چهارشنبه, دسمبر 1, 2021
Home+د اکتوبر ۲۲ مه په تاریخ کې

د اکتوبر ۲۲ مه په تاریخ کې

له نن څخه ۷۴ کاله پخوا د ۱۹۴۷ کال د اکتوبر په ۲۲ د شوروي اتحاد مشرتابه په جرمني کې د امریکا مارشال پلان په اروپا کې د امریکا امپریالیزم وباله او ویې ویل چې هیڅکله به په جرمني کې د امریکا مارشال پلان ونه مني ځکه چې دا پلان د جرمني د خلکو د مریي (غلام) کولو او د امریکا د اقتصادي پراختیا غوښتنې لپاره دی.

شوروي اتحاد دغه راز وویل چې امریکا غواړي چې له جرمني څخه د خپلو بیالوژیکي وسلو ګودام جوړ کړي.

—————–

له نن څخه ۴۰ کاله پخوا د ۱۹۸۱ د اکتوبر په ۲۲ نېټه د فرانسې د پاریس او لیون ترمنځ د لوړ سرعت د لومړني رېلګاډي تګ راتګ پیل کړ.

د دغه رېلګاډي سرعت په ساعت کې ۳۲۰ کیلومتره و. دا په اروپا کې لومړنی تر ټولو چټک رېلګاډی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب