو قدمونه یې واخیستل، تر یو ځایه لاړه، د انجلۍ مخې ته یو ځوان هلک رامخکې شو، انجلۍ ودرېده.
په بېړه یې وویل:
_کاکا زما مور دې ونه لیده؟
ځوان هلک د انجلۍ سترګو ته په ځیر سره کتل، شېبه فکر یوړ په سپېرو شونډو یې نرې موسکا وکړه. ورو یې وویل:
_ ستا مور زه څه پېژنم.
انجلۍ سړه ساه وایسته، په خوابدي غږ یې وویل: _هغې، هغې مور مې تور ټکری په سر وو، خال خال ګل وو پکې!
ځوان هلک قدمونه واخېستل، د انجلۍ مخې ته کیناست، د انجلۍ کوچني لاسونه یې په خپلو لاسونو کې ونیول.
د ځوان شونډې وخوځیدې:
_ مور دې ولې دلته راغلې وه؟
انجلۍ وویل:
_هغه مور ته مې ماما لږ پیسې ورکړي وي، ماته یې بوټونه پرې اخېستل.
د ځوان هلک سترګې له اوښکو ډکې شوې د انجلۍ پښو ته یې کتل، د انجلۍ پښې د زیاتو ګردو له امله چاودې شوې وې. هلک په غریو نېولي انداز وویل:ښه پلار دې ولې څه شوی؟ انجلۍ ورو وویل:
_پلار مې نه په زړه کېږي، خو مور مې ویل چې پلار دې مسافر دي، نږدې شپو کې راځي.
یو چا غږ وکړ:
_نجیبه دلته راشه.
ځوان هماغسې خاموشه ناست وو، سترګو ته یې لاس نیولي وو، پورته شو، انجلۍ یې له لاس ونیوله، دواړه د دوکان په طرف روان شول.
د پوخ عمر سړي رامخکې شو، په لاس کې یې یو څه نیول وو.
ورو یې وویل:
_ آخ له خوارکۍ ټکری هم پاتې شو، روغتون ته خو یې یوړه، مړه به وې که ژوندې، یو ناڅاپه ودرېده.
ویې ویل:
_نجیبه دا کوچني انجلۍ څوک ده، ځوان غلی ولاړ وو، انجلۍ د پاخه عمر سړي په لاس کې تور ټکری ته کتل، سترګې یې رڼې شوې، ناڅاپه یې منډه کړه، د سړي له لاسه یې ټکری کش کړ، یو دم یې وژړل، په ژړا کې یې وویل:
_دا، دا زما د مور ټکری دی، ژړا یې زور ونیو، ویې ویل
مورې څه شوې، ته چېرې لاړې….

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب