جمعه, جنوري 21, 2022
Home+دوه افغانستانه په یوه جغرافیه کې نه ځایېږی

دوه افغانستانه په یوه جغرافیه کې نه ځایېږی

 دوکتور زمان ستانیزی

د کلیفورنیا په دولتی پوهنتون کې د سیاسی علومو استاد

خلاق تفکر او نوښت خدایي رنګ لري ځکه چې له عقل سره ګډه ریښه لری او له زېژنده اندېښنی سره یو ځای په سمسورو څانګو کې سپړېږی. ژور تفکر او کره کتنه د اندېښنې تداوم زیاتوي، خو د تفکر له خلاقه قدرت نه کار نه اخیستل د نعمت کفران دی. د زړو جامو اغوستل عیب ندی، خو د زړو اندېښنو روږدېدل او اعتیاد خلاقیت وژنی. ز.س

د افغانستان پر اوضاع باندی په ناڅاپه ډول د طالبانو تسلط  پیداکول ښايي نړیوال حیران کړې وي، خو د افغانستان په معاصر تاریخ کې د دغه راز ناببره بحران پېښیدل چندان د حیرانتیا خبره نه ده، او که د پېښو د تسلسل رموز درست تعبیر شوی وی د پېښې د مخنیوی اټکل او  چاره هم کېدله. په هیواد کې د نا عاقبت اندیشو او نه پخلاکېدونکو لډرانو د نژادي، ژبني، قومي، او هویتی لوبی د دې سقوط ظاهري نښی ګڼلی شو، خو هغه څه چې زموږ سترګې یې د اضطراب او اضطرار د نوسان په وړاندې ړندې کوي، د هیواد پر بنیادی ستونزو سترګې پټول دي.

په مجموع کې د افغانستان د ټولنې اساسي ستونزه د ښاریانو او کلیوالو تر مینځ د نامتوازنی ښوونې او روزنې شتون دی چې ښاري ذهنیت د ترقی او پرمختګ خواته وربولی خو کلیوالي ذهنیت په فکری انجماد او تحجر کې لانور هم زړېږی. د ټولنی د دغو دوو ډلو تر مینځ د فکري فاصلې زیاتوالی کله کله په سیاسی دنیا کې د تشنج او تاوتریخوالی اسباب را مینخ ته کوي. په افغانستان کې د سیاسي نظام ناببره او ناڅاپه سقوط او د طالبانو له خوا د سیاسي واک ترلاسه کول د دغه مشکل علت نه دی، بلکې د دې ستونزې معلول دی، چې په شعوري یا غیر شعوري ډول د خلکو له پامه لوېدلی دی.

په تېرو سلو کلو کې هغه څه چې په افغانستان کې د پرمختګ په نامه خلکو او نړېوالو ته ورپېژندل شوی و تر ډېره ځایه نمایشي و. د افغانستان مشرانو له یوې خوا د بنیادی ټولنیز او اقتصادی پرمختګ او له بلی خوا د سطحي نمایشي غربګرایي تر مینځ توپیر نه کاوه. د امان الله خان او اشرف غني د واکمنۍ تر مینځ بې شمېره سطحي او نمایشي ورته والی شته. ډاکتر اشرف غنی د خپلې واکمنۍ دوره د امیر امان الله خان له دورې سره مقایسه کوله، خو له دې خبر نه و چې دده د واکمنی سقوط به هم په همدی قیاس وی؟

په دواړو دورو کې ځینې اصلاحاتو نمایشي بڼه دلوده. دارالامان او د تاج بیګ د غونډۍ ماڼۍ د سړکونو او عصری تعمیرونو جوړول، د هغو د عملی ضرورت نه پرته، د هیواد د اقتصادی پرمختګ د نمونو په توګه نمایشي ارزښت هم درلود. د سلما او کمال خان بندونه هم په دی ردیف کې راځی. د ملی هویت لپاره کوشش یا له هغه سره ضدیت هم نمایشي رنګ پیداکړی و. د امان الله خان په دوره کې د شَپو خولۍ او نیکټایی په اغوستلو تظاهر کېده – په تېره بیا په لویه جرګه کې. د اشرف غنی د واکمنی په دوره کې د پټکي او پرتوګ په اغوستلو تظاهر کېده – په تېره بیا په ولسی جرګه کې.

په دواړو دورو کې د نظام په لوړه سطحه کې د پښتنو او غیرپښتنو د ګډی همکاری په توګه د محمد ولی خان دروازی او امرالله صالح ټاکل د یو تحول نمونی وې.  په دواړو دورو کې خلکو د بهرنیو خدمتګارانو لکه آلمانی هارتل او جاپانی ناکامورا درناوی وکړ. دا چې د دواړو واکمنانو مېرمنې په سوریه/لبنان کې زېږیدلی وی او د ښخو د نهضت په لار کې یې آغیزمند ګامونه واخیستل هم تصادفی ورته والی ګڼلی شو.

خو ددغو دوه تاریخی دورو ډېر تباه کونکی ورته والی نامتوازنه ښوونه او روزنه وه. ځکه په دواړو دورو کې له تمدنی،  فرهنګي، سیاسي، ټولنیز، او اقتصادی نظره د کابل یعنی ښاری افغانستان  او د کلیو او بانډو د افغانستان تر مینځ څو پېړۍ واټن را مینځ ته شوی و. د کابل ښار رادیوِ، تلویزون، پوهنتون، او په نسبی توګه عصری روغتونونه درلودل، خو په کلیوال افغانستان کې ډېرو برق او بریښنا نه پېژندل. د اطراف په ښونځیو کې اکثراً د شخصی تعلیماتو ښوونکی په ملایی ذهنیت سمبال و چې ډېر تدریس یې د وهلو ټکولو له لاری وه نه د شرحی او تفصیل له لاری چې د معاصر تدریس د اصولو تقاضا ده. کله چې به «اطرافیان» کابل ته راتلل، ګڼه چې کوم پردی هیواد ته یی سفر کړی وی. همدغه راز کله چې به  ښاریان «اطراف» ته تلل نو کلي او بانډې به داسې پردۍ ور ته ښکارېدلی چې یوازی د سیاحت لپاره مناسبی ګڼل کېدې نه د مداومې  استوګنی لپاره. ځکه به د حکومت مامورینو کوشش کاوه چې په ښار کې په وظیفه مقرر شی.

د توازون دغه نشتوالی سبب شو چې په یوه جغرافیه کې دوه افغانستانه را مینځ ته شی. سیاسی قدرت د ښاری افغانستان په لاس کې و، او ښاریانو پر کلیوالو حاکمیت درلود چې په نهایت کې د کلیوالو له شدید عکس العمل سره مخامخ شو. په همدی سبب هره یاغی ډله له ښاره وتله او کلیو او غرو رغو ته یې منډې وهلی، قلم او کتاب که یې درلودل پرېښودل یی او توری توپک ته یې لاس کاوه.

د امان الله خان د حکومت پرضد د حبیب الله کلکاني را پاڅېدل د قومي، ژبني یا نژادي توپیرونو یا د پښتنو په مقابل کې د تاجیکو بغاوت نه و، بلکه د ښاری افغانستان په مقابل کې د کلیوالي افغانستان پاڅون و، د عصریت یا «مدرنیتې» په مقابل کې د سنتګرایي او کلیوالي/اطرافي عُرف بغاوت و. د مترقي اسلام په مقابل کې د وروسته پاته وسطایی اسلام بغاوت و.

نژدی سل کاله وروسته تاریخ تکرار شو. د طالبانو پاڅون د قوم، ژبی، یا نژاد په مقابل کې بغاوت نه دی، بلکه د ښاری معاصر او مترقی افغانستان په مقابل کې د کلیوالي وروسته پاته متحجر ملایی افغانستان پاڅون دی. هسې را پاڅېدل چې د خپل کلیوالی ذهنیت او د کار د تجربی د نه درلودلو له مخی نه له ښاریانو سره مناسبه رویه کوی او نه د یو ښاری او معاصر حکومت د جوړولو لپاره استعداد او تیاری لری. له رسمي شعارونو نه پرته د دوی کلیوال ذهنیت ښځی د تعلیم او زده کړی او شغل وړ نه بولی او د ښځی په کرامت سترګې پټوی.

دا چې کلکانی ته انګریزانو وسلې ورکولې او طالبان پاکستانیانو سیاسي قدرت ته رسولی مطرح ندی. مهم دا دی چې دواړو یاغي ډلو د کلیوال افغانستان په دیانتي او وروسته پاته ذهنیت اتکا وکړه. ځینی د خپلو سیاسي غوښتنو له مخی د اوسنۍ متشنجې، مکدرې او له تعصباتو نه ډکې فضا سیاسي هویتونه پرهغو تحمیلوي. واقعیت دادی چې هم کلکاني او هم طالبانو پر خپل «اسلامي» هویت اصرار کاوه، او هیڅ یو د «تاجیکستان» یا «پښتونستان» بیرغونه نه و پورته کړی. برعکس دواړو ډلو د کلیو او بانډو د ولسونو له مذهبی احساساتو څخه ناوړه ګټه واخیستله او د کلیوالي ذهنیت مطابق یو ځان «خادم دین رسول الله» وباله او بل «امارت اسلامئ افغانستان» اعلان کړ څو د امان الله خان او اشرف غنی د تکفیر توجیهه پیدا کړی او د کلیوالي افغانستان په زعم د پرمختګ او ترقي هره نښه نښانه د کفر او الحاد معادل وګڼی. د همدې دلایلو له مخې حبیب الله کلکاني ته د تاجیک هویت ورکول هومره اشتباه ده چې طالبانو ته د پښتنو هویت ورکړل شی.

د ښاري او کلیوالي ذهنیت ترمینځ توپیر یوه استثنایی پدیده نه ده. ښاري ټولنې اکثراً دودونو ته د عصري نظره ګوري ترڅو له تیرو څخه داسی پند زده کړي چې په راتلونکي ژوند کې یې بدلون راولي – حَتَّى يُغَيِرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ. د دې ډول نوښتونو په پایله کې، ښاریان “ښارونه” یا “مدنیت” جوړوي او کلیوال په بدویت کې پاتې کیږي. تر ټولو بده دا چې د دوی تر مینځ شخړه او دښمنی هسی پاتې کیږی. د سیاست په نړۍ کې ښاریان عموماً پر کلیوالو واکمنی کوي، خو کله کله کلیوال ښارونه نیسي، پر ښاریانو واکمني کوي او د تمدن نښې نښانې له مینځه وړي. د افغانستان په څیر په بدوی ټولنو کې دا ډول ویجاړتیاوی په په کراتو او مراتو لیدل شوی.

خو دا پدیده نه په افغانستان کې ځانګړې ده او نه په نننۍ زمانه کې محدوده ده. د اسلام پیغمبر په همدې فهم او درایت  د مدینې مدنیت جوړ کړ څو د عربو له زړو اعتقادونو سره مبارزه وکړی. د هغه وخت عربان لکه د نورو بدوي ټولنو په څیر د نوښت او خلاقیت سره په جنګ کې وو، او په زړو اندیښنو کې ایسار پاته وو. هغوی له پرمختګ نه پرشاتګ ته ډېر متمایل وو. د وخت په تیریدو سره، د دوی عقیدې په اعتیاد اوښتلې او د دینی خرافاتو یا خرافی دیانتونو یو معجون ګرځېده. بدوي عربان هسې له مدينې او مدنیت نه تښتېدل چې اوسنی کليوال له ښار او ښاری ذهنیت نه تښتي، په دې تفاوت چې عربو له اسلام نه د جاهليت دوری ته ترجيح ورکوله، خو د نننی افغانستان کليوال د اسلام تر شعار او نامه لاندې د معاصر جاهلیت د دوهمې دورې پر لور روان دي. دلته اعتقادی او ایمانی اصول مقصد نه دي، بلکې هغه طرزدید او دیانتی ذهنیت منظور دي چې خلک بی پوښتنی او پوهنی په عبادت کې انحصاروي.

د ټولنې د بهبود، هوساینې، سولې او رفا لپاره باید لمړی مشکل وپېژندل شی، نه دا چې مصنوعي ستونزې جوړې کړی او د ذوق اختلافات په تنازع او شخړو بدل کړی. قومي او ژبني توپیرونه که د منلو وړ ندي، د زغملو وړ دي. مګر د ښاري او کلیوالي ذهنیت توپیر کمېدلی شي – له دې پرته هیڅ چاره نشته: دوه سرونه په یوه ټټر کې نه ځایېږي، دوه پاچاهان په یوه اقلیم کې نه ځایېږي، او دوه افغانستانه په یوه جغرافیه کې نه ځایېږی.

که دموکراسی یوازی د احصائی او ارقامو له مخی په کمیت کې تعریف شی، کلیلوال اعتقادي اکثریت د طالبانو حکومت منی، خو که دموکراسی په کیفیت کې تعریف شی باید له پرشا تګ نه پرمختګ ته ترجیح ورکړو ځکه ترقی په مدنیت کې ده نه په بدویت او بربریت کې. مونږ نشو کولای د نورو معاصرو ټولنو د ډېرو عصری آلاتو، وسایلو، او تخنیک نه ګټه واخلو، خو بیا خپله د قرون وسطی د عقبګرایی لاری ته مخه کړو.  دا نه محمدي سنت دی، نه د زمانې غوښتنه ده، او نه د سالم عقل حکم دی.

دموکراسی له اسلام سره په تضاد کې نشی واقع کېدلای، مګر دا چې دواړه غلط  تعریف شی. که د فارابي، الماوردي، ابن رشد، ابن خلدون او بیشمېره نورو حکماو آثار ولولو، وینو چې هومره چې دموکراسی د اسلامی تمدن میراث دی د «لوېدیزی» نړی میراث ندی. په همدی توګه  قران چې وروستنۍ وحیه ګڼل کېږی  یوازی د اومی پېړی لپاره ندی نازل شوی چی هرومرو یې د عقبګرایي په ذهنیت کې و پېژنو.

په راتلونکي افغانستان کې اسلامي دموکراسي او د سولی او هوساینی د تضمین دموکراسی دا ایجاب کوی چې د ښارونو او کلیو تر مینځ د تعلیم او تربیې سطحه (تر هغه ځایه چې امکان لري) باید متوازنه شي، ترڅو کلیوال د خپلو پلرونو او نیکونوخبری له قران نه معتبری و نه ګڼي. ترڅو عبادت د جبر او دیانت د اکراه له لاری تحمیل نشی،  ترڅو چې ښاري نظامونه د کلیوالو له خوا ړنګ نه شي، ترڅو په هیواد کې د بیسوادانو شمېر او تناسب زیات نه شي، تر څو د افراطي کلیوالو واکمنی ته د رسیدو په نتیجه کې، په تعلیم او تحصیل سمبال، متمدن او پوه ښاري ځوانان له هېواد نه ونه تښتي، څو زموږ منطقه محوره او قوم پرسته هیوادوال طبيعي توپيرونو ته د تورو عینکو له شا نه د نژادي، ژبني او مذهبي تعصبونو په توګه ونه ګوري، تر څو نژادپاله خلک ملی هویت د قومي هويت تر سيوري لاندې را نه ولي، ترڅو د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ توپیر د دوی د سلیقی له توپیر نه زیات و نه ګڼل شي، تر څو دین او دولت سره ګډ نه کړی او هغه د یوې ځانګړې فرقې په انحصار کې تعریف نه کړی، ترڅو نارینه او ښځینه یوازې په جنسیت کې تعریف نشی، ترڅو ښځی پرله پسی تحریم او نارینه پرله پسی تکفیر نشی، ترڅو د قرآن د حکم مطابق د ښځی او نارینه انساني کرامت ته سر ټیټ شی تر څو د ښځو تر قدمونو لاندې د جنت لاره ولټول شی او بری او رستګاری ومومی، ترڅو… ترڅوچې له تاریخ نه عبرت واخلی، او له قران نه د انسانیت او ژوند درسونه زده کړی.

13 COMMENTS

  1. د ښاغلي ستانیزي صاحب دغه لیکنه مي ولوستل دهغه د محتوی سره به ښايي زما په ګډون د زیاتو افغانانو دریز یو شاني وي.
    افغانستان د تیر ۵۰ کلنۍ ډراماټیک دور نه وروسته هغه د امان الله خان د دور افغانستان نه دی. دلته چپه او راسته دولتونه راغلل او ولاړل، چي زموږ د ولس په ذهنیت او تفکر کي بنیادي بدلون راووست. ولس هم په کلو او هم په بانډو کي خپل دښمن و پېژاند او هم يې په ښارو کي. د امریکې تهاجم په افغانستان کي په دې خاطر نه وو چي کلیوالي ذهنیت دي بمبارډمان کړي! هغه په واقعیت کي زموږ په هیواد کي د هغوی دیوې خاصي امپریالیستي پروژې د تحقق دپاره وو تر څو هغوی وکولای سي زموږ د هیواد د لاري خپلو اهدافو ته ځان و رسوي.
    درسته ده چي په هیواد کي يې قومي، ژبني او مذهبي حساسیتونه را و پارول، ملت يې په خپلو کي مصروف کړ، خو دوی خپل کار کاوه.
    په کلیو کي د طالباني د تفکر نفوذ د ولس د کلیوالي تفکر نه، نه ، بلکه د طالبانو د وحشت او بربریت نه ناشی شوی وو چي په کلیو کي اعمال شو.
    اشرف غني امریکې ته داسي سبق ورکړ چي د امریکې په تاریخ کي يې مثال نه لیدل کیږي.

  2. An extremely excellent presentation of two dividing line of social view that in fact the most structural cause of societal fault line in Afghanistan. Although it looks like that within the last few paragraph of the article author is taken over by his own brain pattern born and conditioned with early on in his life.

  3. سلامونه،
    قدرمن استاذ زمانخان ستانیزی صاحب ! ستاسو لیکنه تر ډیره صحيح ده خو زما په فکر عنوان یا سرلیک ېې څه مناسب غوندې نه بریښي؟.
    ځکه د افغانستان ځمکنی تمامیت یوه جغرافیه ده. د کلیوالي او ښاري ژوند تفاوتونه په هرمُلک کې سته فکر کوم.دافغانستان دستونزو
    اصلي علت د بهرنیانو یرغلونه ،نا امنیو ته زمینې برابرول ، اقتصادي نابرابرئ او له دین ،مذهب او کلتوري رواجونو څخه سوء استفادې کول ا.د.ن. دي. له امان الله غازي نه تر غني متفکر پورې دټولو واکمینانو همدا ستونزې په مخ کې وې …
    که ژور فکر وکړو ، همدا ښاري اوسیدونکي هم یو وخت (ډیر پخوا نه – بلکه کابو ۲۰-۱۰۰ کاله پخوا )خپله کلیوال ول. او اوس هم د کلیو سره اړيکې لري.
    که په یاد مو وي، د دوحې د سولې خبرو کښې د اوربند یا آتش بس پر ځای د (اور کم!!) نامانوسه اصطلاح رواج سوې وه او دا هم ط.انو ته ویل سوي و چې په غټو ښارونو او د امریکایانو پر بیزونو به حملې نه کوي ؛ یعنې په کلیو او وړو ښارو خو هره بلا چې نازلیږي اجازه لري!!!. دا څه مانا؟ >> یعنې د هیواد اکثریت نفوس (۸۰%) چې خاموش بیطرف ول او بزګران، کسبه کاران، غریبکاران ول مړه دې شي خو ۰،۰۰۱په سلو کې بلیونران او ملیونران دې نور هم چاغ شي او د دوی د سلاهو فابریکې هم چالانې!!

  4. ډاکتر صیب زمان په خپل تحلیل کې د هیواد وروستي پیښې زموږ هیواد کې د کلي او ښار تر منځ د اختلاف معلول بللی، خو زما په آند په تیرو شلو کلونو کې دا واټن بلکل لږ شوی او د لمنځه وړلو په حالت کې ؤ، زه به د خپل کلي د بیلګې په توګه اشاره وکړم، زما کلی د ننګرهار د یوی ولسوالۍ په لری پرته سیمه کې ده، مګر سړک تر هماغه ځای پوخ ( قیر) ده که رښتیا راباندی وائې ما په خوب کی هم نه لید چې زموږ د کلي سړک دې يو وخت کړیر یا قیر شي، خو هغه سیمی کې د بین المللي قواو تګ او راتګ د دی کار سبب وګرځید ، زموږ کلي کې پدی وروستیو کلونو کې اکثر کورنۍ د سولر له بریښنا نه ګټه پورته کول ، ډیرو کورنیو کې تلویزون ، ستلایت ، یخچال او بادپکي نه کار اخست ، هر کور کی حد اقل دوه دری موبائله و ، فیس بوک خو لا پریږده چې واتس آب او وایبر هم زموږ کلي ته لاره موندلی ؤ ، دا ټول د کلیوالو پر ذهنیتونو بی تاثیره نده د کلي ترڅیرمه د نجونو او هلکانو ښوونځی فعال و، زموږ د کلي اوسیدونکي موږ سره په یو وخت کې د هیواد او نړی له حالاتو خبریږي دا يواځی زموږ لری پرته کلی نه دی چې د ړنګ شوي جمهوری نظام په دوره کې څیره بدل کړی د هیواد سویلي ، لویدیځ او شمالی ولایاتو د کلیو او بانډو اوسیدونکي په دې ورستیو کلونو کې هم د بدلون شاهدان دي د هیواد مرکزی ولایتونو لکه بامیان او دایکندی د کلیو اوسیدونکي خو ها د چا خبره د کابل د ښار د خلکو نه هم مډرن شوي، زموږ هیواد کې د کلیوالی ژوند د بدلیدو یو لامل همدا انترنیت او اجتماعی رسنۍ دي چې له نیکه مرغه زیاد شمیر د کلي خلک ورته لاسرسی لري .

    لنډه دا چې نن زموږ کلیوال هغه پخواني د کلیو او بانډو خلک ندي چې په اونیو او میاشتو به د هیواد او نړی له حاله بی خبره و او محترم ستانکزی صیب دې موضوع ته هسی چې ښائي پاملرنه نده کړی.
    ۲ ـ بله خبره دا ده چی ستانکزی صیب د هیواد وروستي پیښی د داخلی تضادونو( کلی او ښار) زیګنده بولي حال دا چې زموږ د هیواد په وروستیو پیښو کې خارجی فکتور یعنی د پاکستان استعماری سیاست او همدارنګه بین المللی رقابتونه رغنده رول درلود، آیا د آی ایس آی د مرستی پرته طالبانو کولی شو افغان ملی پوځ او بین المللی ځواکونو سره حتی یوه ورځ مقابله وکړي؟

  5. د امان الله خان دسقوط څرګند علت د انګریز رنګارنګ او پرله پسې دسیسی وی او د اوسنیو مترقی نظامونو دسقوط علت د انګریز د حرمونی پرله پسې دسیس دی منتها دواړو له اسلام او زموږ د خلکو (ښاری او کلیوالی )له احساساتو او بیخبری استفاده وکړه . یو علت دتکفیر، تهدید، تخدیر، تطمیع او تزویر او بل څه ناڅه د ښاری او کلیوالی ارزښتونو او کچو توپیر او دریم علت اقتصادی وروسته پاتیوالی چی دا په خپله د معارف او پوهی د وروسته والی لامل و دا ټول سره ګډ شول او ځو ځله زموږ مترقی نظامونه په ارتجاعی انارشی بدل شول.
    اما تر یوه حده د مترقی نظامونو ډیر عجولانه (د ستانیکزی صاحب په خبره نمایشی) ریفورمونه هم و، خو د تعادل لاره باید وښودل شی.
    راځئ په ګډه ولس تنویر او تاریخی دښمنان یی وروپیژنو د دوی د ګیډو د مړولو لاری ومومو او څه ناڅه پر ځان ویسا اقتصاد جوړکړو.
    که چیری مو له خپلو داخلی منابعو تر یو حده د ولس اقتصادی ستونزی حل کړی دوی پر ځان باوری کیږی او توجه یی کاروبار ته اوړی او دا هم د اینده مترقی او ملی نظامونو د جوړیدو سره مرسته کوی ټول به په ګډه په علمی طور لاری لټوو ترڅو نور له دی سقوط او هبوت څخه وژغورل شو

  6. ډېري محترمي څانګې هوډ،
    ستاسو له نظر سره موافق یم. دلیل دا چې ما په هیواد کې نورو سیاسی اوښتونو ته اشاره نده کړی دا چې ددی مضمون موضوع په ښاری ذهنیت باندی د کلیوالی ذهنیت تسلط دی چې په هغه کې د سیاسی نظام تغیر نه، بلکی د سیاسی نظام د ړندګېدلو پر بنیادي علتونو باندی بحث شوی.

  7. Mr. A. Halim Hakimi,
    Thank you for your comment and your compliments. Regarding your observation that “the author is taken over by his own brain pattern born and conditioned with early on in his life” I must say that I may be distanced from my homeland, but I am not detached from it.

  8. ښاغلی ورور حمید الله زړه ور ساپی،
    زما مقصد یوازی جغرافیایی ذهنیت دی چی د استعاری په توګه می کارولی. همدغه شان بهرنی لاس وهنی یو روښانه حقیقت دی چې ما ندی غوښتلی تکرار یې کړم، نو ځکه می د موضوع هغه اړخ و څېړه چی تر نورو لږ پام ورته شوی.

  9. ښاغلی زیړګل ورور،
    هسی چې وایی په خوله دی برکت شه، په قلم دی هم برکت شه. کاشکی د افغانستان ټولو کلیو داسی پرمختګ کړی وی چې ستاسو کلی کړی. ځکه هغه وخت به د خلکو د کلیوالو له مذهبی احساساتو نه داسی سیاسی بهره برداری نه کوله لکه اوس چې کېږی.

  10. سلام،
    په نده کې:
    ددموکراسی عمر خو ډېر لنډ دی اوډېر ه محدوده بڼه لری،هر فیلسوف او هر امر يې خپله ضرب زبانی کې تعریفوی . ددموکراسی بربریت نړۍ ولید چې دهندوکش،پامیر ،سپین غر، سلیمان غر اوکوه بابا سیمو استفراق کړ دوه لسیزی دسرمایه دارو دلته ګواښ او اخ ودب وه وه.
    دموکرا سی هغه بنجخ بوټی ته ورته وه چې دافغانستان په هېڅ برخه کې شین نه شو. دموکراسی جمع سرمایه دار هېوادونه مساوی په ابزارو، جاسوسانو، وسایلو او پاسیفه کتلې په دوه لسیزو کې نه ډیمور اغله او نه کراسی. ابن خلدون وایی :هره بی باکی ،بد اخلاقی،له انسانی کرامت بې حصره رسوایی،فحاشی او …… له دموکراسی سره خالی منډې وهی. دموکراسی پلویانو هماغه کلی او بانډې چې دعقیدې په زور چلیږی په کیمیاوی ،درنو اوسپکو وسلو له منخه یوړه. خو ته مساوی کرېدت وړکوې ۱۴۰۰ او ۲۵۰ کاله ډېر توپیر دی نورې مقایسوی برخ خو یې لا پرېږده! مګر ګاندی دعدم تشدد له تګلاری کار وانه خیست مګر ګالیله دنظام شمس نه ګته.باتریس او مادر تریسا داسلامی اصولو له طرحې استفاده ونه کړه .
    ته څه وایی: بنی ادم اعضای یکدګر اند ……..
    بشنو از نی چون حکایت می کند……..دمبوکراسی دا بېلګې نه لری؟
    ټوکه مه کوه استاده رښتیا:
    دموکراسی له اسلام سره په تضاد کې نشی واقع کېدلای [څنګه؟] ، مګر دا چې دواړه غلط تعریف شی. که د فارابي، الماوردي، ابن رشد، ابن خلدون او بیشمېره نورو حکماو آثار ولولو، وینو چې هومره چې دموکراسی د اسلامی تمدن[کوم تمدن؟] میراث [ کوم ډول؟] دی د «لوېدیزی»(لوېدیځ) نړی [دکومې؟] میراث ندی. په همدی توګه قران نه بلکې [ کلام دالهی قرآن مجید] چې وروستنۍ وحیه ګڼل کېږی یوازی د اومی پېړی نه[ کومه پېړۍ؟] لپاره ندی نازل شوی چی هرومرو یې د عقبګرایي په ذهنیت [دکومې؟] کې و پېژنو.
    په لکونو تلفات ددموکراسی محصول
    استاد خفه کیږه مه دې مصنوعی یو تیوبی په سرواوزرغونو کلیپونو کې خو ددموکراسی اصلی او باوری مټکور هم چیغې وهلی نو بیا ولې وتښتید ؟ددموکراسی کوم هېواد کې پټ دی؟
    داقتصاد،ټولنیزې او سوسیالوژي له نظره بحث لا پاتې دی

  11. “I must say that I may be distanced from my homeland, but I am not detached from it.”
    LOL and love it!
    / I was not pinpointing the feeling degree of your homeland attachment but referring to the state-of-mind thought-medium conditioned then !

  12. کله چې می د «دوه افغانستانه په یوه جغرافیه کې نه ځایبږی» مضمون کې د طالبانو واکمنی په ښاری افغانستان باندی د کلیوال افغانستان د حاکمیت تمثال وښود، ځینو اعتراض وکړ. د ښځو د حقوقو په اړه د عاليقدر امیرالمؤمنین فرمان زما ادعا ثابته کړه. دغه فرمان د ستاینی وړ دی، خو باید په یاد ولرو چی مندرجات یې د کلیو او بانډو د ښځو په حقوق باندی تېری غندی او تحریموی یی، نه د ښارونو د ښځو په حقوقو باندی. ځکه طالبانی ذهنیت د ښار له دود او دستور او د ښاری ښځو پر حقوقو له تېری سره ډېره آشنایی نلری، ځکه د هغو مشکلات نشی درک کولی. – ډاکتر زمان ستانیزی
    وقتی در مضمون «دو افغانستان در یک جغرافیه نمی گنجند» نوشتم که سلطهٔ طالبان نمادی از حاکمیت افغانستان روستایی بر افغانستان شهری است، بعضیها باور نکردند. فرمان خاص عالیقدر امیرالمؤمنین در مورد حقوق زنان ادعای مرا ثابت می سازد. این فرمان را باید ستود، ولی باید دانست که مندرجات آن زنستیزیهای روستایان را تقبیح و تحریم می کند، نه از شهریان را، زیرا ذهنیت طالبانی با راه و رسم شهری و زنستیزی شهریان آشنایئ کمتر دارد زانرو مشکلات آنها را کمتر درک می کنند. – دکتور زمان ستانیزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب