سه شنبه, جنوري 25, 2022
Home+د پخلنځي وروستۍ ۷۵ دقیقې/ طنز

د پخلنځي وروستۍ ۷۵ دقیقې/ طنز

نوټ:

دې ورځو کې د ارګ د وروستیو شیبو د تصویرولو سیالي روانه ده. ما ویل زه چې له ارګه لرې وم؛ نو خپل پخنلځی به تصویر کړم.

——————————-

نعمان دوست/ عقرب ۱۵، ۱۴۰۰

پوره اته بجي دي. د کور د ور قلف مې پرانیست. ټیټ شوي فیوزونه مې پورته کړل او په رڼا کې خونې ته ننوتلم. له ډيرې تنبلۍ له کرتۍ سره وغځیدم. لا مې ارام نه و کړی چې د ګیډې غم راپاڅولم او د شپې ډوډۍ تیارولو په فکر کې شوم.

۸:۱۰ – پخلنځي ته ننوتلم. په جالۍ کې درې کچالو داسې خړپړ او غونج غونج ښکاریدل، لکه لوړ پوړي مقامات چې د تیښتې په ورځ هوايي ډګر کې الوت ته په تمه وي. 

اخوا یوه غټ پیاز له تودې هوا په استفادې شنه تیغنه وهلې وه. درې څلور مړاوي مرچکي یې هم خواته غلي پراته وو.

ټوکرۍ ته مې ورپام شو؛ خو هغه لکه د مامورینو جیب، تشه توره وه. 

یوه شیبه په فکر کې لاړم، له ولږې سره د مقابلې د تدابیرو په سوچ کې غرق وم. په یوه کونج کې مې مڼې ولیدې. ژر مې راواخیستې. خو هغوی کې تور سوري جوړ شوي وو او پاسته پاسته چینجي ترې په فاتحانه انداز راوتل.

۸:۲۵ – چایبر مې له اوبو ډک کړ. ما ویل هم به ترې کوزه کې اوداسه ته اوبه برابرې کړم او هم به ترې چای دم کړم. په ګازي نغري مې کیښود. کیلي مې تاووله، ټق یې کاوه خو اور نه لګیده. څو ځلې مې دا هڅه تکرار کړه. پوه شوم چې د ګازو درک نشته. بس ، چایبر مې هملته داسې پریښود لکه د فتحې په اولو ورځو کې  چې به دولتي موټرو تیل خلاص کړل او فاتحینو به ځای په ځای پریښودل.

۸:۳۰ –  په سړو اوبو مې اودس وکړ. له لمانځه وروسته مې د رزق غوښتلو پریمانه دعاوې وکړې او بیا خونې ته ننوتلم. یوه شیبه وغځیدم، ځان ته د ډاډ ورکولو لپاره مې نهر نهر خلک د زړه سترګو ته درول؛ خو ستونزه دا وه چې ما نه سهار سم چای څښلی و او نه مې د غرمې ډوډۍ خوړلې وه. تلقیناتو د ولږې حقیقت ورک نشو کړای. 

۸:۴۰ – ور وټکیده. خوشاله شوم، ما ویل که دعاوې قبولې شوې او اوس به د ګاونډي کوم ماشوم د خوړو له لوښي سره ولاړ وي. ور مې پرانیست، د ګاونډي کوچنی زوی و ( دا چې ژوند ته یې خطر پیښ نشي، نوم یې نه اخلم!)  خو بدبختانه تش لاسونه ولاړ و. سمدلاسه یې ویل:

کاکا، کچالو لرئ؟ 

ما ویل: هو، له اشپزخانې مې هماغه کچالو راواخیستل او بیا مې ورته ویل، زه لږ مخکې کور ته راغلم، کور کې څوک نشته، کچالو هم خلاص شوي، کنه ډير به مې در کړي و. له دې مې موخه دا وه چې ګوندې د شپې ډوډۍ کې ما هم په یاد کړي.

۹:۱۰ – هره شیبه د ور د ټکا په فکر کې وم. خو اندیښنه راسره وه، ما ویل که کتغ راوړي او ، خدای مکړه، ډوډۍ ورسره نه وي بیا به څه کوم؟ ایسته مې د هغه کوم شیخ په کیسه  ځان تلقین کړ چې ویلي یې و: د دین په لاره کې مو ډيرې سختې ګاللي، یو سهار حلوا نه وه بیا مو پراټې وخوړې!

نو ما ویل که وچه ډوډۍ ورسره نه وه،  خیر دی، کاشوغه به ور ته بنده کړم.  همدې خیالونو کې وم چې ور وټکیده. په منډه ورغلم، هماغه ګاونډی ماشوم و. پتنوس ور سره و،  کاسه پکې ایښې وه او لپاسه پرې دستپاک هوار و. په موسکا مې ورته ویل: 

دې ته څه حاجت و، ما خپله ډوډۍ تیاروله!

هغه ویل: کاکا، ستاسو کاسه، پتنوس او دستپاک مو کره پاتې ول، هه دا واخله. سبا موږ هم چیرته ځو.

لاسونه مې داسې سست شول چې نږدې به رانه تش پتنوس او کاسه هم غورځیدلې وه.

۹:۱۵ –  ور مې پورې کړ. څو شیبې دهلیز کې ولاړ وم، هیڅ نپوهیدم څه وکړم. تش لوښي مې هملته دهلیز کې کیښودل. د خوب د خونې په لور روان شوم او ځان سره مې غیر ارادي دا ټپه ویلې: 

ژوند ته په شاته شاته ګورم

لکه بایللی جوار ګر چې کور ته ځینه

3 COMMENTS

  1. سلام ! 72 ساعت وحید عمرمیخواست بودنه های بگیل رابراۀت دهد وشرمنامه ی بود که مفسدین نظام گذشته با چه سرافگندگی وزبونی از وطن فرار نمودند ولی طنزیه مزه دارنعمان دوست ( کتره گونه) میرساند که75 دقیقه ی گرسنگی شرافتمندانه تر از 72 ساعت پروازها در چرخبال ها وطیارات امریکایی باشرف تر است – شرم وننگ باد بر بودنه های مفسد که از هراس طالب سر خودرا زیر کاه واز سوراخ عقبی شان گندگی به ملت ماند

  2. دغه لیکنه مې کټ مټ د وحید عمر له لیکنې سره مقایسه کړه. د نوموړي مې یوه لیکنه لوسته کټ مټ همدا کچالو او پيازان وو.
    ښه رسامي مو کړې ده،.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب