پنجشنبه, جنوري 20, 2022
Home+نه باتور ملت غرقېږي او نه مضبوط هېواد نړېږي

نه باتور ملت غرقېږي او نه مضبوط هېواد نړېږي

ليکنه؛ عبدالوحيد “وحيد”

که موږ وېشلى او پاشلى ملت ولرو،  مشران کله راته له ختيځ کله له لويديځ او کله هم له ګاونډ څخه راشغول کېږي، په موږ باندې حکومت کوي او د جيبونو له ډکولو وروسته يا هم له خطر سره د مخامخ کېدو په مهال پښې سپکوي او که هېواد مو د ملوک الطوایفي په شان د زورواکو او جنګسالارانو په ولکه کې وي، نو بيا خو دغه ملت ته د باتور خطاب کول او دغه هېواد مضبوط ګڼل دروغ خبره ده.

البته که يو ځل ومنو چې دغه ملت باتور دى او دغه هېواد مضبوط دى، نو بيا د دغه باتور ملت د غرقېدو او د دغه مضبوط هېواد د نړېدو خبره افسانه ده، وهم دى، خيال دى، خوب دى او سراب دى. ځينې استخباراتي کړئ هسې د ولس ذهنيت خرابوي، د دښمن په ژرنده باندې اوبه ورخوشې کوي او وارخطايي خپروي.

زه منم چې ستونځې شتون لرى، د ناورين څرک لګيږي ولس اندېښنو کې ډوب دى او شونې ده چې موږ او هېواد مو له ننګونو سره مخ شو، د پياوړي ملت شجاعت همت او متانت له همدغه شان ننګونو او ګواښونو له ګرداب څخه په بريالى توګه له راوتلو وروسته تحقق مومي. که موږ د اوسنيو ننګونو مقابلې ته تيارى نلرو نو بيا باتور ملت نه يو.

ياد ولرئ چې په خپله د هېواد پريښودل او د تبلیغاتو په ډګر کې د هېواد مېشتو پرګنو ذهنيتونه خرابول، د خلکو وارخطا کول، وېره خپرول او د هيجانيت فضا ايجادول، د توپان د راتلو اوازې ګډول نه د شهامت نښه ده، نه ګټه لري او نه هم د کوم رنځ درملنه کوي.

راځئ خپل ولس د ستونځو ختمولو ته  وهڅوو، له فردي سمون څخه پيل وکړو تر ټولنې پورې ځان ورسوو او د ټولنې سمون د هيواد د ژغورلو ضمانت ورکوي. هيڅ پردى زموږ د دردونو درملنه نه کوي. دلته ډير راغلل، خرابي يې وکړې، ژمنې يې وکړې، خلک يې ووژل، ستراتيژيک تړونونه يې لاسلیک کړل، خو کله چې دلته نور پاتې کېدل د هغوى ملي ګټو سره سمون نه خوړ، نو ټولې ژمنې يې شاته پريښودې،  ټول تړونونه يې مات کړل او ووتل. مګر دا موږ يو چې چا په ګاونډيانو پورې د هيلو غوټې تړلې، چا شرق ته ځولئ غوړولې وه او چا په غربي نړۍ کې سترګې خښې کړې وې او د نجات پريښتې يې ګڼلې.

دا سمه ده چې موږ د اقتصادي رکود په دروازه کې ولاړ يو، ولس مو اندېښنې لري، کار نشته روزګار نشته دولتي مامورینو ته معاشات نه ورکول کېږي  انتقامي واقعات شتون لري، د چارواکو کورني اختلافات  هيواد ته زيانونه راوړي، په حاکمه ډله کې له ننګونو سره د مقابلې کولو لپاره نه پلان شته او نه پياوړى عزم. د چارواکو د سياسي بصيرت او اړين ظرفیت په برخو کې د نيمګړتياو له امله رقيبان ګټه پورته کوي او هېواد مو منزوي شوى دى، خو ايا د توپان د راتلو هلاکت کندې ته د غورځيدو چيغې وهل به کومه بلا په مخ ووهي او د کوم رنځ درملنه به وکړي؟

د وارخطايي خپرولو پرځاى په ولس کې له حالاتو سره د مقابلې وړتیا پيدا کولو تلقین به او له ناخوالو سره مخ کيدو هنر زده زړه کول او په چارواکو باندې د سياسي فشار راوړل ښه بديل دى. چارواکو ته د بدرد سپکو سپورو ويلو پر ځاى د درنښت او اخلاقي کوډونو په چوکاټ کې نقد او هڅونه ښه تګلاره ده.

زموږ بد بدنصيبي ده چې نه مو په جمهوریت او نه په امارت کې ښه ورځ وليده. په جمهوري سیاسي سیسټم کې حاکمه ډله له بهر څخه نه راشغول کيږي او نه هم توپکواکي د جمهوري نظام برخه ده، په جمهوریت کې زورواکي، د وزارتونو رياستونو سفارتونو او ولايتونو ويش اصلي موخه نه وي، خو زموږ په جمهوريت کې دغو ټولو ناخوالو شتون درلوده. جمهوريت کې خلک باید د قانون سره سم ملي ، ټولنیز ، اقتصادي او کلتوري چارې اداره کړي ، د ټولنې بیلابیل سکتورونه باید په ملي سیاسي چارو کې مؤثره برخه واخلي ، او د دولت پریکړې باید منطقي، د هيواد او ولس په ګټو باندي متمرکزې وي، خو بدنصيبه خلکو جمهوريت هم د فساد غصب او واک ترمنځ وېشل شوى وو.

ولسواکي يا جمهوریت زينتي توکي نه دي چې د سینګار لپاره وکارول شي  جمهوريت باید د هغو ستونځو د حل لپاره وکارول شي چې خلک یې حل کول غواړي. که د ولس په رأيه باندي معامله کيږي، په امتیازاتو باندي وېش ګډېږي، نو بيا ولسواکي او جمهوریت له منځه ځي  او سوچه دوکانداري يې ځاى نيسي.

په يوه هېواد کې د ولسواکي شتون  یا نشتون پدې پورې اړه لري چې ایا خلک یې واقعاً د هیواد مالکین دي؟ ايا د خپل د راتلونکي په اړه پريکړې ولس کوي، که د پرديو لخوا تپل شوي هرڅه کوي او د خطر سره د مخامخ کېدو په مهال غورځي؟

که خلک یوازې د رایې ورکولو لپاره کارول کېږي او بيا د خلکو په رأيو باندي سودا کيږي، که دوی ته د کمپاین پرمهال وعدې ورکول کېږي مګر له ټاکنو وروسته د ولس هيڅ ډول غږ نه اوريدل کيږي، که د ولس په ووټونو باندي سودا کيږي، د يوه کور افراد ګڼ امتیازات اخلي خو ولس محروم وي، بيا نه جمهوريت شته نه هم ولسواکي.

په هرحال ويښ قومونه پرزي خو پرېوتي نه پاتې کېږي ،ژوند د لوړو ژورو زحمتونو او هوساینې خوښيو او ماتمونو کږليچونو او کنډوونو مجموعه ده. ژوندي بلا په مخ وهي مخکې ځي، شاته د تلو او په نيمه لار کې د پاتې کېدو فکر هم نه کوي. که باتور ملت او مضبوط هېواد لرو نو د خپل همت شجاعت او پياوړې ارادې په مرسته به د ننګونو په وړاندي دريدو ته ملاتړو او د شته ګواښونو د مقابلې لپاره يو بل ته لاس ورکولو ملي يووالي مضبوطولو او د نفاق ختمولو لپاره به مبارزه کوو. بس همدغه زموږ د نجات لاره او همدغه تګلاره مو د بريا ضمانت راکوي.

په درنښت؛ عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

6 COMMENTS

  1. “ياد ولرئ چې په خپله د هېواد پريښودل او د تبلیغاتو په ډګر کې د هېواد مېشتو پرګنو ذهنيتونه خرابول، د خلکو وارخطا کول، وېره خپرول او د هيجانيت فضا ايجادول، د توپان د راتلو اوازې ګډول نه د شهامت نښه ده، نه ګټه لري او نه هم د کوم رنځ درملنه کوي.”

    دی ته وایی اخلاق- په عمر د برکت شه.

  2. الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره. له پيرزوونو څخه مو نړۍ مننه. زما له خپل رب ولس او تاسو سره ژمنه ده چې د هيواد ولس د ګټو لپاره به د خپل علم او پوهې په کچه خبره کوم او قرباني ورکوم.

  3. سلام،
    هو!
    سیاسی ظرفیت جمع بصریت:
    دیوویشتمې پېړۍ بېسواده کتله هغه کسان نه دی چې لیکلی او لوستلی نشی بلکې هغه کسان دی چې ۱- زده کولی یې نشی. ۲- نازده کولی یې نشی.۳- بیا زده کولی یې نشی. دطلوع چینل څخه افه شکریه بارکزی دغه دواړه مهم ټولنیزه ،بنستیزه، حیاتی او دېپلوماتیک عناصر په فرعونی څېره کې دپخوانۍ سفیرې لقب تر نوم لاندې راښيي نوموړې همدلته بستره اچولې او دسیستم مخالفه هم ده.دحیرانتیا خبره داده چې مخالف څنګه بیا سیاسی تحلیل ګر کیدای شی؟ سیاسی اخلاق او نزاکت په کار ده!
    ډېره ستونزمن ګواښ دادی هغه فکر کوی چې دا باتور او مضبوط ملت ګونګ،ړوند، او کوڼ دی .هره ګیله اوعقده یې تور غرده لکه کروخی روانی مشکل لری. لهجه او غږ یی له ظرفیته وخی او منطقی معیار نه منی.
    زه تا سره موافق یم دظرفیت او دظرفیت دابزارواووسایلو بحث که رابر سېره کړو نو دشکریی سیاسی سلامت اوصلابت چې دا وایی، به له ستر خنډ سره مخ شی .
    بصیرت له شرم او حیاسره سروکار لری الحیاء نصف الا یمان خو له بده مرغه دځینو کسانو بصیرت نه باتور دی او نه مضبوط. دغه بصیرت خو همغو خراب کړی چې څلور لسیزې یې ستړی کړو.
    کورودان خوښ اوسې

  4. سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
    يقيناً همداسې ده. ځينې خلک له چور په تالا رضا وي. يوازې دا خوند ورکوي چې دغه بيچاره محکوم او مظلوم ملت وځوروي اندېښنې يې ور زياتې کړي هيجاني کيفيت رامنځته کړي. مګر موږ يې پيژنو چې غله دي او د څو پيسو لپاره دغه کار کوي. که څوک د سمون او بدلون لپاره تعمیري نيوکه او مبارزه کوي نو د اخلاقو او ادب له چوکاټ څخه وتل د شرم خبره ده او د سمون لاره هم نه ده بلکې غبرګون را پاروي.
    بيا هم مننه وروره. الله مو دې نور د ازمويښتونو لړۍ ختمه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب