جمعه, جنوري 28, 2022
Homeخبرونهپاکستان د طالبانو د وېشلو او کنټرول لپاره د دوی څو نورې...

پاکستان د طالبانو د وېشلو او کنټرول لپاره د دوی څو نورې ډلې جوړې کړي

تاند:( دوشنبه، د عقرب څلور ویشتمه) فارن پالیسۍ خپرونې په يوه تازه راپور کې د خپلو سرچينو په حواله د پاکستان له هغه پلان څخه پرده پورته کړې، چې د طالبانو په منځ کې د نورو ډلو په جوړولو د دوی د کنټرولولو هڅه کوي.

استخباراتي سرچينو دغې خپرونې ته ويلي، چې د پاکستان د دې کار هدف د طالبانو د کنټرول تر څنګ، د افراطيت پراختيا ده.

د سرچينې د معلوماتو مطابق، پاکستان غواړي چې افراطيت له نویو بڼو سره د افغانستان ټولو سیمو ته ورسوي. ‌

فارن پالیسي وايي، چې پاکستاني استخبارات د دې اجنډا د عملي کولو لپاره، هغه طالب جنګيالي د وړو ډلو په لیکو کې جذبوي، چې له طالب مشرانو څخه ناراضه بريښي.

د فارن پالیسۍ د موندنو پر اساس، « د اسلامي دعوت ایتلاف» او « ابو عبیده کاروان» د نویو جوړيدونکو ډلو نومونه دي.

دا دوه ډلې له امریکا سره د طالبانو د سولې له معاملې وروسته، له حقاني شبکې څخه جلا شوي او پر يادې معاملې اعتراض لري.

فارن پاليسي زياتوي، چې نویو ډلو له پیله تراوسه، د خبریالانو، مدني فعالانو او نورو افراطيت ضدو ادرسونو خلاف بریدونه کړي دي.

د دغو ډلو له جوړولو څخه د پاکستان اساسي هدف د طالب واکمنۍ تر فشار لاندې ساتل ښودل شوي، څو ياده ډله ترې بغاوت ونه کړي او د پاکستان له اوامرو سرغړونه ونه کړي.

د سياسي چارو شنونکی شفيق همدم وايي، چې د فارن پالیسۍ د دې راپور لیکواله پېژني او د کاري تجربو او موثقو سرچینو د لرلو په اساس يې د دغه راپور په دقت مطمين دی.

هغه دغه راز د پخوانيو افغان جهادي تنظیمونو تر منځ د پاکستان د تفرقه اچولو پخواني سیاست ته په کتو وايي، چې د طالبانو تر منځ هم د داسې مختلفو ډلو جوړول د پاکستان لپاره يوه اړتيا او د معمول مطابق عمل دی.

پاکستاني چارواکو او طالبانو د فارن پالیسۍ دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

څه موده مخکې د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل هم خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو له منځه به زر د دوی پر ضد د مخالفت بیرغ او وسلې پورته او افغانستان به یوې خونړۍ جګړې ته یوړل شي.

دا ټول راپورونه په داسې مهال دي، چې طالبانو د خپلو لیکو د تصفيې لپاره يو کميسيون ګومارلی او دغه کميسيون د سلګونه طالب جنګياليو د نیولو، شړلو او بنديانولو اقدام کړی دی.

2 COMMENTS

  1. نه طالب ملامت دی ، نه مجاهد او نه جمهو ریت ، ملامت ولس دی چه هر ډول او ډلی ته ګډیږی او چه هر څوک ورته څه ووایی ورپسی منډی وهی ، پدی ډلو کی د همدغو افغانانو زامن ، ورونه او دوستان تنظیمیږی ، پنجابیان او نور څوک دلته نه راځی ، راځی دا خپل پچیان او دوستان له دغسی ډل بازویو او پردیو لوبو څخه منعه کړو ، بیا به دلته هیڅ داسی ډله پیدانشی چه هیواد وران کړی او پردیو ته خدمت وکړی ، مونږ ټول ملامت یو او هیواد ته مو سم کار ندی کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب