چهارشنبه, دسمبر 1, 2021
Home+د پاکستان هغه 11شرطونه چې افغان حکومت نه منلو طالبانو ومنلو

د پاکستان هغه 11شرطونه چې افغان حکومت نه منلو طالبانو ومنلو

ليکوال: ح حقوېش،
د 2019ز کال د سپټمبر په مياشت په کابل کې د «امن کنفرانس» په نوم غونډه جوړه شوې وه چې د پښتونخوا څخه هم ډيری مشرانو پکښې ګډون درلود، دې غونډي ته د اشرف غني اوسني لومړي مرستيال، او د استخباراتو پخواني رئيس امرالله صالح هم وينا وکړه، چې پکښې يې وويل: د جنګ پټ اړخونه څه دي، زه فکر کووم پټ اړخونه نشته د جګړې، خو دا چې پټ اړخ څوک دی چې زموږ قرباني اخلي دا درته وایم، د 2011ز کال د مئ په مياشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د پاکستان لخوا افغانستان ته وړانديز وشو، دا وړاندیز پرته له کوم لاسلیک افغان حکومت ته ورکول شو او لیکل شوي و چې که دا 11 شرطونه ومنل شي، طالبان جګړه ختموي او سوله کوي.
دا پټ شرطونه څه وه؟
لومړی: پاکستان ویل تاسو باید هیڅکله ډیورنډ کرښه و نه وایي سرحد ووايي، د دې سرحد د امن لپاره باید ګډ کمېسیون جوړ شي.
دویم: د اوبو په سر باید د پاکستان او افغانستان ترمنځ کومه شخړه نه وي، دواړه هېوادونه باید یوه هوکړه لاسلیک کړي چې کومه شخړه رامنځته نه شي، دا یوڅه معقول شرط و.
دریم: د افغانستان د پوځ او امنیت دیرش سلنه روزنه باید پاکستان کې وګوري.
څلورم شرط: پاکستان باید منځنۍ اسیا ته پرته له قید شرط لاس رسی ولري.
پنځم: افغان حکومت باید سټراټيژیک تړونونه له لویدیځ هېوادونو سره لغوه کړي.
شپږم: د افغانستان د کانونو او زیرمو کیندنه باید پاکستان، چین او افغانستان ونډه ولري او د انحصار حق ولري، نورو شرکتونو ته باید اجازه نه وي چې افغانستان کې کانونه استخراج کړي.
اووم: د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمنځ باید اړیکې جوړې شي، یا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د ای ایس ای یوه څانګه وګرځي.
اتم: که چیرې تاسو خپل سټراټيژیک تړون له لویدیځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامنځته کیږي نو ژمنه کوو چې چین، پاکستان او افغانستان به یو سټراټيژیکه هوکړه رامنځته کړو، که امریکایان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چین حل کوي.
نهم: هندوستان کونسلګرۍ چې ولایتونو کې دي، باید وویستل شي او هندي شرکتونو ته باید اجازه ورنکړل شي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
لسم: هغه کسان، شخصیتونه، میډیا او نور چې پاکستان ضد خبرې کوي، باید چوپ شي، که نه چوپ کیږي باید وتړل شي.
یوولسم: ډیورنډ کرښه هاخوا خپلې اړیکې پښتنو مشرانو سره پرې کړئ، که افغان حکومت غواړي پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي، باید پاکستان حکومت څخه اجازه واخلي، موږ به هم همداسې کوو، هڅه دې وشي چې پښتانه سره بیل شي، کوز پښتانه خپله سیاسي قبله اسلام اباد ومني او د نورو پښتنو قبله باید کابل وي.
دا شرطونه پاکستان هغه وخت پر افغان حکومتونو ايښودلو، کله چې افغانستان پر پښو ولاړ او له ځان څخه یې تر يو قوي بريده دفاع کولی شوه، او پاکستان هر وخت د همدې طالبانو پرمټ افغان حکومتونو ته خنډونه جوړل، او ددوی پرسر به يې د افغانستان څخه خپلې ګټې غوښتې. همدا شرطونه کوم چې موږ لوړ ولوستل! له بده مرغه چې همدا شرطونه هم د طالبانو له امله پر افغانانو وتپل شول، د افغان حکومت لپاره د پاکستان لمړی شرط دا وو چې ډيورنډ کرښې ته سرحد ووياست، د طالبانو په راتګ په ټوله اوږده کرښه تګ راتګ داسې بند دی چې يو څوک هم نشي تېرېدلی، د خلکو انګور، انار او وچې مېوې ټولي ورستې شوې، د چمن پوله بنده ده او پر تورخم په پاسپورټ او ويزې سړی کولی شي چې وواړي، صادرات او واردات په بشپړه توګه بند دي.
دویم شرط د اوبو په سر وو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کومه شخړه ورباندې نه وي، دا یوڅه معقول شرط دی، خو کله چې طالبانو د نیمروز ولایت د بند کمال خان اوبه ايران ته ورخوشې کړې، نو مالومه شوه چې طالبان به د پاکستان سره د اوبو پرسر هیڅ سياسي هوکړه ليک ونکړي، دا اوبه به د پخوا پڅېر همداسې پنجاب ته بهيږي، هغه به ورباندې غنم او وريځې کري بيا به يې 0.1 برخه له افغانانو سره مرسته کوي، په دې سره به پاکستان ځان د افغانانو ښه ګاونډی او خواخوږی هم ښيي.
درېيم شرط یې وو چې د افغانستان د پوځ او امنیت دیرش سلنه روزنه دې پاکستان کې ورکړل شي، هغه خو دادې ګرسره ټول پوځ او امنیت د پنجاب لپاره له منځه یوړل شو، کوم د طالبانو پوځ او امنیت چې دی هغه ټوله د پاکستان روزل شوي او اداره شوي دي.
څلورم شرط يې وو چې پاکستان منځنۍ اشیا ته پرته له قید شرط لاسرسی ولري، کله چې پر 21 اکتوبر د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي ورسره د ای ايس ای مشر او نور کابل ته راغلل، د طالبانو سره یې د ترانزیټ په برخه کې هم خبري وکړې، چې له ازبکستان څخه تر کابل او بیا پېښور پورې د رېل پټلۍ هوکړه پکښې شوې ده، په دې هوکړه کې ټوله ګټه پاکستان ځانته ورې ده، يانې پاکستان کولی چې د رېل پټلۍ له لارې منځنۍ اشيا ته لار پیدا کړي، پاکستان که ريښتيا ځان د طالبانو غمخور ګڼي دا رېل پټلۍ دې د کراچۍ د سمندر تر غاړې اوږده کړي چې افغانان هم له نوري نړۍ سره خپله راکړه ورکړه زیاته کړي، خو که دا کار وشي بيا به پاکستان څه ډول طالبان له خوږ ګوتې نيسي، بلخوا د چمن او تورخم دروازې هغه مهال سختي شوې چې د افغانانو تازه مېوې او وچې مېوې پاکستان ته روانې وي، پاکستان ورباندې مالیه زیاته کړه خلکو ته يې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله چې په دې سره د تورخم دروازه خپله پاکستان وتړله او د چمن دروازه يې طالبان مجبوره کړل چې وې تړي، چې ډيری افغانان څه کم مياشت يې پوره کيږي اوس هم په دروازه کې ايسار دي، اوس پاکستانی پلاوی غواړي چې دا دروازې بېرته خلاصي شي، لومړی خو پاکستان دا ګټه وکړه چې افغان بزګرانو او تجارانو ته يې اقتصادي ضربه ورکړه، او اوس به خپل د پنجاب رسېدلی فصل په اساني سره د افغانستان او منځنۍ اشيا مارکيټ ته ورسوي، چې د طالب په راتګ سره پاکستان په دې شرط کې هم بریالی شو.
پنځم شرط یې دا و چې افغان حکومت سټراټيژیک تړونونه له لویدیځ هېوادونو سره لغوه کړي، چې دا هرڅه د طالبانو په راتګ سره په ټپه ودرېدل، که طالبان همداسې د بل په خوله وو دغه سټراټيژیک تړونونه به هم ورباندې لغوه کړي.
شپږم‌ شرط یې د کانونو او زیرمو کیندنه وه چې د افغانستان ترڅنګ به پاکستان او چین هم پکښې ونډه لري، او نورو شرکتونو ته به اجازه نه ورکول کیږي. دا شرط هم د پاکستان په خوښه ترسره شو چې چينيان افغانستان ته راغلل او اوس طالبان غواړي چې د کانونو او زيرمو کیندلو ترڅنګ نوري لويې پروژې له چین سره لاسلیک کړي، او پاکستان اوس هم د پخوا په څېر چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې کوم کانونه کيندل، هغه اوس هم په غلا کيندي او په قاچاقي لارو يې پنجاب ته رسوي.
اووم شرط يې د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمنځ د اړیکو جوړول وو، چې دا مهال د طالبانو استخبارات د پاکستان د ای ایس ای یوه څانګه ده، ټول مالومات د هغوی لخوا ورکول کېږي او دوی خپل مالومات هلته شريکوي.
اتم شرط یې وو چې سټراټيژیک تړون به له لویديځو هېوادونو سره لغوه کوي او د تشې رامنځته کېدو پرمهال به د افغانستان په ګډون چین او پاکستان یوه سټراټيژیکه هوکړه رامنځته کوي. کابل ته طالبانو په رسېدو سره پاکستان په دې شرط کې هم بریالی شو چې اوس مهال د طالبانو د رسميت منلو لپاره نړۍ ته وړانديزونه کوي، له نړۍ ورته خیریه مرستې غواړي، له امریکا ورته کنګل شوې پيسې غواړي، چین ورسره په اقتصادي راکړه کې همکاري کوي، همداسې نور…
نهم شرط یې وو چې د هندوستان کونسلګرۍ به د ولایتونو څخه باسي، ترڅنګ به يې هندي شرکتونو ته هم اجازه نه ورکول کیږي چې افغانستان کې پانګونه وکړي. اوس مهال د طالبان تګلاري ته په کتو سره د هند کونسلګرۍ او شرکتونه څه ټولي نړۍ سفارتونه او شرکتونه له افغانستان ایستلي دي، د افغانستان خلک د سختي بېروزګاري له امله له تندي او لوږي سره مخ دي، هيڅ هېواد دلته پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
لسم شرط یې وو چې هغه کسان، شخصیتونه، رسنۍ او نور چې پاکستان ضد خبرې کوي، باید چوپ شي، د طالبانو په راتګ سره هغه خلک چې په پاکستان به يې توندي نيوکې کولې چې په افغانستان او پښتونخوا کې له خپلې دوه مخې پاليسۍ دې لاس په سر شي، هغوی ټولو د طالبانو له وحشت او ظلمه وطن پرېښود نورو وطنو ته مهاجر شول. په رسنیو د طالبانو دومره پرېشر دی چې ددوی هيڅ تېروتنه نشي تکرارولی، ددې پرېشر له امله خلک په ټولنيزو رسنيو هم هیڅ نشي خپرولی، پر مظاهرو او غونډو بنديز دی، که بيا هم کوم څوک مظاهره کوي، طالبان خبريالان د خبري پوښښ لپاره هلته نه پرېږدي، وهي يې او ګواښي يې، لکه تېره ورځ چې يې ځينې خبريالان د مظاهرې څخه د خبرو راټولولو پر وخت ووهل، او د پاکستان پر وړاندې د خبرو څوک پاتې نه دي، چې پاتې دي هغه له طالبه خوله نشي چوله کولی.
یوولسم شرط یې وو چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې له پښتنو مشرانو سره خپلې اړيکې پرې کړي، که افغان حکومت غواړي پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي، باید پاکستان حکومت څخه اجازه واخلي، موږ به هم همداسې کوو، هڅه دې وشي چې پښتانه سره بیل شي، کوز پښتانه خپله سیاسي قبله اسلام اباد ومني او د نورو پښتنو قبله باید کابل وي. طالبان د پاکستان لپاره په همدې کار هم لګيا دي، څه موده مخکې یې بلوچ ازادي غوښتونکي ونیول، او نور اختيارونو ورکړل چې له افغانستان ووځي، دلته دې د پاکستان پر وړاندې ځان منظمه کوي، پر 21 اکتوبر چې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قريشي کابل ته ولاړی، هلته يې د طالبانو سره پر همدې هم خبري وکړې چې تحريک طالبان پاکستان ډله او بلوچ ازادي غوښتونکو ته به په افغانستان کې پناه نه ورکوي، بلخوا همدا پاکستان همدا طالبان د څلوېښت کاله څخه په دې ډول پيچکاري کړل چې د پښتونخوا ملتپال ګوندونو د طالبانو د غورځنګ دوښمنان دي، نو مالومه خبره ده چې پاکستان به يوځل بيا له دې پلانه ګټه پورته کوي او طالب ته به وایي چې پښتانه ملتپال ستاسې دوښمنان دي، هغوی به ورباندې بنديز لګوي او پاکستان به په خپل پلان کې بريالی کيږي‌.
دا يوولس غوښتنې افغان حکومت ځکه ونه منلې چې له امله يې افغانستان شاتګ کاوه، افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه شمېرل کېده، د افغانستان خاوره به لکه د پښتونخوا! پنجابيانو داسې کاروله، ټولي ګټي به يې ورنه پنجاب ته وړلې، پاکستان غوښتل د افغان ځوان او راتلونکی نسل له خپله تاریخه بې خبره کړي، پاکستان د افغانستان هویت له منځه وړل غوښتل، خو افغان حکومت ددې ذليله غوښتنو پر ځای جنګ غوره کړی وو، پنجاب ورسره جنګ ته بې شمېره طالبان روزل او د افغان حکومت پر وړاندې جنګ ته هڅول.
خو له بده مرغه چې طالبانو دا ټول شرطونه ومنل، خپل تحريک او افغان حکومت يې د پاکستان پر وړاندې دومره کمزوری کړ چې د پاکستان د استخباراتو مشر په دې ډول افغانستان ته سفر وکړ لکه خپلې يوې صوبې ته چې يې وکړ، پاکستان د طالبانو په نمايندګي له نړيوالو سره خبرې وکړې چې کنګل شوې پيسې دې ورکړل شي او د طالبانو حکومت دې په رسميت ومنل شي، افغانان د يوې کولې مړۍ د پيدا کولو لپاره خپل اولادونه پلوري، د روزګار هیڅ درک نشته خلک وطن پرېښودلو ته اړ دي، دا ټول ځکه وشول چې طالب د پرديو په لمسون خپل افغان حکومت چې په هر ډول نړيوالو معيارونو پوره وو له منځه يووړ.

2 COMMENTS

  1. لنډه دا چې افغانستان اوس مستقیما د پنجاب تر نیولو لاندې دی. او څومره چې ما د طالب مشرانو خبرې واوریدې، ټولې هسې ببولالې وایي، د علم د هنر د مسلک د کار او د پرمختګ خبره نلري، ټول د افغانستان د جنوبي ولایتونو هغه جاهله، اواره ، ان پړه ، ببرسري، ببرګیري ناپوهه د طالب په نوم سره راغونډ شوي دي، چې د افغانستان په اسلامي هیواد کې د مسلمانانو پر ضد جهاد کوي، او یو منظم ، ولاړ او پرمختلونکی دولت دوی نسکوري او اوس خوښ دي، چې دوی فاتحین او ناصرین دي.
    پاکستان هیڅکله هم افغانستان نشي هضمولی، او نه یې قپ کولی شي، او نه یې تیرولی او خوړلی شي، ځکه چې پنجاب خوله وړه ده او افغانستان ډیر ستر او غټ دی.
    د پنجاب ظرفیت دومره نشته، نه په پرمختګ نه په هضمولو او نه په خوړلو کې.. دوی کشمیر هضم نکړل شو، افغانستان خو لا لرې خبره ده.
    طالب دلته چلیدلی نشي، په شمار پنځه کاله پس دوی تس و نس وي.
    طالبان نه پوهیږي چې پاکستان د دوی د لاسه څنګه یو زرین افغانستان او یو مضبوط پوځ او یو سالم نظام چې راتلونکې نیژدی که خدای خبر شه که داسې پوځ بیا جوړ شي – له منځه یووړ. دوی لکه لړمانانو خپله مور په خپله ووژله او ویې خوړله .. طالب نوم د شرم دی. د افتخار نه !!!

  2. خبري مو معقولي دي، خو د کمال خان اوبه څه وخت ایران ته خوشي شولې؛ آیا کوم ثبوت شته، او بل په کمال خان بند کي اوبه کله شته چي خوشي شي؟

    کوښښ به کووو دا ډول موضوعګاني د واقعیت په اساس انعکاس کړو، ملي او ارزښتي موضوع سر سري وړاندي نه کړو…

    او طالبان باید کوښښ وکړي بیرته کټ مټ کارونه مخ ته یوسي چي پخواني حکومت ورسره مخ ته وړل..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب