چهارشنبه, دسمبر 1, 2021
Home+د ژوند په لټه...../ حسینه عارف

د ژوند په لټه…../ حسینه عارف

دا سقوط په سیمه یا هېواد نه وو اړوند، بلکې دې سقوط دخلکو ( ملت) زړونه او روانونه هم سقوط کړل، اقتصادي زېرمې، کارونه، سوداګریزې بناوې، تر دې چې سنګارتونونه، نایي، نانوایانو د هرچا کاروبار یې په اوبو لاهو کړ، شل کلن تعلیم او شل کلن تاریخي پرمختګ نور چا نه مانه!
هغه رسنیز سیاسي چارواکي، عالمان، ملایان، لیکوالان، ژورنالیستان، پوهان……
ټول غیب شول، نور چا د ستونزو د حل او بیان خبري غونډې نه کړې، یو دم نظام چپه شو، ملت هم واوښت.
داسې ژر بدلون زړونه هک پک کړل، کابل چې ما یې ګمان هم نه کړ، دومره زر بدل شي، بدل شو.
وزیران، وکیلان، والیان او نور چارواکي لکه دفصل بدلون ، یو دم له منځه لاړل، ټولو د تېښتې لاره غوره کړله!
اوړی یو دم ژمي ته واوښت، هیچا نه ویل ولې منی رانغئ، ټول ناچاره په خپل تقدیر راضي وو او ځانونو ته یې تسلیت ورکاوه، چې ګویا هرڅه به سم شي، هغه ملت چې په ریاست او معاونیت یې کلونه جګړې وې او کلونه یې دریم تن ترمنځ سوله کوله، هغه اوس دکوم مقام دعوه نه درلودله، هرڅه په بل مخ شول، تر دې چې انساني عقل یې له حدث او ګمانه بېوسه دی، زه په دې عقیده یم، دلته اوسېدل د عمر تېرول دي؛ نه د ژوند کول. داهېواد چې کلونه په نازېدلو نور ختم شو، نازېدل، ویاړ هن وایم دابه څه سزا وه، دلته وزېږېدلو، مشرانو چې زموږ مېندې او پلرونه کلونه د سولې او یووالي په نوم وغولول، بیا بیا یې تېر ایستل اوکلونه یې کورنۍ جګړې او خپل منځي اختلافات تجربه کړل، څنګه یې دا منلي چې بیا هم داځای دژوند او اوسېدو په پار غوره کړي یا هم دلته خپل ماشومان وزېږوي او وروزي، دا خبره په پوره ډاډ سره کړم، داملک دجوړېدو نه دی او نه به جوړ شي، نه هم کوم وخت جوړ وو، ملت څخه دکوم ابتکار تمه هم نه ده پکار، زما چې کوم ناز په اردو، پولیس او سیاسون وو، لاړ!
په ډاګه شوله داهېواد دهېچا نه دی، دا زموږ هم نه وو، هسې مو ځان غولوه چې هېواد لرو؛ مینه ورسره لرو، داسې نورې سترې خبرې، هېواد یو جبري استوګنځی وو، چې له ناچارۍ موږ کې اوسېدلو، خو داچې څنګه وړه دتېښتې لاره ټولو وليدله ترې په تېښته شولو، دهوایي الوتکې نه دخلکو رالوېدل او دپنجرو شاته د ملت ویر او زاری، همداسې د هوایي ډګر ددروازو سره زموږ دښځینو او ماشومانو قتلېدل او دپښو لاندې کېدل ددې څرګندوینه کوي، چې ملت نور په چا باور نه کړي، ددې هڅه کوي چې خپل سر وباسي، مال او ځای نه تېر دي، داکړېدلی ملت او ولس دژوندپه لټه کې دډول ډول ستونزو سره مخ دی او دې ته چمتو دی هرډول ذلت، فقر، بېوسي هن دمرګ ترپولې وزغمي، خو له دې ملکه ووځي؛ دوی پوهېدلي افغانستان یو وخت خرڅ شوئ او یوه شېبه ژوند په کې دباور وړ نه دی، دنظام دجوړښت او ړنګولو واک دملت سره نشته، هسې تش کالبوت دی، پړی یې دداسې شپنو په لاس دی، چې چېرته یې په غره خیژوي، چېرته په راغه!
تاریخ به زما دملت داحال ولیکي، چې دنفس ایستلو او ژوند کولو په پار یې څه تېر کړل او څه نارواوې یې وزغملې، کورونه یې بمبار شول، ځوانان یې په بمونو والوتل، یو خوا اردو بل خوا طالب ، خو له بده مرغه دواړه د افغانې مور بچیان، دې څلورو لسیزو ډېری کورنۍ دویر په ټغر کېنولې، مېندې یې بورې، ښځې کونډې او ماشومان یې یتیمان شول. دتېر جهاد پایله موږ لیدلې وه، ښځې او ماشومان یې سرکونو ته کړل او ډېری کورنۍ یې دخیر غوښتلو ته اړ کړې، داجهاد هم داسې شو، نن سبا زموږ پولیس، اردو، انجینران، نظامي زده کړیالان او نور …
بې کاره شول او ډول ډول مزدوريو ته یې لاس واچوا، زموږ ځوانان له تعلیمه زړه توري دي، ما په سترګو داسې ځوانان ولیدل، چې نن سبا خټکاري او نور کسبونه تر تعلیمه غوره ګني، دوی ویل نور ولایتونو ته په درسونو پسې نه ځو، ځکه راتلونکې نه لري، خو کسب تل په درد خوري، دخلکو زړونه مات شوي، ښځینه چې پرون یې زوی ، پلار او مېړه دطالب، اردواو پولیس په نوم قتل شوي اوس یې دکار کړو واک ترې واخیست، داسې په زرهاوو کورنۍ دي، چې سرپرست نه لري، لوڼو او مېندو یې کار کړ، مګر نن سبا دولت دښځینه کار ته په سپکه ګوري، دوی ته دښځو ځای یا کور دی یا ګور!
دنظام تقویه پکار ده، دیو نظام ورانول ساده اما جوړول یې وختونه نیسې، دبیا رغولو تمه سخته ده، ورځ تربلې طالبان هماغه پخوانۍ کړنلاره څاري او دپلې کولو په هڅه کې یې دي، ښځینه ښوونځي له متوسطې ترلیسې او ښځینه پوهنتونه لا تړلي، دښځو وزارت یې له منځه یوړ، همداسې دوی خپل حکومت کې ترټولو مهمه برخه دښځو حجاب ګني، رسنیزو غوونډو او بیانیو کې دوی ترهرڅه دمخه په حجاب ډېر تاکید کوي، په داسې حال کې چې دحکومت ډېری برخې لا نامعلومه دي او ډېری حکومتي ځایونه لا تړل شوي، خو دوی دښځو په بوټانو او کالیو کې نښتي؛ چې دا یوه ناڅیزه برخه ده او مدیریت یې ډېر ساده دی، د امارت دراتللو سره سره خلکو خپل ځانونه داماراتیانو غوښتنو سره سم برابر کړل، سړو ږيرې پرېښوې او کمیس پرتوګونه یې واغوستل او ښځو اوږدې چپنې، هرچا خپل ځان سانسور کړ، مګر بیاهم دوی په افسانوي نکلونو کې نښتي.
سمه ده دوی وطن ونیوه!
خو داسې دګوتو په شمار عالمان او پوهان په کې نشته چې تکیه په وکړې او یا هم دنوي نظام درغولو په پار یې پلمه ونیسې او ځان ته ډاډ ورکړې، اوږده ږېره ، کمیس پرتوګ او دستار ددوی دنظام پېژندنه ده، اسلام موږ هم لوستی، موږ هم دومره ترې زده کړي، چې نظافت جز دایمان دی، شناخت دایمان دی، دوی چې کوم ډول ګرځي ځان سره سره یې اسلام بدنام کړ، خلکو ته یې داسلام، مسلمان او پښتون یو بدرنګ انځور په لاس ورکړ،د جهاد او مجاهد تعریف یې واړوه.
په ډېر کم عمر کې یې ټوپک او سلاح ته لاس کړئ، داعمر ددوی دزده کړې دی، دپرمختګ دی، خو ددوی به ټوپک په اوږه وي، ګډوډ ویښتان ، خیرن څادر په اوږه، چاودې پښې او په سرک به ناست وي او دحکومت داری دعوې به کوي، وطن په تعلیم رغېږي او پرمختګ کوي، دجهان سره په سیالی حکومت وکړئ، درښتیا اسلامي حکومت جوړ کړئ، د اسلام سیاسي نظام ولولئ، داسلام تګ لاره وڅاری، داسې حکومت جوړ کړئ چې تللي خلک دبیا راتګ په حسرت شي، دتېرو مجاهدینو په بدرنګه لاره مه ځئ، په دې خوار، فقیر او بېوزله ولس زړه وخوږوئ، نور یې مه وژنۍ دژوند فرصت ورکړئ، دګوتو په شمار پاتې عالمان راټول کړئـ ورسره مشوره وکړئ، څنګه چې روان یئ پایله به ناسمه وي، تېرو مجاهدینو هم ځانونه ددین ټېکداران بلل، خو نن سبا ددوی ژوند او دژوند کړنلاره ټولو ته په ډاګه ده، ددوی لوڼې دفحشا ترپولې رسېدلې، ټولو خپلې کورنۍ دهېواده بهر ایستلې، دبل په وینه جهاد ډېراسانه دی، ځان او کورنۍ دیوه هم زیان نه دی لیدلئ ـ چاچې څه بایللي یا زغملي هغه بېوزله ملت دی، دامریکا او ددوی په وینا کفارو سره ترټولو ښې اړیکې همدا دوی لري، داسلام ترسیوري لاندې ډول ډول نارواوې یې وکړې او کوي، یوبل ته لاس نه ورکوي، داملت باید دیوبل منل زده کړي، دقوم، ژبې، ولایت، مذهب توپیر نادیده ونیسي ، سره لاس ورکړي، پرته له دې داوطن به تل دپردو دجنګ میدان وي او تل به یو بل دویرپه ټغرکینوو، نور که هوښیارېږی هوښیار شی کنه تردې مو هم حال بدتره کېږي!
چې بیا نه توره پورته شي، نه سر په وینو رنګ شي
باداره دغه جنګ دې، د وطن اخري جنګ شي
چې زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
داکاڼې به لالونه شي دابوټي به لونګ شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب