دوشنبه, اکتوبر 18, 2021
Home+په افغانستان کې د امريکا شل کلنه ناکامه پاليسې او ماتې

په افغانستان کې د امريکا شل کلنه ناکامه پاليسې او ماتې

شننه: عبدالله لغمانی
امريکا او ناټو ائتلاف د افغانستان پخوانی جمهوريت او خلک په يوه سخت بحراني حالت کې بې سرنوشته او په وچ ډګر پرېښودل. په داسې حال کې چې نن سبا بې وزلي په افغانستان کې ريکارډ کچې ته رسېدلې او ان له دويم نړيوال جنګ وروسته هم په جنګ ځپلو هېوادونو کې فقر دومره وده نه وه کړې لکه څنګه چې نن سبا د افغانستان خلک ورسره لاس و ګرېوان دي. د نشه يي توکو کرکيله روانه ده، داخلي کشمکشونه ورځ تر بلې ډېرېږې او کرار کرار د طالبانو پر وړاندې بېلابېلې ډلې د راپورته کېدلو او راټوکېدلو په حال کې دي.
د تېرو ۲۰ کلونو په جريان کې افغاني جنګ سالاران او جهادي رهبران په لوی لاس د ناټو او امريکا لخوا د پيسو فساد او غلا کولو ته رامخکې کړای شول او د چور او غصب له امله یې په ميليونونو ډالر پیدا کړل ، لویديځو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموريت په دوران کې ونشو کړای د خلکو د ژوند د اساسي ښه والي او بنيادي پرمختګ لپاره کار وکړي او ان دا چې د دوی له لاسه د جمهوريت په وروستيو کې وضعيت ورځ تر بلې پسې بدترکېده.
تر ټولو مهم او اساسي کار د غير نظاميانو او ملکيانو د ژوند ساتنه وه چې هغې ته هم شديده صدمه ورسېده او د اټکل له مخې په تېرو دوو لسيزو کې د ناټو او امريکا د جنګ جګړو، بمبارونو او چاپو له امله له ۱۵۰ څخه تر يو ميليون پورې انسانان په جنګونو کې ووژل شول او ټپيان شول. د تاريخ په حافظه کې پراته دي چې امريکايانو څو،څو ځلې د وادونو پر مراسمو او د بې ګناه خلکو په کورونو بمبارونه وکړل او پوره پوره کورنۍ پکې تباه او له منځه لاړې.امريکايانو شخصي زندانونه لرل او هغه کسان چې د دوی پر لار به نه ورسره تلل پکې بنديان کول يې. او په مقابل کې یې د وسلوالو او ناراضه کسانو شمېر هم ورځ تر بلې زياتېدو په حال کې وو.
په افغانستان کې په کور کې د وسلې ساتل د کورنۍ او مال د ساتنې لپاره يو عادي کار دی، دا که څه هم له يوې خوا  ځانساتنه ده خو له بلې خوا د وسلوالو او هغو کسانو چې ډله ييز فعاليتونه کوي په ډېرولو کې هم عمده رول درلودلی شي، په داسې وخت کې چې افغانان د لوږې له سرې کرښې اخوا ژوند کوي د وسلې درلودل او وسلوال فعاليت د ګټې لپاره ښه زمينه برابروي. او د ګټې وټې يوه ښه وسيله ګرځېدلی شي.او ورسره به ورځ تر بلې د جنایتونو او مشکلاتو لمن هم پسې پراخېږي.
امريکا او ناټو په وروستيو کې د افغان امنيتي ځواکونو له مالي او لوجيستيکي ملاتړ څخه لاس واخيست او په لوی لاس یې غوښتل چې افغانستان د يوه بل بحران پيل شي او يو بل خونړي جنګ ته چې د کابل په شمول د افغانستان نور ښارونه په کنډواله بدل شي لار پرانيستل شي، د افغان ځواکونو مورال یې په خپل ناڅاپي تګ سره کمزوری کړ ، په لرې پرتو سيمو کې افغان ځواکونو ته مالي او نظامي ملاتړ او د خوراک توکي نه ور رسېدل.  له بله پلوه طالبان ورځ تر بلې په خلکو کې خپل نفوذ پراخ کاوه او همدا لامل و چې د افغانستان ولايتونه يو پر بل پسې د څو ورځو په جريان کې سقوط شول او ان په نيمه مياشت کې د ټول افغانستان په ګډون کابل هم سقوط وکړ او افغان ځواکونه د څو ورځو په اوږدو کې متلاشي شول.
د امريکا د غلطې پاليسي او د جرمني په بن کې د جمهوريت د خراب تهداب اېښودلو او د جنګ سالارانو په ملک الطوايفي کې زياتره افغانان چې له خرابو حالاتو تر پوزې را رسېدلي وو په ښکاره یې ويل چې هر څوک چې څوکۍ په لاس کې اخلي مشکل نشته خو چې روانه وينه بهېدنه او افغان وژنه بنده شي.او يوې ملي پخلاينې ته لاره هواره شي ځکه په متوسط ډول په هرو ۲۴ ساعتونو کې تر۳۰ ډېر افغانان مړه او ټپيان کېدل. او افغانان له جنګ، چاودنو او بريدونو تر ستوني راغلي وو.
سربېره پر دې ۵۰ پورې هغه هېوادونه چې له امريکا سره د ائيلاف په ګروپ کې افغانستان ته راغلی وو اوس حک حيران دي ، چې موږ دلته د څه لپاره راغلي وو؟ موږ خو افغانانو ته د ښه ژوند کومه ژمنه چې کړې وه هغه هم ونشوه، زياتره دغو سرتېرو چې په افغانستان کې یې دندې کړې وې ځان وژنې وکړې چې هسې مو ملګري هم ووژل شول،  او نه مو افغانانو ته ښه ژوند جوږ کړ او نه په سرلوړي له دې هېواد څخه راووتلو.
سربېره پر دې ټولې نړۍ وليدل چې د امریکا، برتانيا او ناټو په شتون کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د قاچاق او کرکيلې کچه تر ټولو لوړې فيصدي ته رسېدلې وه او افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو د توليد ستر هېواد وو. چې له امله یې په افغانانو سربېره په ميليونو د نورې پرمختللې نړۍ اوسېدونکي هم په دې نشه يي توکو روږدي شوي وو.
علاوه پر دې د امريکا نړيوال پرستېژ او اعتبار ته یې هم سخته ضربه ورسوله او امريکايي چارواکي بايد خپلو خلکو ته ددې خبرو ځواب ويونکي واوسي چې ولې داسې وشول؟ نور هېوادونه  به هم له دې وروسته په امریکا باور ونشي کولای ځکه په افغانستان کې دوی يو بشپړ جمهوريت په لوی لاس په نيمه لار کې پرېښود سره له دې چې ۲ ټرېليون ډالره مصرف دلته د امريکايي ماليه ورکونکو په پيسو وشو خو کومه ښکاره ګڼه یې ونه کړه ، په لسګونو او سلګونو زره افغانان ووژل شول او بندیان شول همدا د ددې شل کلن امريکايي يرغل پايله وه او بس.
حالات ورځ تر بلې پسې بدترېږي، هغه افغانان چې کلونه ورته د ښه ژوند وعده ورکړل شوې وه اوس په سخت او بدترين حالت کې ژوند کوي او هره ورځ ژوند په خطر کې احساسوي. داعش چې د ډېری کارپوهانو په ګومان د امريکا لخوا تمويلېږي لکه په تېر کې په سوريه کې په افغانستان کې د راپورته کېدو په حال کې دی او له نورې نړۍ هم ډلې ډلې ورانکاري ورته را روان دي چې افغانستان يو ځل بيا په وينو کې لت پت کړي. او په افغانستان سربېره د مرکزي اسيا امنيتي حالت هم ورګډوډ کړي. او دا به د افغانانو بدتر حالت لا پسې بدترين کړي.
بې له شکه د امریکا نظامي عمليات او تېر شل کلن ماموريت په افغانستان کې بشپړ ناکام و او دوی دلته د زيربناوو د جوړولو او بنيادي کار د کولو اراده نه لرله او نه یې حاکم افغان دولت سره د فساد او جنګ سالارانو او جهادي قوماندانانو په څنګ ته کولو کې مرسته وکړه.

1 COMMENT

  1. سلام
    امریکا لاهم له افغانستان سره په سیاسی ژبه کې لوبه کوی اونه دی پوه شوی. نوی دریځ او کړکی غواړی:
    دلیکنې عنوان دې جامع دی خو محتویات یامعلوماتی برخه یی کمزورې ده. کمزورې پردې مانا چې دکړکېچ رسوایی،عوامل او سببونه یې په ډېره ابتدایی او اټکل کچه محاسبه شوی دی. لکه دطلوع دچینل دبیان ازادی تر نوم لاندې بې فرهنګی او ګروګانتوب کې چې خپل پېژندل شو یو قراردادیانو ته بیا دتبصرو وخت ورکوی شکریه بارکزی له کوم سورکی راغواړی ،ویس ناصری له المان څخه ، پروفیسور شهرانی دا مریکا له اندیانا څخه او یو شمیر نور لنډغر په دې تبصرو کې لاهم کته او پورته کیږی. داحصایی پراصولو برابره محاسبه دیره اوږد ه موضوع ده خواوس د یوې مقدمې به توګه:
    امریکا له افغانستان سره په دېرو برخو کې هېڅ دمقایسې وړ نه دی دامریکا ءپوځې ظرفیت ، مالی قوت ، ملی او بشری منابع، فضایی ابزار ، ستراتژی او لوژیستکی ، بهرنی اړیکی مصارف او خرچه په ټوله کې لوړې اوژورې یو ډاینامیک حرکت او لید لوری رامنځ ته کوی . امریکایوازې افغانستان ته راغلې نه وه بلکې په یو شمیر زیات مسلمانو او غیر مسلمانو هېوادونو کې اوس هم فعال حضورلری .دلته زما هدف له یادونې څخه دښه او بد ،طرف داری یا مخالفت لوری نه ټاکی. که تاسې وګوری موږ له امریکا سره د روسانو له تجاوز اومداخلې له وخته سابقه لرو اود جهاد په وخت کې یې موږ سره مالی مرستې کړی. امریکا له همغه وخته په احساساتی ډول له یوشمېر خاینو سره دشخصی علایقو او ګټو لپاره ،جاسوسیو او …
    ابزار شول چې ډېر مثالونه لری.
    په څلورو لسیزو کې دکړکیچ اصلی کور به موږ یو. دګډۍ یا خورجینې په خوله افغانان ناستول ترلیون دالرې کابل ته راغلې .انحصاری انجوګا نې،نشې اوتماشې ،بې ناموسی او بی غیرتی،جاسوسی او مزدوری ، بردګی او غلامی ، دافراط او تفریط سهامی شرکت، دبندګی مهار سیستم، داستعمار او استعباد ګوډاګی دوه سری حکومت او نظام. دقراردادونو او قبالو لاس لیکونه، دشوروای چتلیو نظار ته واک سپارل،دافغانستان له مستقبل نه حو برابره احساساتی اداره او تشکیلات، دبن په ککړ کنفرانس کې ۴۵ هېوادونو رابلل. یو کشمش او څلوېښت لنډغرو ته دفاع وزارت ، بهرنیو چارو وزارت ، کورنیو چارو وزارت او مالیی وزارت سپارل دا دومره مرداری دی که اسناد یی راوباسو دامریکی پلار یې هم ځواب نشی ورکولی.امریکایا نو هم داختلاس او فساد لوبه له موږ زده کړه ځکه موږ ته له هرچا نه سکنی ول او موږ په هر فرهنګ کې دکلتور په نوم را ګډ کړل حتې په ژ به کې.
    امریکا په سیمه کې دومره کارکړی چې سیمه ایزه اغېز ولری لوی مثال یی دقطر وړوکی هېواد دی.نو خبردا شوه چې وایی ګرګ ګر سنه از هی هی چوپان نترسد!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب