جمعه, جنوري 28, 2022
Homeمقالېد کابل پوهنتون کیسه / شمس الحق حیران

د کابل پوهنتون کیسه / شمس الحق حیران

دا کابل پوهنتون دی! لارې یې اوس د محصلینو د زرګونو پلونو پر ځای د ساړه مني په ژېړو رژېدلیو پاڼو پوښلې دي. محصلین نشته، درسونه پاتې او د پوهنتون په هسکو ونو کې یوازې د مني کارغان کاغ، کاغ کوي. د پوهنتون خاموشه فضا، د صبر سپېرې ونې، په اوږده تشه لاره د وچو پاڼو لیکې او د پوهنځيو ګردوهلې ښيښې د زرګونو محصلینو د نامرادو هیلو کیسه کوي.

د پوهنتون د مرکزي کتابتون دروازې ته غټ کلپ اچول شوی او اوس پکې د پوهنتوني درسونو یا آفاقي مطالعې څرک نه لګېږي، په لیدو یې سړی احساس کوي چې دا به د څو لسیزو وړاندې یوه زړه فکرکده او د بحث، پوهې او تدبیر لرونکو کسانو د شننو او څېړنو یو زوړ مرکز و. د پوهنتون پر فضا مرغۍ د الوت اجازه لري؛ خو محصل یې پر ځمکه د ګام اېښودو اجازه نه لري؛ د ساړه مني د بادونو سپېره سېلۍ یې د ونو د تاندو څانګو ملاوې ماتوي؛ خو جاروکښ کاکاګان یې پر سړک او لارو د رالوېدلو ماتو څانګو او ژېړو پاڼو د پاکولو پر ځای اوس د ځان لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو په تکل د بل کار و کسب په موندلو پسې وتلي دي. پخوا به هر سهار وختي د پوهنتون زیارکښو جاروکښانو آن تر لمر څرک وړاندې د پوهنتون پر لارو سهارنۍ اوبه شیندلې وې او د څنګ ونو به یې ځانګړی وږم درلود؛ خو اوس یې لارې کوڅې بې صاحبه ښکاري او د کلي د داسې زړې لویې کلا ګومان به پرې وکړې چې اوسېدونکي یې ډېر پخوا ترې کډه شوي وي. 

دا کابل پوهنتون دی! استادان یې باید هره ورځ پوهنځۍ ته حاضر شي؛ خو درسي خونو ته به سر نه ورښکاروي؛ محصل او تدریس نشته؛ څېړنیز ورکشاپونه، د علمي انکشاف طرحې او د اکاډمیک اعتبار موندلو لپاره د پوهنځيو سیالي اوس خوب ښکاري. د سوال او ځواب ځای نشته، دې ته اړتیا هم نه لیدل کېږي چې د پوهنتون د استادانو او غایبو محصلینو اندېښنو، پوښتنو او ګروېږنو ته دې څوک ځواب ووايي. استاد که له هر څه تېر شي، د میاشتو میاشتو راهیسې د نه اخیستل شوي معاش درد هم له ذهنه وباسي او په وچ زور د خپل وږي ماشوم بچي د معصومې څېرې په هېرولو سره د درس ورکولو اراده وکړي؛ چا ته به درس ورکړي؟؟؟ د ده مکلفیت خو محصلینو ته تدریس او د علمي تجاربو لېږد دی؛ نو چې محصل یې نه وي؛ خاورې به تدریسي بهیر دوام ومومي! 

دا کابل پوهنتون دی! محصل نشته، ټولګي بند دي، کتاب نشته، څېړنو سرخوړلی او علمي انکشاف د سقوط پر کړنګ ولاړ دی. محصلین ټول د پوهنتون له تړلې دروازې بهر ایسار دي. هر ځای دي ځي؛ خو پوهنتون ته دې نه راځي. وخت دې په مزدورۍ، لوبو، چکرو، خوبونو او له تحصیلي بهیره لرې په نورو بوختیاو تېروي؛ خو د پوهنتون او پوهنځۍ نوم دې په خوله نه یادوي. د پوهنتون تګ خو محال برېښي؛ خو آن که یې د خپل تږي ذوق د خړوبولو لپاره د کوم نوي کتاب پېرلو خبره یاده کړه؛ پر وړاندې یې لومړی خنډ د دوی خپل نیمژواندی احساس او بې انګېزې عزم دی؛ تنکی ضمیر یې بیا بیا د ځان پوهولو هڅه کوي او فشار راوړي چې ولې یې لولې؟ چا ته یې لولې؟ څه به پرې وکړې؟ که یې ځان ته په دروغو د پرمختګ او ښو ورځو د راتلو ډاډ ورکړ هم؛ کورنۍ، پلار او وروڼه یې خوله خوله کړي او تر غوږ ورتېره کړي چې په مخکنیو اخیستل شوو کتابونو او چپترونو دې څه وکړل چې ته یې نوي نور رانیسي؟ که یې رانیسې په څه یې رانیسې؟ لومړی د سبا بېګا لپاره د یوې مړۍ غم وخوره چې لوږه دې ونه وژني د زده کړې او مطالعې پرېښودل دې هېڅکله نه وژني؟ ته اوس هم په کتاب پیسې ضایع کوې؟ ويښ یې که ویده؟! د محصل لالهاند فکر د وږې ګېډې غم پسې واخلي، د پوهنتون او زده کړو نامعلوم برخلیک، د کورنۍ اقتصادي او مالي بوج؛ د ذهني او امنیتي ناکراریو وېره، بې عدالتي او د داسې ټولنې تصور چې خلک پکې د لوړو زده کړو د حاصلولو له اړتیا پرته عالي کاري مدارجو، بستونو او لوړو مقامونو ته رسېږي؛ د نوموړي زړه بوټ مات کړي او بې ځوابه غلی پاتې شي. 

دا کابل پوهنتون دی! محصلینو او استادانو یې په ځلونو د نړۍ په کچه علمي، څېړنیزو او فکري سترو سیالیو کې لوړ مقامونه ګټلي او سلګونه استادانو یې د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو د ماسټرۍ او دکتورا په کچه د لوړو زده کړو ویاړونه راوړي دي؛ خو اوس د دې پر ځای چې پرمختللو هېوادونو ته د خپل هېواد او پوهنتون په استازولۍ د علمي سیالیو، کنفرانسونو او سیمینارونو لپاره په علمي سفر ولاړ شي؛ یا د ماسټرۍ او دکتورا په سکالرشيپونو بهر ته وخوځېږي؛ د خپل ځان او کورنۍ د خوندیتوب او روښانه راتلونکې د تأمین په موخه يې په مات زړه او اوښلنو ډکو سترګو دغو هېوادونو ته د قاچاقي تګ او مهاجرت لار نیولې ده. قاچاقیان او د قاچاق لارویان د دوی علمي مقام او روښانه فکر نه پېژني؛ تحصیلي او علمي هستي یې له لس روپو سره هم نه برابروي؛ هغوی ته یوازې پیسې مهمې دي پیسې!

دا کابل پوهنتون دی! دغه پوهنتون ته د لارموندنې لپاره هر کال په کانکور ازموینه کې د ښوونځيو د لس ګونو زره فارغو هلکانو او انجونو تر منځ سیالي کېږي، د غوره راتلونکې او زرغون ژوند په تکل هلکان او نجونې شپې په درسونو رڼوي او بالاخره تر ټولو مستعد سیالان یاد پوهنتون ته بریالي کېږي؛ له دې آدرسه د خپل ژوند، کورنۍ، هېواد او نړۍ د ودانولو له لوړو طرحو او برمیالو افکارو سره مل فارغېږي؛ خو اوس!!! اوس دا پوهنتون آن نشي کولی خپل اوسني محصلین وساتي، ویې روزي، د څېړنیزو افکارو پر بنیاد د لوړ الوت وزرې ورکړي؛ نو څنګه به وکولی شي چې د راتلونکي کال یا کلونو د ښوونځيو هیله منو هڅاندو فارغینو ته هرکلی ووايي؟ او تحصیلي خوبونه یې په حقیقت بدل کړي؟

دا کابل پوهنتون دی! کابل پوهنتون لکه د مېوو په بڼ کې تر ټولو مېوه داره او پرثمره ونه او یا لکه د یو آباد ښار په زړه کې ولاړه تر ټولو دنګه مرمرینه ودانۍ چې په لیدو یې د ښاریانو او سیلانیانو سترګې خوږېږي او په پټه ژبه یې د عظمت په لیدو د ښار ښکلا ته په ارزښت قایلېږي؛ همداسې کابل پوهنتون هم د افغانستان د ګڼو نورو دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د علمي پرمختیا او څېړنیز ډګر د مخکښ الګو پوهنتون په څېر د مور حیثیت لري. د کندهار، ننګرهار، مزار او هرات پوهنتونونو نیولې بیا د خوست تر شیخ زاهد، د پروان تر البیروني، د هلمند تر بست او د کندز، نیمروز او بامیانو تر پوهنتونونو پورې ټولو پوهنتونونو یې د علم د بهاندې چینې اوبه څښلې او د کابل پوهنتون پر فارغینو به یې د پوهنځيو دروازې او د تدریس شېرازې آبادې وې. خو اوس!!! اوس کابل پوهنتون د خپلو پوهنځيو او پوهنتوني څانګو د علمي پروګرامونو د دوام ظرفیت او شیمه نه لري؛ د خپلو محصلینو د علمي تندې د خړوبېدو سېک پکې پاتې نه دی؛ نو د حکمت او پوهې ولایتي بهیېدونکې چینې خو یې له وړاندې وچې شوې در واخله.  

دا کابل پوهنتون دی! دلته چې ۵ کاله وړاندې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ محصل وم، له کوره به مې سهار ځان سره وچه ډوډۍ راوړله، پر ۱۲ بجو به مې د ټولګي تر رخصتېدو وروسته د خپلو دوو نورو بااحساسه ملګرو شوکت الله مسموال او محمود طوطاخېل سره یو ځای د مرکزي کتابخانې تر شا د ونې تر یخ سیوري لاندې ناڅيزه ناشته کوله، په جماعت سره د ماسپښین د مانځه د الهي فریضې تر آداینې وروسته به مې تر ماذیګره په مرکزي کتابخانه کې پوهنتوني او آفاقي مطالعه کوله، د روژې په میاشت کې به مو د خپلو ملګرو او ټولګیوالو په راټولولو سره د معارف القرآن تفسیر او الرحیق المختوم نبوي سیرت درسي حلقې جوړولې، په ساعتونو به مو علمي بحثونه کول او د یو الګو مسلمان په حیث به مو د شخصیت جوړونې لارې چارې تحلیلولې. پر دې سربېره به مو په انفرادي او ډله ییزه توګه د الشیخ دکتور ناصر القطامي او الشیخ دکتور ماهر معلیقي زړه وړونکي تلاوتونه اورېدل او د حق د لارې د نړیوالو نامتو مبلغینو هر یو مفتي اسماعیل بن موسا مېنک، دکتور عبدالکریم ذاکر نایک او دکتور یوسف استیس ویناوې او لکچرونه به مو اورېدل. موږ به په ډېر ویاړ ویل او وایوو چې موږ د کابل پوهنتون نسل یوو. 

دا کابل پوهنتون دی!!! د تأسیس کیسه یې آن ۸۹ کاله پخوا وختونو ته ورګرځي. دغه پوهنتون په خپله غېږ کې د هېواد ولسمشران، رهبران، د ټولنیز، فکري او فرهنګي بصیرت خاوندان او په زرګونو سیاسي او کلتوري فعالان روزلي دي. د دې پوهنتون د استادانو او فارغانو علمي مقالې او څېړنې د نړۍ په معتبرو ژورنالونو کې خپرې شوې او نامتو اېوارډونه یې ترلاسه کړي دي.

دا پوهنتون د یو مجرب، مدبر او باوقار سپين ږیري مشر په څېر د هېواد د تېرې یوې پېړۍ د ټولو انقلابونو او اوښتونونو ناندرۍ د سر په سترګو لیدلې او تجربه کړې دي. ګڼ شمېر فکري غورځنګونو او سیاسي او ایدیولوژيکي جوړښتونو یې د عظمت له منبره د خپلې داعیې د برحق ښودنې او ابلاغ لپاره کاواکه هڅې کړې دي؛ خو دغه پوهنتون په خپل لمر غوندې روښانه مخ د هېچا ایډيولوژيک نقاب پرېښودلی نه دی او هر ځل له سیاسي کشمکش او بې ثباتۍ وروسته د انحراف له کاږه مسیره د خپل بې پرې، ناپېيلي او علمي – څېړنیز ماموریت مسیر ته برابر شوی او د فکر پر مشالونو یې د ټولنې تیاره اړخونه رڼا کړي دي.

کابل پوهنتون د تاریخ په لړ کې، د تاړاک، زبېښاک او فکري برمتې له ډېرو ازموینو په هسک سر راوتلی او د افغانستان د لر او بر زلمیانو او پېغلو ته یې د لوړو زده کړو د حکمت او هنر تاج پر سر اېښی دی.

زه د کابل پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام د یو هیله من محصل په حیث خپل پوهنتون ته د دعا لاسونه لپه کوم چې دا ځل یې هم ژر تر ژره د فکر له آسمانه د ناهیلیو ورېځې وکوچېږي، له دغو سختو ورځو تېر شي، محصلین یې راستانه شي او پوهنتون ډېر ژر خپل اصلي او اساسي مسیر ته راوګرځي. 

2 COMMENTS

  1. کابل پوهنتون دافغانستان په سطحه دوم/دریم نمره او دجهان په سطحه 6868 او هغه هم په بی اعتباره احصایه کی.
    ددنیا په معتبرو احصایو کی ځای نلری. نو:
    دا دکابل پوهنتون دی!!! په نه اتیا کاله کی یی د افغانستان دتخریب لپاره کار کړی.
    دا دکابل پوهنتون دی!!! ملی احساس نلری خو په ملی احساس لوبی کوی.
    دا دکابل پوهنتون دی!!! دافغانستان لپاره پردی افکار راوړی او خپل عنعنات ترپښو لاندی کوی.
    دا دکابل پوهنتون دی!!! افغانی اقتصاد په خیراتو ولاړ دی او په یوه حکومت کی لس حکومتونه مجاز ول.
    دا دکابل پوهنتون دی!!! استادان یی سیاستمدارن دی خو پوهان نه
    دا دکابل پوهنتون دی !!! استادان یی نه ملی او نه اخلاقی فریضه پیژنی او دسیاست په خاطر تښتی
    دا دکابل پوهنتون دی!!! دده او دده دفاریغینو تربیه سوی حقوقدانان چوپان، نانوای او یا ایرانی مزدور کار وی.

    هغه پاته خواریکښ او ځیرک ريښتونی استادانو نه معذرت غواړم چه په کابل پوهنتون کی اوسی خو څه یی ترلاسه پوره نه وو.
    هیله ده نور کابل پوهنتون دتقلید لیاره پریږدی. دسیاست په ځای علم ته توجه وکړی او ددنیا دښه پوهنتونو په لیست کی شامل سی. او یو وخت ددنیا په سلو ښه پوهنتونو کی وشمیرل سی.

  2. سلامونه،
    زما په فکر ،د کابل پوهنتون رییس او د عالي زده کړو وزیر او نور سرپرسته مسولین باید د شمس الحق صاحب ځواب ورکړای وای.
    زه فکر کوم دا د هغو کلتوري او سیاسي له دښمنیو ډک یرغلونو یوه بیلګه ده چې مغرض ګاوڼډیان او کړۍ ېې غواړي د زمانې او عصر څرخ شاته تاو کړي او صرف د دوی ډولونو او دریاووته وناڅي. بیخبر له دې چې د کابل پوهنتون په زړه کښې د علامه سید جمال الدین افغان زیارت پروت دی او د هغوی ارواه به د کتابتون، ادبیاتو،شرعیاتو، حقوقو او سیاسی علومو ا.د.ن. پوهنځیو باندې ګرځي او پر چاچې افغانآن ېې دې ورځو ته مخامخ مجبور کړي ، لعنت به وايي!.
    و لا تقف ما لیس لک به علما. ان سمع والبصر والفواد کل اولایک کان عنه مسءولا. (صدق الله العظیم).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب