چهارشنبه, دسمبر 1, 2021
Home+په دې ورځ مارګرېت تاچر استعفا ورکړه

په دې ورځ مارګرېت تاچر استعفا ورکړه

تاند- له نن څخه ۳۱ کاله پخوا د ۱۹۹۰ کال د نوومبر په ۲۲ مه د بریتانیا صدراعظمې مارګرېټ تاچر وروسته له دې استعفا وکړه چې په محافظه کار  ګوند کې یې اختلاف پیدا شو.

تاچر د بریتانیا لومړنۍ ښځه صدراعظمه وه. دې له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۹۰ پورې درې دورې پر له پسې  خپل محافظه کار ګوند ته بری په برخه کړ او د بریتانیا په صدراعظمانو کې یوه ډېره زړه وره، قاطع او بریالۍ لومړۍ وزیره ګڼل کېږي.

مېرمن تاچر له ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۹۲ پورې د بریتانیا په پارلمان کې د لندن د شمالي برخې فېنچلې د خلکو استازیتوب کاوه.

هغه مهال چې نوموړې د پوهنې وزیره وه، د خپل ګوند د مشرتابه لپاره یې د ۱۹۷۵ په اوږدو کې د لومړي وزیر اېډوارډ هېټ په وړاندې بریا تر لاسه کړه او دغه راز د ۱۹۷۹، ۱۹۸۳ او ۱۹۸۷ په ټولټاکنو کې بریالۍ شوه. دې د اقتصاد د لیبرالي کولو په برخه کې ډېر لوی او زړه ور ګامونه واخیستل او یو شمېر دولتي کمپنۍ یې حصوصي سیکتور ته وسپارلې.

میرمن تاچر په ۱۹۸۲ م کال د فاکلنډ ټاپو پر سر له ارجنټاین سره د بریتانیا د جګړې په مهال د خپل هیواد مشري کوله او له اروپايي اتحاد سره یې د یوځای کیدو سخت مخالفت کاوه او د امریکا له پخواني ولسمشر رونالد ریګن سره یې چې د پخواني شوروي اتحاد په رانسکورولو کې یې مرسته کړې وه، ډیرې ښې اړیکې درلودې.

تاچر په ۱۹۷۹کال پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال واک ته ورسیده؛ چې وروسته د دغه یرغل په وړاندې د افغانانو د جهاد په کلونو کې په نړېواله کچه د افغانانو یوه کلکه ملاتړې وه.

تاچر د صدراعظمې په توګه له ټاکل کېدو دوه کاله وروسته په ۱۹۸۱ کال پاکستان ته لاړه او د افغان مهاجرو له یوه لوی کمپ څخه یې د کتنې پر مهال یوې غونډی ته په وینا کې د افغانانو له مقاومت سره د لویدیځ پرملاتړ ټینګار وکړ:

“غواړم درته ووایم، چې تاسې د ازادې نړۍ په زړونو کې یاست.”

تاچر په دی سفر کې د تورخم تر دروازې پورې وړاندې لاړه.

له میرمن تاچر سره د پاکستان د وخت پوځي واکمن جنرال ضیاالحق هم ملګری و.

ویل کیږي، نوموړې په تصادفي ډول څوګامه له کرښې اخوا د افغانستان په خاوره کې واخیستل.

د تورخم له پولې د بریتانیا او پاکستان د مشرانو د لیدنې په مهال یوه ناببره پیښه هم شوې وه.

کله چې د پاکستان پوځي واکمن په ګډه پوله له خپلو سرحدي ساتونکو سره روغبړ کاوه، درې افغان سرحدي عسکر هم د دوی په لیکو کې ننوتي وو او په لاس یې له ضیاالحق سره ستړې مشې کړې وه.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې؛ د بریتانیا پخوانۍ صدراعظمې مارګرت تاچر د جهاد په کلونو کې د افغانانو کلک ملاتړ وکړ، له یوشمېر جهادي قومندانانو سره یې نژدې اړیکې لرلې.

مارګرت تاچر د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې د افغانانو له مقاومت سره د نړیوال ملاتړ لپاره د امریکا د وخت له ولسمشر “رونالډ ریګن” سره په ګډه هلې ځلې مخ ته وړلې.

مارګریت تاچر د وسپنیزې ښځې په نوم هم یادیده.

مېرمن مارګرېټ تاچر  د ۱۹۲۵ د اکتوبر په ۱۳مه د انګلیستان (انګلنډ) په ګرانتم کې زېږېدلې او  د ۲۰۱۳ د اپریل په ۸ مه د ۸۷ کلونو په عمر په لندن کې مړه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب