شنبه, جنوري 22, 2022
Home+په دې ورځ نصرالله حافظ وفات شو

په دې ورځ نصرالله حافظ وفات شو

له نن څخه ۸ کاله پخوا د ۲۰۱۳ م کال د نوومبر په ۱۴ مه د افغانستان تکړه شاعر او لیکوال نصرالله حافظ وفات شو.

د شمشاد له هسکې څوکې د خــيـبــر د زړه لــه نوکې
هـــرې خواته وهم کوکې څوک يې اوري او که نه؟

ارواښاد نصرالله حافظ د افغانستان د ښو شاعرانواو لیکوالو په ډله کې شمیرل کیده. حافظ د خپل ژوند زیاته برخه په ادبي فعالیتونوتیره کړي او د اوږدې مودې لپاره یي د افغانستان په ملي راډیو کې د ادبي خپرونو د ویاند او د خپرونو د متصدی په توګه دنده سرته رسولې ده.

نصرالله حافظ په ١٣١٠ کال کې دننگرهار دچپليار ولسوالى دحافظانو په کلي کې نړى ته سترگې غړولې دي.
لومړنۍ زده کړې يې دچپليار په ښوونځي کې اولوړې زده کړې يې په کابل دارلمعلمين کې ترسره کړې .
په مختلفو موسسو کې يې کار کړى دى خودکارزياته برخه يې راډيو افغانستان وۀ چې ٥٥ کاله يې هلته دنده ترسره کړې ده. ډيره موده يې دراډيو افغانستان دهنر اوادبياتو په څانگه کې کار کاوۀ . ليکنې يې کولې شعرونه يې ليکل اوکيسې يې ليکلې.

ډېر نکلونه يې له فارسي نه پښتو ته اړولي دي. خپل شعرونه يې پخپله لوستل اودکلمه کول به يې . ښاغلي حافظ ددرنو مشاعرو وياند اوانانسر وو. خپل اوپردي نظمونه يې پخپل ښکلي غږ کې زمزمه کړي اودکلمه کړي دي.
دحافظ صاحب چاپ شوي اثار
تاترې
دشمشاد له هسکې څوکې
مات ستوري
گردونه اوتکلونه
زړه پگړۍ اونور

درې زامن اودوې لوڼې لري.

د هېواد نامتو مشر ليکوال او شاعر عبدالله بختانی خدمتگار پر حافظ صاحب يو څه ليکلي، چې دلته به يې د ځينو خبرو يادونه وکړو:

«نصرالله حافظ چې کله په ښه او بدو پوه شو، نو په شعر ويلو يې پيل وکړ. زما په ياد دي، چې په ۱۳۳۲ لمريز کال کې زه په پښتو ټولنه کې د زېري مدير وم، موږ د استاد حمزه شينواري دا غزل شاعرۍ لپاره طرح کړی و:

فطرت کړ گل ته غږ چې له اغزو سره راځه بلبل ته اشارت چې له نغمو سره راځه

ځوان حافظ په دې لړ کې خپل غزل راوړ او په زېري کې خپور شو. دا يې لومړی شعر وو، چې په اخبار کې خپور شو. له هغه دمه تر دې دمه زه او حافظ دواړه سپين ږيري شوي يو. زه يې د دوستۍ افتخار لرم، ډېر خوښ يم، چې اوس زما د شاعر اشنا غږ د شمشاد له څوکې خپور شوی دی، تاترې ته رسېدلی او د وطن دې خوږ ژبې بلبل، ستا د چم گلونه په غزلو کې ستايلي دي. حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې د ولس شاعري او د پښتو د پخوانيو شاعرانو شعري عنعنې ته په ښه او درنه سترگه کتلي او په ښه ډول يې دوام ورکړی او غنا يې وربښلې ده.»

زموږ د پښتو ژبې يوه باغي او په پښتو او پښتنو مين شاعر اجمل خټک د نصرالله حافظ په اړه خپل نظر داسې څرگندوي:

«دی د لرې او برې پښتونخوا په شاعرانو کې د لوړ مقام څښتن دی، په دواړو لر او بر کې ډېر قدر او شهرت لري. د محبوبيت وړ په دې وجهه هم دی، چې دی ښکلی شعر تش د هنري ښکلا لپاره نه وايي او نه يې د خپلو شخصي جذباتو، وارداتو او احساساتو د اظهار لپاره ليکلی، بلکې د ټولنې تاريخ، د پښتونخوا د اولسونو د نن او پرون ارمان په داسې انداز کې بيانوي، چې سړی خوند او پند ترې اخلي او همدا ډول د مهابڼ شپونکی، د اېلبندونو کوچۍ، د پېښور يونيورسټۍ يو گلالی او د پوهنتون يوه ملالۍ ترې يو شانته خو، جوش، ولوله او غورزنگ اخلي.

زه په خپله د شاعرۍ د ټولو اړخونو د ژورې مطالعې يو طالب العلم يم او دا مې پر ځان لازم گڼلې ده، چې د پښتو د شعر او فن د بشري او ملي اړخ سره ډېر نږدې پېژندگلوي پيدا کړم.

په لړ کې زما ډېره دلچسپي د حافظ او د ده د شعر او فن سره ده، ځکه په دعوې سره ويلی شم، چې نه يوازې د ده شعر خوند او ژوند لري، بلکې د ده شخصيت هم د ده د شعر غوندې خوږ او اثر ناک دی.

نو ځکه دی په نورو زلمو کې ادبي او هنري صنعتونه را لړزوي او د نوي عصر زلمي شاعران ترې رنگ او ترنگ اخلي. په دې لحاظ دی يوازې خپله شاعر نه دی، بلکې د وطن په ښکلې لمن کې د شعر د بهار يوه داسې وږمه ده، چې ډېرې غوټۍ او غونچې پرې موسيږي او غوړيږي.»

د هېواد يو بل نامتو څېړونکو، ليکوال او شاعر بيا د حافظ صاحب په باب ليکي:

«د حافظ صاحب ډېره پاړکۍ واقعا شعرونه دي، هم وزن لري او هم آهنگ لري او هم شعري کيف او خوند. په ځانگړې ډول د ده په شعر کې د وزن خبره هېڅ مطرح نه ده، ځکه چې دی د شعر په چار کې د خوشحالي او رحماني سبک کلک ساتونکی دی او د رديف او قافيې ټينگ پابند دی. د حافظ صاحب په پاړکو کې غزل ځانگړې ښکلا او ځلا لري او د پښتو د غزل د سلسلې يوه پياوړې کړۍ ده.»

د هېواد تکړه ليکوال او شاعر زرين انځور وايي: نصرالله حافظ د پښتو ژبې نومهالی (معاصر) شاعر دی. هغه يوازې داسې شاعر دی، چې تل يې په خپل شعر کې له خپلو خلکو سره خبرې کړې دي؛ تل يې غوښتي چې خپل شعري غږونه نورو ته ورسوي او د خپل اولس لپاره ترانې ووايي، شعرونه زمزمه کړي او نظمونه ورته اهداء کړي. خبره د شاعر ده د يوه داسې شاعر چې کلونه کلونه وړاندې يې له خپل شعر سره يو ځای ژوند کړی، شعر يې هم مينه ده او هم وينه. شعر يې ژوند دی او د داسې شاعر خبره ده، چې د کلونو له اوږدو پيچومو څخه د شعر په پلوشو کې راتېر شوی دی.

د همداسې شاعر خبره ده، هغه د پښتنو په نومهالي شعر کې د ډېرې زمانې شاعر دی. نن هم هغه له شعر سره ژوند کوي، ځکه چې شعر د هغه ژوند دی، ځکه چې که هغه شعر ونه وايي هغه به مړ وي، هغه به فنا وي، شاعر همداسې وي او د شاعر ژوند هم همداسې دی.»

شپه څومره لويه شوه اوږده شوه سبا هېڅ نه راځي
تيارې خورې په شا او خوا دي رڼا هېڅ نه راځي

د مجنون سترګې ورته فرش دي د راتلو په لاره
چې يو د ناز قدم پرې کيږدي ليلا هېڅ نه راځي

د خوشحالۍ نښې زما په مخکې سد لټوي
په سپېرو شونډو مې پېره د خندا هیڅ نه راځي

څنګه به روغ شي دا زما ناسور وهلی زړګی
دردونه وار په وار راځي خو دوا هېڅ نه راځي

لېونی نه يم، چې يې خيال د بيا راتلو کومه
اوښکه چې لاړه شي له سترګو نه بيا هېڅ نه راځي

که هر څه اورې، ښوروه سر ورته مه يې منه
دلته د دروغو کلي جوړ دي رښتيا هېڅ نه راځي

د حافظ چاپ شوي آثار

  1. د نغمو کاروان – دا د راډيو په آرشيف کې د پښتو ثبت شويو سندرو او ترانو ټولگه ده، د غه اثر په۱۳۵۶ لمريز کال کې د پښتو د چاپي آثارو د نړيوال سيمينار په وياړ د بيهيقي کتاب خپرولو د مؤسسې له خوا خپور شوی دی.
  2. د شمشاد هسکې څوکې – دا د حافظ صاحب د شعرونو لومړۍ ټولگه ده، چې د ليکوال ټولنې له خوا په ۱۳۶۲ لمريز کال کې خپره شوې ده.
  3. ستا د چم گلونه – د حافظ صاحب د شعرونو بله ټولگه، چې په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د چاپ او خپرولو د دولتي کمېټې له خوا چاپ او خپره شوه.
  4. ستا د چم گلونه – د حافظ صاحب د شعرونو بل غونډ ده، چې په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د چاپ او دولتي کومېټې له خوا چاپ شوې ده.
  5. سهارنۍ نذرانې – دا د هغې خپرونې نوم دی، چې کابو څلوېښت کاله حافظ صاحب ورته کار وکړ.
  6. د حق پتنگان – دا د يوې بلې خپرونې نوم دی، چې حافظ ورته ليکلي توکي برابرول، چې اوس هم په راډيو کې خپريږي.
  7. د اتم ټولگي تاريخ – د اتم ټولگي تاريخ کتاب يې په پښتو ژباړلی دی، چې په ۱۳۴۴ لمريز کال کې چاپ او خپور شوی دی، دغه کتاب د پښتو ژبې د زده کوونکو لپاره چاپ شوی دی.
  8. مات ستوري – دا هم د حافظ صاحب د شعرونو ټولگه ده، چې ډېر ښايسته او خوندور شعرونه يې په کې خوندي کړي دي.
  9. تاترې
  10. دشمشاد له هسکې څوکې
  11. مات ستوري
  12. گردونه اوتکلونه
  13. زړه پگړۍ اونور

ناچاپ آثار

حافظ صاحب په نظم او نثر کې ډېر ناچاپ آثار لري، چې ځينې به يې د ياد کړو:

  1. د مينې ډيوه – د حافظ صاحب اثر دی، چې په ۱۳۳۱ لمريز کال کې يې د رحمن بابا ادبي جايزه اخيستې ده.
  2. ترانې – دا د هغو سندرو ټولگه ده، چې په راډيو افغانستان کې د ښځينه او نارينه وو هنرمندانو له خوا ثبت شوې دي او اوس په آرشيف کې پرتې دي، کابو زر سندرې په دغه غونډ کې راغونډې شوې دي.
  3. په جاپان کې اسلام – د حافظ صاحب يوه بله ژباړه ده، دا يې رشاد صاحب ته ورکړې وه، چې چاپ ته يې برابره کړي، خو د مرگ څپېړې وواهه او د استاد سره يې ژباړه پاتې شوه.
  4. د لنډو کيسو ټولگه – دا د حافظ صاحب د کابو شلو لنډو کيسو ټولگه ده، ډېرې ښې او په زړه پورې کيسې يې ليکلې دي.
  5. د ننگ په نامه – د حافظ صاحب يو بل اثر دی، چې په ۱۳۳۲ لمريز کال کې يې ادبي جايزه اخيستې ده.
  6. د بېدارۍ غږ – يوه بله شعري غونډ ده، چې په ۱۳۳۴ لمريز کال کې د ادبي جايزې په اخيستلو بريالۍ شوه، په دې شعري غونډ کې ټول مسدس يا شپږيز شعرونه دي، چې شمېر يې څلورسوو ته رسيږي.
  7. د سباوون نغمه – يوه بله شعري ټولگه ده، چې په ۱۳۵۳ لمريز کال يې ادبي جايزه واخيسته.
  8. مات وزرونه – دا د جبران خليل اثر دی، چې حافظ صاحب په نظم ژباړلی دی، چې ډېرې په زړه پورې مکالمې په کې شته دي.
  9. د اسلام سياسي تاريخ – يو ډېر په زړه پورې کتاب دی، چې اوس يې په ژباړلو بوخت دی، تر اوسه يې څو بابونه ژباړلي دي.
  10. د حضرت محمد (ص) د وړکتوب کيسې – په دې کتاب کې د حضرت محمد (ص) د وړکتوب ټولې کيسې راغلي دي، چې د مصر د مشهور ليکوال تيتيم جاوېد ليکلی دی، چې په دري ژبه باندې د علامه سلجوقي له خوا ژباړل شوی او پښتو ژباړه يې د حافظ صاحب له خوا شوې.
  11. ويرنې او ستاينې – دا يې يو بل ناچاپ اثر دی، چې د ځينو پاخه شاعرانو، ليکوالانو، اديبانو اوشاهانو په باب يې شعرونه ويلي دي او يايې د ځينو پېژندل شويو شخصيتونو، پوهانو، عالمانو، ليکوالانو او شاعرانو په علمي سيمينارونو کې گډون کړی ويلې يې دي.
  12. د سولې علم بردار – دا دهغو شعرونو ټولگه ده، چې حافظ صاحب د پښتنو د ستر مشر خان عبدالغفار خان د جد او جهد او په دغه لار کې د عملي گامونو د پورته کولو په باب يې ويلي دي او چې کله دغه سوله خوښوونکې شخصيت وفات شو، بيا يې څو شعرونه د هغه په ويرنه کې ويلي دي، چې شمېر يې شپېتو ته رسيږي.
  13. پردېسه مينه – دا د حافظ صاحب يو يونليک دی، چې کله د حج په سفر تللی و او بيا بغداد ته يې سفر وکړ او له هغه وروسته بيا پخواني شوروي اتحاد ته په سفرونو تللی و، په نظم او نثر کې يو يونليک دی.
  14. مرسته – دا د هغو شعرونو ټولگه ده، چې په کې يې د هېواد د خوارانو، غريبانو انځور اېستلی دی او د افغاني سرې مياشتې کړه وړه او انساني مرستو ته يې په کې اشاره کړې ده.
  15. حبابه – دا د هغو کيسو ټولگه ده، چې د امويانو د کورنۍ د يوه خليفه يزيد بن عبدالمالک د مينې په باب په زړه پورې خبرې په کې راغلې دي حافظ صاحب دغه کيسې د طبري په تاريخ کې کتلې او بيا يې په پوره هنري بڼه په پښتو مثنوي کې ژباړلي دي.
  16. کابل شهيد شو – دا دهغې شعري ټولگې نوم دی، چې دکورنيو جگړو په وخت کې يې د ورځنيو يادونې په نوم شعرونه ويلي دي او د هر شعر سره يې د شعر ويلو سبب هم ليکلی دی، چې د هر شعر سره يې نېټه ثبت کړې او ليکلې ده.
  17. غيرتي ربۍ – دا يو منظوم فيچر دی، چې حافظ په نظم ليکلی دی او په کال ۱۳۴۴ لمريز کې په راډيو کې خپور شوی دی، چې د دغه فيچر راوي حافظ صاحب دی او لوبغاړي يې ف. فضلي، صايمه مقصودي، زېبا خادم او تورپېکۍ خادم دي.
  18. هغه شپه چې لمن يې سپينه ده – دا د حضرت محمد (ص) د مبارک ميلاد کيسه ده، چې حافظ صاحب د يتيم جاويد له کتاب څخه راژباړلې ده، دا ليکنه به د هر مولود شريف په نېټه د حافظ صاحب په خپل غږ کې د راډيو له لارې خپرېدله.
  19. شعري بغاوت – دا د هغو شعرونو ټولگه ده، چې په هېواد کې د څوارلس کلن مسلطه نظام په خلاف حافظ صاحب وخت په وخت شعرونه ويلي دي او خپل ملي اصالت يې د يو افغان شاعر په توگه څرگند کړي دي، چې شمېر يې سلو نظمونو ته رسيږي.
  20. منظوم ليکونه – دا د حافظ صاحب او دوستانو ترمنځ په تېره بيا د حافظ صاحب او پلار ترمنځ يې چې شعري طبعه يې درلوده منظوم ليکونه دي.
  21. د پښتو ژبې سره د زړه خواله – دا د هغو شعرونو غونډ ده، چې د بېلابېلو شاعرانو له خوا د پښتو ژبې اړوند او د پښتو ژبې سره غږيدلي دي شعرونه دي، چې حافظ صاحب راټول کړي دي او شمېر يې سلو ته رسيږي.
  22. سپرلنۍ ټولگه – دا د حافظ صاحب د هغو شعرونو ټولگه ده، چې د پسرلي په اړه يې شعرونه په کې خوندي کړي دي.
  23. د نړۍ د نامتو ليکوالانو کيسې – دا کيسې حافظ صاحب ژباړلي دي او ډېرې ښې کيسې يې په کې راغونډې کړي او ژباړلي دي.
  24. پت پالنه – د پښتو ژبې په باب د ليکوالانو او شاعرانو يادونه ده.
  25. د نړۍ د مشهورو شاعرانو شعرونه – د نړۍ د نامتو شاعرانو شعرونه يې په خوږه پښتو ژباړلي دي.
  26. پرهرونه – د غزلو مجموعه، د مينې ډيوه دا او دې ته ورته په سلگونه نورې مقالې، ليکنې او نورې ټوټې يېد هېواد په رسنيو کې چاپ شوي دي او ډېرۍ يې لا د حافظ صاحب سره په کور کې په پاڼو کې زړې شوې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب