چهارشنبه, دسمبر 1, 2021
Home+سریلانکا بنګله دېش ته او پاکستان هند ته ماتې ورکړه

سریلانکا بنګله دېش ته او پاکستان هند ته ماتې ورکړه

تاند- د ډیرو د توقع خلاف پاکستان نن په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې هند ته نه یوازې ماتې ورکړه بلکې بده ماتې ورکړه.

د شاهین شاه افریدي د ښه باولینګ له کبله د هند تکړه توپ وهونکي ژر وسوځېدل. شاهین، چې د لوبې غوره لوبغاړي شو، په ۴ اورونو کې د هند ۳ تکړه توپ وهونکي وسوځول.

د هند لپاره یوازې ویرات کوهلي ښه بیټنګ وکړ. ده ۵۷ منډې وکړې.

هند د اوو لوبغاړو د بایللو په بدل کې یوازې ۱۵۱ منډې جوړې کړای شوې خو پاکستان دا کمزوری هدف په اسانه پوره کړ. او بې له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځي دا مسابقه په ۱۰ ویکټونو او ۱۳ توپونو وګټله.

د هند او پاکستان تر سیالۍ مخکې د سریلانکا او بنګله دېش مسابقه او نتیجه یې هم د توقع خلاف وه.

بنګله دېش د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۷۱ منډې کړې وې چې نسبتاً ډېرې منډې دي او د لوبې تر ډېره وخته تصور کېده چې سریلانکا به دا هدف پوره نه کړي خو سریلانکا د ۵ لوبغاړو د بایللو په بدل کې هدف پوره کړ او بنګله دې یې مات کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب