جمعه, جنوري 28, 2022
Home+تاريخ او ماته / ډاکترمبارک علي

تاريخ او ماته / ډاکترمبارک علي

ژباړن: هارون شفيقي

د قومونو په تاريخ كې يوازې برى مهم نه وي، بلكه ځينې وخت ماتې هم په ژوند كې ژور بدلونونه راولي، له همدې مخې د ماتې څېړنه يعنې د هغې اړخونه او پايلې د قومونو د تاريخ په مطالعه كې ډېر اړين وي، تر څو د ماتې لامل ونه څېړل شي نو په اهميت يې پوهېدل ګران دي او له دې څخه عبرت نه شي اخيستل كېداى، ځكه ماته د قوم د بنسټيزو كمزوريو څخه پېښېږي، كه د دې له لارې بنسټيزې كمزورۍ په نښه شي او يو قوم له ټولنې څخه هغه كمزورۍ لرې كړي نو خپل جوړښت بدلولاى او خپل قوم ته يوه نوې روح وركولاى شي.

په تاريخ كې داسې مثالونه ډېر دي چې قومونو له ماتې وروسته سياسي، ټولنيز او اقتصادي شعور موندلى، د اروپا په تاريخ كې داسې مثال د جرمني دى، كله چې ناپليون په ډېره آسانۍ جرمن ايالتونو ته ماته وركړه او په جرمنيانو فرانسويان فاتحان شول، نو دې ماتو جرمن قوم ولړزاوه او له دې وروسته په دوى كې د ملت پالنې جذبه پيدا شوه چې د همغې له اغېزه يې نه يوازې جرمن ايالتونه سره يو كړل او د جرمني (هېواد) بنسټ يې كېښود بلكه له تاريخي او ټولنيز پلوه يې هم د ملت پالنې احساس په خلكو كې را پيدا كړ. په دې كار كې سياستمدارانو، اديبانو، شاعرانو او مورخينو برخه واخيسته او د جرمن قوم او جرمن كلتور نوى بنسټ يې كېښود. د مليت تر اغېز لاندې جرمني په اروپا كې يو لوى قوت شو چې په ۱۸۷۱ ز كې يې فرانسې ته ماته وركړه او خپله لوړتيا يې بيا وښوده.

بل مثال د تركيې وركولاى شو، كله چې په لومړۍ نړيواله جګړه كې تركيې ماته وخوړه او متحدينو يې د دې د برخې وېشلو پرېكړه وكړه، نو داسې انګېرل كېده چې نور به تركيه د يوه آزاد هېواد په توګه ونه پېژندل شي، خو كله چې د متحدينو تر اغېز لاندې يونان بريد پرې وكړ د دې ښارونه يې ونيول، وګړي يې قتل عام شول، نو تركانو دا ماته ونه زغملاى شواى او پر دوى چې د بې وسۍ او مايوسۍ كوم سيورى غوړېدلى و هغه لرې شو، د بريد كوونكو په مقابل كې د دوى په قوم كې يوه نوې حوصله، همت او جرئت پيدا شو.

د كمال اتاترك په مشرۍ دوى نه يوازې يونان ته ماته وركړه، بلكې له متحدينو سره يې هم په نويو شرايطو معاهده وليكله او د نړۍ په قومونو كې يې د عزت مقام وموندلو.

له دې دواړو مثالونو څخه ښكاري چې له ماتې وروسته هم د قومونو قوت له منځه نه ځي، اړتيا د دې وي چې په قومونو كې دا پټه پياوړتيا وكارول شي او دا هغه مهال شونې ده چې په قومونو كې په ټوليزه توګه دا احساس وي چې دوى په قومي منډو ترړو كې برخمن دي، چې په پايله كې به يې دوى د يوه قوم په حيث ګټه ترې پورته كړي او د دوى دا خواري او جدوجهد به يوازې د څو كسانو او ډلو لپاره نه وي.

د دوهمې نړيوالې جګړې له برباديو او تباهيو څخه بريالي او ماته خوړونكي قومونه دواړه غېزمن شول، خو تر ټولو ډېر اغېز يې په جرمني و، ځكه جرمني يوازې د جګړې پر مهال وران نه شو بلكې د هټلر په وخت كې د فاشيزم حكومت پر مهال د جرمني ټولې ادارې اغېزمنې شوې، له همدې كبله له جګړې وروسته ماتې جرمن قوم پر دې فكر مجبور كړ چې دا ټول ولې وشول؟ د دوى په هېواد كې د فاشيزم ريښې ولې وځغلېدې، هټلر ولې د يوه قدرت په څېر را برالا شو؟ او بالاخره دا چې په راتلونكې كې جرمني د دا ډول فاشيزم حكومت له منګولو څرنګه وژغورل شي.

د جرمني پوهانو د فاشيزم د زېږېدلو لامل دا وښود چې په جرمني كې د جمهوري ادارو او رواياتو ريښې بنسټيزې او كلكې نه وې، چې په پايله كې يې پياوړي كسان رياستونو ته ورسېدل او ټولې ادارې يې په خپله ګټه وكارولې.

نو د فاشيزم د بيا راټوكېدو د لارو د بندولو لپاره د دې پوهانو په وړاندې تر ټولو مهم كار دا و چې په جرمني كې د جمهوريت نظريه او بنسټ زغزوي او پياوړې يې كړي او د حكومت او رياست په ټولو معاملو كې خلك برخمن كړاى شي، تر څو دا جمهوري عمل كوم پياوړى كس له منځه يونه سي.

له همدې كبله له جګړې وروسته په جرمني كې په هره برخه كې جمهوري كارونو ته لومړيتوب وركړل شو، په هره اداره كې اتحاديې جوړې شوې او هر كار به له بحث او مباحثې وروسته د رايې په اچولو سره ترسره كېدو تر څو اختيارات د يوه كس لاس ته ورنشي.

د جمهوري ادارو دومره پرمختګ د جرمنې د ماتې زېږنده دي، د دوى هيله دا ده چې دا جمهوري عمل بايد دومره پياوړى او قوي شي تر څو په راتلونكې كې داسې كوم آمريت او قوت پيدا نشي چې په يوازې ځان د هر څه پرېكړه وكړي.

همدا حال د جاپان و، په جګړه كې له ماتې وروسته جاپانيانو د خپلې ټولنې ريښې بنسټيزې او پياوړې كړې او د جمهوريت له لارې يې په ټول قوم كې يوه نوې ساه پو كړه او د خلكو استعداد يې په صنعتي پرمختګ كې وكارولو.

خو ماته قومونو ته هغه مهال لارښود كېداى شي چې قوم د خپلې ماتې سببونه په نښه كړي او ويې څېړي او تر ټولو مهمه دا چې ماته ومني او له دې وروسته خپلې سياسي او ټولنيزې ريښې كلكې او بنسټيزې كړي، ځكه له دې پرته نه په ټولنه كې كوم توپير راتلاى شي او نه ټولنه له ماتې څخه عبرت اخيستلاى شي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب