چهارشنبه, دسمبر 1, 2021
Home+د شتون لرلو جنجال/اسدالله غضنفر

د شتون لرلو جنجال/اسدالله غضنفر

  (شتون لرل) یو هغه لغت دی چې د لیکوالو په کړیو کې ډیر مخالفت ورسره کېږي. که څه هم ځینې کسان یې کله کله د(شته) په ځای راوړي خو استعمال یې د دې سبب نه دی ګرځېدلی چې ذوقونه ورسره عادت شي.

د شتون لرلو په مخالفت کې ویل کېږي چې معادل یې یعنې (شته) د پښتو اصلي کلمه ده، عامه ده، لنډه ده او په غوږونو ښه لګېږي. دا دلایل پاخه دي خو موږ ځينې نورې کلمې هم لرو چې د ژباړې له لارې مو را اخیستې او په پښتو کې تر خپلو مترادفو هغو اوږدې دي، مګر مخالفت ورسره نه کوو او که بله وجه نه وي نو د تنوع په خاطر خو یې په خلاص مټ استعمالوو.

۱ – زه وېرېږم.

۲ – زه وېره لرم.

د لومړۍ جملې د (وېرېږم) په ځای په دویمه جمله کې دوې کلمې راغلې او په دې هم پوهېږو چې په ژبه کې (وېره لرم) د (وېرېږم) په اندازه عام نه دی مګر مخالفت ورسره نشته. د استاد الفت په یوه لیکنه (غم او خوشحالي) کې لولو:« حقیقي بدبختي په بې غمي کې ځای لري او بې غمه سړي ته که سړی وویلای شو، نیکبخت خو ورته هیڅکله نه شو ویلای.» د استاد د جملې د (ځای لري) معادل په عامه پښتو کې د (ده) ویی دی چې هم لنډ دی او هم د (ځای  لري) برخلاف، چې ممکن د ژباړې له لارې مو خپل کړی وي، له نورو ژبو را اخیستل شوې او ژباړل شوې کلمه نه ده، مګر دا په زړه کې نه راتېږېږي چې استاد کاشکې ( ځای لري) نه وای راوړی.

  (ځای لري) د یوه ترکیب په بڼه له پخوا څځه د (مناسبه ده) په معنا هم استعمالېږي چې د دري له (جا دارد) سره ورته ده او چا نه دي ویلي چې په پښتو کې ښه نه ښکاري. رحمان بابا فرمایي:

ځای لري که بې منته بوسه راکا

کوم کریم په چا منت د خپل کرم ږدي

 دغه او نور بې شمېره مثالونه مو دې نتیجې ته رسوي چې د (شتون لري) مشکل بل چېرته دی.

زما په اند اصلي ستونزه د (شتون) او (لرل) په یو ځای کېدو کې ده. (لرل) چې د مالکیت مفهوم رسوي، زموږ په ذهن کې یې د انتقال او لېږدېدا ځانګړنه ډېره مهمه ده.

 ا – احمد ژوندی دی.

۲ – احمد په امریکا کې ژوند کوي.

۳ – احمد ښه ژوند لري.

لومړۍ  جمله صرف دا راته وایي چې احمد مړ نه دی، دویمه جمله یوازې په امریکا کې د هغه ژوندي پاتې کېدو ته نه بلکې دې ته هم اشاره کوي چې د ژوند په چارو بوخت دی او دریمه جمله معمولا په دې معنا اخلو چې احمد د ژوند ښه امکانات لري، مثلا ممکن د ښه کور، ښه موټر او ښو وسایلو څښتن وي. موږ هیڅوخت د لومړۍ جملې د معنا د رسولو لپاره نه وایو چې احمد ژوند لري،ځکه چې د پښتو ویونکو په ذهن کې د (لرلو) په فعل کې بل ته د لېږدولو معنا نغښتې ده او ژوند له ژوندي د بېلېدو شی نه دی، حال دا چې کور،موټر او نور وسایل بېلېدای او بل چا ته لېږدول کېدای شي. څرنګه چې د یو چا شتون او وجود هم د هغه د ژوند غوندې د لېږدېدلو نه دی نو له (لرلو) سره ترکیب یې ستونزمن کېږي.

 شاید وویل شي چې (لرل) خو باید په نورو ژبو کې هم له یوه څخه بل ته د لېږد مفهوم ولري، نو په دري کې ولې (وجود داشتن) بد نه لګېږي؟

 ځواب دا دی چې د یوې ژبې یوه کلمه په بله ژبه کې له خپلې هم معنا او مترادفې کلمې سره په سلو کې سل یو ډول نه وي.  په ډیرو هغو ځایونو کې چې په دري کې له (داشتن) څخه استفاده مناسبه ده، په پښتو کې یې له هممعنا یعنې (لرل) څخه استفاده ښه نه لګېږي،مثال:

 این پل هشتاد متر طول دارد.

 دا جمله که ټکي په ټکي ژباړو نو لیکو به چې:

دغه پُل اتیا متره اوږدوالی لري.

حال دا چې په پښتو کې ورته مناسبه جمله دا ده:

دا پُل اتیا متره اوږد دی.

یعنې د دري د (مسند الیه+ نوم+لرل) جملې  په ځای په پښتو کې (مسندالیه +ستاینوم+ ول) جمله راغله.

ستاینوم معمولا د اسم هغه ځانګړنه ګڼو چې ورڅخه بېلېدای او لېږدېدای نه شي. د احمد آس، ممکن سبا د محمود آس شي خو دنګ آس سبا هم دنګ دی،ځکه نو وایو چې احمد یو دنګ آس لري خو داسې نه وایو چې د احمد آس دنګوالی لري، بلکې وایو چې د احمد آس دنګ دی.

څرنګه چې د پښتو ویونکو لپاره د (لرل) د فعل د لېږد مفهوم مهم دی نو نه لېږدېدونکو ځانګړنو ته، په جمله کې معمولا د (لرل) نه بلکې د (ول: دی، دی، و…) فعلونه راځي.

په دري کې وایو:

او چشم های آبی دارد.

په پښتو کې ممکن د ژباړې تر اثر لاندې ولیکو چې هغه شنې سترګې لري، کنه نو لا عام او طبیعي معادل یې دا دی: هغه شین سترګې ده، یا، د هغې سترګې شنې دي.

  ژبه چې هنري او استعاري شي بیا ممکن د تاکید یا کوم بل مقصد لپاره په دغسې جملو کې د (ول) په ځای د (لرل) فعل راوړو او ښه ولګېږي. په دې جمله کې چې (هغې شنې سترګې لرلې) په سترګو باندې تاکید احساسوو او منظور دا دی چې سترګې یې د دې په څېر مهمې دي او بېل وجود ورته قایل کېدای شو.

۱ د کابل هوا تودوخه لري.

۲ د کابل هوا توده ده.

۳ دا نجلۍ ښکلا لري.

۴ دا نجلۍ ښکلې ده.

۵ غر سړې اوبه لري.

۶  د غره اوبه سړې دي. 

پاسنۍ مثالونه راښيي چې د (مسندالیه+ستاینوم+ ول) جملې تر (مسند الیه+ نوم+ لرل) جملو طبیعي راښکاري او وجه یې هماغه د لرلو په فعل کې د مالکیت د لېږد د مفهوم شتون دی. البته، داسې نه ده چې د (ول)جمله خامخا د (لرل) ترجملې غوره وبولو. ممکن د یوه هنري مقصد یا د فعلونو د تنوع یا کومې بلې اړتیا له مخه د (ول) په ځای د (لرل) جمله بهتره راشي. دا لاندې جمله د استاد رشتین ده:

۱ –« د غازي محمد دروېش قبر هم په اسلام اباد کې دی او زیات شهرت لري.»

      (د الینګار او الیشنګ ننداره)

خو د استاد د همدې سفرنامې (د الینګار او الیشنګ ننداره) په دې بل مثال کې د فعل د تکرار د مخنیوي لپاره د ( شهرت نه لري) ځای (شهرت نه دی موندلی) ته ورکړ شوی دی:

۲ – «مګر دا خبره په تاریخ کې کوم بنیاد نه لري او د تیمور کوم ورور د دولت شاه په نامه شهرت نه دی موندلی.»

 ژبپوهانو فعلونه په خوځنده او ناخوځنده دوو ډولونو هم وېشلي دي. ځینې فعلونه د یوه تغییر او عمل ښووندوی وي ځو ځینې نور یو ثابت وضیعت ښیي.

 ۱ـ احمد غنم رېبي.

۲ – احمد مقاله لیکي.

۳ – احمد غره ته خېژي.

 د دغو درې واړو جملو فعلونه یو غیر ثابت حالت راښیي، په دې معنا چې د رېبلو، لیکلو او ختلو په وخت یو څه ترسره کېږي او هره شېبه تغییر راځي خو د لاندې جملو فعلونه یو ثابت حالت ښیي:

۱ – احمد کور لري.

۲ – په احمد باندې وطن ګران دی.

۳ –  احمد ما پېژني.

 منظور دا چې د دغو جملو فعلونه د تغییر مختلف پړاوونه نه لري او له پیله تر پایه پورې د یو ډول حالت څرګندوی دي. دغه فعلونه د مخکینو برخلاف انرژي نه غواړي او په همدې وجه تحرک پکې نشته،ناخوځنده یې بولو. د یو چا شتون هم له هغه څخه انرژي نه غواړي او د شتون همدا ځانګړنه له (لرل) سره اړخ لګوي خو څرنګه چې د یو چا شتون د هغه تر بلې هرې ځانګړنې نه بېلېدونکې او بل چا ته نه لېږدېډونکې خاصه ده نو پښتو ویونکی یې له (لرلو) سره یو ځای کېدو ته تیار نه ښکاري.

  د(لرل) د فعل همدا ناخوځنده ماهیت چې انرژي او فعالیت نه غواړي، په پښتو جملو کې د ډیرو باریکیو له بیان سره مرسته کړې ده.

۱ – زه یوه غوښتنه لرم.

۲ – زه یوه غوښتنه کوم.

۳ – زه له احمد سره ملاقات لرم.

۴ – زه له احمد سره ملاقات کوم.

تر لومړۍ جملې دویمه جمله دا توقع زیاتوي چې غوښتنه به اوس وشي، ځکه (کول) خوځنده فعل دی او (لرل) ناخوځنده. تر دریمې جملې څلورمه جمله دا معنا ډېره رسوي چې د ملاقات کار او ابتکار له ما سره تعلق لري.

 (لرل) چې ناخوځنده او ثابت حالت ښیي، ډیر ځله د دوامداره او په یوه شان پاتېدوني وضعیت احساس راکوي. په دستارنامه کې لولو:«ملوک لره بویه چې د زړه راز دې له محرمانو هم پټ لري.» دلته که د (پټ لري) په ځای (پټوي) راغلی وای، د راز د دوامداره او یو شان ساتلو معنا به په اوسني قوت نه وه بیان شوې. زموږ یوه دعایي جمله دا ده: خدای دې راته لره! چې د (دوام ومومې) یا (ستا ژوند دې دوام ومومي) غوندې معناوې رسوي. په (غزلبڼ) کې لولو:

زه دې یم د مینې د لښکر سرود

تا دې لري حسن د آرزو بیرغ

د حمید مومند په لاندني بیت کې د (لرل) په فعل کې د ادامې مفهوم لا ښه احساسولای شو:

په فاني دنیا تکیه مه کړه حیمده

دا د خواست جامې به څو لرې اغوستې

 په اخر کې به یو ځل بیا (شتون لرل) ته راشو او دې پوښتنو ته به د ځواب ورکولو کوښښ وکړو چې د (شته) له شتون سره سره (شتون لرل) ولې ژبې ته راغی، څه وخت راغی او ایا وجه یې صرف د (وجود داشتن) د ژباړې اثر دی؟

 د (شتون لرل) عمر تر دوې،درې لسیزې نه اوږدېږي. پخوا چې مو (وجود لري) ویل نو (وجود داشتن) مو په ذهن کې و او د یوه پور کړي شي او شاید موقت شي په سترګه مو ورته کتل، غور کولو ته یې چندان نه رابللو، خو له (شتون لرل) سره یې، چې یو پښتو فعل راښکاره شو، غور ته راوبللو.

 په دري کې هم (وجود داشتن) ډیر پخوانی نه ښکاري. کیدای شي دري ته په شلمه پېړۍ  کې یا لږ وروسته وړاندې د ترجمو له زورور بهیر سره یو ځای راغلی وي.

 که څه هم په ظاهره د (شتون لرل) د شتون یوازینی علت د (وجود داشتن) ژباړه ښکاري خو زما په ګومان یو بل علت هم لري او هغه دا چې (شته) لنډه کلمه ده او د پښتو جملې د وروستۍ برخې لنډوالی د پښتو ویونکو له ذوق سره چندان سمون نه خوري. همدا وجه ده چې له (شته) سره کله کله(ده) زیاتوو. (شته ده) او (شته دی) هم د ولس په ژبه او هم له پخوا راهیسې په ادبي آثارو کې وینو. رحمان بابا فرمایي:

هر بیمار لره دارو په جهان شته دی

دارو نه لري بیمار د دې دنیا

 حمید مومند وایي:

نه یې سیال په هند کې شته دی، نه ثاني په بنګاله کې

استاد رشتین د لغمان د کله ګوش سیمې په اړه لیکي:« دغلته د سیند په غاړه یو څو سمڅې هم شته دي.»

 د استاد الفت په (لوړ خیالونه او ژور فکرونه) کې لولو:« ښایست هغه مېلمه دی چې په هر کور کې قدر او عزت لري.» دلته د معنا له نظره (قدر) او (عزت) دواړو ته اړتیا نه وه، یو یې بس و، خو که یو پکې کم کړو،داسې ګڼو لکه د تلې توله چې خرابه شوې وي. د جملې د تولې لپاره باید د استاد الفت غوندې نورې لارې ولټوو، نه دا چې (شتون) او (لرل) سره یو ځای کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب