دوشنبه, نوومبر 29, 2021
Home+اپل نوي مک بوک راوایست

اپل نوي مک بوک راوایست

تاند (سې شنبه، د میزان ۲۶مه) د اپل دا نوي مک بوکونه، چې سایزونه یې ۱۴ اینچه او ۱۶ اینچه دي، برګ پوښونه لري. د لومړي ځل لپاره دا مک بوکونه د (USB-C Thunderbolt) ۴ پورټونه لري.

د مک پرو د نویو ماډلونو په کیبورډ کې د لمس ټچ بار نه شته. خو د چالانېدو په بټنه (power button) کې یې د ګوتې د نښې ځای (fingerprint) زیات شوی دی.

د نویو مک بوکونو بیې

د ۱۴ اینچه مک بوک بیه له ۱۹۹۹ ډالرو پیلېږي او د ۱۶ اینچه مک بوک بیه ۲۴۹۹ ډالره او تر دې پورته په پام کې نیول شوې ده.

د اپل کمپنۍ په وینا له راتلونکې اوونۍ څخه به اخیستونکو ته خپل دا نوي محصولات ولېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب