شنبه, جنوري 22, 2022
Homeخبرونهټرمپ: که زه ولسمشر وای، د دوحې تړون په نقض مې طالبان...

ټرمپ: که زه ولسمشر وای، د دوحې تړون په نقض مې طالبان نابودول

تاند:( يکشنبه، د ميزان اتلسمه) د متحده ایالاتو مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبانو هغه چلند چې له جوبایډن سره وکړ، له ده سره نه شول کولای.

له دغه چلند څخه د ټرمپ موخه، د طالبانو لخوا د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته، پر افغان ښارونو ور ننوتل و.

ټرمپ د طالبانو د دغه چلند پر وړاندې د ولسمشر بایډن دریځ شرمونکی ګڼلی او زیاته کړې: طالبانو ته مې داسې شرایط وضع کړي وو، چې که یو یې هم نقضاوه، له منځه مې وړل.

ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د هغه حکومت له طالبانو سره د دوحې د سولې تړون د لاسلیک له کبله تر سختو نیوکو لاندې دی.

د یاد شوي تړون منتقدین ټرمپ تورنوي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو لپاره یې له طالبانو سره شرمونکی تړون وکړ، خو نه یې ټاکنې او نه طالبانو سره معامله وګټله.

منتقدین دغه راز، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی جوبایډن په دې نقدوي، چې ولې یې په پټو سترګو د ټرمپ یاد شوی تړون تعقیب او عملي کړ.

د امریکا اوسنی حکومت، چې اوس بیرته یې په دوحه کې د اړیکو د نوي فصل لپاره طالبانو سره مذاکرات پيل کړي، طالبان تورنوي، چې د دوحې تړون یې نقض کړی، په زور واک ته رسیدلي او دغه راز یې د ټول شموله نظام جوړیدو ته غاړه نه ده ایښې.

طالبانو بیا دا تور رد کړی او پرون یې د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د دوحې په تازه پيل شویو مذاکراتو کې د دوحې تړون پر عملي کیدو بیا ټینګار شوی دی.

1 COMMENT

  1. د دوحې تړون د افغانستان د بربادۍ او شاتګ تړون دی. ددې تړون په اساس افغانستان صفر شو او کومې لاسته راوړنې چې دا شل کاله شوې وې فضول لاړې. همدې خبیث ټرمپ د انتخاباتو ګټلو په خاطر دا ناکامه پروسه شروع کړه او دده ځای ناستي یو ناکاره او بې فکره انسان جو بایډن د خاین خلیلزاد په مشرۍ تکمیل او افغانستان یې نابود کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب