جمعه, جنوري 28, 2022
Home+په دې ورځ د لاتینې امریکا انقلابي چریک ووژل شو

په دې ورځ د لاتینې امریکا انقلابي چریک ووژل شو

تاند(جمعه/اکتوبر ۹)۵۴ کاله پخوا د ۱۹۶۷ ع کال د اکتوبر په اتمه (۹) په چې ګوارا مشهور ارنستو رافایل دولاسرنا د بولویا پوځیانو ونیوه او یوه ورځ وروسته د اکتوبر په نهمه یې په بې رحمانه ډول وواژه.

چې ګورارا د ۱۹۲۸ ع کال د جون په څوارلسمه نېټه د ارجنټاین په روزاریو ښار کې وزېږېد.په زلمیتوب کې په کوردویا ښار کې اوسېده.پوهنتون یې د ارجنټاین په پلازمېنه بوینس ایرس کې د طب په څانګه ولوست.

په ۱۹۵۱ م کال یې د طب له پوهنځي د سند له ترلاسه کولو وروسته د لاتینې امریکا په هیوادونو کې سفر پیل کړ.دې سفر څو میاشتې دوام وکړ.ده د دې سیمې د هیوادونو د خلکو ستونزې او سختۍ په خپلو سترګو ولیدلې.

ارنستوچې ګوارا په ۱۹۵۵ ع کال په مکسیکو سیټي ښار کې له فیډل کاسترو سره ولیدل.

ارنستو یو له هغو دوه اتیا کسانو څخه وو چې په ۱۹۵۶ ع کال له فیدل کاسترو سره کیوبا ته لاړاو یوازې دولس تنه یې واتوانېدل چې بېرته ستانه شي.

له دې وروسته چې ګوارا د کیوبا د ولسمشر فول خونسیو باتیستا د رژیم پرضد ،چې د امریکا له ملاتړه برخمن وو، چریکي جنګ پیل کړ. دا جګړه بالاخره د باتیستا په ماته تمامه شوه. نوموړی مخکې تر دې چې کاسترو ، چې ګوارا او نور ملګري یې هاوانا ته ننوځي، وتښتېد او دومینکو جمهوریت ته یې پناه یووړه.

خو چې ګوارا په کیوبا اکتفا ونه کړه. له دې هیواده د خپلو عقایدو لپاره د مبارزې لپاره لومړی کانګو ته لاړ بیا بولوویا ته لاړ او هلته یې چریکي جګړه پیل کړه. خو د بولوویا پوځ ژوندی ونیوه او ادعا کېږي چې تر وهلو ټکولو لاندې مړ شو.

1 COMMENT

  1. په درو جبهو کی د فعالیت د رسالت احساس باید ولرو ( یا ولرم ).
    امّا
    د بشریت په سنګر کی
    فقید چیګوارا را ته ډیر ګران دئ ( په اصطلاح ، د امپریالیزم د فکری مزدورانو له مخی دی لاس وی !).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب