چهارشنبه, دسمبر 1, 2021
Home+هغه مجذوب نه و!! / نعمت الله صدیقي

هغه مجذوب نه و!! / نعمت الله صدیقي

 عبدالرحیم مجذوب (۱۹٣٤م ــ ۲۰۲۱م) د معاصر شعر و نظم داسې یو سړی او له سړي پورته هغه څو بعدي مخلق شخص و، چې د علم او عرفان ترڅنګ یې په خپل فلسفي تمایل او شاعرانه ریاضت یې ځانګړې لار او سبک ایجاد کړی و.
هغه د خپل ځانګړي فکر او ادبي شعور ځانګړی سړی و. ښايي کم خلک به مجذوب له دې پلوه هم کم وپېژني چې هغه نه خو د ورځې په نرخ د ادبي بنډارونو سړی و او نه هم د ډلو ټپلو په څنګزنۍ د شهرت او مقام تږی و؛ بلکې سیده ساده خبره خو دا ده، چې هغه د خپل ځانګړي رومانوي کرادار غوندې د خپل زړه سړی و او د خپل فکر په څېر منفرد څوک و.
زه د خپل ویاړلي یار شمس فګار او یوسف حسین احسانمندي نن هم منم او ښه سمه دمه یې منم!! چې د بنو د غزلیز ماښام په سبا یې د قیصراپریدي او محب وزیر په ملتیا د مجذوب مخ لېدو ته بېولي وو، د اړپشکال سخته ګرمي وه؛ خو د باران او ګورو وریځو مستانه هواوو او شوخیو زموږ کیفیتونه د مجذوب مخته لا سیوا کړي وو، دا نو هغه مجذوب و، چې له اتیا کلنۍ سره سره یوازې د تخلص تر حده مجذوب و، فکر، سیاسي بصیرت او متخیله قوه یې لا هم پر ځای وه، دی په رښتینې مانا د مجذوب برعکس مجذوب و.
دی همغه مجذوب و، چې د خپلو ځانګړیو رومانوي کردارونو په وسیله یې د ډېرو میينو او عاشقانو د تجربو ژبه ایجاد کړې وه، دا همغه مجذوب و، چې د خپل فن او هنر دومره خواږه یې پرخپله غریبه او بې څوکه ژبه او فرهنګ داسې پاشلي وو، چې د ژبې دا احسانمندي یې تر ننه هم محسوسه ده. دا همغه د نور د مظهرونو د فکر او فلسفې موجد و، چې ژبې او علوم یې په زمانو کې یو نیم پیدا کوي.
د مجذوب مرحوم دواړه برخې کلیات که سړی په پرلپسې شاعرانه طبعیت ولولي، زه باوري یم، چې هغه په پښتو معاصر شعر کې د مقایسې وړ څوک نه لري، مانا دا چې هغه بلکل ځانګړی دی، د هغه ځانګړنه عامه روایتي ځانګړنه هم نه ده؛ چې په لږ و ډېر توپير به یې سړی ثابته کړای شي، دا د هغه د شعر کمال هم و او د فکر د انفرادیت هنر یې هم و. د مجذوب مرحوم په شعر ډېرې داسې ادبي تیورۍ او نظریې تطبیق کېدلای شي، چې له مخې یې هغه موږ لوی شاعر وګڼو؛ خو اصل خبره دا ده، چې هغه له دې تیوریو وراخوا د خپلې مینې د رومانونو داسې تجربې لري، چې هغه یوازې د ده خپلې ګڼلی شو.
د هغه د مس پروین په نظم کې د نظم پيرایه او پښتنه حیا او جمالیات یوازې د پښتون شاعر مجذوب کېدلای شي.د رمې شپونکیه څه شوې؟ نظم اوس هم زموږ د غمېزو نظم دی. نن چې د هغه د وفات خبره زموږ په رسنیو کې د سر ټکی دی، زه باوري یم، چې هغه د خپل سرشاره طبعیت له مخې په خورا لویه خوشحالی تللی دی، هغه به د خپل همزولي نسل ټول هغه روایتونه او کردارونه وویني، چې دی یې تقریبا وروستۍ پسرلی و!! ما هغه په ټول عمر کې یو ځل ولېد؛ خو زه یې نن هم له تاثره ځان نشم خلاصولی، د هغه د نرمو وړو وړو خبرو اثر ولې اوس هم دومره دورند دی، چې زما په غوږونو کې انګازې کوې، د هغه د مخ ګڼ درسونه مې اوس هم مخته پراته دي، زه نه پوهېږم، چې ما د هغه فکر ډوبې سترګې ولې ونشوې لوستلی، زه خو څه چې د قیصر اپریدي غوندې ژبور عالم یې هم مخ ته ګونګ سونګ ناست و، د هغه هره دویمه خبره نااشنا وه، همغه نااشناتوب چې فورمالیستان یې د شاعرۍ معراج ګڼي.
محب وزیر په خورا احترام وریاده کړه، چې د مس پروین هغه کیسه څنګه وه، خوږه مسکا یې وکړه او په حیاناکه لهجه یې د ګیټس د شاعرانه ګردار خبره وکړه؛ که څه هم دا کیسه ډاکټر اسرار کټ مټ لیکلې ده؛ خو موږ ته یې له ده اورېدل مهم وو. هغه دومره ظریف او نازک سړی و، چې د کاینات او طبعیت عملې تجربې یې محسوس کړې وې د مرغانو د اوزونو یوه کیسه یې وکړه، کوم مارغه یې یاد کړ، چې میاشتې میاشتې یې ویښې ورته تېرې کړې وې او بلااخره یې د هغه مارغه ژړا اورېدلې وه.
د ده په شعر کې د طبعیت او د مارغانو بحث ډېر جالب دی، زه فکر کوم په پښتو شاعري کې د ده هومره د طبعي اشیاو ذکر نورو شاعرانو نه دی کړی یا یې د ده په پرتله کم کړی دی. د مجذوب د شعر او نظم د دواړو برخو ادبي او تخلیقي اساس په دوه خبرو ولاړ دی، یو یې د سوچه ادبې ژبې د ایجاد هنر دی او بل یې د همدې ژبې په ایجاد کې د لفظ او مانا د تخلیقي کارونې هنر دی، مانا دا چې ده فکر او مانا دواړه ادبي کړي دي، یوازې خبرې او فکر یې نه کاوه؛ بلکې د خبرو او مضامینو لپاره یې ادبي او تخلیقي وسیلې کارولې وې او په همدې اساس یې د خپل شعر د تخلیقي قوت ترڅنګ خپل ادبي او تخلیقي هیئت هم پکې ثابت کړی و.
ښايي همدا علت شي، چې مجذوب به په موږ کې نه مري؛ بلکې هغه به د همدې دایمي تخلیقي پیرایې په سبب په هر عصر کې په نوې نوې لوستنه ژوندی او ثابت وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب