جمعه, جنوري 28, 2022
Home+زه او مخابرات؛ د مدبر او نوموتي وزیر کتاب

زه او مخابرات؛ د مدبر او نوموتي وزیر کتاب

عبدالرشید سعادت

       که موږ د هر نوم وتي کس د ژوند پس منظر ته تم شو؛ نو دا به راته په ډاګه شي چې له کړاوونو او مشکلاتو ډک ژوند یې تېر کړی دی، ډېرې لوړې او ژورې یې لیدلي دي، یا د هر نوم وتي کس تر شا د کوم چا لاس وي چې دی یې تر دې ځایه رارسولی دی.

 په ټوله کې د بریالي انسان استعداد د ماشومتوب په دوره کې کورنۍ، ملګرو او ښوونکو ته معلومېږي. یو ډول نبوغ ورسره وي په هر کار کې به دی له نورو ترمخ وي.

    نن سبا چې موږ د برق له رڼا څخه برخه من یو نو دا د یوې مور له برکته. د برق مخترع ډېر ټمبل زده کوونکی دی، په ښوونځي کې ښوونکی لیک ورکوي او په کې لیکي چې ته ټمبل زده کوونکی یې بیا زموږ ښوونځي ته رانه شې هغه دغه لیک وړي خپلې مور ته یې ورکوي، کله چې یې مور دغه لیک وګوري؛ نو له سترګو یې اوښکې په بهیدو شي، زوی یې ورته وایي ولې ژاړې مورجانې؟

 مور یې ورته نه وایي چې زویه ته ټمبل یې، بلکې ورته وایي چې ته ډېر لایقه یې په دې ښوونځي کې استادان تا ته درس نه شي درکولی، ښوونکو ویلي چې زوی مو یوه بل ښوونځي ته تبدیل کړئ، د برق مخترع هڅول کېږي تر دې چې پر انسانانو باندې د برق رڼا ولوروي.

     همدا شان د یوې مور هڅو او د پلار مینې پر افغاني ټولنه باندې د معلوماتي ټکنالوژۍ پرمختګ او د موبایل خدمتونه ولورول، یوه مور چې ټول کال یوه یوه روپۍ ټولوي د کال تر پایه دوه سوه یا دوه نیم سوه روپۍ کېږي خپل ځان لپاره هېڅ هم پرې نه اخلي ساتي یې تر څو چې زوی یې راشي او د بېرته تګ په وخت کې یې ورکړي.

    پلار یې نه غواړي چې زوی یې دده او نورو کلیوالو په څېر تر شپږم ټولګي پورې زده کړې وکړي او بیا د کرکیلې کارونو ته ستون شي، هغه د خپله زوی او هېواد د راتلونکې سره مینه لري یوه شپه او ورځ پلی مزل کوي تر څو خپله زوی په متواسطه ښوونځي کې داخل کړي.

       دا کس خپله مور او پلار، کلی او ملګري هېروي پر ځان د هر ډول اړونو تېرول  ورته اسان دي خو د زده کړو پرېښودل نه، پر ځان هر ډول ستونزې او ربړونه تېروي خو خپل راتلونکی روښانه کوي، دا کس پلی او په لوړو لاریو کې مزل کوي د لېسې دورې ته کابل ته راځي او د لوړو زده کړو لپاره په هغې وخت کې لندن ته ځي، دی غواړي چې ماسټري هم وکړي خو سکالرشیپ یې د لېسانس دورې وي او بېرته خپل هېواد ته راستنېږي، د معلوماتي تکنالوژۍ په انسټیټیوټ کې استاد پاتې کېږي، مدیریت کوي. کله چې د افغانستان پر مقدسه لمن سرې لښکرې پښې ږدي دی هم هېواد پرېښودو ته اړ کېږي، په بل هېواد کې خپل ژوند پیلوي هغوی یې استعداد درک کوي او په اړوند مسلک کې دنده ورکوي، تر دې چې ډېر مخابراتي شرکتونه جوړوي او د لوړ عاید لامل ګرځي.

    یو ځل بیا په هېواد کې تحولات راځي او دی هم په هند کې له لوړو امتیازاتو سره خپله دنده پرېږدي، د خپل هېواد او هېوادوالو سره د لېونۍ مینې په درلودلو په یو ګډ وډ حالت کې ارام ژوند پرېږدي او خپل هېواد ته ستنېږي، لومړی د وزارت ارشد سلاکار او بیا وزیر کېږي دوه کاله مشاور او لس کاله وزیر پاتې شي، خو دا ټول د خپلې وړتیا او کاري تجربې پر بنسټ، ځکه دی نه ګوندي سابقه لري، نه حزبي او سیاسي ملاتړ.

    د ده د وزارت په لس کلن مزل کې د یو داسې هېواد چې اوسیدونکي یې د اړیکو ټینګولو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته په میاشتو مزل کوي او په زرګونه پیسې مصرفوي، ګوټ ګوټ ته موبایل رسوي او د هېواد ځوان، سپین ږیری، ښځه او ماشوم موبایل ته لاس رسی پیدا کوي.

    د ده د وزارت په دوران کې فایبر نوري شبکه، ۳ جي، د اتصلات، ام ټي ان (اریبا)، سلام، افغان بیسیم او افغان ټیلي کام شرکتونه منځته راځي چې د فایبر، ۳ جي او سیکارتونو له شرکتو په میلیاردونو ډالر لاس ته راوړي او د هېواد په کلنۍ بودیجه کې د عاید له پلوه د لومړیو وزارتونو څخه حسابېږي.

    د یو بوخت وزیر په توګه ټول سفرونه یې د یوې پروژې پرانستل او پلي کول دي ډېرو هېوادونو ته یې سفرونه کړي په هر سفر کې افغانستان ته ډک لاس راستون شوی، د هېواد هر ولایت ته یې سفر کړی او هلته یې د موبایل خدمتونو پرانېستنه کړې، وروستی سفر یې د موبایل خدمتونو په برخه کې هېواد ته د جایزې راوړل وو.

   کله چې هېواد ته راستون شو پر ځای د دې چې وستایل شي د ملي یووالي حکومت په لومړۍ ورځ احضارېږي او د وزارت له مقام څخه یې ګوښه کوي. د دومره خدمت کولو او د یو وروسته پاتې افغانستان پر پرمختللي افغانستان بدلولو سره سره تورونه ورباندې لګول کېږي، څارنوالۍ ته معرفي کېږي، په رسنیو کې یې په اړه خبرونه خپرېږي او په جبر سره هېواد پرېښودو ته اړ کېږي، د هوایي ډګر په دروازه کې د عادي کس په څېر یې بکسونه پلټل کېږي او په ډېرې ناهیلۍ سره له هېواده ووځي؛ خو بیا هم خپل هېواد او هېوادوالو ته د خدمت کولو فکر لري غواړي چې نور خدمت هم وکړي.

 په دې شپو ورځو کې یې یو بل تل پاتې خدمت د یو داسې کتاب لیکل وو، چې د ده ټول ژوند یې په بر کې نیولی له زوه کړې تر وزارته، په دې منځ کې چې څومره پېښې پېښې شوي هغه ټولې یې په کې ذکر کړي، په اتلس څپرکو کې یې بشپړ کړی، په مستنده توګه یې ټولې پېښې سره د انځورونو ذکر کړي، ټول کارونه یې په ریښتیني ډول کړي او د سند په توګه یې انځورونه ورته راوړي دي.

     تر ټولو ښه ښېګڼه یې په دې کې ده چې پر دواړو ژبو پښتو او پارسي باندې یې لیکلی زه او مخابرات/ من ومخابرات بله ښېګڼه یې دا ده چې په روانه ژبه لیکل شوی، تسلسل لري، هر څپرکی یې د تکنالوژي اړوند ښه معلومات وړاندې کوي او د یو ریښتیني لیکوال په توګه یې خپل وجیبه چې په لیکوالۍ ریښتینولي ده ادا کړې ده.

       کومه پېښه چې په کوم ډول پېښه شوې په ښکاره یې بیان کړې، له هېچا یې سترګه سوې نه ده او نه یې د غوړه مالۍ لپاره پټه کړې ده، لکه: په کتاب کې یو ځای راغلي، چې: د ولسمشر معاون ښاغلي احمدضیاءمسعود یو تړون د زور او جبر په واسطه د هغه په مشاور حسام باندې لاسلیک کوي، کله چې سنګین صیب بېرته راشي؟ نو دا تړون فسخه کوي، مسعود هم عقده ورسره نیسي او کرزي صیب ته یې په اړه ډېرې خبرې کوي، یوه ورځ سنګین صیب هم وي او مسعود صیب هم کرزي صاحب په مخ کې د دې تړون پړه د مسعود صاحب په غاړه وراچوي او کرزی صاحب یې مني.

      دې ته ورته ډېرې نورې پېښې هم شته چې په اړه یې په ښکاره وضاحت ورکړی. ددې کتاب مبارکي لومړی د هېواد بریالي او نوم وتي وزیر انجینر امیرزي سنګین، د معلوماتي تکنالوژۍ مسلکیانو او د افغانستان ټول ولس ته وړاندې کوم په دې هیله چې هرڅوک دا کتاب ولولي او یو څه ترې زده کړي.

    زه باوري یم چې د ژمنو او خادمو سیاستوالو او مدیرانو دا ډول کتابونه هم د اړوندو ادارو تېر کاري بهیر خلکو ته روښانه کوي او هم د ادارو راتلونکو مسوولینو ته د یوه عملي او علمي لارښود په توګه فرهنګي ارزښت لري، تر ټولو بل مهم اړخ یې ژبې او علم ته خدمت کول دي.

۱۴۰۰، د لړم ۱۷مه

3 COMMENTS

  1. سلام
    له کومې کړکۍ یې راپيژنی:
    ښا غلی سعادت معلومیږی چې یا د مدبر په مانا نه پوهېږې او یا دمعلوماتی تکنا لوژی په تعریف.سنګین په فاسد نظام کې دوزارت په کچه د فساد ملګری وه او دفساددجوال خوله یې له غلو سره نیولې وه. که خپله غل نه وه نوکتلیست خو حتما وه.کتاب کې باید د مافیایی تاکتیک نه یادونه وکړی چې څنګه دې مقام ته ورسید دا دمعلو ماتی تکنالوژی ستر ټکې دی. یوځل مخکې تاند کې له تبصرو سره کمپاین شوی چې بیا څنګه راپیداشو؟
    افغانستان کې نن سبا دمعلوماتی تکنالوژی دومره ماهر کسان شته چې سنګین ورته پاو او چارک هم نه دی که نه خفه کېږې.

  2. // کله چې هېواد ته راستون شو پر ځای د دې چې وستایل شي د ملي یووالي حکومت په لومړۍ ورځ احضارېږي او د وزارت له مقام څخه یې ګوښه کوي.//

    سعادت جانه یابه زیات خوشباوره یي او یابه له پیښو ناخبره ستایني کوي دا څرنګ ممکنه ده چي یو وزیر دي له خارجه له بلا لاسته راوړنو سره راشي او بیادي هغه سمدستي برکناره شي؟؟
    یا زړګیه هغه خبره داوه چي د وزارت د دوو تنو لوړ پوړو کارمندانو له خوا زیات شمیر اسنادونه او ثبتۍ و ارګ ته پیښکش شوي وه… له سنګین صاب سره زیات احسان وشو چي پلچرخي ته حواله نه شو. ده پخپله عذر و زارۍ و کولي، سویډن سفارت یي واسطه کړ…..
    بله خبره داچي دا محترم سنګین خان خو په سویډن کښي یو عادي مامور و، نه يي نبوغ در لوده او نه بوغ هغه وخت په کرايي کورکښي اوسیده، که د سویډن هیواد د سفارت مداخله نه وای نه چا مشاور کاوه او نه وزیر کیده. سویډن هم لکه بعضي نور هیوادونه د خپلو اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو په خاطر خپل سړی را مخکي کړ….
    سنګین په کتاب کشي زیاته مبالغه کړی ده، دی وايي چي د کمونستانو د تربګنۍ د لاسه و غرب ته وتشتیده……
    خو کله چي وزیر شو د سلیمان لایق (تر ټولو غټ کمونست) په سفارش یي د هغه کمونست بچندر د خپل د فتر سکرتر و ټاکه. دا زوی مړی دوني افراتي وه چي سمدلاسه يي له سنګین څخه د مخابراتو بابا جوړ کئ، سنګین ته يي خوند ور کئ پسکاوڼ ته يي نور صلاحیت هم ور کړ، ګرد سره بدماش يي ورڅخه جوړ کئ. مخکي تر هغه په بي بي سي کي یو عادي کارمن و له صلاحیت څخه په ناوړه استفادي یي پر بلا مردارخورګیو برسیره یي د وزارت شایستوکي کارمنداني ید اخلاقۍ ته مجبورولي. سم دم د مخابراتو د وزارت ملالنډی يي له ځانه جوړ کړئ و، کله چي خبره د کرزي تر دفتره ورسیده، سنګین هغه ملالنډی ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کښي د تیشتي لاره جوړه کړه، زابلی صاب، د هغه وخت معینان او رئسان او همدارنګه د خرم صاب دفتر په دي ګردو مرداریو خبر دئ.
    شریف زاد صاب خورا سمه خبره کړي ده، سنګین د یوه مټکور فاسد نظام وزیر شو او ور سره په فساد کشي کښیوت. دی خو پریږده حتی سکرټر یي لا له شرکتونو بډی اخیستي.
    نو پر لوستونکو د ړندو ګومان کول شه کار نه دئ.
    وخت به راشي تاریخ به د هرچا د مخ آیینه شي.
    افغانستان په تیرو څلورو لسیزو کښي نه نابغه لري او نه متفکر، لاکن غله بې حده زیات لري!!!

  3. بدمرغه خلک یو -په هر چا بې ځایه ټاپې لګوو – دنورو په لیاقت رخه راځی – وږی سره مرسته نه کوو – په موړ مو‌ډوډی نه لوریږی – لنډ پاری حسود ُ دبل په کسر شان کې خپله ارتقا لټوو – که ټيټ وی ورته وایو (هغه ده پستوراغی ) اوکه ډیرجګ وی ( هغه ته کسه له آسمان نه ښوروا را کوزوی)ورکه وه يې ددو پیسو خلک نه یو. خپه هم نشی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب