پنجشنبه, جنوري 27, 2022
Home+دا یاران لکه ګلونه د بهار دي/ فرشته جلالزۍ 

دا یاران لکه ګلونه د بهار دي/ فرشته جلالزۍ 

افغانستان زما لپاره داسې دی لکه لا علاجه مرض.

نه یې رغولای سم او نه ځان ځیني خلاصولائ شم.

که نه  دا دی د نومبر یوولسمه ده او د اروپا په زړه کې، په داسې یوه ښار کې ناسته یم چې د ښایست په اړه یې کتابونه لیکل شوي، جیب می له پيسو ډک دی اوپښې مې هم جوړې دي.

سهار مي د چکر پلان جوړ کړ خو دا دی غرمه سوه او زه په پارک کې له ټلفون او ګوشکیو سره ناسته یم او د افغانستان خبرونه اورم.

په خبرونو کې پر دې خبرې کېږي چې د بست کلا اثار هم د ورکېدو په حال کې دي.
د بست له کلا سره زه د کوچنیوالي څخه اشنا وم ځکه پخوا به ډېرو خلکو په کورونو کې ملي هینداره درلوده. په جوماتونو کې خامخا پيدا کېده.

هلته د ادم خان او درخانۍ په نکل کې د بست د کلا نوم راغلی دی.

یوه لنډۍ یې داسې ده:

که دوې دي کلا بست دروازې دوې دي

په یوه یې ادم خان ووت پر بله یې د مور سوې نارې دي

ډېر کاله مي د بست کلا د ادم خان او درخانۍ له کیسې سره په ذهن کې تړلې وه ، ارمان می دا و چې یو وخت به د بست کلا ته ورځم.

لکه د کلیوپاترا او مارک انتوني د میني په اړه کتاب چې مي ولوست، ولاړم قاهرې ته او کله چې پر لارو ګرځیدم په زړه کې مې داسې احساس کاوه چې ښایي پر  دې لارو هغه خلک تیر شوي‌ وي.

دغسې یو رومانټیک احساس مې له بست کلا سره درلود.

خو دا احساس تر هغو پورې و چې الیاس داعي‌ د ازادي راډيو خبریال شو.

داعي د بست کلا پر تاریخی ارزښت او خراب حالت دومره راپورونه جوړ کړل چې یوه ورځ‌ می زنګ ور ووهه، وام (داعي جانه بس دی نور دی له بسته زړه را تور کړ، دومره یې وضعیت خراب دی؟)

داعي به په شیرینه هلمندۍ لهجه او په داسې معصومانه الفاظو خبرې کولې چې یوازي داعي‌ کولائ شوائ. داعي داسې و لکه کوچنی، هوښیار هلمندی هلک د لوی انسان په وجود کې.

زما ملګری و.

بلکه داعي د هرچا ملګری و.

خو زما دومره زیات ملګری و چې حتی په غیبت کې را شریک و .

وايي: پریشتي جانې زه او ته چې د بست د کلا غم ونه کو نو څوک به یې کوي؟

وام داعي جانه خو دا راپورونه دومره مایوسوونکي دي چې انسان دومره خوابدی کوي‌ چې زړه یې تور شي.

وايي: پریشتې جانې خو دغسې به جوړېږي بل رکم نه کېږي.

بیا مې په اروپا کې ولید، دفتر ته راغلی و.

د سهار پر چایو مي ورته ویل وام داعي جانه دلته پاته سه ځکه په وطن کې حالات خراب دي.

زیات پر دې مسله وږغیدو او په اخر کې له ځایه پورته سو، مخامخ راته ودرېد، واي (پریشتي جانې، که زه اوته او دا نور خلک چې پر وطن یې زړه خوږېږي ټول ووزي‌ نوڅوک به یې جوړوي؟)

ریشتیا یې ویل خو ما فکر کاوه چې بې باکه خبره کوي.

خپله بکسه یې په غاړه کې واچوله او روان شو.

په تلو – تلو کې ېې مخ راواړوه، وايي:‌ دغه زموږ وطن دی، موږ به یې جوړو ، په بل چا یې والله که جوړ کې.

توره کورتۍ او تور پطلون یې اغوستي ول، تر اوسه مې په یاد دی.

بیرته وطن ته ولاړ.

 ما فکر کاوه چې داعي احساساتي دی او په بېرته تګ به پېښمانه شي.

په هلمند کې اخطارونه ورکول کېدل خو داعي له هلمنده نه وت.

داعي ریښتیا پر هلمند مین و. د بست د کلا کیسه یې نه ایله کوله.

بلاخره شهید شو.

په شهادت یې تر خوابدي، زیاته ورته په قهر وم.

خو نن چې مې بیا د بست دغمجنې کلا په اړه راپور ولید، په زړه کې را تیر شول چې داعي‌ شهید شو خو لا هم داسې کسان شته چې د بست د کلا پر خراب حالت خبرې کوي.

داعي ریشتیا ویل.

 دا وطن زموږ دی، بل څوک یې نه راجوړوي .

خو د څومره نورو داعیانو د ویني او میني‌ په بیه ؟

1 COMMENT

  1. الله پاک دې وبخښي. ډیره غمژنه کیسه ده او زموږ تاریخ داسې په وینو سور دی..
    ما تل د هغه راپورونه په کونړ کې اوریدل، او تل به مې احساس کاوه چې یو په وطن مئین د انرژۍ نه ډک خوږ ژبی خبریال د زړه په مینه او خوارۍ یو د مانا نه ډاک راپور وړاندې کوي.. چې تر پایه به مې ورته غوږ ایښود.. خو په مرګ یې بیا ډیر ودردیدلم !! هیڅ مې غږ له یاده نه وځي.. اوس یې هم اورم ..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب