جمعه, جنوري 28, 2022
Homeخبرونهطالبان: د‌ هرات نښته د ملا نیازي وسله والو سره نه، اختطاف...

طالبان: د‌ هرات نښته د ملا نیازي وسله والو سره نه، اختطاف چیانو سره وه

تاند:( يکشنبه، د ليندۍ دويمه) طالبانو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې نن يې په هرات کې د خپلې يوې انشعابي ډلې ( ملا نیازي ډلې) له جنګياليو سره جګړه شوې ده.

په هرات کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمود شاه رسولي په يوه اعلاميه کې ويلي، چې نننۍ جګړه د انسان تښوونکو له یوې ډلې سره وه.

د سرچينې په وينا، نن د انسان تښوونکو یوه څلور کسیزه ډله د هرات ښار په ۱۵ مه ناحیه کې يوه کور ته ننوتي وو، چې د دوی جنګياليو پرې بريد وکړ او په نښته کې يې څلور واړه ووژل.

ويل شوي، چې د نښتې پر وخت يوه اندازه وسله طالبانو ته په لاس ورغلې او ۲ جنګيالي يې ټپيان شوي دي.

د هرات يو شمېر خبري سرچينو نن ويلي و، چې له طالبانو سره جګړه کوونکي د دوی د يوې انشعابي ډلې د مرستيال ملا منان نیازي اړوند دي.

ويل کيږي، چې د دغې ډلې يوه برخه وسله والو له داعش ډلې سره بیعت کړی او د طالبانو خلاف د هېواد په لوېديځ کې جګړې ته تیاری نیسي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب