سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Home+ښکارنپوهنه/ فريداحمد طوفان

ښکارنپوهنه/ فريداحمد طوفان

   فنومنولوژي (phenomenology) یا ښکارنپوهنه له دوو لاتیني کلیمو(فنومن) د ښکارند/ پدیدې په مانا او (لوژي) د  پوهې په مانا، رغېدلې ده؛ دا د شلمې پېړۍ په پیل کې رامنځته شوی فلسفي غورځنګ دی، چې ښکارند(پدیدې) د کره پېژندلو او حقیقي جوهر ته یې د رسېدو په موخه مطالعه کوي. که څه هم ادموند هوسرل د ښکارنپوهنې د بنسټګر په توګه یاد شوی، چې بیا وروسته یې د ځینو نورو فیلسوفانو لکه: هایدګر، ژان پل سارتر او نورو په راتګ سره وده او پراختیا ومونده؛ خو لکه څنګه چې هره فلسفه په زماني لحاظ یوه اوږده لاره او ګڼې فکري لوړې ـ ځوړې تر شا پريږدي، څو د یوه بشپړ او منظم مکتب په حیث وپېژندل شي، ښکارنپوهنه هم همداسې ګنه. پوهانو ښکارنپوهنه په دوو تاریخي دورو(مخکې له هوسرل او وروسته له هوسرل) وېشلې ده. د دې لپاره چې ښکارنپوهنه یا فنومنولوژي مو په سمه توکه بېژندلې وي، ښه ده چې مخکې له هوسرل تاریخي دورې ته یې لږ تم شوو او وګورو چې تر هوسرل وړاندې فیلسوفانو په دې باب څه ویلي وو؟

   د ښکارنپوهنې لومړني څرکونه د دکارت په لیکنو کې را ایستلی شوو؛ دکارت، چې د اوه لسمې پېړۍ فیلسوف دی، د لومړي ځل لپاره یې په فلسفه کې د (سوژه) او (اوبژه) یا ((subject او (object ) اصطلاحات مطرح کړل. سوژه د دکارت په فلسفه کې پوه عقل/ انسان یا پېژندونکی فاعل او اوبژه پېژندل شوی څیز ته ویل کیږي؛ به بله وینا، سوژه د انسان شعور او عقل دی، چې د ښکارندو د پېژندلو په لټه کې دی او اوبژه بیا همدغو ښکارندو ته وایي، چې د عقل په واسطه د بېژندلو وړ دي. د نوموړي دا جمله چې(زه فکر کوم؛ ځکه نو شته یم/ I tink there for I am ) ډېره مشهوره ده او ټوله فلسفه یې رانغاړي؛ د سوژې او اوبژې مسئله هم په همدې یوه جمله کې ښه رښانېدلی شي. په دې چمله کې (زه) د انسان شعور/ عقل یا پېژندونکی فاعل یانې سوژه ده. دا هم د دکارت ابتکار دی، چې په لومړي ځل د فلسفې په نړۍ کې(زه) مطرح کوي؛ ځکه چې تر ده وړاندې په فلسفه کې(زه) شتون نه درلود. اوس يې چې دکارت مطرح کوي هغه وخت دی، چې عقل په هیومنیزم کې په رسمیت پېژندل شوی او انسان په مستقله توګه د ښکارندو په اړه قضاوت کوي، په اړه یې فکر کوي او شناخت ته یې ځان رسوي. ورپسې جوخت(فکر کوم) هغه څه دي چې د سوژې او اوبژې تر منځ اړیکه ټینګوي؛ مطلب دا چې دی په فکر کولو سره اوبژه پېژني. د نوموړي په دې جمله کې (شته یم) د ده د وجود مادي برخه ده، چې اوبژه بلل کیږي. د دکارت لپاره څلور عنصره(د انسان بدن/ مادي وجود، خدای، شیطان/ خناس او شیان) د اوبژې حیثیت لري؛ مانا دا چې د تکارت په باور د خدای او شیطان وجود هم د مادي شیانو په څېر د پېژندلو او قضاوت وړ دي.

   همدارنګه دکارت په لومړي ځل شک(دستوري شک) مطرح کوي او وایي: (زه شک کوم؛ ځکه نو فکرکوم) په دې مانا، چې تر څو د ښکارندو (پدیدو) په اړه شک و نه کړې، په اړه به یې فکر هم نه کوې او له  فکر کولو پرته د ښکارندو پېژندل ناممکن دی؛ ښایي همدا د شک خبره به وه، چې واتیکان څو ځلې تکفیر کړی هم و.

   په هر حال، د دکارت په خبرو کې ډېر مهم او د پام وړ ټکی همدا د سوژې او اوبژې مسئله او د دوی تر منځ د اړیکې ربړه ده، چې وروسته بیا نورو فیلسوفانو لا پسې څېړلې ده.

   اېمانوېل کانت د اتلسمې پېړۍ جرمن فیلسوف دی؛ دی هم په دې برخه کې ډېر مخته تللی او ډېرې نوې او جالبې خبرې لري. کانت په لومړي ځل(فنومن) او(نومن) یادوي، چې تر ده وړاندې چا دا کلیمې نه وې کارولې. ګورو چې ښکارنپوهنه څنګه وده کوي او پل په پل د یوې منظمې فلسفې بڼه خپلوي. د کانت په باور فنومن هر هغه څه ته ویل کیږي، چې د زمان او مکان په ظرف کې راځي او د پېژندلو وړ دي او نومن هم د همدغو فنومنونو ماهیت ته وایي، چې لاسرسی نه ورته کیږي او پېژندل یې هم ناممکن دی. کانت په دې خبرې سره افلاتون ته ورستنیږي؛ افلاتون به ویل، چې نړۍ دوه بُعده لري؛ یو مُثُل دی او بل محسوس طبیعت. مُثُل(روح) اصل او دا محسوس طیعت یې سیوری/ فرع دی. د هغه په باور له دغو محسوسو شیانو څخه زمونږ معرفت خام دی او پکار ده چې ریښتیني معرفت لپاره مُثُل ته ورسیږو. کانت د دکارت دا خبره چې(خدای او شیطان یې هم فنومن/ اوبژه ګڼل) نفي کوي او وایي، چې دېر داسې څه شته دي چې مونږ یې پېژندلو ته لاس رسی نه لرو او لکه څنګه چې خدای او نور اسماني ذوات د زمان او مکان په ظرف کې نه شي تجربه کېدای، پېژندل یې هم نه دی ممکن.

   لکه څنګه چې هر فیلسوف د خپلو افکارو د توضیح لپاره یو لړ معقولات وصع کوي، کانت هم د فنومن د کره پېژندلو لپاره څلور اساسي معقولې(کمیت، کیفیت، نسبیت او جهت) جوړوي او ټیمګار کوي، چې هر ښکارند باید د همدغو معقولاتو له فېلټر څخه ووځي،څو د پېژندلو وړ وګرځي. فلهذا، کوم څه چې په دغو معقولاتو کې نه ځایږي، دکانت په باور فنومن نه دی؛ مانا دا چې یو ښکارند/ فنومن  باید له یوه کمیت او کیفیت څخه برخمن وي، د نسبیت یا اندازه کولو وړ وي او همداشان ځانته یو لوری یا چهت ولري.

   په پورته راغلو بحثونو کې اساسي ربړه د سوژې او اوبژې د اړیکې پر سر ده؛ د دوی تر منځ شته تشه له دکارته راپاتې وه، چې کانت یې د ډوکولو ډېره هڅه وکړه؛ خو نه یوازې چې دا تشه ډکه نه شو، بلکې زیاته هم شوه. همدا دی چې هیګل رامیدان ته کیږي.

   هیګل د نولسمې پېړۍ په پیل(۱۸۰۷) کې د (د روح ښکارنپوهنه) په نوم کتاب ولیکه، چې روح یې پکې د ښکارند په توګه مطالعه کړله. هیګل د رنسانس او روښانتیا د وخت فیلسوفانو، په ځانګړې توګه د دکارت او کانت خبرو ته له سره کتنه وکړه؛ هیګل د دکارت او کانت په تیوري کې(چې یوه یې خدای او شیطان د ابژې برخه ګڼلې او بل نفي کړې وه) ستونزه ویني او د سوژې او اوبژې بحث د نويو معقولاتو په جوړولو سره له یوې بلې زاویې مطرح کوي. 

   د هیګل مشهوره وینا ده، چې(هر واقعیت عقلاني دی او هره عقلاني واقعي) یا(هر واقعیت معقول دی او هر معقول واقعیت) په بله وینا: هره سوژه اوبژه ده او هره اوبژه سوژه. مطلب دا چې  دعقل او عیني واقعیتونو یا سوژې او اوبژې تر منځ د هیګل په باور توپیر نشته دی او دوی د یوه تاریخي سفر په لړ کې یو په بل سره اوړي؛ په داسې حال کې چې د مخکېنیو په باور دا دواړه سره بېل مفاهیم وو. ګورو چې د پېژندلو فاعل(سوژه) او د پېېژنې موضوع (اوبژه) تر منځ موجوده تشه هیګل په څه ډول ډکول غواړي. که څه هم د دې بحث بنسټ تر هیګل ډېر پخوا د ختیځ عرفان په وحدت الوجود کې شته دی؛ مګر دی یې د فلسفي مېتودولوژۍ او مشخصو معقولاتو په واسطه توضیح کوي. مولینا په همدې ارتباط تر ده نیږدې شپږ پېړۍ وړاندې ویلي وو:

هر کسی کو دور ماند از اصل خویش

باز جوید روزګار وصل خویش

ارزاني خویشکی وایي:

په وصلت د واصلانو یو کېده دي

له یوه وجود شمېرل د دواړه وجودونه

   دی چې غواړي روح د ښکارند په توګه د تجربې په دایره کې راولي، په دې نظر دی، چې روح دوه حالته لري: یو یې سوبجیکټیو(سوژه) او بل حالت یې اوبجیکټیو(اوبژه) دی. د روح سوبجیکټیو حالت په بشري ټولنه کې درې پړاوه لري، چې لومړی او ابتدایي پړاو(تیس) یې  دین دی، دویم پړاو(انتیتیس) یې هنر او درېيم پړاو(سنتیس) یې، چې په سوبجیکټیو حالت کې د روح د تکامل اوج ګڼل کیږي، د المان فلسفه ده؛ ځکه چې دهیګل په وخت کې د المان فلسفه ډېره غوړېدلې وه. همدارنګه په اوبجیکټیو حالت کې هم درې پړاوه له ځان سره لري؛ په اوبجیکټیو حالت کې د روح لومړی پړاو(تیس) د هیګل په وینا د یونان تمدن دی، دویم پړاو(انتیتېس) یې د روم تمدن او درېيم پړاو(سنتیس) یې د المان تمدن دی. هیګل په واقعیت کې د روح د پېژندلو لپاره یو سفر پیلوي او خلاصه يې داسې دی، چې روح په خپله خپل سوبجیکټیو او اوبجیکټیو حالتونه ایجادوي؛ مطلب دا چې سوژه خپله به اوبژه یانې مادي شیان او طبیعت بدلیږي او همدا اوبژه بیا بېرته سوژې ته اوړي، چې دا بیا یوه بشپړه او کمال ته رسېدلې روح ده. که څه هم د ده ځیني خبرې ډېرې پیچلې او عجیبې ښکاري او د ځینو نورو فیلسوفانو خبره، چې دهیګل ځیني خبرې سر په کونډۍ ولاړې دي؛ مګر دلته یې یادونه زمونږ د بحث د مقدماتي توضیح لپاره اړینه وه.

   ادموند هوسرل، چې د ښکارنپوهنې بنسټګر هم ګڼل کیږي، د خپلو تېرو فلاسفه وو په مطالعې سره یادې تیوري ته د یوه منظم فلسفي غورځنګ شکل ورکړ. هوسرل ښکارنپوهنه د تېرو فیلسوفانو، په ځانګړې توګه د دکارت پوروړې بولي؛ ځکه، همدا دکارت و، چې د ښکارنپوهنې اساسات(سوژه، اوبژه، شک کول، فکر کول…) یې رامنځته کړل او هوسرل د همدغو اساساتو له مخې خبل کتاب(دکارتي تأملات ـ د ښکارنپوهنې پیلامه) ولیکه.

   د هوسرل په نظر ښکارنپوهنه د مانا تحلیل دی؛ دا تحلیل د(فرد/ زه) د تجربې په واسطه تر سره کیږي او همدا (فرد) دی، چې د خپلې پوهې او تجربې پر مټ به شیانو کې مانا پیدا کوي. د نوموړي په نظریه کې(فرد/ زه) د پوهې او ادراک به مرکزیت کې قرار لري؛ ځکه خو په نننۍ ښکارنپوهنه کې هم د  فرد شعور او ادراک ډېر مهم دي او تر کومه چې مو په بشپړه توګه د فرد شعوړ او ادراک به پام کې نه وي نیولی، د هوسرل له ښکارنپوهنې سره نه یو مخ.

   هوسرل دوه ډوله شیان راپېژني؛ یوهغه چې فزیکي وجود لري، لکه: قلم، کاعذ، لرګی… او بل هم هغه چې انتزاعي دی، لکه: مینه، فضیلت، عدالت…. اوس د دغو ټولو د سم پېژندلو لپاره هوسرل یوه طریقه وړاندې کوي؛ هغه داچې دی د (اپوخه Epoche) په نوم یوه کلیمه لري. (اپوخه) ته په لرغونې یوناني ژبه کې (پرنتیس) ویل کیږي؛ یانې یو څه په حلالین کې اچول. د دې کلیمې د ښې توضیح لباره هوسرل په خپله یو مثال وړاندې کوي. دی وایي: فرض وکړئ تاسو د مڼو یوه باغ ته ځئ، هلته شنې ونې، سرې ـ ژېړې مڼې او د اوبو فوارې دي. که مو څوک وپوښتي،چې باغ څنګه و؟ کېدای شي ووایاست، ډېر ښکلی و. که بیا هم درنه پوښتنه وشي، چې ښا نو دا ښکلا بیا څه ته وایي؟ ځواب به مو څه وي؟ دلته باغ یو عیني واقعیت دی او ښکلا هم ورسره یو انتزاعي مفهوم؛ د دې لپاره چې ښکلا په سمه توګه تفسیر کړای شې او د باغ پر وړاندې ریښتیني درک ته ورسېږې، پکار ده چې باغ دلته اپوخه شي. مطلب، داسې وګڼئ چې ګواکې باغ+ شنې ونې، سرې- ژېړې مڼې او د اوبو فوارې هیڅ شتون نه لري. د هوسرل لپاره د اپوخې بل اړخ د (زه) تعصبات، تمایلات، ذوق، له وړاندې موجود قضاوتونه… دی، چې داهم باید اپوخه شي؛ ځکه چې دغه باغ که یوه ته ښکلی ښکاره شوی، ممکن هغه چا ته غم پاروونکی وي، چې ورور يې په همداسې یوه باغ کې تر ونو لاندې وژل شوی دی. په دې حساب عیني واقعیت او ورسره د (زه) ټول تعصبات، تمیلات او له وړاندې نه موجود قضاوتونه باید ابوخه شي او (زه) په یوه صاف او پاکیزه (زه) تقلیل ومومي، چې شی له سره ګوري او به هکله یې قضاوت کوي.

   اوس به نو تر دې ځایه پورې دا جوته شوې وي، چې د ښکارندو اصل او جوهر هغه نه دی، کوم چې مونږ ته ځان راښیي، بلکې مونږ یې د ښودون(څه چې په ظاهره کې ښکاري) له مخې په شتون(څه چې په اصل کې دی) قضاوت کوو. مثلاً: فرض وکړئ، تر پښو لاندې مو یوه لنډه رسۍ پرته ده،چې یو ناڅاپه مو پښه پرې لږیږي؛ تاسو هم  دمار ګومان ورباندې کوئ او ترې تښتئ- بالعکس،که په ریښتیا هغه مار وي او تاسو یې رسۍ وګڼئ، ښايي له خپل ځایه هیڅ و نه ښورېږئ؛ دا ځکه چې پر دې دواړو مو دهغوی د تظاهر له مخې قضاوت کړی او منلي مو دي. په دودیزه توګه له ښکارندو زمونږ درک او قضاوت د هغوی د تظاهر له مخې شکل نیسي. لکه څنګه چې د ښکارندو ظاهري بڼه ثابته نه ده او ممکن په بېلابېلو شرایطو کې هر یوه فرد ته به یوه بڼه ځان ښکاره کړي، فلهذا د ښودنې او تظاهر له مخې قضاوت په  ښکارنپوهنه کې ځای نه لري.

   مخکې مو د (فرد/ زه) یادونه وکړه؛ که چېرې دغه(فرد)د  یوه فرهنګي او تولنیز(فرد) په توګه پاتې وي یا د هوسرل په وینا تقلیل شوی نه وي، له ښکارندو سره به یې د تقابل پر مهال خامخا تعصبات، تمایلات، عواطف… او همداراز له وړاندې موجود قضاوتونه پرې حاکم وي. مثلاً: یو عاشق چې ډېره موده وروسته يې له خپلې معشوقې سره د ملاقات موقع موندلې ده ،په یوه پارک کې ورته د لسو دقیقو لپاره په تمه کیږي؛ ممکن دغه د لسو دقیقو انتظار د ده په نظر د لسو ساعتونو هومره اوږد ښکاره شي او بالعکس، له خپلې معسوقې سره د دوو ساعتونو ملافات ممکن د یوې دقیقې هومره لنډ وګڼي. دلته له وخت څخه په دواړو حالتونو کې د یاد شخص درک او قضاوت متفاوت دی؛ په  لومړي حالت کې د لسو دقیقو به اړه د لسو ساعتونو قضاوت کوي او په دویم حات کې یې بیا قضاوت معکوس شي. دا ځکه چې دلته مو(فرد/ زه) عواطفو مغلوب کړی او نه شي کولی، چې د(وخت) سم او کره درک ته ورسیږي. خپل یو بیت را یاد شو:

چې یې نو سمې روغې شي چټکې شي به لارې

چې نه یې نو شېبې راته بیمارې دي ولاړې

   همدارنګه د شیانو په هکله له وړاندې موجود قضاوتونه د دې لامل کیږي، چې مونږ یې کره درک ته و نه رسیږو.یو مثلاً: د تیګو او اوبو په اړه له وړاندې زمونږ قضاوت دا دی، چې تیګي ډېر سخت او بالعکس اوبه نهایتاً پستې دي؛ مګر که په یوه آبشار کې وګورو، چې همدا پستې اوبه په سختو تیګو کې حنګه لارې جوړې کړي، زمونږ مخکینی قضاوت به یې په اړه غلط ثابتیږي. د ښکارنپوهنې د بحث محور همدا دی، چې د ښکارندو له ښودون څخه مو درک او قضاوت شتون هغو ته لوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب