پنجشنبه, جنوري 20, 2022
Home+په دې ورځ برژنیف ومړ

په دې ورځ برژنیف ومړ

تاند- له نن څخه ۳۹ کاله پخوا د ۱۹۸۲ د نوومبر په ۱۰ مه د شوروي اتحاد مشر لیونید برژنیف د ۷۵ کلونو په عمر په مسکو کې مړ شو.

برژنیف د ۱۹۰۶ د دسمبر په ۱۹ مه د شوروي اتحاد د اوکراین جمهوریت د دنیپرودزیرژینسک ولایت په کامیانسکه ښارګي کې زېږېدلی، له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۶۴ پورې د شوروي اتحاد د اوکراین جمهوریت دولتمشر و او له ۱۹۷۷ څخه تر مړینې یعني ۱۹۸۲ پوري د شوروي اتحاد مشر پاتې شوی دی.

برژنیف سربېره پر دې چې د دولت ريیس و، هممهاله د شوروي اتحاد صدراعظم او د کمونیست ګوند عمومي منشي هم و.

د برژنیف د واکمنۍ په دوره کې نسبي ازادۍ چې د خروشچیف په حکومت کې خلکو ته ورکړل شوې وې، بېرته واخیستل شوې. خروشچیف هڅه کوله چې د ستالین د وخت زورزیاتي پای ته ورسېږي خو برژنیف دا بهیر بېرته ودراوه. که څه هم د ستالین په شان یې بشري ضد جنایتونه ونه کړل.

د برژنیف د واکمنۍ پر مهال شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ. د شوروي اتحاد یرغل له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۹۲ پورې دوام وکړ. پر افغانستان د برژنیف د واکمنۍ په موده کې یرغل، چې د ده له مړینې وروسته ګورباچیف تېروتنه وبلله، د ګڼو شنونکو په باور د شوروي اتحاد د دړې وړې کېدو یو عامل و.

شوروي اتحاد پر افغانستان د یرغل په مهال ادعا وکړه چې د افغانستان د حکومت په بلنه یې دغه هیواد ته محدود شمېر پوځیان لېږلي دي. خو دغو پوځیانو د یرغل په لومړي ماښام د افغانستان د هماغه وخت ولسمشر حفیظ الله امین په خپله ماڼۍ کې وواژه.

د خلق د دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې مشر ببرک کارمل چې، د شوروي اتحاد تر یرغل مخکې لا په سلواکیا کې روسانو پټ ساتلی و، د جدي په شپږمه له شوروي پوځونو سره یو ځای افغانستان ته بیرته راوستل شو او سیاسي قدرت یې په خپل لاس کې ونیو. ببرک کامل مخکې تر دې چې کابل ته راوستل شي، د مسکو او تاشکند له راډیوګانو د امین حکومت پای ته رسېدلی اعلان کړ او ویې ویل چې د «شوروی محدود پوځي قطعات» د «افغانستان د حکومت» په بلنه دې هیواد ته راغلي دي.

د تاریخ لیکونکو په وینا امین د تاج بیک په ماڼۍ کې د رسمي اشغال څخه لا مخکې د شوروی د کوماندو له خوا وژل شوی و.

د هغو محرمو اسنادو له مخې چې د پخواني شوروي اتحاد له ارشیف څخه لاس ته راغلي روښانه کیږي چې د هغه وخت سیاسي او پوځي مشرانو د افغانستان پوځي اشغال د «شوروی اتحاد یوه تاریخی اشتباه او غمیزه» بللې ده.

ډیری څارونکي وایي چې دغه یرغل د شوروي اتحاد په دننه کې هغه یو تباه کونکی طوفان په خوځښت راووست چې په نهایت کې یې د شوروي امپراتورۍ د ړنګیدو بهیر ګړندی کړ.

د شوروي د ارشیف اسناد ښیې چې د دغه هیواد مشرۍ دیره لیوالتیا نه درلوده چې افغانستان ته ډیر زیات سرتیري واستوي. خو د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند مشرانو په دې اړه زیات ټینګار درلود.

د اسنادو له مخی کرملین اندیښنه لرله چې له «حفیظ الله امین څخه به دوهم انور السادات جوړ شي، نو د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د سیاسی بیرو یوې کوچنۍ کړۍ پر افغانستان د یرغل پرېکړه وکړه.

د سور پوځ طلسم مات شو

له پوځي مداخلې څخه وروسته ډیر ژر شوروي پوځونو ته معلومه شوه چې هغوی په افغانستان کې هغه ماموریت ته سم چمتو شوي نه دي چې دوی ته یې امر شوی و. د ماموریت لومړۍ برخه چې د ښارونو او سترو تاسیساتو ساتنه وه، ډیر ژر په مخامخ او جبهه یي جګړې بدله شوه. د شوروي احتیاطي سرتیري چې د مداخلې لومړي ټولي دیر ژر بیرته وایستل شول او پر ځای یی بشپړ جنګی قطعات واستول شول چې د افغانستان له منظمو قطعاتو سره د یاغیانو پر ضد وجنګیږي. مقابل لوري «افغان مقاومت» د چریکي جګړې لاره ونیوله. په عین وخت کې د افغانستان له پوځ څخه د سرتیرو تیښتو پر « افغان ملګرو» باندی د شوروي د پوځيانو بې اعتمادی زیاته کړه. شوروي ځواکونو ډیری وخت د جګړی په ډګر کې د یوازیتوب او پردیتوب احساس کاوه.

له بلې خوا د شوروي پوځونه د عمل په ډګر کې د خپل رسمي ماموریت خلاف حقایقو سره مخامخ شول. هغوی ته وویل شوي وو چې افغانستان ته په دې هدف استول شوي چې د اشرارو له حملو څخه ملکي وګړي وساتي. خو په عمل کې هغوی ډیری وخت له ځایي ولسي وګړو سره مخامخ شول. روسانو هم ملکې کسان له دې ویرې چې کواکي هغوی اشرار دي ووژل.

پوځي کارپوهان وایي چې هغه وخت د شوروي د سور پوځ نوم او شهرت ډیر اوچت و خو په هغو وسلو سمبال نه ول چې د چریکي حملو مخه ونیسي. هغوی په سترو عملیاتو کی ډیرې مرګ ژوبلې وزغملې او روحیه یې کمزورې شوه.

د شوروي اتحاد وروستي ولسمشر، میخایل ګوربه چوف، د خپل هیواد د پوځونو جګړه د هندوکش د غرو په لمن کې د «ناسور ټپ» وګاڼه او پریکړه یې وکړه چې د « ټپ» د درملنی لپاره لاره پیدا کړي. هغه د 1989 کال د فبروری په میاشت کې خپل پوځونه له افغانستان څخه وایستل.

د افغانستان جګړې د شوروي اتحاد په کورني سیاست باندی سخته اغیزه وکړه. ویل کیږي چې دې جګړې د شوروي د کمونست ګوند د واکمنۍ په غیر قانوني کولو کې مهم نقش درلود. د شوروی پوځ په دې نامه چې د «تیري کوونکي» نوم پرې کیښودل شو، خپل معنویات له لاسه ورکړل. د شوروی مشهور ناراضي او د بشری حقونو مبارز، اندرې سخاروف، په ښکاره توګه په افغانستان کې د شوروی پوځونو جنایات وغندل.

د افغانو لپاره غمیزه

ډیری افغانان د پخواني شوروي د قواوو راتګ د افغانانو د بدبختیو پيلامه بولي. له دغه یرغل سره د افغانستان جګړې نړیوال اړخونه پیدا کړل. افغانستان د لویدیځ او ختیځ تر منځ د سړې جګړې په اور بدل شو. هغه اور چې د افغانستان ټولنیز او سیاسي جوړښتونه یې په خپلو لمبو وسوځول.

که څه هم د شورویانو د پوځي مداخلې په هکله د افغانستان د سیاسي کړیو ترمنځ د نظریووالی ډېئر نه شته، خو په یو ټکي کې ټول سره یو دي او هغه دا دی چې دې یرغل افغانان سره دوه ټوټې کړل او په اور کې یوازي «افغانستان او افغانان» لولپه شول چې تر نن ورځي پورې لږ تر لږه هغه افغانستان بیرته نه دی جوړ شوی چې د ثور د کودتا او د شوروي د پوځي مداخلې څخه مخکی و.

3 COMMENTS

  1. د شوروي اتحاد USSR پوځي مداخله / یرغل عملا د ‍۱۹۷۹ نه تر ۱۹۸۹ پورې و. په ۸۹ کې روسان ووتل، خو تاسې لیکلي دي چې پوځي یرغل تر ۱۹۹۲ کال دوام وکړ.
    د ۱۹۸۹ نه بیا د روسانو له وتلو وروسته د ډاکټر نجیب الله حکومت دوام وکړ، چې په ۱۹۹۲ کې سقوط شو.
    د ۱۹۹۲ نه بیا تر ۱۹۹۴ پورې مجاهدینو دوره وه، چې ټوله د بدبختۍ او کورنۍ جګړې موده وه.
    د ۱۹۹۴ کال په مني کې طالبان د ملاعمر په مشرۍ راپورته شول، نیژدې دوه کاله جګړه روانه وه، چې طالبانو په ۱۹۹۶ کې کابل ونیو.
    د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې طالبان په واک کې و.
    د ۲۰۰۱ د اکتوبر نه تر ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۳۱ امریکا په افغانستان کې پوځي حضور و، پای ته ورسید، او د همدغې نیټې څخه وروسته بیا تر ننه د طالبانو واک دی.

  2. برژنف پس از کودتا علیه نیکیتا خروشچف در 14 اکتبر 1964 قدرت را به دست
    گرفت و از آن زمان تا 10 نوامبر 1982 به عنوان دبیرکل بخش کومونیست کار کرد.
    ((یا به عبارتی دیگرمنحیث فرد شماره اول و رهبر روسیه))
    این تاریخ که در مورد برژنف نوشته شده است فکر میکنم صحیح نیست(( ۱۹۷۷ څخه تر مړینې یعني ۱۹۸۲ پوري د شوروي اتحاد مشر پاتې شوی دی.)
    Abdul kabir kakar

  3. سلامونه،
    دملیونونو افغانانو که له هرې خوا ول ، د وژل کیدلو ؛ د افغان آبادیو تباه کولو، د خاورې بېحاصله ګرځولو ( په بموریو ، ماینونو او…) او په ملیونهاوو بیکوره او آواره کیدلو مسوءلین څوک دي؟ او څوک ېې باید تاوانونه ورکړي؟
    کمونیستانو خو ټول انسانیت ته کور،کالي ډوډۍ شعار ورکاوو ،نو بیا د بیګناه انسانانو وینې تویول ولې؟
    مجاهدین صاحبانو خو فی سبیل الله ،الله اکبر ناره ې تکبیر ویلې !! خو بیا في سبیل مقام، دارايي او پیسو ېې خپلو کې مسلمانان ووژل چې لا تر اوسه ېې د اسلام دشمنان په یو او بل په اصطلاح تروریستي!!! ګروپونو جنګوي او ګټه ېې اسراییل وړي!
    او دا بل امریکايي کاوبایان د ډیموکراسۍ، د شځو او بشر حقونو او شنو او ژېړو ډالرو په ښودلو همهاغه کمونیستانو او ګوډاګیانو سره د تش په نام م.م. او جهاني بینک او ویټو میتوو په درواغو سره ولسونه د فقر د اندازې نه لاندې کندو ته ټیل وهي او د دروغو وايي(وي ټرست ان ګاډ!). په حقیقت کې دا ډانګه یان په ګولډ ایمان لري او ژر ده چې لکه پخوانۍ روسيې وشړېږي لکه څنګه چې د افغان شهیدانو وشرموله دا آم ریکهه!
    – یو ټکي ته پام وي چې پخواني کمونیستان او علاقه مندان ېې بیرته په شانګهای کې ولادیمیر سوي
    -او اروپايي اتحادیه کوښښ کوي د امریکې او ابلیس انګلیس لا شر او فساداتو ځانونه وژغوري..
    -پاتې شول مسلمانان او بیطرفان ، …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب