یکشنبه, اکتوبر 17, 2021
Home+د افغانستان ـ پاکستان ترانزیټ سوداګرۍ تړون او تطبیقوي ستونزې

د افغانستان ـ پاکستان ترانزیټ سوداګرۍ تړون او تطبیقوي ستونزې

امین ستانکزی

1 . پېژندنه : 

د افغانستان او پاکستان مذهبي، ټولنيزې، کلتوري، سیاسي او سوداګريزو چارو ته په کتو لازمه ده، چې د اقتصادي پراختیا او سوداګرۍ په برخه له پاکستان سره په اړیکو، فرصتونو او ننګونو بحث وکړو .

اوسنۍ نړۍ له سیاسي جنجالونو سره سره بیا هم غواړي خپلې سوداګريزې اړيکې له رقیب هېواد سره ټینګې وساتي، د اړيکو دا کانال په ډېره سختۍ هم کوشش کېږي، چې وساتل شي او لا پراختیا پیدا کړي. ډېر کله د سوداکرېزو اړیکو پیاوړتیا د سیاسي ثبات او د هېوادونو ترمنځ د ژورې ملګرتیا باعث هم ګرځي، چې ډېرې بېلګې یې موږ یادولی شو. 

د پاکستان سره د افغانستان اوږده پوله، پاکستاني مارکیټ ته د افغانانو نسبت د ژر لاس رسي لرل، اسانه او ارزانه لاره، د افغانستان اتصالي موقعیت او د افغانستان د مارکیټ سربیره د منځني ختیځ نوي غوړیدونکي اقتصاد او مارکیټ ته د پاکستان لېوالتیا هغه ګډ ټکي دي، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو د ګټې د خوندي کولو یې د یوه مهم اصل په توګه یادولی شو. 

د هر څه نه مهمه خبره، د افغانستان جغرافیوي موقعیت، د جنوبي اسیا هېوادونو، منځني ختیځ او بالاخره ټولې نړۍ ته د دلچسپۍ ټکی دی، له دې طلايي چانس څخه هوښیار ملتونه ښه ګټه پورته کولای شي.

  (61 Stat. A – 11, 1947)

د جنوبي اسیا له هېوادونو سره سوداګري او سیمه ييز اتصال یوه مهمه او حیاتي مسله ده، چې د افغانستان سربېره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته چې په وچه کې را ایسار دي هم اړینه ده، اوس چې د نړۍ د سوداګرۍ او ترانزيټ ستره برخه جوړوي. هغه د سمندر له لارې سوداګري ده، ځکه چې دا لاره اسانه او ارزانه ده، نو په وچه کې را ایسار هېوادونه هم اړتیا لري، له سمندري بندرونو سره وتړل شي. 

په دې تړاو د ملګرو ملتونو او د جنیوا کانفرانس چې د (1958) میلادي کال د پرېکړې له مخې که کوم هېواد په وچه کې رایسار وي، نو ګاونډي هېواد مسولیت لري ، چې سمندرته د لاس رسي لپاره ورته خپل بندرونه په واک کې ورکوي، چې د همدې له مخې په (1965) میلادي کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ترانزیټ تړول لاسلیک شو(Ahmed, 2018)

د دواړو هېوادونو سیاسي اړيکو د پیکه والي سربېره چې د ترورېزم او نورو مسایلو په هکله یې لري د امریکا متحده ایالات ددې تړون د لاسليکولو په تړاو له رسمي او غیر رسمی هلو ځلو له امله په ( 2010 ) میلادي کال کې لاسلیک شو .  (Cachdeva, 2010)

د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې اوږدوالي ، د کلتوري ، ژبني ، مذهبي او نژادي نږدېوالې ، ددې سبب ګرځيدلی دی،  چې دا دواړه ګاونډي هېوادونه سره ددې پورته ‌ذکر شویو تړاوونو له مخې د سوداګرۍ او ترانزیټ پراخه اړیکې ولري .  (Cochran, 2013)

کله چې د ( 2001 ) سپټمبر وروسته امریکا په افغانستان باندې یرغل وکړ، امریکا او ناټو غړو هېوادونو ترانزیټ هم د خپلو پوځیانو لپاره اکمالات له کراچي بندره د تورخم او سپین بولدک له لارې ترسره کول چې پاکستان له دې لارې په ملیاردونه ډالر تر لاسه کړل او یو وخت د یوې بوختې ترانزېټې او خورا د ډېرې عاید لرونکي لارې په توګه وچلیده . 

د ( 2010 ) میلادي کال په جولايي میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اپټا تړون په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، هیریلي کلینټن تر نظارت لاندې مقدماتي خبرې او موافقه وشوه.

 همدارنګه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد هالبروک هم ددې تړون په منځګړېتوب کې ډېرې هلې ځلې کړي دي چې وروسته بیا د ( 2010 ) میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي او پاکستان د سوداګرۍ د وزیر مخدوم امین فهیم او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ مسوولینو له لوري پداسې حال کې لاسلیک شو چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو سفیرانو او استازو هم ګډون لاره .  (Muzhary, 2010)

ددې تړون له مخې افغانستان حق تر لاسه کوو، چې خپلې لارۍ او توکي د پاکستان له لارې د ګوادر او واګه بندرونو ته ولېږدوي او پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د لاس رسي حق درلود. بیا وروسته د افغانستان او پاکستان له لوري د افغانستان او پاکستان د سوداګري ګډه خونه هم د لا همغږۍ او د کارونو د ښه اجرا په موخه رامنځته شوه. 

دا سمه ده چې افغانستان د پاکستان له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټ کولو ته اړتیا لري خو د افغانستان جغرافیوي موقعیت د یوه بهترین موقعیت په توګه باید ومنل شي چې د پخوانیو سوداګریزو او ترانزیټ لارو لکه د لاجوردو او وریښمو لار یې د بېلګې په ډو ل یادولی شو  (Kakar, 2020)

2 . د اپټا تړون په عملي او تطبیقوي برخه کې ستونزې او خنډونه

د اپټا تړون پر وړاندې ستر خنډونه شته دى، چې دواړه هېوادونه یې د خپلو ګټو او ليد لورو له مخې بیانوي:

ددې تړون په وړاندې ځينې خنډونه داسي دی، چې ډېر په اسانۍ د حل کېدو وړ دي ځينې ستونزې ژورې ارزونې او بیا کتنې ته ضرورت لري افغان سوداګر وایي چې یاد تړون کې دې اساسي بدلون راشي تر څو داسې تضمین وجود ولري چې د هر ډول شرایطو په راتلو سره او د افغانستان او پاکستان د اړيکو د ترېنګل کېدو سره بیا هم دا تړون متضرره نه شي او سوداګري د سیاست قرباني نه شي. 

که څه هم څو څو ځل د دواړو هېوادونو د مسوولینو ترمنځ د ناستو او جدي خبرو وروسته ژمنې شویدي خو بیا هم په دې برخه کې ستونزې نه دې حل شوې ددې د حل په موخه د دواړو هېوادونو له لوري د یاد تړون د ښه تطبیق لپاره د (Afghanistan _ Pakistan Transit Trade Coordination Authority ( APTTCA ) اداره هم شته او خپله ددې سند د لسم فصل د څلور دېرشمې مادې له مخې” د پاکستان ـ افغانستان د ترانزېټي هم غږۍ اداره ددې موافقه لیک د څارنې، د اسانتیاوو د برابرولو او د اغېزمن تطبیق لپاره رامنځته کېږي ” 

د افغانستان او پاکستان د رسنیو د راپورونو، څېړنيزو ادارو او ګمرکاتو رسمي سروې ګانو له مخې جالب ټکی دادی، چې د افغانستان او پاکستان د ترانزیټي او سوداګري موارد له ( 2005 ) را پېل تر ( 2010 ) یانې د اپټا د تړون تر لاسليک کېدو پورې په صعودي حالت کې وه چې دا کچه په کلني ډول آن تر     ( 7 ، 2 ) ملیاردو ډالرو ورسېده خو له دې تړون لاسليکدو وروسته دا حالت له صعودي څخه نزولي حالت تغیر وکړ چې اوس دادی تر یوه ملیارد ډالرو کلنۍ سوداګرۍ او راکړې ورکړې هم کمه ده. 

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ  او ترانزیټ ګراف له 2001 میلادي کال راهیسي تر 2011 میلادي کاله پورې په صعودي او پراختیا په حالت کې وه خو له 2011 کال وروسته دا ګراف ورځ تر بلې په ښکته کېدو وه او نزولي حالت یې غوره کړ . 

یو علت یې شاید دا وي چې په افغانستان کې د میشت بهرنیو ځواکونو ډیری اکمالات د پاکستان له لارې ترسره کېده چې ددوی له لورې په افغانستان کې د خپل ماموریت د ختمولو یا کمولو په تړاو چې کوم خبر خپور کړی وه چې تر 2014 میلادي کال وروسته به د بهرنیو ځواکونو شتون یوازې د افغان ځواکونو د روزنې په موخه وي نو ځکه د نورو اکمالاتو مخه ونیول شوه او بل علت یې هم په اپټا تړون په عملي برخه کې ستونزې وې چې دا ستونزې ورځ په ورځ زیاتیدې او د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ باندې یې بد تاثیر وکړ . (Hanif, 2018)

ډیری شنونکي پدې نظر دي ، چې د د پاکستان او هند رقابتونو د اپټا تړون په تطبیق او عملي کېدو باندې ژور اثر پریباسلی دی . (Farooqui, 2010)

د افغانستان او پاکستان ددې تړون څخه تر اوسه نړیوال سوداګرۍ سازمان ته شکایت نه دی شوی او د اپټا تړون هم د نړیوالو سوداګریزو قوانینو په رڼا کې د اپټا تړون مخته ځي او په ډیرو مواردو کې له نړیوالو سوداګریزو سازمانو له قوانینو اخذ شویدی خو په هغه وخت کې چې افغانستان او پاکستان د اپټا تړون لاسلیکوو پاکستان د TIR  غړیتوب نه لاره .دا غړیتوب یې د ( 2015 ) کال د  جولايي په 21 مه نېټه  واخیسته   (Akbari, APTTA versus Chabahar, Which Transit Trade Agreement Offers Afghanistan Broader Legal Benefits, 2020)

3 . افغانان څه وايي؟

له عادي افغانه را پېل تر سوداګرو، اقتصادي کارپوهانو او سیاست والو ټول په یوه خوله ادعا لري چې پاکستان د اپټا تړون د عملي کېدو په وړاندې ستر خنډونه ایجاد کړيدي دوی ټول وایي چې پاکستان د سیاسي فشار په توګه تل افغاني اموالو په وړاندې خپل بندرونه په بېلا، بېلو نومونو تړلي دي چې له امله یې سوداګرو او عاموخلکو ته ستر زیانونه رسېدلي دي چې دا چاره په دوامداره او تکراري بڼه ادامه لري .

سوداګر وایي چې، کله چې هم د افغان او پاکستان حکومتونو ترمنځ اړيکې ترېنګلې شي او د ترانزېټ په مخ لارې وتړل شي ؛ نو سوداګرو ته یې میلیونونه ډالره زیان رسېدلی دی . 

1 . 3 . له دې سند څخه د سیاسي فشار په توګه استفاده کېږي

افغانان پوهېږي چې دا یوه بشپړ سوداګريز او د ترانزیټ تړون دی خو پاکستان یې د سیاسي فشار آلې په توګه کاروي او د افغاني سوداګرو سره د سوداګرۍ د نړېوالو قوانینو نه په سرغړونې یې تورنوي . 

هر کله چې د افغانستان د اړيکو په اړه له سیمه اېزو هېوادونو سره د اړيکو بحثونه پېلېږي، پاکستان د فشار او اعتراض په ډول د افغاني اموالو په وړاندې خنډونه پېدا کوي کله هم د ګمرکي معاملاتو اداري پروسیجر بهانه کوي او کله هم د نورو برخې په اړه د کارونو ځنډول اختیاروي. 

خپله پاکستانیان او پاکستاني سوداګر هم په دې نظر دي چې، پاکستان د اپټا تړون سره په بشپړ ډول د یوه سیاسي فشار او سیاسي معاملې په توګه برخورد کوي دا په داسې حال کې ده، چې دا تړون په بشپړ ډول یوه سوداګريز او د سوداګرۍ د پراختیا سند دی . 

2 . 3 .  د ګمرکي معایناتو په نوم د کارونو ځنډول

افغان سوداګر وایي، چې پاکستان د ګمرکي معاینې او چیک په نوم ددوی کارونه ځنډونه او په دې سره یې خپل اموال په وخت نه شي رسیدلی ډېری سوداګر چې د کراچۍ له لارې له نورو هېوادونو سره راکړه ورکړه لري له دې ستونزې بیخي زیات کړاو وړي .

دوی همدارنګه وایي، پاکستاني مقامات د ټولو اموالو بر رسي او ليدل زیات وخت ته اړتیا لري چې د اموالو په انتقال کې ځنډ رامنځته کېدو سربېره ځينې توکي د اوړېدو را اوړېدو او چیک کولو له امله زیانمن کېږي او په دې سره افغان سوداګر زیان ګوري. 

په کراچۍ بندر کې د کانتینرونو او کښتیو د ودرېدو اضافه مصارف دومره ملا ماتوونکي دي چې ډېری سوداګر حتا خپل مالونه د زیات ډیمریج له امله همداسې پریږدي ځکه د مالونو د ځنډ له امله رامنځته شوی اضافه لګښت یا ډیمریج Demurrage او Detention دومره زیات وي چې د هغه مال څخه چې افغان سوداګر بار کړی، د ډیمریج فیس زیات وي نو مجبورا دا کار کوي او په دې کار سره همدا سوداګر یا شرکت له پاکستان سره په تور لیست کې راځي چې بیا له دې لارې ترانزېټ او تجارت نه شي کولی. افغان سوداګر له نورو ګڼو تجارتي ستونزو سر بیره له ډیمریج سره زیات لاس او ګریوان دي، د کراچۍ په بندر هر صادراتي او وارداتي مالونو د ډیمریج مزه څښلې ده. 

د کرونا له راتلو سره سم له لومړي قرنطین ( 2020 اپریل ) وروسته د افغان سوداګرو په زرګونه کانترونه د کراچۍ په بندر کې ولاړ پاتې ول چې د هرې ورځې په تیریدو یې سوداګرو لوړه بیه پرې کوله . 

(د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د راپور له مخې له لومړي قرنطین وروسته د افغان تجارانو 22000 کانترونه د کراچۍ په بندر کې ولاړ ول چې په هر یوه یې له 3000 ډالرو څخه تر 4000 ډالرو پورې ډیمریج راغلی وه چې بیا د افغانستان د ولسې جرګې پلاوی او د سوداګرۍ خونې مسوولینو د همدې ستونزې د حل په موخه پاکستان ته سفر درلود.)) 

دا یوازې د کرونا او د قرنطین د وختونو ارقام دي تر مخکې او را وروسته هم لداسې مواردو سره تل افغان سوداګر مخ شویدي .

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزېټي سوداګرۍ په موافقه لیک کې د اموالو د معاینې په اړه په صراحت سره تعریف شویدی 

” د مالونو معاینه کول: د ګمرکونو د ادارې په واسطه د ماهیت، مبدا، وضعیت، مقدار او د مالونو د ارزښت له بابته، د مالونو د فزیکي اثبات له پروسې څخه عبارت دی، د وړاندې شوو ترانزیټي سندونو په حواله، دې ته پام سره دغه تعریف د خطراتو د ادارې او تنظیم د سیستم مطابق، یوازې تر ډېره حده په مالونو باندې تر ٪ 5 پورې د تطبیق وړ دی . (News., 2010)

همدارنګه په یاد تړون کې د کارونو په ژر ترسره کېدای او په پوره همغږۍ د کارونو په اجرا باندې ټینګار کوي 

” 2 ـ متعاقد اړخونه، له ځنډ پرته د ترانزېټي تېرېدو را تېرېدو د رخصتولو د تامین په منظور،موافقه کوي څو 

الف : اړوند بنسټونه او ګمرکي ترخیص تاسیسات چې د هغوی د ملي واک په حوزه کې قرار لري، په فزیکي لحاظ سره ګاونډي دي، تر هغه ځایه چې امکان لري، د هغوی د حمل ونقل د وسایلو او محمولو د پلټنو د اسانونولو په خاطر، وڅاري \ وساتي او ساتنه رامنځته کړي.

ب : همغږې شوې کنترولونو ته د تدریجي لاسرسۍ په منظور، چې د هغو په واسطه د متعاقدو اړخونو مامورین، خپلې ګډې او هم مهالې پلټنې ترسره کړي، همکاري وکړي ” (Justice, Transit Trade Agreement between the Islamic Republic of Afghanistan and the Islamic Republic of Pakistan. (APTTA)., 2011)

د یاد تړون اووم فصل هم همدې موضوع ته ځانګړي شویدی او د ګمرکي کنترول او نور کنترولونه، د ګمرکي کړنلارو هم غږي او ساده کول، عنوان دي.

ددې ټولو خبرو دلیل دادی، چې د اپټا تړون له قانوني مواردو ښه غني دی او هرې برخې ته یې رسیده ګې شوېده خو اساسي مشکل د همدې تړون په تطبیقوي او عملي ساحه کې دی، چې همدې موضوع د یاد تړون په وړاندې خنډونه ایجاد کړي دي.

3 . 3  . په پوله د اضافي پروسیجرونو رامنځته کول 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د مسوولینو په خبره پاکستان په پوله د افغان سوداګرو لپاره په تړون کې له شته موادو پرته نور اضافه پروسیجرونه رامنځته کړي دي چې دا هم د سوداګرۍ په وړاندې یو ډول د خنډونو د ایجاد لپاره په کار وړل کېږي چې ددې چارو د ژر ترسره کېدو لپاره افغان سوداګر مجبوره کېږي تر څو پاکستاني ادارو ته رشوت ورکړي . 

البته له دې ستونزې پاکستان هم شدید شکایت لري او تل یې د افغانستان په سوداګريزو ادارو کې د فساد په اړه خپل شکایت درج کړیدی . 

د پاکستان له لوري د بې موجبه او د نا معلوم دلیل له مخې د لارې بندول ډېر ستونزې ایجاد کړي دي همدا رنګه په پاکستان کې د لاريو سکین پروسه هم پېچلې او ډېر وخت ضایع کېدو سبب ګرځي.

پاکستاني لوری باید د افغاني لاریو لپاره د سکین پروسه چټکه او د لارۍ د ودرېدو او توقف لپاره دې نا معلوم دلایل نه وړاندې کوي. افغان سوداګر شکایت لري چې پاکستان د تړون سره په مخالفت ددوی باري لارۍ په مکمل ډول معاینه کوي او د سکین کولو پروسه یې هم چټکه نه ده دا موضوع یوازې په باري لاریو کې نه ده بلکې د مالونو د تخلیې وروسته هم په بندرونو کې افغاني لارۍ بیا ځل سکین کېږي. 

4 . 3 .  په قانوني مواردو کې د خنډونه جوړول

افغان سوداګر دا شکایت هم لري چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو لپاره د قانوني مواردو په وړاندې خنډونه ایجادېږي په دې کې موضوع کې په بندرونو کې د شرکتونو له اسنادو، د کار جواز او قانوني تېرېدنې پړاوونو سخت والي هم ډېری افغان سوداګر اندېښمن کړي دي. 

همدارنګه افغان سوداګرو ته د مالي اداینې په برخه کې هم ګڼې ستونزې شته چې په پاکستان کې د افغان بانکونو لپاره د نه شتون له امله دا چاره د صرافۍ او هم له نورو لارو تمویلېږي چې افغان سوداګرو ته ژر د پیسو ورکړه صورت نه نیسي او کارونه یې ځنډېږي. 

دا ستونزه ډېر وخت افغان سوداګر مطرح کوي د افغان سوداګرو لپاره د قانوني مواردو نه پوهاوی هم ډېر کله د کارونو د ځنډ لامل ګرځي اکثره سوداګر د پاکستان له نافذه قوانینو سره د اشنایي نه لرلو له امله زیانمن کېږي. 

5 . 3 . په بندرونو کې د افغاني اموالو لپاره د کافي ساحې نه شتون

افغان سوداګر هم وایي چې په بندرونو کې د افغاني اموالو لپاره د کافي ځایونو نه شتون ډېری وخت د اموالو د خرابوالي او د ډیمرج راتلو سبب ګرځي په تړون کې ذکر شویدي چې متعاقد اړخونه به د دواړو هېوادونو په بندرونو کې د اموالو او نورو مواردو لپاره ګودامونه په واک کې ورکوي تر څو هلته خپله اموال ښکته او یا یې هم تر ټاکلې مودې وساتي د اپټا تړون د نوې کېدو په طرحه کې افغان او پاکستاني سوداګرو ددې ستونزې د حل په موخه دواړو لوریو ته یو لړ وړانديزونه کړي دي چې په بندرونو کې دې ترمینلونه او ګودامونو لپاره ځای ځانګړی شي او دې برخې ستونزې د حل په موخه کې کار وشي.

4 . پایله : 

د افغان سوداګرو، حکومتي چارواکو او عامو خلکو همدارنګه د پاکستاني لوري هم همدا هیله ده، چې له یوه بل سره د ښو اړيکو په پایله کې به د افغان او پاکستاني سوداګرو ستونزې هوارې او ګټه به یې د دواړو هېوادونو ولسونو ته ورسېږي.

د دواړو هېوادونو د اړيکو پیاوړتیا سره د سوداګرۍ او ترانزیټ ستونزې حل کېدای شي، د اپټا تړون تطبیقوي ستونزې د حل وړ دي، چې د دواړو لوریو د پوره ژمنتیا او یو بل ته د احترام کولو وروسته به د شکایت زمینه نه برابرېږي. 

ټولې غاړې ستونزې مني؛ خو دا ستونزې هره غاړه د خپلې ګټې پر بنسټ د حلولو لېوالتیا لري، چې دې چارې د اپټا تړون تطبیقوي مسایل پیچلي کړي دي.

افغان او پاکستانۍ خواوې په راتلونکې کې ددې تړون په اډانه کې د نورو هېوادونو د شاملولو هم هیله لري. د افغانستان له لوري د هند د شاملولو او د پاکستان له لوري د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ځانګړي ډول د تاجکستان د شاملولو غوښتنې شوېدي . 

په پای کې به ووایو چې د متعاقدو اړخونو هېله داده، چې یاد تړون دې له سیاسي مسایلو لرې وساتل شي، سوداګريزې او ترانزېټې چارې دې پراختیا ومومي او د تړون په عملي برخه کې دې دواړه غاړې خپلې ژمنې پوره او سوداګرو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي .

یوه خبره چې ډیره څرګنده ده، لکه څنګه چې د افغانستان ډیر صادرات تازه او وچې میوې ، سبزيجات او نور قلمونه دي نو د تازه مېوو د موسم په راتلو سره دا ستونزې لوړ ګراف ته خیژي او ډیر کله یې د افغاني صادراتو مخه نیولې او سوداګرو ته په میلیونونه ډالره تاوان رسیدلی دی او پاکستان دا کاره په تکراري ډول په هر موسم کې کوي. 

References

61 Stat. A – 11. (1947). General Agreement on Tariffs and Trade,. 

Ahmed, M. O. (2018). Transit Trade Agreements between Afghanistan and Pakistan:A Comparative Study of 1965 and 2010. Pakistan Social Scinse Review .

Akbari, S. (2020). APTTA versus Chabahar, Which Transit Trade Agreement Offers Afghanistan Broader Legal Benefits.

Cachdeva, G. (2010). Afghanistan and Pakistan sign trade and transit agreement.

Cochran, V. .. (2013). A Crossroad to Economic Triumph or Terrorism: –The Afghanistan Pakistan Transit Trade Agreement. Global Security Studies.

Farooqui, A. &. (2010). Trade barriers and facilitations among SAARC economies. . International Journal of Business and Social Science, .

Hanif, K. (2018). Pakistan – Afghanistan’s economic relations after 9/11 . Journal of The Punjab University Historical Socity .

Justice, M. o. (2011). Transit Trade Agreement between the Islamic Republic of Afghanistan and the Islamic Republic of Pakistan. (APTTA). kabul afhanistan: Ministry of Justice.

Kakar, A. (2020). Afghanistan Towards Independent Transit Trade: A Decay of Affiliation to Pakistan. . Global Business Review, .

Muzhary, F. (2010). Landmark trade Pact inked with Pakistan“.

News., P. A. (2010). Afghanistan Pakistan Transit Trade Agreement. kabul afghanistan: Pajwak Afghan News.

1 COMMENT

  1. خبره ډیره واضحه ده ، چه مقاله لیکونکی ورته په آخر کښی اشاره کړی ، او هغه داده چه پاکستان د افغانستان سره هیڅ وخت هم د اخلاص ، دیوه نارمل همسایه په توګه ، یا حد اقل د یوه مسلمان همسایه روابط که په تجارت کښی دی ، که په سیاست اوکه په اقتصاد او امنیت کښی دی ، نه دی غوره کړی . په هره برخه کښی یی صرف د خپلو ملی منافعو په اساس ، نه د افغانستان د ملی منافعو ته په احترام ، غیردوستانه برخورد کړی . په سختو حالاتو کښی یی افغانان تر خوږ ګوته نیولی ، او یوه ضربه یی د وخت د موجوده مصیبت سره علاوه کړی .خپل تولیدات تر کابله په پاکستانی موټرو کښی د کمی تعرفی په غوښتلو راواردوی ، همدا اوس چه د یوی خوا د چمن او ترخم لاریی بنده کړی ، د غلام خان بندر ( خوست ) د لاری همدغه کار کوی ، او د افغانی تجارانو ډیر مالونه او میوه جات چه د چمن او طورخم په لار ځی ، دغه بندرونه ورته بند کړی ، میوی هلته خوسا کیژي او د منځه ځی . د غلام خان بندر د لاری چه یو کم تعداد بار موټر د پاکستان خواته اوړی ، نو هلته بندر ته نژدی سمدلاسه خالی کوی ، او بیا افغان تاجر مجبور دی چه پاکستانی موټر ورته په لوړه کرایه کرایه کړی ، تر څو ښارونو ته یی انتقال کړی . همدغسی د پی آی آی پاکستانی ایرلاین ټکټونه خو مو د افغانانو په سخته روځ ولیدل چه ۲۵۰۰ ډالرو ته یی ټکټ لوړ کړی ، دا ځکه چه د افغانانو ګوته خوږ ده او تر خوږ ګته یی نیسی . زمینی لاری یی ورته بندی کړی ، تر څو خلک په پاکستان طیارو کښی فی نفر په ۲۵۰۰ دالره پاکستان ته سفر وکړی .
    د پاکستان د تولد نه را نیولی تر اوسه د افغانستان سره په غیر مستقیمه توګه ، یعنی په خوله خوږ ، خو به عمل کښی د توقع خلاف ، ډیره ترخه ، او د د دښمنی او منافقت لاره خپله کړی . ددی نه علاوه کله چه موقع ورته مساعده شوی نو د افغانستان د منطقوی او یا نړیوال استعماری دښمنانو سره ، چه دښمنی یی د افغانستان سره تاریخی پسمنظر لری ، لکه انګلیس او دهغه وروستنی ملګری لکه امریکا او اسرایل د افغانستان خلاف لاس یو کړی . تاسو په رڼو سترګو لیدل چه د امریکی لښکرو ته یی د افغانستان خلاف لار ورکړه آیران ددی کار نه انکار وکړ . افغانی سیاسیون یی لاس تړلی امریکایانو ته وسپارل ( د نومونو اخیستل یی دلته ضرورنه دی ، ټولو خلک یی پیژنی ) ، د طالبانو یو مشران یی جهلونو ته د ننه کړل ، ځینی یی د سختو شکنجو نه وروسته ووژل ، او ځینی د شکنجو نه وروسته د بهرنی فشار په مقابل کښی را خوشی شول ، اوس هم د طالبانو د یو تعداد زندانی مشرانو مرګ او ژوند نه دی معلوم ، چه د پاکستان حکومت مجبور دی چه دهغو په مورد کښیوضاحت ورکړی ، لکه استاد یاسر او داسی نور . حتی د طالبانو مشران اوورسره مجاهدین یی ددرون په ذریعه یی به نښه کړل ، په زندانونو کښی یی په ډیرتوهین آمیزه ډول شکنجه کړل ، چه اوس هم ژوندی دی ، پوښتنه ځنی کولای شی ، د افغانستان د پآره د قوی فوج همیشه مخاف ؤ ، په افغانستان کښی د یوه قوی په خپلو پښو تکیه دولت مخالف دی ، د افغانستان د اقتصادی پرمختګ مخالف دی ، د منطقی او نړی سره د افغانستان د دوستانه اړیکو مخالف دی ، په تیره بیا د افغانستان د شمالی همسایه ګانو، ایران او هند سره . د افغانستان سره د تجارت یکجانبه مفاد پرسته پالیسی یی یوه نمونه ده چه د پاکستان د جوړیدو نه تراوسه پوری حل نشوه ، د آپټا غوندی تجارتی معاهدی مسلسل قض کوی ، نو څه فکر کوی چه پاکستان به د افغانستان په مقابل کښی خپل منافقانه او دښمنانه سیاست بدل کړی ؟ نه هیڅکله هم ! نوپه کار ده چه د افغانستان موجوده حکومت او تجاران د خپل تجارت او اقتصاد د پاره د پاکستان نه صرف نظر وکړی ، او مخ آسیاس میانه هیوادونو ، ایران ، ترکیی ، خلیجی هیوادونو ، ارو پایی او د اسیای شرقی هیوادونو ته واړوی ، د پاکستان د کراچی او ګوادر د بندر په عوض خپل مالونه د چابهار او بندر عباس د لاری تنظیم کړی ، اود پاکستان د لارو د تجارت نه نور صرف نظر وکړی ، تر څو پاکستان پوه شی ، چه افغانستا ن بی د کراچی او ګوادر بندر نه هم کولای شی نورو بحری بندرونو ته لار ولری او خپل تجارت په ښه ډول د نوری نړی سره مدیریت کولای شی . نور باید افغانستان ددومره اوږد تاریخ او ترخو تجربو نه د پاکستان په ار تباط یو اساسی درس او عبرت واخلی . دغه نن صبا چه عمرانخان د افغانستان د پاره د افغانستان سره د بشری مرستو ډیرولو او د افغانستان د نوی اسلامی حکومت د رسمیت پیژندلو د کوشش ادعا کوی ،دغه کارهم غواړی د ډیر لوی احسان په توګه په طالبانو ومنی ، او په آینده کښی به ددغه کار په مقابل کښی که نتیجه ورکړی او که نه ، د یوه څو چنده دروند قیمت غوښتونکی وی .
    یو بله مهمه خبره د افغان زمیدارو ، کروندګرو او تجارانو ، په مورد کښی داهم ده چه د افغانستان کروندګر او تجاران د افغانستان د ۳۴ولایاتو مارکیټونه هم د نظره و نه باسی ، یو څه مقدار میوی او سبزیجات په خپل موسم کښی دغه ولایاتو ته د خرڅلاو د پاره انتقال اووپلوری ، تر څو د افغانستان اوسیدونکی په خپله هم نسبتآ په ارزانه بیه میوواو د ضرورت وړ مصرفی زراعتی او غیر زراعتی محصولاتو ته لاس رسی ودرلودلای شی ، هغه روایت دی چه خیرات اول په خپلو اقاربو ! ځکه په خپله د خپل وطن د اوسیدونکو غذا او صحت هم په نظر کښی ونیول شی ، که میوه جات او سبزیجات ټوله خارج ته ولیږدول شی، قیمت یی په داخل کښی ډیر لوړیژی ، او څوک یی نشی خریداری کولای ، نو نتیجه به داوی چه د افغانانو ( ښځو ، نر او اطفالو ) صحت به خراب وی . بنآ باید نیت او اراده او هم د حکومت پالیسی داسی وی چه د وطن د زراعتی محصولاتو یو څه برخه په داخلی مارکیټونو کښی توزیع شی . تجاران او کروندګرهم باید د خپل وطن و په اوسیدونکو ( ۳۴ ولایته ) باندی یو څه رحم او پیرزوینه ولری . په دوبی کښی هندوانی په کابل ښار کښی فی کیلو په ۲۰ افغانی ، خو په هغو ولایاتو کښی چه د هندوانو محصولات یی درلودل ، لکه فراه ، هلمند ، کندز ، هلته بیا په کیلو په ۲-۳ افغانی وی ، کوم کروندګر په غصه ؤ ، هندوانی یی په سړک ویشتلی او د منځه یی وړلی ، چه ولی ارزانه دی ! په عوض ددی چه کابل ته یی را انتقال کړی وای ، او په مناسب نرخ په ګټه په کابل کښی خرڅی کړی وای ، ناشکری یی کوله ، هندوانیی یی چه د الله تعالی یو نعمت ؤ او دی ، د مځکی مځکی وهلی او میده کولی او د حکومت نه یی شکایت کاوه چه مارکیټ یی نه دی ورته پیدا کړی ، په داسی حال کښی چه په کابل کښی هندوانی په لوړ قیمت خرڅیدلی ، خو زموږ خلک بیا هرڅه د حکومت نه تیارغواړی ، چه دا بیا د افغانانو بله ستونزه ده .
    خلاصه دا چه د افغانستان د تجارت لار تجاران او حکومت په ګډه باید آسیای میانه ، د افغانستان غرب خواته ( ایران ، ترکیه ) ، خلیج خواته ، اسیای شرقی خواته لکه هندوستان ….. د چابهار او بندر عباس د بندرونو له لاری خلاصه او محکمه کړی ، نور د پاکستان د لاری د تجارت تجربه کول یو حماقت دی . د یوه غاره همیشه باید یو څوک ونه چیچل شی .
    البته باید د افغانستان حکومت او تجاران په دی هم باید پوه شی چه پاکستان کوشش کوی چه د تاجکستان ، او اسیای میانه ، روسیی روابط د افغانستان سره ترینګلی کړی ، دغه دسیسه همدا اوس روانه ده ، باید ددی مخه ونیول شی ، او د افغانستان حکومت خپل روابط د شمالی همسایه ګانو سره دوستانه وساتی ، وزارت خارجه دغه ممالکوته سفرونه پیل کړی ، او هغوی ته د خپلی دوستانه پالیسیو او دوطرفه مفیدو اقتصادی او امنیتی ، نیتونو ، برنامو او روابطو اطمنان ورکړی . په دی اوس وخت کښی داسی معلومیژی چه د بدخشان او تخار په سرحداتو کښی د استشهادی ګروپونو ویدیو ګانی نشرول د افغانستان د ملی تلویزیون نه او بیا وروسته کوم چه په نورو بیرونی تلویزیونونو کښی یی هم انعکاس پیدا کړی ، او هلته د استشهادی ګروپونو نقل وحرکت د تاجکستان او اسیای میانه او همدارنګه د روسیی په مشرتابه بد اثر غورزولی ،زموږ په فکر که د استشهادی ګروپونو په عوض نور عام سرحدی امنیتی کنډکونو تعینات او ګزمی وای ، ممکن په شمالی همسایه هیوادونو په خاص طور په تاجکستان یی دومره بد اثر نه وای غورزولای ، نو ځکه زموږ په فکر د استشهادی ګروپونو نقل وحرکت هغه هم په سرحداتو کښی همسایه هیواد ته د هغه هیواد خلاف یو نوع نظامی بدماشی تمثیلوی ، چه دا کار په کار نه ؤ او نه هم په آینده کښی په کار دی . د افغانستان حیاتی ضرورت دی چه د تاجکستان او آسیایی میانه ټولو هیوادونو سره د روسیی به شمول ، او همدارنګه په منطقه کښی د ایران ، چین ، خلیج او هندوستان سره حسنه روابط و پالی . ترکیه او قطر خو کیدلای شی چه د نوی پا اسلامی حکومت د پاره ستراتژیک پارتنران او دوستان جوړ شی ، چه د افغانستان د طبیعی زیرمو د استخراج ، د زراعت د توسعی ، د افغانستان د پاره یوه قوی او مجهز فوج د جوړولو ، د افغانستان د هوایی فضا د مصؤنیت او حفاظت ، برق ، ګاز ، ترانسپورت اساسی اقتصادی پروژو کښی هم خپله تکنولوژی او هم خپله سرمایه و کاروی ، البته د افغانستان د ملی منافعو په چوکات کښی . نو دا ټول فرصتونه او خطرونه د خپل ضعفواو قوت حوزی باید د افغانستان نوی اسلامی حکومت تحلیل کړی ، ضعفونه په قوت ، قوت ته ارتقا ، د تهدید اتو مخیوی ، او د فرصتونو نه ګټه پورته کړی . په تجارت کښی هم موږ همدغه څلورواقعتونو سره مخامخ یو : موجود تهدیدات او فرصتونه ، خپل ضعفونه او قوتونه .د تجارانو دپاره هم لازمه ده چه ددغه واقعیتون په تحلیل سره خپله آینده تګلاره جوړه کړی ، لکه څنګه چه مخکی ددی تفصیل بیان کړل شو ، اوس تجارت د پاکستان د لاری تهدید او خطر لری ، دا نوری خواوی فرصتونه دی ، موږ د پالیسیو او پلانونو او همدارنګه روابطو جوړولو کښی ضعف لرو ، موږ د خپلو پیداوارو( زراعتی ، او طبیعی ) ، تجارتی ، اقتصادی او سیاسی خاص جغرافیایی موقعیت ددرلودلو په حساب د قوت څښتن یو ، چه باید دغه قوت څنګه استعمال او لازمه ګټه تری واخلو ، دغه تحلیل ته د سواټ ( SWOT) تحلیل هم وایی چه د ژوند په مختلفو برخو کښی تری کار اخیستل کیژي ، د تجارت ، تولید او بزینس په شمول . لکه څرنګه چه دپاکستان سره د افغانستان تجارت ، د پاکستان د سیاسی او امنیتی اهدافو سره تړلی پاتی شوی ، نو ځکه په دغه کمڼت کښی هم هری برخی ته اشاره وشوه ، کوم چه دغه برخی متآسفانه تر اوسه یودبله تړاو لری ، او ممکنه نه بریښی چه په آینده کښی دی هم دغه کامپلکس کوم بدلون ومومی ، نو ځکه زما پیشنها دادی چه باید افغان تجارت د پاکستان د شکنجی نه ووزی ، او افغانستان د تجارت د پاره د پاکستان په عوض دا نور موجود مسیرونه او هیوادونه انتخاب کړی ، او دغه سردرد ته نورد پای ټکی کښیژدی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب