جمعه, جنوري 21, 2022
Home+ژبه غني- معیاري کول، نوښت او نیولوجیزم

ژبه غني- معیاري کول، نوښت او نیولوجیزم

 ډاکتر ماخان مېږی شینواری

موږ د پښتنو او پښتو پوهانو څخه ډېر وخت اورو، چې:

 ژبه غني کول، په ژبه کې نوښت، ژبه معیاري کول، نیولوجیزم، دا نو څه دي؟

موږ دا  او په داسې نور وییونو، چې موږ ورسره مخامخ کیږو، څه وایو؟

ما چې په دې هکله هرڅومره سوچ ګړی او فکر په کې کوم، نو ماته دا ټولې کلیمي تر یوې پولې پورې یو د بل سره – په پښتو کې – همغه یو ډول کړنیز څه برېښي او دا د ژبې غني کول دي.

دا لیکنه په څو برخو وېښو:

لومړی: ژبه غني کول

د ژبې غني کول په دې پرېپوهېدنه هم دي، چې د خپلې ژبې ساتل او له دې امله دا په دوه برخو  وېشو:

لومړی ۱ : خپله ژبه ساتل

لومړی ۲ : ژبه غنې کول

لومړي ۱ ته:  خپله ژبه پوره کول او ویونه له ورکېدلو ساتل دا دې لومړۍ هڅې وي.

که د یوې ژبې پیداېښتي ویونه په ښونځي او پوهنتون او همداسې نورو پوهنیزو لیکنو کې له پامه او همداسې له لیکنو غورځېدلی شي یا وغورځیږي، نو دا د وخت په تېرېدو سره بیا په ژبه کې د کارونې ورکیږي، داپه دې پرېپوهېدنه، چې ورکیږي، نو باید څنګه خپله ژبه، داپه دې پرېپوهېدنې، چې د ژبې له پیدا راته راکړ شوي وییونه څنګه و ساتو؟

ژبې له پیداېښته د اړتیاو سره سم پوره پیدا دي. د اړتیاو د زیاتېدو او د هغې لپاره د څه بللو نه لرلو لپاره سړی بیا دا وییونه له بلې ژبې رانیسي او یا یې د خپلې ژبې په ګډوله ویونو پوره کوي، د ویي د خوي ساتنې سره.

پوهنیز ویونه د پوهنې د ودې سره منځ ته راځي. ډېر نومونه، چې په پوهنه کې نوي راځي، هغې ته د یوه انډول نوم ځای په ځای کوي او دا په هره ژبه کې شته.

لومړي ۲ ته: ژبه غني کول: ژبه غني کول په دې پرېپوهېدلو  نه دي، چې خپل وییونه دې د نورو ژبو وییونو لپاره پرېږدو. د موږ پښتانه پوهان او ژبپوهان هم تر یوې کچې داکار کوي او وایي، چې دلته یا هلته او په ځانګړي ډول په پوهنو کې دا دا یا هغه پردی ویي وي، ځکه چې داژبه غني کوي.هو ژبه به غني کوي ، خو په خپلو ویونو یې غریبه کوي هم. دانن د نومبر ۴ ۲۰۲۱ ز ک مې ولوستل ،چې د موږ پوهان یې لیکي: ،، .. زموږ سترګې یې د اضطراب او اضطرار د نوسان په وړاندې..،،.

د ما په اند دا د ژبې غني کول یا معیاري کول نه دي، دا د ژبې – دا په ډېره بخښنه لیکم – دا د ژبې توهین او د پښتو له منځه وړل دي، دا لیکونکی خو داسې انګېري، چې نو دا نور ولې باید پرېبوه نه شي او یا د ده او د دې نورو په منځ کې خو دې څه توپير هم وي، چې دی څه لیکي، دا نور پرې نه پوهیږي او که پرې پوه شي، نو بیا د دوي په منځ کې توپیر څه؟ ( بیا هم په بخښنه).

— د هېڅ ژبې پوهنیز نومونه د هغې ژبې له پیداېښته نه دي، خو دوي یې د ورته څه نوم ايښولی یا همهغسې بلل لکه ځمکغونډوسکه، چې عرب یې ښایي هم کرتّ الارض(؟) وبولي. موږ ته نو ولې دا کره، چې غونډوسکه لرو یوه د ژبې بډایېنه وبرېښي؟ دا خو د ژبې بډایېنه نه ده، دا دموږ په خپله ژبه نه برلاسي کېدنه ده او یا ورته په درنه سترګه نه کتل دي. چې خپله غونډوسکه راته د پوهنیز څه یا له نوم څخه لرې وبرېښېده، نو په خټه کې له پوهنې څخه لرې یو، که نه هغه پیداېښتي څه چې لرو، باید په درنښت ورته وګورو. راځۍ، چې دا مثلث وګورو، چې دا عربي باندې یې څومره پوهېږو.

زه دومره پوهېږم، چې دا له ثلاثه، ثلث او یا … نه پوهېږم څه څخه منځ ته راغلی نوم دی او داسې پېژند کړی شي ولري: هغه هواوره، چې درې کرښو رابنده وي، ملث بلل کیږي یا … چې له درې کرښو رابنده او درې زاویې ولري او یا…… مثلث بلل کیږي.

دې ته په پښتو سم نوم درېګوډۍ ده. ولې ښځینه نوم؟ ځکه هواره ده او څېره، نو ښځینه نوم.

دلته په دې نوم سملاسي پوهېږو، بې له پېژند، چې داسې یا هغسې.څېره چې درې ګوډونه ولري ، درې ګوډۍ بلل کیږي او همداسې څلورګوډۍ او …

ولې ګوډ؟

یوه ژبپوه راته وویل چې ګوډ  خو موږ هغه چا ته وایو، چې ګوډ ځي، نو د ماځواب هم سملاسي وو او ورته ومې ویل، چې پښه یې ګوډ جوړوي، چې ګوډ دی.

موږ په پښتو کې لکه الماني کې هم کونج لرو او هم ګوډ، چې ګوډ یې دباندنی او کونج یې دننني دي.

تاسو نو پرېکړه وکړۍ، چې کوم به ښه پوهوړ او ساده وي، خو د عالمانو له لید او انده لرې دی، ځکه د پښتو دی او داسې پوهنیز ورته نه برېښي.

تراوسه مو چې دا کار نه دی کړی، نه پرېپوهېدو او پوهنه مو هم په پښتو نه وه، خو اوس چې په یو څه پوهېږو او پیل مو کړی، چې پښتو پوهنیزه شي، نو پښتو لرلي ویونه د بلې ژبې د وییونو لپاره باید د له منځه تللو مخه یې ونیول شي.

دلته د ژبې هغه پیداېښتي بډایېنه خوندي پاتېږي.

نوره  ژبه بډایې کونه، نو بیاڅه دي؟

دویم: په ژبه کې نوښت: دموږ ژبه تراوسه پورې هغه بنسټیز ویونه  په بردیو ژبو لري، دا په دې پرېپوهېدنه، چې موږ تر اوسه پورې لا پوهنه نه ده په پښتو کړې، ڼو دنوښت سره به یې څنګه سراو کار ولرو.

زه پخپله نه پوهېږم، چې د ژبې نوښت به نو څه وي؟

ژبه مو پوره ده، ژبه کې باید خپلو وییونو ته ځای ورکړو، له دې سره، چې خپل ویونه ولیکو، چې شونتیا په حالت کې، دا به مو د ژبې نوي کول وي.

لنډ: د ژبې نوښت کوم څه ځان پسې نه لري، موږ چې د خپلې ژبې پیداېښتي ویونه وساتو، دا پوره کار دی.

دریم: ژبه معیاري – یا ستاندارد کونه، نو څه؟

د موږ ژبپوهان او لیکوالان د ژبې د سوچه کولو لپاره معیار ته کچه لیکي، چې ډېره ناسمه ده. دا یو له هغو ویینو دی، چې همدا معیار یا ستاندارد یې ولیکو، دا د ژبې غني کونه ده.

ستاندار یا معیار یو اوږد تاریخ لري، چې زه په هغې نه غږېږم، خو دا هم د انسانانو د اړتیا سره سم د انسانانو لخوا منځ ته راوړل شوی دی، چې ګومان مې دی، په نیولجیزم کې رتلی شي.

د کورونو معیار څه شی دی؟

یو څوک ، چې ډېر کورونه جوړوي، نو د هغو کورونو لپارهدوی یو څه یا یو کور جوړوي، دا بیا د ستاندار یا معیار په موخه دی او نور یې بیا په همهغه ډول وي، لویوال، کونجونه او هر څه یې اړوند وي. د ژبې ستاندارد یا معیار یا معیاري ژبه هغه ده چې له کلیوالي خبرو راووځي، ښوونځې ته ننوځي او همداسې د لیک لوست ژبه شي، چې د ژبې ټول ویونکي یې بیا سره په همهغه ډول کاروي. دلته د هغو ژبو ویونکي ویونکي، نور په رسمیاتو، ښونځې او نورو غونډو کې کارول کیږي. د کلیوالي ژبو ستاندارد هم شته، چې په هالنډي او الماني، چې سره نږدې دي، دا رامڼخ ته کیږي، خو موږ په هغو نه غږېږو.

بل د ژبې معیاري کول، د ژبې د ویونو کتابونه جوړول او ګرامر ته یې پوره پام کول او د ګرامر پوره کول دي.

اوس نو د ژبې ستاندار یا معیار په دې پرېپوهېدنه، چې ژبه ټولیزه شي، دا بیا په دې پرېپوهېدنه، چې د ټولو کلیوالي خبرو ویونکي همدا ومني.

یادونه: موږ کله، کله هڅېږو، چې دا کلیوالي خبرې مو له منځه یوسو، یا په ځانګړې توګه هغه د لیکلوست خاوندان، خو د یوې ټولنې لپاره ا هم غوره ده، چې د هر کلیوالو خبرو خلک هغه خپله کلیوالي ویېنه وساتي، دا یو ځانله خوند لري او دا خوند د ټولنې د وګړو څخه باید له منځه لاړ نه شي.

څلورم – نیولوجیزم: په دې هکله مې یوه لیکنه کړې، دلته نه پرې غږېږم، خو دا سې لږ پام به ورته ستاسو راګرځوم.

د نیو لوجیزم یوه بېلګه به تاسو ته له انګرېزي ، چې ما له الماني رانیولې ، تاسو سره ګډه کړم:

دلته  د ژبې یوه ريښه ده، چې اېنفورماتیک ورته وایي. موږ یې په افغانستان کې د کمپیوترپوهنې لاندې ګومان کوم، لولو یا پوهیږو، خو دا اینفوارتیک ډېر ه غزېدلې او ستونځمنه  پوهنريښه.

انفورماتیک له دوه کلمو جوړ دی: اېنفورماڅیون یا اېنفورمېشن او ماتماتیک. داسې نور ډېر نومونه شته.

زه به یو ډېر ورځنی نوم راو اخلم او اندم، چې دا نیلوجیزم دی، لکه غوبلموږی، چې له غوبل او موږي څخه جوړ دی. دا له پیداېښته منځ ته نه دی راغلی، دا د انسانانو د اړتیا سرهمنځ ته راغلی. نورو ته یې تاسو فکر وکړۍ.

نیولوجېزم ته هغه وخت اړتیاپېښیږي، چې ته یو څه نوي منځ ته راوړي او نوم ورته نه وي او هغې ته بیا نوم پیدا کوې. دا موږ کړی شو، چې له پرمختللو ژبو موږ هم د نیولوجیزم په توګه لاس ته راوړو. زه به یې بیا یوه یا څو بېلګې راوړم. څه وخت د مخه پورې د کوچنیانو او اوس د لویانو لپاه هم یوه اله شته، چې دوه ګاډیله یا څبرخونهلري، چې په ةنخ کې یې یوه تخته او د لاسو نیولو څه دي. سړی په د هغه د لاسون- که لارښودی( لارسمونی یا سمونې یې بولې) دی هغه نیسي، پهدې تخته پښې ږدي او هغه ځغلي. دې تهپه الماني   Laufrad وایې، چې د ځغاستې او څرخونو جوړ دی، چې په پښتو یې انډول خغاستڅرخه ده. دا له ځغاستې او څروخونو جوړه اله ده، چې د ما په اند نیو لوجېزم دی.

دا دې یوه ننوتنه وي، کېدی شي وړاندیزونه وشي او داسې ورځنۍ موضوعګاني هم معیاري کړی شو.

موږ پهژبه کې خورا ډېرې ستونځې لرو، خو هغه ساده یې لومړی باید د څېړنې او پوره کونې لاندې ونیسو.

په پای کې داسې لږ لنډ د ژبو له تاریخ څخه:

انساني ژبې لږ ترلږه سلزره کاله د مخه وده کړې. دا چې لسزره کاله د مخه انسانانو پیل وکړ چې کلي یا بانډې جوړې کړي، اړیینه وه، چې په ژبه کار وکړي او جوړښت یې واړوي، دښه پوهېدلو له امله دا کار پیداېښتي اړیین وو. د ودې سره سم دا وده  پوره پېچلې او ویينتوانمنده شوه یا د ویېنئ لپاره ځواکمنه شوه. 14.11.2019

داسې ګومان کیږي، چې مودرن انسان(Homo sapiens) توانمند وو، چې خبرې وکړي. انسان د نن وسبا ته په خبرو پیل نه دۍ کړی.

ژبو څنګه وده وکړه؟

نن په نړۍ کې له ۶۰۰۰ زیاتو ژبو باندې خبرې کیږي. د ځنو پوهانو له انده ډا ټولې زبې له یوې ژبې څخ سرچینه اخستې یا سرچينه یې یوه ژبه ده. لېمان  Lehmann وایي:،، دا روانې تیوري له مخې پخوانی انسان له افریقا خورژېدلی… ټولې ژبې له دې امله ځای اړونده دیالکتونه وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب