دوشنبه, اکتوبر 18, 2021
Home+د ټولنیزې ارواپوهنې په رڼا کې د شخړې لامل

د ټولنیزې ارواپوهنې په رڼا کې د شخړې لامل

عتیق الله حمیدي

ټولنیز ارواپوه مظفر شریف یوه تجربه وکړه چې د ډله ييزو شخړو لامل پيدا کړي. د هغه د اوړي کیمپ ته دولس او دیارلس کلن ٢٢ ماشومان راغلل. دوی له یوه ډول کورنیو څخه وو، یعنې شتمن او غریب پکې نه وو، بلکې د ټولو د کورنیو اقتصادي وضعیت په منځنۍ کچه وو. دوی له مخکې یو و بل سره نه پېژندل او د اوکلوهوما ښار په یوه پارک کې یې په دوو کيمپونو کې ووېشل.

د تجربې په لومړي پړاو کې یې د یوې اونۍ لپاره د دواړو ډلو غړي سره معرفي کړل. دوی ته یې غرونو ته ختل، نښه ویشتل او نورې لوبې برابرې کړې وې. یوې ډلې د خپل ګروپ نوم “باز” او بلې ډلې “مار” کېښوده او د خپلو ډلو بېرغونه او د کالیو ډول یې هم سره بېل کړل.

راتلونکې اونۍ د تجربې دویم پړاو د دوی د مسابقې پړاو و او په دې پړاو کې رسۍ کشول او بیس بال په څېر لوبې وې چې باید مقابل لوري ته یې پکې شکست ورکړی وی. د لوبو په جریان کې د دواړو ډلو رویې له یو بل سره له بدو بدترې شوې. پر یو بل به یې چغې وهلې او دا چغې بلاخره پر ښکنځلو واوښتې. دومره هم نه، بیا داسې وشول چې د باز ډلې د مار د ډلې بېرغ وسوځاوه. د مار ډلې په سبا ورځ د غچ اخیستلو په ترڅ کې د باز د ډلې کيمپ دړې-وړې کړ؛ بسترې یې ورته وشکولې او ځينې توکي یې ترې وې وړل. په څو ورځو کې خبره دې حد ته ورسېده چې بلاخره درېیمګړي یې ترمنځ شول چې سره جلا یې کړي.

دوې ورځې یې دوی سره جلا کړل چې غوسه یې سړه شي. بیا یې له دواړو ډلو د دغو ٢٢ غړو په اړه نظرونه واخیستل. هرې ډلې به د خپلو غړو ستاینه کوله او د بلې ډلې د غړو په اړه یې بدې خبرې کولې.

یوه خبره یاد لرئ چې دا ټول ماشومان له یو ډول کورنیو څخه وو. د ټولو غړو مور و پلار ژوندي وو، یوه دین والا وو، اقتصادي وضعیت د ټولو یو ډول وو….

تر دې وروسته دا تجربه په بېلابېلو ځایونو کې وشوه. مثلا په بیروت کې لطفي ضیاب په دې ډول تجربه کې دوې ډلې جوړې کړې؛ سور او شین ګروپ او په هره ډله کې پینځه عیسویان او څلور مسلمانان وو. د بیروت حالاتو ته په کتلو، څنګه یې چې اټکل کېده، هماغسې وشول. د دواړو ډلو لوبې ډېر ژر پر شخړو بدلې شوې؛ خو دا شخړې د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ نه، بلکې د سرو او شنو ټيمونو ترمنځ وې.

په دې نړۍ کې ډېر هیوادونه له یو بل سره کرکه کوي؛ خو د ټولو په سر کې ارمینیا او اذربایجان دي. که تاسو دا دواړه هیوادونه نه پېژنې؛ نو ښایي پوه نه شئ چې دوی ولې له یو بل سره کرکه کوي. دوی د تاریخ په يوه پړاو کې د یوه هیواد وګړي هم پاتې شوي دي. دا چې دوی څومره له یو بل سره کرکه لري، له لاندې کیسې یې درمعلومه کړئ:

په ٢٠٠٤م کال د ناټو د تمرین پر مهال یوه اذربایجاني سرتیري “رامل سافورف” یو ویده ارمينیایي سرتیری په کولنګ وواژه؛ ګناه یي دا وه چې دا د ارمینیا دی. هنګري هېواد کې رامل د دې جرم لپاره ابدي زنداني شو. د هنګري په زندان کې تر شپږو کالو زندان وروسته د اذربایجاني حکومت د غوښتنو په پایله کې هنګري هیواد رامل اذربایجان ته انتقال کړ چې پاتې قید هلته په خپل هېواد کې تېر کړي. اذربایجان ته په رسېدلو، نه یوازې دا چې د رامل سزا وبخښل شوه، بلکې د یوه اتل په څېر یې استقبال هم وشو. د حکومت له لوري ورته کور ورکړل شو او په پوځ کې یې په لوړ بست وګماره. په ٢٠١٣م کال کې د اذربایجان مشر اعلان وکړ چې د یوه اذربایجاني لپاره د ارمینیایي وژل جرم نه دی.

موږ چې یوځل پر خپل ځان یوه ټاپه ولګوو، ولوکه هغه د یوه سیاسي ډلې، د یوه لوبډلې د یوې نظریې، د یوه قوم، یا حتا د یوه رنګ د ملاتړ ټاپه وي؛ تر دې وروسته زموږ په رویه کې ولې دا بدلون راځي چې زموږ مخالفې سیاسي ډلې، نظریې، قوم… ته په سپکه ګورو؟ د خپلې ډلې هر کار راته سم، هر غړی راته نېک او د نورو ولې ناسم او بد ښکاري؟ دا د ټولنیزې ارواپوهنې بحث دی او د دې د بیانولو تیوري ته “Reealistic group conflict theory” وایي. له دې څخه معلومېږي چې مخالفې ډلې باندې رشخند وهل یا ورته زیان رسول، زموږ خپلې ډلې سره مینه زیاتوي. په دې برخه کې چې کوم هورمون مهم رول لري، هغه هماغه هورمون دی چې موږ په نشه یي توکو معتادوي. یعنې که په شعوري ډول د دې مخه ونه نیول شي، دا مخالفت بیا نور هم شدت پيدا کوي.
په ټولنیز ډول دا مخالفت څنګه ختم کړو؟ د دې تجربې له راتلونکې پړاو څخه زباتېږي چې یوازې په سطحي اړیکو دا نه ختمېږي. تر هغې چې د یوې ګډې موخې لپاره ټول سره همکار نه شو، ډله ییز تعصب به همداغسې روان وي.
د ډله ييزې رویې په اړه د امریکایي ټولنیز ارواپوه جوناتن هایدټ یوه خبره ده:

“Our minds unite us into teams, divide us against other teams, and blind us to the truth.”

د دې تیوري د پېژندلو لپاره👇
https://en.wikipedia.org/wiki/Realistic_conflict_theory

د ډله ییز شناخت په اړه👇
https://en.wikipedia.org/wiki/In-group_favoritism

د کومې تجربې یادونه مې چې کړې، د هغې د بشپړ تفصیل لپاره👇

https://youarenotsosmart.com/2011/08/21/the-illusion-of-asymmetric-insight/

پر دې موضوع ليکل شوي کتاب👇
Us and Them:  The Science of Identity by David Berebby

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب