پنجشنبه, جنوري 27, 2022
Homeخبرونهاردوغان د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت او ادارې لپاره...

اردوغان د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت او ادارې لپاره چمتووالی وښود

تاند (جمعه، د میزان ۲۳مه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن وویل، دې ته په پام چې ترکیې پخوا د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیت ساتلی، ترکیه له قطر او افغانستان سره یوځای په راتلونکې کې هم دې ته ورته ګام اخیستی شي خو شرط دا دی چې درې هیوادونه موافقې ته ورسېږي.

اردوغان په استانبول کې د جمعې له لمانځه وروسته وویل، طالبانو د ترکیې په وروستي سفر کې د بشري مرستې غوښتنه وکړه او «ما په افغانستان کې د نوې پروسې د کار ورکولو غوښتنه وکړه.»

اردوغان ژمنه وکړه چې له افغانانو سره په هره برخه کې مرسته کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی د پنجشنبې په ورخ پر دوه اړخیزو اړیکو او دغه راز د افغانستان د راتلونکې په اړه پر همکاریو د خبرو لپاره ترکیې ته ورسېد او د دغه هیواد له باندنیو چارو وزیر سره یې مفصلې خبرې وکړې.

1 COMMENT

  1. ددغه د هيروينو تجار هيله پوره سوه اوس به د هيروينو ډک کانتينرونه اروپا ته ليږي. پخپل مقصد کې بريالی سو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب