پنجشنبه, جنوري 20, 2022
Homeخبرونهپاکستان: په افغانستان کې داعش پياوړی شوی او دا ټولې سيمې ته...

پاکستان: په افغانستان کې داعش پياوړی شوی او دا ټولې سيمې ته ګواښ دی

تاند:( یکشنبه، د عقرب شپاړسمه) ‏په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان وايي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پراختيا ته انديښمن دی او نه يوازې افغانستان، بلکې ټولې سيمې ته يې يو ګواښ ګڼي.

نوموړي په کابل کې له یک ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان په مختلفو برخو کي د یادې ډلې خطرناک بریدونه ښيي، چې دا ګواښ عادي نه دی او بايد د مقابلې لپاره يې جدي او اساسي کار وشي.

پاکستاني سفير دا هم وويل، چې داعش ډله نه یوازې افغانستان، بلکې د پاکستان په ګډون ټولې سيمې ته یو جدي ګواښ دی.

طالبانو بيا ظاهرا داعش ډله یوه مزاحمتي ډله ګڼلې، خو د ګواښ په سترګه يې نه دي ورته کتلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له مختلفو سيمو، په خاص ډول له ننګرهار ولايت څخه د داعش ډلې د ورځ تر بلې زیاتیدونکو فعاليتونو خبرونه ورکول کېږي.

دغې ډلې دا تېره اونۍ د کابل ښار په زړه او ديپلوماتيکه سيمه ( وزير اکبرخان) کې د افغانستان په تر ټولو ستر خلور سوه بستریز پوځي روغتون برید وکړ، چې د څو ساعته جګړې پر مهال يې ارګ ته د لومړي ننوتي طالب قومندان مولوي حمدالله مخلص په ګډون لسګونه طالبانو او يو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

حمدالله مخلص د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د دوی د مرکزي قول اردو قوماندان او د حقاني شبکې د یوې خطرناکې ډلې ( بدری قطعې) مشر و.

په وروستيو کې د طالبانو لیکو کې د داعش ډلې د وسله والو د ور ګډیدو خبرونه زيات شوي.

د طالبانو عمومي مشر ملا هیبت الله اخوند زاده، چې د مرګ او ژوند په اړه يې ضد و نقيض راپورونه دي، ورته منسوب يو غږيز پيغام کې یې د طالبانو لیکو ته د مخالفو جنګياليو د ننوتو په اړه جدي اندیښنه ښودلې ده.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل څه موده مخکې وويل، چې داعش ډله به د طالبانو له منځه خپل بيرغونه پورته او د دوی په وسلو او تجهيزاتو د طالبانو خلاف يوه ډېره خونړۍ جګړه پيل کړي.

5 COMMENTS

  1. د سیمي داعیش د پاکستان دولتی جوړښت او په سر کي يې د آی ایس آی شیطاني اداره ده.

  2. تروریستان پاکستان زیږولی او بیا يی د ای اس ای په لاس روزلی اکمال کړی او افغانستان او نورو هیوادونو ته استولی چی ددوۍ ګټی خوندی کړی. یوازی فرق يی دادی چی چاته يی سپینه ټوټه له سر نه تړلی او چا ته يی توره ټوټه له سر نه تړلی. دادواړه ډلې د ای ایس ای مزدوران او د افغانستان او افغانانو د ښمنان دی او هدف يی د افغاتستان کمزوری کول او پاکستان ته محتاجول دی.

    د پاکستان د منافقت او دوه مخی توب سیاست چی ځان د افغانستان خواخوږی بولی خو اصل هدف يی نړیوال تیریستل دی او خپل شوم هدفونه پر مخ بوځی.
    د پاکستان بقا یوازی په تروریزم او رنډیتوب کی ده. او هیڅکله به له دی کارونو لاس وانخلی.

    د افغانستان اوسنی واکداران په ډیره بی شرمۍ او سپین سترګۍ د افغانستان ارزښتونه د خپو لاندی کوی او افغانستان او افغانان پاکستان ته کمزوری کوی او احتیاجوی تر څو دوۍ پاکستان نه د وفادارۍ سرټیفکټونه واخلی او خپل بادار ته د یو ایماندار غلام ثبوت ورکړی.
    تالبان چی په واقیعت کی پاکستانی جعلی ملایکی دی پالیسی او تګ لاره يی د پاکستان په ګټو راڅرخیږی چی کړه وړه يی د افغانانو د سترګو په وړاندی دی. او ددوۍ شتون په افغانستلن کی به د افغانستان زیر بیناوی راونڼوی.
    افغانان چی څومره د علم او پوهی نه لیری کیږی لکه چی تالبان يی غواړی چی د جهالت او تیارو کندی ته وغورزوی نو همدومره به خپل هویت له لاسه ورکړی او د پردو ګټو لپاره به قربانیږی چی ښکاره بیلګه يی د نالب په نوم د پاکستانی جعلی ملایکو چی یوه وحشی جاهله او څناوره ډله ده او یوازی د پاکستلن ګټی خوندی کوی په افغانستان حکمرانی کوی.

  3. را شه ګوره اوس طالبه! دا هم ستا دینی او مذهبی دوست پاکستان! داعش یې تاته جوړ کړی او که ملت ته مراجعه ونه کړې نو ته بهم تباه یې او هم ملت!

  4. داعش افغانستان ته
    نه د ایران د لارې راغلي
    نه د تاجکستان د لارې راغلي
    نه د ازبکستان د لارې راغلي
    نه د ترکمنستان د لارې راغلي
    نه د چین د لارې راغلي
    او نه هم د هندي کشمیر د لارې ..
    بلکې داعش افغانستان ته د پاکستان د لارې راغلي دي، چې ډیری نیول شوي مشران او لوړ پوړي جنګیالي د اورکزي سیمې چې په کوزه پښتونخوا کې ده، د پاکستاني پوځ او ISI په لاس او د امریکا په مالي ملاتړ او د سعودي په وسوسې جوړ شوي دي.
    طالبان که سترګې، غوږونه لري نو دا دې خپل باور ته ښکته کړي، چې دوی به د تیر په شان یو ځل بیا د پاکستان لخوا د دوی په سر معامله کوي، او دوی به له منځه وړي. مقصد بیا به وخت تیر وي..
    او اوسني طالبان د پخوا په پرتله ډیر کمزوري دي، ځکه چې :
    د حقاني شبکې مشران د ISI یوه ځانګړې او د پاکستان خواخوږې ډله ده، چې د امریکا په تور لیسټ کې هم ده.
    د ملابرادر ډله طالبان بیا یو څه نورمال طالبان دي، چې د دوحې تړون او د سولې ټولې لارې چارې هم د دې ډلې لخوا پر مخ تلل.
    د ملا محمد یعقوب ډله چې دا د ملا محمد عمر زوی دی، د دوی ډله هم د افغانستان خپلواکي غواړي.
    خو د دې نه علاوه بیا یوه بله ډله طالبان دي، چې هغوی مرور دي، او د ملا اختر محمد منصور تر څنګ نه و ولاړ، چې هغوی په طالبانو کې د پاکستان د نفوذ خلاف دي، د هغه په خبره چې ځکه یې د ملا اختر محمد منصور سره مخالفت وکړ چې هغه د پردیو استخباراتي کړیو په اوامرو اکثریت مهم طالب چارواکي په مرموزه توگه له دندو لرې کړل، ځینې یې په شهادت ورسول او خپله امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد یې هم په شهادت رسولی، ددې لپاره چې ځانته زمینه سازي وکړي او د امارت څوکۍ خپله کړي.
    خو اوسمهال منصور هم وژل شوی دی، او مشري د هییبت الله په لاس کې ده، خو لا هم طالبان په څلورو ډلو ویشل شوي دي.
    د افغانستان د سقوط سره سم، د واک په سر د اختلاف له امله او د پاکستان د ISI مشر ناڅاپي راتګ سره یو شمیر طالبان د داعشو لیکو ته جذب شول، او که چرته حقاني شبکه همداسې د پاکستان په واک کې وي، اټکلیدای شي چې طالبان په خپلو منځنو کې یوې کورنۍ جګړې کې ښکیل شي. چې په دې سره به د سیمې هیوادونه د خپلو ستراتیژیکو موخو په خاطر دغه جګړې ته لا هوا ورکړي.
    المهم دا چې داعش خاص د پاکستان خلک دي، او هغوی روزلي دي، او اوسنۍ پروژه هم دا ده .

  5. د هغه ښه ملا ښځه غی که داعیش دی یا که طالب. ملایان ټول عمر محتاجی تیر کړی په وظیفی راوړی خدای مو بښه لوی شوی کسان دی هغوی ته یو موتر سایکل ورکړه لور یی بس ورته غیه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب