پنجشنبه, جنوري 20, 2022
Home+پردي ورڅخه باسو، خو خپل ورڅخه تښتو

پردي ورڅخه باسو، خو خپل ورڅخه تښتو

ليکنه؛ عبدالوحيد “وحيد”

افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا په څلورلارې کې پروت یو غرنی  هیواد دی.  په ټوليزه توګه حساس، جنګي، دښمني پالونکي او احساساتي خلک لري. د افغانستان په تاریخ کې د موریا له امپراتوري نيولي تر مخدوني  امپراتوري، د چنګیز خان له امپراتوري تر تیموری امپراتوري ، مغل امپراتوري، د فارس مختلف امپراتوري،   د سک امپراتوري ، د بریتانیا امپراتوري ، شوروي اتحاد، او پدې وروستیو کې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) چې  امریکا يې مشرى کوله او د همدغه تړون د پنځمې مادې پراساس چې وايي؛
” په يوه غړي هېواد باندي بريد په ټولو باندي بريد ګڼل کېږي” پربنسټ د نيويارک ښار په نړيوال سوداګريز مرکز باندي له بريد وروسته په افغانستان باندې يرغل وکړ.  پورتني ياد شوي ټول يرغلګر زموږ هيواد ته له درنو زيانونو او تلفاتو وروسته ناکام شوي، شړل شوي، زيانونه يې هم ګاللي دي او تښتېدلي دي.

د یوه دولت په توګه افغانستان  په 1823 کې د ملي اتل احمدشاه ابدالي په نوښت د افغانستان امارت په توګه رامنځته شو ،  د احمد شاه ابدالي امپراتوري د عصري افغانستان بنسټ ایښودونکی دولت ګڼل کیده.  د ځمکنئ جغرافیې په  ثبت شوی تاریخ کې اوسنى  افغانستان پنځه سوه کاله قبل الميلاد کې موندل کیدی شي.

د ځمکې دغه ټوټه چې افغانستان ياديږي د هند لويې وچې ته د دروازې په توګه کار کوي، د ورېښمو په هغه پخوانۍ لاره باندې پروت دى، چې له مدیترانې څخه به  چین ته ورباندې سوداګريز توکي  لیږدول کيدل.

د تاريخونو له ثبت څخه معلوميږي چې د ډیری سوداګریزو  او د مهاجرتونو په لاره کې پروت افغانستان ممکن د “منځنۍ آسیا د ګرداب” په نوم  هم وپېژندل شي ځکه چې  له مینځني ختیځ څخه  د هندوکش له لارې تیریږي او هر تيري کونکي ته خطرناک ثابت شوى دى.

په لمړي سر کې میرویس خان هوتک او ورپسې د احمدشاه دراني لخوا افغان قومونه؛ پښتون تاجک، هزاره، اوزبک ترکمن، ايماق، پشه يي، بلوچان، پاميريان او نورستانيان متحد کړل او د معاصر افغانستان امپراتوري بنسټ يې کیښود.

واقعاً موږ ډيرو بخت ازمويونکو يرغلګرو امپراتوريو ته ماته ورکړې ده، خو موږ هم ځپل شوي او د پولئ ټک ته يې کېنولي يو. پخوانيو پېړيو کې به په عسکري يرغلونو د هيوادونو نيول او د هغوى په سرچینو باندې خيټه اچول د استعمار تحقق ګڼل کېده، خو اوس اقتصادي تاکتیکونو د عسکري يرغلونو ځاى نيولى دى. اوس لويديزوالو نړيوال بانک، IMF پاريس کلب او د پورونو ورکولو نورو بنسټونو نوى ډول استعمار او استثمار رامنځته کړى دى.

موږ عموماً احساساتي ولس يو. د زده کړو کچه مو ټيټه ده. هرڅه ته په بادى النظر ګورو. ژورليد او لرليد نلرو. د څيړنو او ګروېږنو کلتور په موږ کې دود نه دى. که د تيرو څو لسيزو حکومتي او دولتي کړنو ته سرسري سر ورښکاره کړو نو متأسفانه وينو په دغه موده کې کوم فعال څيړنيز مرکز اداره او د پرونيو ناکاميو په تړاو حتى کوم څيړنيز ورکشاپ يا سيمينار هم نه دى جوړ شړى. که احياناً کومه بيلګه وي، نو هغه به د حاکمې ډلې لخوا خپلو کړنو ته د مصنوعي مشروعیت ورکولو لپاره ترتیب شوى وي.

د پرديو يرغلګرو ماتول زموږ د شهامت نښه ده، خو له هېواد څخه تېښته کول چې اخري بېلګه يې د طالبانو له راتلو وروسته د کابل د هوايي ډګر وضعیت دى، يقيناً له دغه هېواد سره زموږ ژمنتیا نفى کوي. بله دا چې موږ باید کله هم هير نکړو چې خپلمنځي جګړو مو شهامت څه چې خپلواکي هم قسماً سلب شوې ده.

موږ په تيرو څلورو لسيزو کې دوه ځله د بهرني يرغل ښکار شوي يو دواړه ځله مو اشغالګر مجبور کړل چې زموږ هېواد پريږدي، خو بيا هم  خپلواک شوي نه يو. دښمن مات شوى نه دى، بلکې موخو ته د رسيدو تاکتیک ته يې بدلون ورکړى دى او موږ بيا هم له دغه هېواد څخه د تېښتې تکل کړى دى. د شوروي ځواکونو د يرغل په پايله کې د شوروي اتحاد ماتيدو کې موږ نقش درلود خو کريډيټ بيا هم امريکا واخیست چې سړه جګړه يې وګټله او مالي امتیاز پاکستان واخيست چې له امریکا سره يې د دښمن په ماتولو کې مرسته وکړه.

موږ لاهم فکر کوو چې په سپيڅلو نومونو جګړه کول اتلولي ده  او جګړه کونکي اتلان دي خو واقعيت داسې نه دى. کورنۍ جګړه د خپل ځان د دفاع لپاره مشروعیت ترلاسه کولاى او مجبوريت کيداى شي خو کله هم سپيڅلي نه ده. د پخواني تصور پرخلاف د انسانانو وژل په اوسني عصر کې د تمدن او تهذيب ارزښتونو ته ژمنتيا نفى کوي او ددغه جنايت مرتکبين په نړيواله ټولنه کې منفور ګرزي.

د امریکا او ناتو له ځواک سره جګړه کول او د طالبانو په شان موخو ته د رسيدو لپاره سترې قرباني ورکول، بندخونې او تعذيبونه ګالل د عادي خلکو د وس خبره نه ده، بيلګي يې هم خورا کمې ليدل کېږي او بريالي هم شول خو څه چل وشو، څه پېښ شول، کومه ستونځه پيدا شوه، هغه کوم لاملونه دي چې طالبان په مديريت، نظم، د ادارو په پرانستلو، له ولس او نړئ سره د اړیکو په جوړولو کې د پاتې راتللو او د خپل حکومت لپاره د کورني او نړيوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل؟

ډيرى دولتي ادارې ولې بندې پرتې دي؟ ولس ولې اندېښنې لرې؟ د ګډوډيو بى نظميو او په ځينو مواردو کې له انتقامي کړنو سره سره په مجموع کې طالبانو د مخالفینو په بښنه باندې عمل کړى دى خو امریکا ولې د اته ديرش مليونه افغانانو د غربت، زده کړو او بيکاري د غم خوړولو پرځاى د افغانستان خپله پانګه کنګل کړې ده خو د دوه لکه شااوخوا افغانانو ايستل له طالبانو سره د اړيکو د جوړولو لپاره شرط ګڼي؟ اخر امریکا ته دغه دوه لکه افغانان ولې د اته ديرش مليونه افغانانو په پرتله زيات ارزښت لري؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي چې که په ځواب کولو کې که پردي ګرم ګڼلاى شو، نو تېر حکومت او طالبان هم برائت نشي ترلاسه کولاى. غني او ټيم يې د سياسي او امنيتي وضعیت په ارزونه د جګړې په ډګر کې د خپلو نيمګړتياو په برخه کې مطلقاً غلطي محاسبې وړاندي کولې او يا يې هم عمدا د نظام نسکورېدل بهتر ګڼل. طالبانو هم ونشو کړاى،  بين الافغاني تفاهم ته د رسيدو، د نظام د ساتلو، د واک د نه انحصار کولو او پراخ بنسټه حکومت په جوړولو هغه ژمنې عملي کړي چې له ولس او نړيوالې ټولنې سره يې کړې وې.

لنډه دا چې موږ د جګړې د ډګر هره معرکه ګټلې ده او د امریکا په شمول هر اشغالګر مو شړلى دى، خو د سياست، مديريت، د واک په عادلانه ويش، ستونځو ته د حل لارو پيدا کولو او د نړيوالو رقابتونو ترمنځ د يوې متوازنې، انډوليزې او ناپېيلې لارې په موندلو کې هروخت پاتې راغلي يو. متاسفانه چې په خپلو نيمګړتياو په تړاو اعتراف نکوو، څيړنه هم نکوو او د خپلو ګناهونو پړه په نورو باندې اچول زموږ د سياست برخه ګرزيدلې ده.

اوس هم موږ د هدف ځاى ته له ډيرو تکلیفونو وروسته له رسيدو سره سره هدف ترلاسه نشو کړاى. د جګړو په ډګر کې زموږ لخوا مات شوي  زبرځواکونه لاهم  د نړۍ په مسایلو کې رول لري، په نړۍ باندي حکومت کوي خو موږ د خپلمنځي اختلافاتو او جګړو له امله د ماتو شويو اشغالګرو لخوا، له يوې ګولې ډوډۍ نيولې تر سوداګريزو اړيکو  قائمولو، د رسميت پيژندلو، خوراکي توکو، د سون توکو او درملو  مرستو ته اړ يو. په دغه صورت حال کې موږ څنګه خپل هېواد ته ازاد او خپلواک ويلاى شو.

زما مخاطب يوازې د اسلامي امارت چارواکي نه دي، بلکې له ما نيولې بيا تر ما پورې ټول افغانان دي . راځئ لږ له احساساتو رابهر  او د هوا له نيلي را ښکته شو. راځئ لږ ژور فکر وکړو تر څو وپوهېږو چې تير ناکام حکومت ولې ونکړاى شو چې له طالب سره سوله وکړي، طالب ولې له حکومت سره سوله ونکړاى شوه، تير حکومت ولې د خپلو امنیتي ادارو د چټک سقوط اټکل او مخنیوى ونشو کړاى، د اسلامي امارت چارواکو ولې د ولسمشر غنى حکومت ته له سقوط ورکولو وړاندې د حکومت او نظام په جوړولو کې د خپل اړخ د اړين ظرفیت د نشتون په تړاو فکر ونکړ، افغانستان د چا په هديرو بدل شو، پرديو مرستو ته څوک اړ شول، وينه د چا توى شوه، د يتيمانو لښکرونه چاته پاتې شول،  کونډې د کوم هېواد هويت لري، هيواد د چا وران او ويجاړ شو، ګټه چا ترلاسه کړه، مات څوک شول او يوه ګوله ډوډۍ پيدا کولو ته څوک حيران ناست دي؟

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

5 COMMENTS

  1. (د یوه دولت په توګه افغانستان په 1823 کې د ملي اتل احمدشاه ابدالي په نوښت د افغانستان امارت په توګه رامنځته شو). لطفاً که دا سنه (۱۸۲۳م) – ۱۷۴۷ میلادي ته تصحیح کړئ، ښه به وي. مننه

  2. وحیده وروره ته هم لکه چې موږ او ځان خطا باسي.

    ولسمشر غني… دي کښلي دي!

    کوم ولسمشر، چا ولسمشر کړ؟ څومره رايي و ګټلې، هره رایه په څو سوه ‌‌‌‌‌‌ډالره ورته تمامه شوه؟
    اوس هغه ستا ولسمشر په کوم غارکې و لټوو؟

  3. سلام,
    ستا دلیکنې عنوان یو ستر پیام دی.
    ستا لیکنه کې یو ه ډېره په زړه پورې تخنیکی،ساینتیفیک ،روانی،دسپلین، دېپلوماتیک ، پراګماتیک کلیمه ما ولیده اوهغه دا چې «مدیریت» باندې خبرې کوی. که له واقعیت څخه سترګې پټې نه کړو افغانان ډېر زیات کمزوری دی فساداو واسطه چې ور باندې راګډ شی له بد یې بدتر کړی.هر کار له ټولګی نیولې بیا تر ولس مشرۍ پورې اداره او دېپلوماتیک دسبلین غواړی. دمثال په توګه:
    تیم یادله.
    ” .PEOPLE CAN MANAGE TEMSELVES IF YOU LET THEM”
    “WHAT YOU NEED TO BE CONCENTRATING ON IS THE REAL JOB OF
    “.MANAGEMENT-THE STRATEGY
    “GETTIN’ GOOD PLAYERS IS EASY GETTIN” ‘M’ TO PLAY TOGETHER IS THE
    “.HARD PART
    “.KEEP FEEDING THE PROBLEM BACK TO YOUR BOSSES

    ” .ALWAYS BE READY TO CUT THE DEAD WOOD”
    په لومړۍ جمله خلک کولای شی
    په دو مه جمله دکار اصلی موخه اوستراتېژی
    په دریمه کې دستونزې دحل مرجع
    په څلورمه کې چمتووالی او زمینه

  4. سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ ع شريف زاد صاحب
    ستاسو له نظر سره سل په سلو کې موافق يم. ريښتيا مو د مديريت لپاره ښه اصول ياد کړي دي.
    Getting “M” to play together is is really the hardest job that we unfortunately are faced with lack of it.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب