دوشنبه, اکتوبر 18, 2021
Homeکالمونهسمندرد بل بدلولو دوزخونه/ محمد انور وفا سمندر

د بل بدلولو دوزخونه/ محمد انور وفا سمندر

۲

د کپتان نیازمحمد کیسه:

کیسه له سره ثوره ور دمخه ده: نیازمحمد هم اول نمره وه، او هم زموږ کپتان وه. هغه د بزګر بچی وه؛ خو له موږ غوندې خانزاده ګانو یې د درس میدان وړی وه. ښایي د ښوونځي کتابچې او قلمونه یې هم د هګیو په پیسو وې.

نیازمحمد پر موږ بد لګیده. ځکه هغه «بل» وه. اول نمره وه، کپتان وه، او د الجبر هر سوال ځواب یې په ذهن کې وه.

هغه وخت هم ولاړ، هغه د میدان مرکزي لیسه هم ولاړه، هغه د نیازمحمد کپتاني هم ولاړه.

ما دولسم په غازي لیسه کې ختم کړ، کابل پوهنتون ته دت شوم او نیازمحمد طب انستیتوت ته او بیا ډاکتر شو. او دې مینځ کې انقلاب ځوانان خوړل، ترڅو ملیشایي جنرال انقلاب په قمار وواهه او بیا کابل د تنظیمونو شو او کلیو ته د سرو کابلیانو لارې خلاصې شوې او فاتحو کلیوالي ځوانانو هم په سکر بیستانو ونومول.

د نیازمحمد د ډاکترۍ کار و بار هم میدان ښار ته وکوچېد. نور نو ډاکتر دریشي غورځولې وه، کمیس او پرتوګ سره له کابله میدان ښار ته، له میدان ښاره بېرته کابل ته ته او راته، اوس یې نو د محیط په خاطر پکول هم په سر را کشاوه، خو د بل بدلولو سړي ورپسې وه. هغوی د چا په پکول هم نه بنديدل! هغو ډاکتر نیازمحمد د کابل میدان ښار په لاره کوز کړ.

مور، خور، بل بل، چې څومره سر او تندی وواهه، خو د ولایت مقام ته، د جنګ له نغمو سره را کوز شوي والي صاحب کورنۍ داسې ځواب کړه: «موږ خبر نه یو!».

خو خور، ورور په خوب ویني. شهید ډاکتر وایي: خورې! زه خپل پلانکي کلیوال کوز کړم، بیا یې نښه کړم، بیا یې د ډاک په ازغو او خځندو کې کش کړم. راشئ! پکول مې د پلانکۍ ډبرې څټ ته پروت دی، چرمي بوټان هم وږو سپیانو شکولي او دلته ډاک کې پرې ایښي.

مړی پیدا شو. نښې نښانې د نیازمحمد وې. کورنۍ، مور او خور زورور والي ته عرض ویوړ. والي پلانکی را وغوښت. پلانکی هم د مخالفې جبهې جنګ ته روان وه، وخت یې کم وه؛ نو خبره ور خلاصه کړه: «اوس خو مې وژلې څنګه یې کوئ!!! که مسلمان وه، مفت به جنت ته به ولاړ شي که…»

قومندان والي هم دغې کشالې ته داسې ټکی کښېښود: «اوس نو شوي، زه خپل قومندان نشم خپه کولای، اخر هغه چې بندي کړم بیا ته د هغه پر ځای جنګ ته ځئ؟؟؟»

د سر ثور، سره اور دغه جوړ کړی قومندان په خپلو ځوانو همسنګرو ملګرو کې «بل» نه لیده. هر یو دی وه. خو نیازمحمد بل وه. پیدا یې کړ او ختم یې کړه.

ښه شرم دی، چې د قضاوت ګناه وکړم! خدای شته او هیڅ شی پټ نشي پاتې کېدلای!

دا کیسه به پرېږدو، او خپلې ته به را وګرځو.

زه چې په فکر کې غلط شم، او په ځان غمجن شم او د خپلو جیبونو او جایدادنو په تللو او نورو سره په مقایسه کولو شم، نو یو ګل په شان اولاد زړه ته را ولوېږي او ترپ په شکر سر ټیټ کړم.

اولادونه مې ښکاره دي. هر یو یې ځانته ژوند، ځانته فکر او خیال، ځانته پېژندنه، ځانته رنګ، ځانته جهان، او ځانته سرنوشت دی.

نه یې قد له چا سره مقایسه کوم، نه څېره، نه عقل، نه لیاقت، نه عمر، نه سویه، نه خېل او قوم، نه ځواکمني او شهرت!

یو یې هم د مقایسې وړ نه دی. یو یې هم په ټوله ځمکه کې نه پیدا کېږي. ځکه یو یې هم د بل یوه-ولو که اوباما، یا اسامه، یا مانډیلا وي- پر ځای نشي کېدلای.

انسان په رنګ معتاد دی. داسې ایډیالوجیکي، اخلاقي، فکري، اعتیاد هم رواج دی. عادتونه او سنتونه خو بیا له یو بل سره د جنګولو تېل دي.

د انقلاب له اورونو پخوا، ها د شاه او سردار د زمانی وږې سوله او وږي امنیت وخت کې به زما پلار سرکاتب اکبر خان، له کابله چینایي رنګه مجلې راوړې. زما له لوست او لیکه توبه وه، خو رنګه عسکونه مې ښه ایسېدل.

دا مجلې د کمونیستي چین په عسکري رنګ ډکې وې. بزګر عسکر، زده کوونکی عسکر، معلم عسکر، مامور، سرمامور، رییس، وزیر، رهبر هر یو عسکر، عسکر او قومندان هم عسکر، یو مخ شپږ، اوه سوه میلیونه نفوس عسکر، تا به وېل، چې ټول چین یوه عسکري قشله وه!!!

وروسته، چې ښار کې معلمان وزیران شول او کلي کې ملاصاحبان قومندانان شول، او پلار هم ښه وګڼله، چې د اعلیحضرت تر بیا راتللو پورې د پلرو نوم کابل کې وساتي، نو زه مکتبی هم کابلی شوم او بیا په یوه رنګ کې ونښتم، څو چې د عقل غاښ راخوت او زه پوهېدم، چې چین د بل بدلولو دوزخ په دې رنګ کړ!

دومره زه ګډ وم؛ څنګه زړه مو مني چې هدیرې د بل بدلولو اند و باور جوړ کړي؟؟؟

نو خبرې هم شته نو تر بیا!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب