جمعه, جنوري 28, 2022
Home+د ريښتونې پروين ملال ريښتونی فن/ حفيظ الله ياد

د ريښتونې پروين ملال ريښتونی فن/ حفيظ الله ياد

د نړيوال ادب تر څنګ د پښتو ادب هم په عمومي او عادي توګه د ښځيناوو شاعرانو د نشتون او نېشتوالي سره مخ پاتې شوی دی او زما په فکر لا دی. که څه د نړۍ د نورو ژبو په ادبياتو او فنون کې ښځو خپله ونډه تر ډېره حده تر سره کړې ده خو له بده مرغه پښتو ادب او پښتانه سيمه ايز فنون تر اوسه د ښځو له قابلِ اطمینان ونډې څخه بې برخې پاتې دی. د دې ايلتونه زموږ ټولنيز دودونه، لويه او پلنه غميزه، د تپل شوو انناتو اغېزه او د بې غيرته غيرت دی چې “جای شناس” او “فرد شناس” حس نه لري او بلکې دا چې “غيرت ضد” غيرت دی. د دې ايلتونو په سوب ګوا احساس، زړه او جذبات يک يواځي نرينه لري او هم هغوی يې د اظهار کولو حق لري. نو په داسي ټولنه کې ښځو ته ډېر ګران کار وي خپل احساسات انځورول يا يې هم اظهار کول. پايله يې دا راشي چې هغوی د خپلو احساساتو او ارمانونو سره سم شېبه شېبه د احساس په توره مري او د ارواح په سپين سترګې شتون تش د خولې په ژوند را ژوندۍ کيږي. په کمه ټولنه کې چې نرينه ډېر په وياړ او په مينه “سراپا نظمونه” ليکي هم په هغه ټولنه کې ښځه په تشبيهاتو هم خپله بې وسه مېنه نه شي څرګندولای.
نو په داسي ټولنه کې يوه ښځه دېر په وياړ د دې سقوطه سماج پر ضد قلمي توره را اخلي او خپله مبارزه پېل کوي چې له کبله او ستايني يې نوري ډېري ښځي د ادب، فن او شعر لاره خپلوی. دا با همته ښځه خپله هغه تل پاتې او جاوېدانه مينه په داسي ريښتونې لېونتوب کوي او منظوموي چې په لوستولو يې موږ د خپلي ميني لپاره ډاډګېرنه اخلو. دا ښځه “اغلې پروين ملال” ده چې له کلونو يې موږ د احساس قدرداناني کړې ده. تر اوسه پورې يې و بلها ډېرو پښتنو جينکيو ته دا حوصله ورکړې ده تر څو هغوی نه يواځي ادب ته راشي بلکې په ادب کې د خپلو احساساتو، جذباتو، د ټولنې انځوګري ډېر په ښځيتوب او ښځينه غرور وکړي. دا هم هغه باتورې ښځې دي چې په ټولنه کې يې مروج د کلونو زوړ او فرسوده د غزل تعريف نه يواځي ناسم ثابت کړ بلکې ادب ته يې د غزل نوی تعريف ورکړ.
ليکواله او وتلې شاعره اغلې پروين ملال ډېر د پېغلتوب له وختونو څخه شعر ليکي او د افغانستان د حکومت پر ځينو ذمه داره منسبونو يې هم قام، اولس، ژبې او فن نه خذمتونه کړي دي. شعر يې خپل ځانګړې اسلوب لري. غزل ليکي، نظم ليکي، ازاد نظمونه ليکي، رباعات يې ليکلي دي. د شعر سبک يې له ورايه ښکاري چې دا د اغلې پروين ملال شعر دی. په شعرونو کې يې ريښتينواله او د کره مشاهدو او تجربو عکاسي ډېره پرته ده. د خپلو احساساتو له انځوګرۍ سره يې پوره وفا کړې ده. په شاعرۍ کې يې بېلابېل موضوعات راوړي دي. په دې موضوعاتو کې د ټولنې ناخوالي، د ښځو بې وسي، طبقاتي شعور او روشن فکري، خپله بې باکه او جاوېدانه مينه، د وطن غميزه او نور داسي د ژوند بېلابېل اړخونه شتون لري.
زه به يې پر يوه شعري ټولګه “وخته راسون سه” باندې خبره وکړم چې په لومړي ځل په کال ۲۰۱۰ کې خپره شوه او بيا د معيار په مانا په دويم ځل په کال ۲۰۱۱ کې د کوټي د پښتو ادبي غورځنګ له خوا په ۱۰۰۰ ټوکه خپره شوه. ډېره شاعري پکښې د نيوي په لسيزه کې د کراچۍ په ښار کې ليکل شوې ده او د شعر په احساس او شکم باندې پوهېدلو لپاره د شاعر او شعر زمان او مکان ته کتل زيات اړين وي. د دې شعري ټولګې انتساب يا ډالۍ د ټولو بې وسه ښځو په نامه شوی دی. چې ۹۳ مخه لري او د بېلابېلو ژانرونو شعرونه پکښې ليکل شوي دي. د خدای د وجوديت په مانا يې ډېر ژور نظر دی او د انګريزي په اصطلاح يو ډېر بېل او نوی Perspective ورته لري. د مثال په ملنا تاسو يې دا يو نظم کې کتلای شئ چې اغلې و خدای ته داسي مخاطبه کيږي؛
خواست 
زما يقين دی چې ته هر څه وينې
زما باور دی چې ته هر څه اورې
زما جانانه د جهان جانانه
تر تا قربان تر تا واري سم جانه
داسې لېمه راکړه
چې تا و وينم
که داسي نه کيږي زما باداره
داسي احساس خو راته راکړه ښکلی
چې تا په درک کړم
د تفسير له بامه
په خپله نيمګړې مينه باندې تل ولاړه پاتې شوه ده چې زما باور دی دا مينه به يې پای ته رسي او حتمن به رسي. يوځای د ژوند ملګري ته ډېر په بې وسه او دردېدلي احساس او ډکو سترګو داسي وايي چې؛
د رباب د ويـــــــده تار هـــېره ســـــــــــــــندره
څه پرهر سوې څه د څړيکو درد داستان سوې
يا بل ځای خپل ځان يا مات وجود په يوه ازاد نظم “زه لکه ماته څانګه” کې ډېر ښه انځوروي او د يو چا د تصوير سره يو اينګليزه مکالمه کوي. يا بل ځای د غم په قصه کې يو شعر څه داسي ورته ليکي چې؛
ژوند دی تېروو يې د اغزو په سر
دم ته مـــو د دم کيسه لا پاته ده
د ټولني د ناخوالو او تپل شوو پدر شاهي او عربي دودونه يې زيات غندلي چې په سله مانا د ښځو يو مضبوط او قوي استازيتوب يې کړی دی. ځای په ځای يې خپله بې وسي او د ډک زړه خواله کړې ده تر څو خپله ټولنه د يوه توانا استازې په مانا انځور کړي. د بېلګي په توګه يې څو نظمونه لکه “ستۍ”، “دويم واده”، “لوګره نجلۍ” او بېلابېل شعرونه يې تاسو کتلای شئ. د دې تر څنګ يې د خپلي ټولني طبقاتي توپير ډېر ښه په نظر کې راوړی او انځور کړی دی. لکه يو يو نظم “لوګره نجلۍ” چې له ټولنيزو ناخوالو سره سره د دې ناسور (طبقاتي توپير) پر ضد يو ډېر جامع نظم دی.
د نوښت په مانا که خبره وشي نو بلها ډېر تشبهات، کافيې، فکرونه يې نوي راوړي دي چې چرته بل ځای موږ په ادب کې نه وو لوستلي. د فکري نوشت په مانا به زه لاندې د اغلې يو شعر راوړم د مثال په توګه تو څو تاسو د پروين ملال فکري شعري نوښت و ګوری، په يو غزل کې اهلې يو شعر ليکي چې؛
ستا د غم سره نکاح مې د ازل پاچا لوستلې
راته ګــــوره ملکه يم راســـــره دي لښکرونه
یا بل ځای داسي وايي؛
د لمر باڼه تر زړه ختلي د شفق نظر يو
رڼا د زخـم مازيګر په هر ماښام تويوو
د دې تر څنګ يې منضومه ژباړې هم کړي چې احساس اړ فکر يې هم هغسې ژوندی ساتلی او له ژباړل شوي شعر سره يې ډېر انصاف کړی. مرثيې يې هم ليکلي او پېرزوينې يې هم ليکلي دي. د علامه استاد شکور رشاد پر وير کې په يوه مرثيه کې يو شعر داسي ليکلي تر څو د استاد د تګ سره ادبي، تاريخي، شعوري او کتابي تشه په شعر کې منظوم کړي؛
لوی افغان به بيا په کومه هستۍ ناز کړي
چې سالار د قافـــلې مـــو لکه غــر مـــري
زما په فکر چې څومره يې شعر کتل کيږي هومره به ډېره خبره پرې کېدلای شي. شعرونه يې ژوندي شعرونه دي، چې په هر ځل لوستلو يې لوستونکي نوي څه تر لاسه کولای شي. هر شعر يې داسي احساس لري چې د ټولني هر وګړی ځان پکښې ويني. د رحمان بابا په اصطلاح چې شاعري يې “د درد ځګېروي” دی او د لوی خوشحال بابا په دې شعر به د خپلو خبرو پايله وکړم چې؛
چې د باغ سورې يې پستې تر قامت دي
پښتنې په قامت ستـــــري نه دي څه دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب