جمعه, جنوري 28, 2022
Home+د وېنسنت ون ګوګ پر نقاشۍ او هویت د فرانسوي ادبیاتو اغېز

د وېنسنت ون ګوګ پر نقاشۍ او هویت د فرانسوي ادبیاتو اغېز

ژباړه او زیاتونه: حیات ژوند

ون ګوګ او رنګونه

د وېنسنت ون ګوګ پلار کشش یا پادري و. پخپله هم د ژوند په یوه مرحله د بلجیم د کانونو د کارګرو د لارښوونې (دینې لارښوونې) لپاره هلته ورغی و او مقدس کتاب يې ورته وایه. په دغه دوره کې د ون ګوګ له لیکونو څرګندېږي، چې ایمان يې روح او رون سیقل کړی دی. خور يې لیکي، چې ون ګوګ د ژورې روحاني عقیدې له کبله لټ او تمبل شوی دی. ون ګوګ د لارښود په توګه تر بوختیا مخکې، په ګوپيل شرکت کې چې د هنري اثارو پېروپلور يې کاوه، کار پرېښود. هغه سوداګري چل دوکه بلله او په دې شرکت کې يې د کار غځول د وس کار ونه ګاڼه. په دې هکله د شرکت له رییس سره تر خبرو اترو وروسته، رییس له کاره وشاړه. ون ګوګ د ځوانۍ له لومړیو کلونو دوه کاره له ناچارۍ زده کړل: سوداګري او د پلار ورپاتې پېشه؛ وعظ او دین ته رابلل.

د روحانې دندې په بهیر کې يې نقاشۍ ته مخ واوښت. په دې وخت کې ۲۷ کلن و. ون ګوګ تر لسو کالو زیات (۱۸۸۰ -۱۸۹۰) په دې برخه کې کار ونه کړ؛ خو د یوه منفرد سبک په لرلو سره يې د روحاني دنیا تر پرېښودو وروسته د هنر په دنیا کې ځان هست کړ. هنر ون ګوګ ته له دردونو څخه د خلاصون یوازینۍ لار وه. له سوداګرۍ تر مذهبي وعظ پورې يې بل هېڅ کار د نقاشۍ او هنري کار په شان ښه نه باله؛ خو څنګه هنر؟ داسې هنر چې د وخت هر نقاش به مسخره کاوه؟ داسې تابلوګانې چې پلورل کېدې به نه؟ ون ګوګ خپل ورور تیو ته د ۱۸۷۳ د مارچ پر ۲۴ ولیکل: «خوږه تیو، شوتل تابلو تر اوسه په بروکسل شته که نه؟ دا تابلو يې د ۱۸۷۰ د مې پر شپږمه پلور ته وړې ده… که تابلو لا هم هلته وي، ژر يې راواستوه، دلته یې د پلور زمینه برابره ده.» (۱: ۵۳) کله چې يې غوښتل ورور ته ووايي، چې نقاشي د پيسو ګټلو کار نه دی، لیکي: «هر څوک باید مشخص کار ولري او د خولو تویولو ثمر ترلاسه کړي. زه د نادارۍ او له دې کبله د ستونزو پر وخت هم وایم، چې د لاس تر مسلک او هنره بل غوره او ګران کار نشته. که ته انځوراند وای، پوه شوی به وای، چې نقاشي د فزیکي کار له اړخه څه ګران او سخت کار دی، ځکه فرد د فکري او رواني کار تر څنګ، باید فزیکي څواک هم وکاروي.» (۱: ۳۲) ورور ته يې په ګڼو لیکونو کې اندېښنه څرګنده کړې: «داسې ورځ به هم راشي، چې په نقاشۍ ګټه وټه وکړي؟» د کورنۍ په غړو کې يې یوازینی ملاتړی کشر ورور تیو و. تیو تل وېنسنت ته د نقاشۍ او د ژوندانه سهولتونه برابرول. ون ګوګ لیکي: «د کار یا نقاشۍ لپاره وسایلو ته اړتیا ده، افسوس چې له خپلو کارونو ګټه وټه نه لرم، د ژوندانه تر ټولو ګرانه او سخته مساله مې همدا ده.» (۱: ۲۵)

وېنسنت نقاشي له چا نه ده زده کړې، حتی د وخت انځوراندو ترې لار بدلوله. نوموړی له دې ځورېده، چې نقاشان په خپلو منځو کې نه دي سره جوړ. یوه ورځ مشهور نقاش مااوو ته چې غوښتل يې نقاشۍ ترې زده کړي، ورغی. هغه ته یې خپل ځینې اثار وروښول. ون ګوګ وايي، چې ډېرې کمې نیوکې يې پرې وکړې، خو له دې سره سره مااوو د فرېم، برش او نورو وسایلو د نیولو او کارولو لاره ښووله. تر لنډ وخت وروسته يې ورسره مخه ښه وکړه. له دې سره سره يې ځینې هالنډي نقاشان خپل استادان بلل. رامبراند، میلله، دومیه. په حقیقت کې دا هغه کسان و، چې ون ګوګ د یادو کسان په مکتب کې روزل شوی و. 

نوموړي نقاشي کې د خپل احساس په ورګډولو ټینګار کاوه. ون ګوګ پر یوې نقاشۍ دوه ساعته ولګول او ورور ته یې ولیکل، چې اصلاً ما لس کاله لګولي، چې یوه تابلو په دوو ساعتونو کې وکاږم: «دوه څيزه د یوه بل لازم و ملزوم او بشپړاند دي: باید تصورات ونه وژنو او د موډل غلام نه شو. د یوه موډل هر اړخ باید وځېړل شي، که داسې نه شي، د نقاش تخیلات او افکار به په اثر کې ځای نه شي.» (۱: ۳۷) هغه د نقاشۍ تر کاږلو مخکې د سوژې په اړه پوره معلومات پيدا کول: «زړه مې غواړي دومره زیاته مطاله وکړم او پوه شم، چې د پخواني او نوي هنر او پوهې پر مفاهیمو برلاسی شم.» (۱: ۲۳) له اناتومۍ او پرسپکټیف سره يې ځان بلد کړی و. ون ګوګ ګرافیککار نه و، سروکار یې له رنګونو سره و او غوړ او د اوبو رنګ يې کاراوه: «طرحه یعنې رنګ کارونه او رنګ یعنې طرحه.» 

«هغه په خپلو نقاشیو کې له ریالیزم، پوسټ امپرسیونیزم، امپرسیونیزم، پوانټیلیزم… هنري مکتوبو څخه کار اخیستی دی.» (Wikipedia English)

کیڼ غوږ څه شو؟

ون ګوګ يې په خپل ځای کې په وینو لړلی ولیده، کیڼ غوږ یې پرې شوی و. د ون ګوګ کیڼ غوږ څه شو؟ لا هم دقیق معلومات نشته. دا چې کیڼ غوږ يې پرې شوی و، دا خبره پر خپل ځای سمه ده، ځکه پخپله انځوراند هم د ځان یو انځور چې بې غوږه دی پکې، کاږلی. دوه احتماله شته. لومړی دا چې ون ګوګ له رواني ناروغۍ ځورېده، ګوښی و او له خلکو سره يې راشه درشه نه کوله. کله کله به دې ناروغۍ د جنون تر حده رساوه او ګومان کېږي، چې نوموړي د ژور خپګان او جنون په حالت کې خپل غوږ پرې کړی دی. دویم ګومان دا دی، چې ون ګوګ د راشل په نامه پر یوې بدلمنې مین شو. دا چې له ده سره شتمني یا پیسې نه وې، نو ورته ويې ویل: «یوه ارزښتناک څیز به درډالۍ کړم.» یوه شپه يې د راشل دروازه وټکوله، په دسمال کې يې تاو کړی څیز ورکړ او ورته ويې ویل: «ښه يې وساته.» راشل چې دسمال پرانیزي، پرې شوی غوږ ویني، بې حاله کېږي او پر ځمکه غورځي. پر سهار پولیس ون ګوګ په خپل کور کې بې حاله پيدا کوي. هماغه سهار محلي ورځپاڼې د یوه رواني ناروغ د بدې ورځې په هکله چې پر ځان یې راوستې وه، راپور خپور کړ.

د ون ګوګ لومړۍ مینه په ۱۸۸۱ کې د K په نامه یوه ځوانه کونډه وه، چې یوازې یو اولاد یې لاره. مېرمن K يې پر مینې باور نه لاره او د کورنۍ د فشار له کبله له اتتن څخه لاړه، ځکه د وېنسنت بې حده تمایل هغه اندېښمنه کړې وه. ون ګوګ ته پلار لیکلي و، چې K ته د لیکونو له کبله به ورسره په دښمنۍ واوړي. ون ګوګ لیکي: «مینه مثبت او پیاوړی احساس دی، چې هېځ مین ترې د انکار توان نه لري.» له اتتن څخه تر تګ وروسته يې K هېڅکله ونه شوای لیدلی. دا کیسه ختمه نه شوه، څه موده وورسته يې پر یوې غمجنې مېرمنې کریسټین زړه وبایله: «سږ ژمی – ۱۸۸۲ – له یوې مېرمنې سره چې یو ماشوم يې درلود او بل يې په نس و، اشنا شوم. هغې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره درانه کارونه کول. ما له ځان سره بوتله او د نقاشۍ موډله مې کړه. ټول ژمی مې وساتله. د خدای شکر دی، چې د خپل معاش په نیمايي کولو مې د هغې بچیان له سړو او لوږې وساتل.» (۱: ۳۵) په دې کار يې کورنۍ وراټه او د پيسو او مالي مرستې په پرې کولو يې اړ کړ، چې له کریسټین څخه لاره بېله کړي.

وېنسنت ون ګوګ د ۱۸۹۰ د جولای پر ۲۷ پر خېټه په مرمۍ وویشتل شو. تر دوو ورځو (جولای، ۲۹) ژوندی و. کله چې تر مرګ مخکې د پېښې په تړاو ترې وپوښتل شول، چې چا ویشتی، ويې ویل: «نه پوهېږم، هېر مې دي.» بیا ترې وپوښتل شول، چې ځان خو به یې پخپله نه وي ویشتی، ویې ویل: «په یاد مې نه دي؛ خو څوک مه ملامتوئ، زما د مرګ په تور په چا پسې مه ګرځئ.» (At eternity’s Gate: Julain Schnabel) 

ماخذونه

  1. ون‌ګوګ، ونسان. نامه‌های ون‌ګوګ، د رضا فروزي ژباړه. نګاه انتشارات، تهران: ۱۳۹۷.
  2. http/vista.ir/m/a/pq6oa.
  3. Wikipedia English.
  4. At eternity’s Gate (Film), Directed by: Julain Schnabel, France, 2018.

د وېنسنت ون ګوګ پر نقاشۍ او هویت د فرانسوي ادبیاتو اغېز

لیکوال: سټیوین نایفي –www.lithub.com 

وېنسنت ون ګوګ له لیکوالو سره هومره مینه کوله، څومره یې چې له انځوراندو سره کوله.

دا په ادبیاتو کې د ون ګوګ غوپه کېدل و، چې نوموړي خپل منفرد او ښکلی غږ په لیکونو پورته کړ. د ون ګوګ لیکونه د ادبیاتو ارزښتناکه لاسته راوړنه ده. په ادبیاتو کې ډوبېدنې له نوموړي سره مرسته وکړه، چې نورو انځوراندو او بیا خپلو اثارو ته په درنه سترګه وګوري او موږ ته يې شونې کړه، چې د ون ګوګ هنر د یوه هنرمن له سترګو د هغه له قدقامته ووینو. 

له لوست سره د ون ګوګ د مینې مسیر یا لار – د هغه په ژوند کې د نورو تمایلاتو په شان – د هغه ماشومتوب ته ورګرځي. د هغه د مور و پلار شخصیت هر ماښام په زوندرت کلي کې چې د هالنډ په شمال کې پروت دی، په یوه کتاب ختمېده. له یوازیوالي لرې، فکري تمرین او په لوړ غږ به يې د کورنۍ غړو ته کتاب لوست او د کلي له بې سوادۍ به يې چې دوی يې چاپېر کړي وو، بېلول. مور و پلار به یې یوه بل ته او بیا خپلو ماشوماتو ته کتاب لوست او لویو ماشومانو به کوچنیو هغو ته. وروسته وروسته يې اولادونو خپل مور و پلار ته همدا کار کاوه. په لوړ غږ لوست به ناروغۍ ټکورولې او اندېښنې به يې ختمولې او همداراز لوست به يې ورزده کاوه او بوختول به يې. که څه هم د بڼ تر سیوري یا د ډیوې تر ڼا لاندې لوست د کورنۍ واحد غږ و. ښه موده وروسته ماشومان یوه بله خوا لاړل، کتابونه یې یو له بل سره بدلول او وړاندیز به يې کاوه، هغه کتاب چې هر یوه نه وي لوستی، هېڅ نه دی لوستل شوی.

کله چې مقدس کتاب تل د غوره کتاب په توګه پېژندل کېده، د کتابونو شخصي المارۍ به کلاسیکو اثارو ډکېدلې: جرمني رومانتیک اثار لکه فریدریک شیلر، شکسپير او د فرانسوي لیکوالو ځینې اثار لکه د موري او اکساندر دوما. ها کتابونه چې زیات ځورونکي بلل کېدل، لکه د ګویته فاوسټ او موډرن اثار، په ځانګړې توګه د فرانسوي لیکوالو لکه بالزاک او وروسته د امیلي وزلا چې د ون ګوګ مور هغه اثار د لویو ذهنونو پنځونې خو د خالي روح په نامه رد کړل. د ویکتور هوګو اثار هم په هماغه اندازه په کور کې د منلو وړ نه و. هوګو د یوې پېړۍ په اوږدو او د بورژوايي رضایت او د ایډيالیزم څراغ – د تحول او بدلون رڼا – روښانه وساتله. هغه له ورسته پاتې حکومتونو او راپورته کېدونکو مذهبونو سره مبارزه وکړه او په بې خدايي او جنایتکاري جشنونو يې هر یو له لویس ناپیلون څخه د ون ګوګ تر کورنۍ په غوسه کړي وو. یو ځل د ون ګوګ مور په غوسه وویل: «هوګو د جنایتکارانو د ډلې دی. دنیا به په کومې خوا روانه شي، چې ښه څيز بد وګڼل شي؟ د خدای د مینې لپاره هغه څيز نه شي ښه کېدای.» په پيل کې د فرانسوي ادبیاتو په هکله د ون ګوګ مینه په ځانګړې توګه د انقلابي ناولونو په هکله د پلار او زوی ترمنځ د جګړې په میدان واوښته. کله چې وېنسنت مور و پلار ته د هوګو «د یوه محکوم وروستۍ ورځ» ناول یوه کاپي ورولېږله، دقیقاً هغه ګوزار چې باید کړی يې وای، وکړ. په یوې غوسه ناکې څېرې، داسې څېره چې خوټېدلې غوسه پکې ښکارېده. هغه وروسته د مقدس کتاب له ځانګړي اقتدار او تقدس څخه هم انکار وکړ. هغه وویل: «زه هم کله کله مقدس کتاب لولم، کټ مټ لکه ځینې وخت چې البر میشل، بالزاک یا الیوت لولم.»

دا لانجه د دورو ون ګوګ په مړینې (۱۸۸۵) چې د زړه د حملې له کبله وه او د وېنسنت خور انا، د مشر ورو سختي يې لامل وبلله، ختمه نه شوه. کله يې چې پلار مړ شو، وېنسنت خپل انځورونه پلار ته ډالۍ کړل او د مرګ یادونه او یادګارونه يې پکې ځای پر ځای کړل. د انځورونو خپلې خونې ته يې وکتل، پنډ مقدس کتاب چې له پلاره يې ورپاتې و، انتخاب کړ. ځکه چې کلیسا د منبر بایبل او کونډ/ کونډې کورنی بایبل ساته. دا پنډ کتاب یوازینی مقدس کتاب و، چې د دورو ون ګوګ تر مړینې وروسته پاتې شوی و. وېنسنت د انځورونو په خپله ډکه خونه کې ازاد ځای پيدا، پر میز يې روجايي ویړه کړه او مقدس کتاب يې پرې کېښود او چپړاسونه يې خلاص کړل. هغه د نقاشۍ چوکاټ دومره ورنژدې کړ، چې له پرانیستې کتاب پرته يې سترګو بل څه نه لیدل.

وېنسنت هوډ وکړ، چې په یوه بل څيز، دا ترکیب ژوندی کړي. هغه د خپلو کتابونو په چاڼولو سره، یو کتاب فرانسوي ناول چې روښانه زېړ پوښ يې لاره، پر مېز د لوی بایبل پښو (بېخ) ته کېښود. فرانسوي ناول چې د غم پر وخت يې د وروستي تحریک کوونکي دنده پر غاړه اخیستې وه. هغه دا کتاب د «زولا د ژوندانه خوښي» په توګه انتخاب کړ. د کتاب پر پوښ عنوان، لیکوال او چاپځی؛ پاریس، ولیکل شو. هغه په څو حرکتونو سره د کتاب پوښ او ورستې پاڼې وکاږلې، د پلار د بې عیبه او رسمي مقدس لپاره یوه ننګونه.

لوست یا مطالعه د ون ګوګ د خپل یوازې ژوندانه یوازینۍ پناه وه. هغه د څو رښتینو ملګرو تر څنګ، ها ساعتونه چې نقاشي به یې نه کوله، په مطالعې ډکول. هغه عموماً په څلورو ژبو لیکل شوي کتابونه مطالعه کول – هالنډي، جرمني، فرانسوي او انګلیسي – او یو کتاب به یې بیا بیا لوست. د مثال په توګه، هغه به چې د بالزاک یو اثر ولوست، د لیکوال په ټولو اثارو پسې به شو. د وخت په تېرېدو، هغه د خپلې خوښې لیکوالو ټول اثار ولوستل. د ټولو ترمنځ لوی او پياوړی لیکوال بلزاک و.

که څه هم ون ګوګ له هوګو، بالزاک او دوما سره مینه درلوده، خو په مینه یې د خپل وخت فرانسوي لیکوالو ناولونه هم ولوستل: د داودت وروڼه، الفونس او ارنېست، د ګونکور وروڼه، ادموند او جولي، یونلیکوال پيري لوتي او په ځانګړې توګه ګي دو ماوپسان چې د خوښې ناول «بيل – امي» لیکوال و. ون ګوګ فکر کاوه، چې ځينې هېوادونه په ځانګړي هنري ډول لوی هنرمن تولیدوي: «یونانیان په مجسمه جوړونه، جرمنیان په موسیقۍ او فرانسویان په ادبیاتو کې.»

خو فرانسوي لیکوال چې تر ټولو ډېر اغېز يې پر ون ګوګ لاره، زولا و. هغه د ۱۸۸۲ په جولای کې د زولا ناولونه یو په بل پسې لوستل، «تیو» ته ولیکل: «امیل زولا عظیم لیکوال دی. چې څومره کېږي، ويې لوله.» ون ګوګ د امیل زولا «The Belly of Paris» اثر تر نورو ډېر خوښاوه. امیل زولا پر بورژوازي ارتودکس د بوهیمايي بشریت د بریا [سېبمول]. ون ګوګ غوښتل، چې د هغو کتابونو له منفردو کرکټرانو سره ځان یوشان وښيي، چې لوستي يې وو. ون ګوګ ځان د کلود لانتیر کتاب غمجن کرکټر نه؛ بلکې ځان يې د فلورانت کتاب مهربانه مېرمنه فرانسوا بلله. فرانسوا د کیسې بې کسه اتل ژغوري. دغه انځور په ون ګوګ کې د رښتینوالي او د پخواني طبقاتي او جنیستي توپير له بدلمنې سین هورنیک سره، د اړیکې په هسته کې ښکاره کاوه او هم يې د ژغورونکي په توګه څرګنداوه. هغه له «تیو» څه وپوښتل: «ستا نظر د خوار غریب فلورانت په اړه چې د سړک پر سره بې حاله پروت و او بیا مېرمن فرانسوا په رېړۍ کې تر کوره ورساوه، څه دی؟ زه فکر کوم، چې فرانسوا رښتینی انسان دی. ما هم سین هورنیک ته ورته کارونه کړي او بیا به یې هم وکړم، کټ مټ لکه مېرمن فرانسوا چې فلورانت ته کول.»

ون ګوګ همداراز د ویکتور هوګو مینه وال هم و، ویکتور هوګو يې د پیاوړي روایت، لفاظي او د هغه د عظیم لیدلوري له کبله خوښاوه. د هوګو تر څنګ يې له زولا سره هم مینه کوله، هغه يې د داستاني کرښې او موضوعاتو له کبله خوښاوه، ون ګوګ ته يې خپل ژوند وریاداوه او له ژوند سره په یوه لاره تګ کې يې ورسره مرسته کوله. د ۱۸۸۳ د مارچ پر دېرشمه، ون ګوګ د زېږېدو ورځ په یوازیتوب تېره کړه او د هوګو د تبعید شویو داستان يې ولوست. هغه ولیکل: «کله کله مې زړه ته نه لوېږي، چې دېرش کلن یم. کله چې مې پېژندګلو ما بې کسه سړی بولي، ځان راته بوډا وښکارېږي. ښايي همداسې وي.» کله چې د پاریس نوترادم ته لاړ، ون ګوګ ځان د هوګو ملاکړوپی او مطرود ګازمیدو کرکټر وباله.

خو ون ګوګ که په هغو ناولونو کې چې لوستل يې، شخصي تسلي او انګېزه موندله، هنري الهام يې هم ترې اخیست. ون ګوګ په سېنت رېمي پالنځي کې د بستري کېدو پر مهال، له ستورو د ډکې شپې نقاشي د زولا، داودت، لوتي او په ځانګړې توګه د ماوپسان کتابونه چې د خپل کټ تر څنګ يې اېښي و، ولیده. ماوپسان په «Bel – Ami» کې لیکلي: «په شور او شوق له شپې سره مینه کوم. هماغه شان چې یو ځوک له خپل وطن او مینې سره مینه کوي، په زیاتې، غریزي او ناماتېدونکې مینې… او ستوري! پاس ها ستوري، ناپېژانده ستوري چې په تصادفي توګه غورځي او عجیبې څېرې رسموي. [دا ستوري] سړی خیال او ژورو ته بولي.»

زولا په «Une page d’amour» کې د دوبي د شپې اسمان داسې انځوروي: «غبار او لړې ځلانده ستوري تقریباً پيکه کړي… د دغو زرګونو ستورو تر شا، زر نور راښکاره کېدل او په دې توګه بې دمې او د اسمان تر لایتناهي. اسمان یوه غوټۍ وه، باران نمجنې سپرغۍ، بې شمېره نړۍ د جواهراتو په ارام اور ځلېدې. مېلکي وې (Milky Way) لا له پخوا سپینېده او کوچني لمرونه یوې خوا بلې خوا تلل. دومره لرې او بې شمېره لکه نوراني امېل چې له اسمانه چاپېر وي.»

ون ګوګ د شخصي بوختیاوو او هنري محاسباتو، خلاقې مینې، د خوښې نقاشۍ او ناولونو له لارې د هنر نوي ډول ته ځان رساوه. د هغه لیکونه پر ځان د داسې ناباوري کس له ویناوو ډک دي، چې کله به یې ځان د نوې دنیا پر غاړه او کله به یې د بدن د اوږده غړي په پای کې لیده. هغه پر زولا دومره استناد نه شوای کوی، چې شکونه له منځه یوسي. وېنسنت په ۱۸۸۵ کې «تیو» ته ولیکل: «زولا پنځوي، خو څیزونه ته هېنداره نه ږدي. هغه په عظیمه توګه پنځول کوي؛ خو پنځوي يې، شاعرانه کوي يې.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب