جمعه, جنوري 28, 2022
Homeخبرونهامريکا ۴۰۰ افغان همجنس پالانو ته پناه ورکوي

امريکا ۴۰۰ افغان همجنس پالانو ته پناه ورکوي

تاند:( يکشنبه، د ميزان يوولسمه) د افغانستان د امریکايي پوهنتون پخوانی استاد او افغان هم جنسبازه نعمت الله سادات، چې په متحده ايالاتو کې ژوند کوي، دغه هېواد ته په نيږدې راتلونکې کې د ۴۰۰ افغان همجنس بازانو د پناه ور وړلو خبر ورکوي.

نوموړي په يوه تازه مرکه کې وویل، چې له دې همجنس بازانو څخه اکثرو يې له ده سره جنسي اړيکې لرلې او ژوند ته یې د پېښو ګواښونو له کبله امريکا ته د پناه وړلو نيت کړی دی.

سادات په دې مرکه کې وويل، چې د همجنس بازانو د پناه اخيستلو چارې د ده په هڅو تعقيب شوي او پايله يې مثبته ده.

د نړيوالو اړيکو دغه استاد، چې په ۲۰۱۴ کې يې په کابل کې د افغان – امريکايي پوهنتون د استاد په توګه دنده پيل کړې وه، د خپلو همجنس بازیو په اړه هم خبرې وکړې.

د ده په وينا، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم ځینو همجنس بازانو د خپلې دې لېوالتيا اظهار کولای شو او ټولنې په بد نظر نه ورکتل، خو وروسته شرايط سخت او له همجنس بازۍ سره حساسيتونه زيات شول.

سادات ونه ويل، چې هغه مهال خپله دی په افغانستان کې و او که و، څه ډول يې خپلې دا اړيکې پاللې؟

نوموړي په افغانستان کې د همجنس بازۍ په اړه د خپل يوه کتاب يادونه هم وکړه، چې په وينا يې څه موده مخکې له افغانستان څخه بهر چاپ شوی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، د دې هېواد د همجنس بازانو لپاره هم ژوند سخت شوی دی.

همجنس بازي په افغانستان کې د نافذو اسلامي او نورو قوانينو له مخې منع ده، په ټولنيز لحاظ ورسره سخت حساسيت موجود دی او عاملين يې په صحرايي او قانوني محکمو کې مجازات شوي هم دي.

نعمت سادات وايي، سره له دې چې په امریکايي پوهنتون کې ددغه عمل په اړه له خبرو منع شوی و، خو ده د ضد له مخې پوهنتون کې د همجنس بازۍ لپاره کار کاوه او کافي اړيکې يې جوړې کړې وې.

امريکايي چارواکو د نعمت سادات د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. د تاند اداری سره نه ښایی چه دغه ډول خبرونه خپاره کړی، ځکه دغه ډول خبرونه ځمونږ د کلتور سره سل فیصده په ټکر کی دی، کیدای شی دغه سادات نامی د افغان په جامه کی کوم پردی پالی وی، او په دیی خبر سره او دیی نوم سره اوس نور ګمرا کوی چه خارج ته یی ولیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب