چهارشنبه, دسمبر 1, 2021
Homeټولنیزارواپوهنهد فکر، رفتار او احساساتو ګډوډي

د فکر، رفتار او احساساتو ګډوډي

م-ن ساپی

«زه فکر کوم موږ ټول رواني ناروغان یو. هغوی چې په رواني روغتونونو کې بستر نه دي علت یې دا دی چې خپله رواني‌ ناروغي یوڅه ښه پټولی شي. خو یو وخت ممکن دا توان هم ونه لري.»

~سټیفن کېنګ

د رواني ناروغۍ کلمې په اورېدو سره کیدای شي د ابهام او ځنې وخت ان د نارامۍ احساس وکړو. د دې شي یو علت د یادې ناروغۍ په اړه په ساده او عام فهمه ژبه د مالوماتو کمی دی. دماغ زموږ د وجود تر ټولو پیچیده غړی دی. د زړه، ځیګر، پښتورګو یا مثانې په شان کله کله زموږ د دماغو په فعالیت کې هم ګډوډي راځي.

څومره چې د رواني ناروغۍ ښې درملنې لپاره تکړه رواني ډاکټر ته ضرورت دی، همدومره باید موږ خپله هم د دې ناروغۍ په اړه لږ تر لږه ابتدايي مالومات خو ولرو. خو په وطن کې که له یوې خوا تکړه رواني ډاکټران د ګوتو په شمار دي، همدومره په دې برخه کې په ساده او عام فهمه ژبه د مالوماتو هم کمی دی.

زما مسلک په اصل کې ژورنالیزم دی. په دې برخه کې مې هغه وخت دلچسپي پیدا کړه چې د وطن تش په نامه رواني ډاکټرانو او تعویذ نویسانو یو رواني‌ ناروغ زما په مخکې له بدو بدتر کړ. د یوه ډاکټر خو ناروغ سره په دوو اوونیو کې له درې ځله لیدو وروسته په دې سر خلاص شو چې باید پیښور ته لاړ شو. د میا علي صیب زیارت یوه تعویذګر رانه پینځلس زره کالدار غوښتې. ویلې یې له ناروغ سره د پیریانو دوولس بچي یوځای شوي. «زموږ په غوښتنه پیریان دلته په زیارت کې پاتې کیږي. خو په دې صورت کې باید هر یوه ته د شپږو میاشتو پورې اووه چارکه غنم ورکړو.» د چپرهار یوه ملا ویلې «جادو ورباندې شوی». دا کیسه مې د پیښور تکړه رواني ډاکټر واجد علي اخوندزاده ته وکړه. هغه په خندا شو، ویلې: «زموږ په صدر زرداري‌ هم داسې یو تعویذ وکړئ. ډېر ورنه په تنګ یو.»

د رواني ناروغۍ په اړه په پښتو ژبه چاپي او آنلاین مطالب تر ډېره ګونګې او بې خونده ژباړې دي یا داسې تخنیکي لیکنې چې عام لوستوونکی خو څه کوې د طب پوهنځي د محصل هم زړه خوري. د دې لیکنې مخاطبین عام لوستوونکي دي –  خصوصاً هغه کسان چې غواړي د رواني ناروغۍ په اړه په ساده او عام فهمه ژبه لنډ مالومات ترلاسه او له دې لارې د ځان او نورو د رواني مشکلاتو په کمولو کې مرسته وکړي.

رواني‌ ناروغي:

که ناپاک خواړه وخورو، ګیډه مو خرابیږي. که زړه ته د وینې د لیږد شیریانونه بند یا تنګ شي، د زړه حمله راځي. که تنفسي سیسټم کې ستونزې پیدا شي، په تنفسي ناروغیو اخته کیږو او که په وینه کې ګلوکوز له حده ډېر او پانکراس په کافي‌ اندازه انسولین جوړ نه کړي، په شکر ناروغۍ اخته کیږو. دا جسمي نارغۍ دي چې د لابراتواري ټېسټونو په مرسته یې تشخیصولی شو.

رواني ناروغي بیا د انسان دماغو سره تړلی غیرفیزیکي کیفیت دی چې په فکر، رفتار او احساساتو کې د ګډوډۍ په بڼه څرګندیږي. د بیلګې په توګه، که د یوچا معده خوږیږي. ډاکټر یې معده معاینه کوي چې د معایناتو په نتیجه کې د معدې زخم یا پړسوب مالومیږي. خو که یوڅوک بې دلیله ویریږي، بې ځایه وسوسې او تشویشونه یې ورځني فعالیتونه اغیزمنوي او په برخورد کې یې غیرنورمال بدلونونه راشي، دا رواني مسایل دي چې د جسمي ناروغیو په شان په لابراتوار کې نه ټېسټ کیږي.

جسم او روان دوه مختلف شیان دي. جسم فیزیکي وجود لري خو روان یې نه لري. فکر، احساسات، جذبات، طبیعت او برخورد یا چال چلند زموږ د فیزیکي وجود رواني برخه ده چې د فعالیت مرکز یې د وجود فیزیکي غړی (دماغ –Brain) دي. که فکر، احساسات او برخورد مو نورمال وي دې ته «رواني روغتیا –Mental Health» وايي. خو که په فکر، احساساتو، او برخورد کې ګډوډي راشي –یانې مغشوش او نارامه فکرونه مو زیات شي، د ناهیلۍ او خپګان احساس راولویږي او په برخورد کې مو غیرنورمال بدلونونه راشي، دې ته «رواني ناروغي – Mental Disorder/Illness» ویل کیږي. د ناروغۍ یا اختلال انګلسي معادلې کلمې «Illness» او «Disorder» دي. یانې رواني‌«اختلال» او  «ناروغي» یوه مانا لري.

د لومړۍ برخې پای.

م-ن ساپی

د ۲۰۲۱ کال اکتوبر ۲۲مه

ابوظبي – عربي‌امارات

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب