شنبه, جنوري 22, 2022
Homeخبرونهعمران خان: د افغان لوبډلې غوندې هیڅ لوبډلې چټکه وده نه ده...

عمران خان: د افغان لوبډلې غوندې هیڅ لوبډلې چټکه وده نه ده کړې

تاند:( شنبه، د عقرب اتمه) د پاکستان صدراعظم عمران خان چې یو وخت د خپلې ملي لوبډلې کپتان و، له پاکستانۍ لوبډلې سره د افغان لوبغاړو بېګانۍ لوبه ستايلې ده.

نوموړي پر ټویټر د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو د تیرې شپې لوبې په تړاو لیکلي، چې افغان لوبډلې په زړه پورې مسابقه وکړه او ده د افغانستان د کرکټ په څير داسې لوبډله نه ده لیدلې چې په دومره چټکۍ سره په نړیوال کرکټ کې خپل ځان ته ځای پیدا کړي.

افغانستان د کرکټ د شل  اورونو  په نړیوال جام کې پرون خپله لوبه پاکستان ته د پنځو ویکټو په توپیر وبایلله.

د افغانستان بله لوبه سبا له نامیبیا سره ده.

د پاکستاني لوبډلې پر وړاندې بېګاني لوبې ته افغانانو هم په ټولنيزو رسنيو کې ګڼ غبرګونونه ښودلي دي.

ډېرو خلکو د طالبانو لخوا د ملي لوبډلې په اړه ویرونکې څرګندونې نقد کړي او ويلي، چې دوی د ملي بیرغ او سرود په پلوۍ په مختلفو بڼو ملي لوبغاړي تهديد کړي او اړ روحيه يې ورته خرابه کړې ده.

د طالبانو يوه مشهور رسنيز غړي جنرال مبين په يوه غږيز کليپ کې ملي لوبډله ګواښلې وه، چې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ او ملي سرود د بدرګه کولو له وجې به سزا ورکړي.

طالبانو وروسته دا څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله، خو په اړه يې د کوم اقدام ژمنه ونه کړه.

1 COMMENT

  1. که تاسې تروریزم را صادر نکړئ، که تاسې موږ آرام پریږدئ موږ په ټولو برخو کی وده او پر مختیا کوو او له تاسې څه چی له هند او
    چین څخه مخکی او په صنعت زراعت او تولید کی ایران سره برابریږو بیا ستاو بدل ناچل چټل ډی سی او کثیف مال ته محتج نه یو
    خو ستاسو استخباراتی لوبو موږ وځپلو کرکټ خو عادی خبره ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب