دوشنبه, نوومبر 29, 2021
Home+د اكبر پاچا ډوډۍ / ډاكتر مبارك علي

د اكبر پاچا ډوډۍ / ډاكتر مبارك علي

ژباړن : اسدالله غضنفر

  په ختيځ كې يو وخت پخلنځى د يو چا د شان او مقام څرګندوى و. لوړو مقاماتو او غټانو به د خپل شان او مرتبې مطابق پخلنځي لرل. مغولو امپراطورانو چې د لويو كورنيو او ډېرو امكاناتو صاحبان وو، تر هر چا ښې اشپز خانې لرلې.

 د دوى د كورنۍ د وو لومړيو امپراطورانو ، بابر او همايون ، پخلنځيو ته د پام كولو لپاره كافي وخت ونه موند. اكبر چې د مبتكر ذهن څښتن و، د كور د غړيو او درباريانو د ښۀ خدمت لپاره خپله اشپزخانه ښۀ سنبال كړه. د هغۀ پخلنځى په څو څانګو وېشل شوى و، لكه ركاب خانه (د لوښو ځاى)، آبدار خانه (د اوبو ځاى)، مېوه خانه ، شربت خانه ، افتابشي خانه او تمبل خانه. د شاهي پخلنځي په مامورينو كې مير باكاول ( كنټرولر)، خزانه داران، مزه څكونكي او آشپزان شامل وو ،چې دوى ټولو د صدراعظم تر مشرۍ لاندې كار كاوۀ.

د پخلنځي لپاره لازم شيان به د كال په سر كې لا وپېرودل شول. د سوخداسي وريجو په څېر عالي وريجې په دومره اندازه اخيستل كېدې چې د ټول كال مصرف پوره كړي. د پخلنځي مصارفو ته د ورځې زر روپۍ بېلې شوې وې.

آشپزانو د كار په وخت كې د كميس لمن او لستوڼي رابروهل. د آشپز خولۀ ، پوزه او سر بايد پټ واى. له پخېدو وروسته به آشپز، باكاول او مير باكاول د ډوډۍ مزه څكله. موږ د بابر په خاطراتو كې لولو چې يوۀ افسر ته د  چاشنيګير (د ډوډۍ د مزې معلوموونكى) نوم اخلي. د مزې له څكلو وروسته به خواړۀ  په زينتي لوښو كې واچول شول. د ټولو خوړو نومونه به ثبت او د ميرباكاول تر څارنې لاندې به يې سرونه بند شول.

ډوډۍ د يوه ډله كسانو په حضور كې چې باكاولان، آشپزان او نور خدمتګاران پكې و، پاچا ته وړل كېدله. دلته به د ماڼۍ د خدمتګارانو نوبت و چې د ډوډۍ مزه وګوري.

د دسترخوان تر اوارېدو دمخه په كوټه كې عرق ګلاب او نور عطرونه پاشل كېدل. معمولا تر څلوېښت ډوله زيات خواړۀ پخېدل چې د پاچا له ذوق سره سم په ترتيب په دسترخوان ايښودل كېدل. ډوډۍ په لويو لوښو كې چې د سرو او سپينو زرو وو او يا كميابه چيني وو، خوړل كېدله.

د ډوډۍ د پخولو په وخت د اشپزخانې نظافت ته ډېر پام كېدۀ. پخلنځي ته بې اجازې هيڅوك نه شو ورتلاى. د آشپزخانې د كاركوونكو په اړه به ډېرې پوښتنې كېدلې او يوازې خورا باوري كسانو ته دا چانس و چې په اشپزخانه كې كار وكړي.

د څښلو اوبه په لويو خاورينو منګيو كې چې سرونه يې په ټوكر پوشلي وو، ساتل كېدې. وزې، هيلۍ او پسونه د سين په غاړه حلالېدل. هلته يې غوښه سمدستي وينځل كېده او په كڅوړو كې بندېده. د سبو لويه برخه د پخلنځي د باغ محصول وه.

د اكبر پاچا د دربار خواړۀ له لويه سره په درې اصلي ډولونو وېشلى شو: له سبو يا مسالو سره پخه شوې غوښه چې د وچې ډوډۍ له مختلفو ډولونو سره خوړل كېده. له وريجو سره يو ځاى پخه شوې غوښه او دريم ډول هغه خواړۀ وو چې غوښه  پكې نه وه او اكبر به صوفيانه خواړۀ بلل. اكبر د هندوستان د جين مذهب تر اغېز لاندې د غوښې خوړل كم كړل خو بس يې نه كړل. په ځينو ورځو كې غوښه بالكل نه پخېده.

د اكبر زوى جهانګير د يكشنبې په ورځو غوښه نه خوړه. (دا يې د پلار د زوكړې ورځ وه.) د ګوجرات د خلكو كيچړى د جهانګېر په طبعه برابر و.دۀ د يكشنبې په ورځو د كيچړي د پخولو  امركړى و.

ډوډۍ به هروخت تياره وه او چې پاچا به امروكړ، سمدستي به راوړل شوه. پاچا ډوډۍ يوازې يا د حرم له مېرمنو سره خوړه. د اكبر پاچا عادت و چې د خپلې ډوډۍ تر خوړو دمخه به يې د هغې يوه برخه خوارانو ته بېلوله.

د دربار د پخلنځي لپاره ميوې د هند له ګوټ ګوټه او نورو ملكونو راوړل كېدلې. د دربار د څښاك د اوبو په اداره كې ډېرو كسانو كار كاوۀ. اكبر غوره بلله چې د ګنګا اوبه وڅښي. د ګنګا اوبه به د زېړو يا مسو په سرپوښليو لوښو كې راوړل كېدلې. داسې بندوبست شوى و چې كه پاچا د خپل ملك په هر ه برخه كې وي، د ګنګا اوبه  بايد ورورسېږي. د اكبر پاچا په زمانه كې د پخلي لپاره د باران او د ګنګا اوبه استعمالېدلې.

  پاچا ته اوبه په چيني پياله كې چې د سرو زرو نعلبكۍ يې وه، وړل كېدلې.

دې تعلبكۍ د الماسو او ياقوتو غمي لرل. په ووړي كې به د پنجاب د غرنيو سيمو كنګل په بېړيو او ګاډيو كې دربار ته لېږدول كېدل.

  اكبر پاچا د اوبو په څښلو سربېره د مېوو يا ګلونو له اوبو تيارشويو ډول ډول خوږو شربتونو سره هم جوړه وه.

1 COMMENT

  1. د ډاکتر مبارک علي او اسدالله غضنفر دواړو لیکنې یوه له بلې خوږې، رسا او منظمې دي. مبارک علي نه پوه نه یم چې مړ دی که ژوندی خو غضنفر صیب ته دې خدای پاک ډېر او صحت مند عمر ورکړي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب