پنجشنبه, جنوري 20, 2022
Home+فوزي سم اند(منطق) ډاکتر ماخان مېږی شینواری

فوزي سم اند(منطق) ډاکتر ماخان مېږی شینواری

  Fuzzylogik

Was ist Fuzzy Logic? فوزۍ – سم اند

فوزي-سم اند( انګرېزي: فوزي (فوزي نوم دی) = ناټیک -، رپېدلی-، ناتېره- یا پڅ سماند) یوه تیوري ده، چې په ټوله کې د انسان دپوهې انځورولو او  د انسان فکرکونې څخه په کمپیوتر کې د کار کړنې لپاره ودیزه شوې.

بیا:

(انګرېزي fuzzy ‚ ‘‚ناټاکلی‘; فوزي سم اند, فوزي تیوري‚ پڅ سم اند‘همداسې. ‚ پڅه تیوري‘ )

فوزي یا ناتېره سم اند یوه تیوري ده، چې په نمونه پېژندنه کې و ،، د ناروښانه رانیول روښانه،، ته (ایرانی پوه دیZadeh) ) ودیز شو، داسې چې د ناتېره – یا پڅ مودل کولو د  ورځنخبریز (umgangssprachlichen (  colloquial    ) شننو په چوپړ کې وي، نن مګر په په ډېره کې کارونورشو کې، لکه په (Regelungstechnik ، cybernetics، سایبرنتیک، السيبرانية، د سیبرنیټیک (۱))  کې یو رول لوبوي.

(۱) انجنیريپوهنه ده، چې دماشینونو د مظم کولو تښنیک کې رول لري.

د دوه ارزښتوالي بول سم اند Booleschen Logik ټولیزکونو په څېر د بېلګې په توګه

اجازه ورکوي چې د یوه خوي پراخوالي –  لکه داسې په نامه د هېک ویېنې  ،، داسې لږ،، ، ،، نږدې،، ،  ،، توانمند،، یا ،، ډېر،، د پیداېښتي ژبې د پرېدیکات د توانمندۍ  یا کمزورۍ لپاره چمتو کوي –  د اړوندوالي درجې په څېر ګڼیز(عددی) رانیسي او له دې سره ناتېزې((Fuzziness) ژبنیو ویېنو شمېرپوهنیزه بڼه ورکوي.

قوزي سم اند په ناتېرو (فوزي) ډېریو(Fuzzy-Sets) ودان دی. له دې سره ډېري یاسټ لکه تراوسه د شیانو له لارې پېزند لري یا پېژند ورکړ شوی، د دې ډېرۍ دا توکي دي ( نه دي)، بلکه د دې ډېرۍ د درجې په اړوندوالي. دا د اړوندوالي څېرونې یا فنکشن له لارې، چې په دې هر توکی د هغه د درچې ګڼیز ارزښت باندې تنظیم شوی دی. داسې مخ ته وړلي نوي ډېرۍ کارونې یا عملیې داسې د یوې نوې اړوند سم اندشمېرني پېژند ورکوي، چې د Inferenzprozessen پروسو ته اجازه ورکوي.

( ایفرنڅ پروسې کومې دي؟

په پیداېښتې پوهنو او  همداسې په سم اند کې  د اېنترفرنڅ دوه ډوله شته دی: Induktive  اوDeduktive

ايندوکتیو – او دېدوکتیو اېنترفبرنڅ. د ایندوکتيو انترفرنڅ څخه د کتلو یا لیدلو له لارې د اړوندوالو زدکړې پوهېږو، چې د هغو له مخې ټولیزې لارې یا قوانین جوړیږي.

دېدوکتیو انفرنڅ یې په مخامخ لار ځي او د ټولیزو اصولود ځانګړو ویناو را بېلدنه یې د څېړنې ده یا موضوع ده. ماشیني زدکړې هڅيږي بالاخره دا د ایندوکتیو پروسه د مصنوعي هوښیارتیا Intelligenz پروسې په ورشو کې اوتومات کړي. ))

            منځپانګه

۱ – تاریخي وده

۲ – فوزي-ډېرۍپوهنه(سټ – تیوري)

۳ – ناتېره ډېرۍ

۳ . ۱ – نه والی

۳ . ۲ – نه پرېښودونې – یا – تړنه( سرکټ)

۳ . ۳ – او- تړونی

۳ . ۴ – پرېښودونی-یا – تړنه

۴ . فوزي څېرونه (فنکشن)

۴ . ۱ – د یوه نا- کرښيزفوزي – څېرونه

۵ – کارونورشو

۶ – کلمو بېلونه

 تاریخي وده Historische Entwicklung

د ناتېره – یا پڅ فوزي سم اند ته پام کونه د یونان و انتیک ته رسیږي. همغهغه وخت کې فیلوسوف Platon ومنله یاښه یې سمه ونیوه، چې د رښتیا او نارښتیا کلمو په منځ کې یوه دریمه ورشو پرته ده. دا سوچه بوچه د ده د وخت ملګري Aristoteles په مخامخ وه، کوم چې د شمېرپوهنې ټيکوالی( پرېڅېزیون) په دې مدلل کړی وو، چې یوه وینا یا رښتیا او یا نارښتیا ده.دا د ناتېره – یا پح سم اند کلمه د Georg Wilhelm ، Friedrich Hegel له خوا د ډبل منځ په نامه خوره شوې یا منځ ته راغلې وه.

د  فوزې-ډېرۍ – تیوري، یعنې د پڅې ډېرۍ-پوهنه، په ۱۹۶۵ ز ک کې له لطف زاده Lotfi Zadeh له خوا د کلیفورنیا، برکلې پوهنتون کې ودیزه شوه.

د فوزي- ډېرۍ – تیوري په ۱۹۸۰ ز ک کې له ټولو د مخه په جاپان کې مخ ته تګ د داسې په نامه جاپاني فوزي- څپې په نامه وکړ. د فوزي-ډېرۍ-تیوري د فوزي سمون یا فوزي تنظیم کونکي په څېر په صنعتي پروسو کې بریالی وکارول شو. د اویروپا ته فوزي-څپو په۱۹۹۰ ز ک راغله او بنسټیزې خبرې پرې پیل شوې.

له الماني مخکښانو څخه یې یو Harro Kiendl وو.

Fuzzy-Set-Theorie فوزي – ډېرۍ- تیوري

فوزي-ډېرۍ- تیوري دې له ډېرارزښتوالي تیوري څخه توپیر شي، کومه چې په ۱۹۲۰ کې د پولنډي سم اند پوه له Jan Łukasiewicz خوا تشریح یا روښانه شوې. په راتنګه موخه کړی شي د فوزي سم اند د ډېر ارزښتوالي سماند په څېر وپوهېدی شي، او د هغې  ډېرارزښتوالي سم اند سره نږدېوال لري، چې د هغه د رښتیاوالي ارزښت لپاره د یوې سم ادیزې وینا ګڼونه د یوه ریل یووالیز اینتروال [0, 1] ( رییلګڼونه له۰ تر ۱ پورې) کارول کیږي.

Unscharfe Mengen  ناتېره ډېرۍ

د اړونده څېرونو (برخډېریو) د او-یا-نه کارونې

د فوزي-سم اند بنسټ داسې په نامه ناتېره ډېرۍ ( انګرېزې fuzzy sets) دي. د ورځني بلد ډېرۍ( چې د فوزي سم اند له مخې تېره ډېرۍ بلل کیږي)، په کومه کې چې د ورکړلشوې ډېرۍ توکی خوندي دی او که خوندي نه دی یا د دې ډېرۍ توکی دی او توکی نه دی. یوه فوزي ډېرۍ د شیانو له لارې پېزند نه لري، د دې ډېرۍ توکي دي ( یا نه دي)، بلکه د دې ډېرۍ د درجې اړوندوالی دی و دې ډېرۍ ته.

دا د اړوندوالي څېرونې یا فنکشن μA: X → [0,1] له لارې پېښیږي، چې د پېژندډېرۍ X یو ګڼ  له ریل ارزښته موخه اېنتروال [0,1]  سره ترتیب یا تنظیمیږي، کوم چې د اړوندوالي درجه μA(x)  د هرتوکي  x داسې پېژند ورکړ شوې ناتېره یا پڅې ډې A ورکوي. له دې سره هرتوکی د ناتېرې ډېري هر توکی سره، مګر هرځل بېلابېلو، د پېزند ورکونې اړوندوالي درجې یوې ټاکلې برخډېرۍ کیږي.

زاده  د دې لپاره یوه ډېرۍ کارونه روښانه کړه یا وویله، چې د یوې نوې سم اندیزې شمېرنې ډېرارزښتیز فوزي سم اند مدلل او دا یې د دوه ارزښتوالۍ ، ټولګیز سم اند د یو ټولیزوالي راوړ، چې په هغې کې یې ځانګړی حالت خوندي دی

دا پر ناتېرې – یا پڅې ډېرۍ باندې کارونې یا که غواړۍ عملیې دي، لکه څنګه چې په تېرې ډېرۍ پېژندوړ دي، لکه د بېلګې په توګه غوڅيډېري ( او UND)، ټولنډېرۍ ( یا ODER) او پوره کوونډېرۍ ( نه  NICHT ).

د سم اندیزې مودل کونې یا بڼه ورکونې لپاره کارووني Konjunktion (UND)، Disjunktion (ODER)  او Negation (NICHT) د T-Norm  او T-Conorm ( دا ت-نورم او ت کونورم په فوزي سم اند فنکشنونه بلل کیږي) څېرونټولګیو یا فنکشنټولګیو څخه کار اخستل کیږي.

Negation نه والی ( او که نهوالی او که نه-والی؟)
د فوزي سم اند نه-والیله ۱ څخه د ورکړي ارزښت کمون دی. نو

  NOT(A)=1-Aنه

یا: نه (A)= 1 –A
نه ترې تېرېدونېی – یا – تړنه (په برېښنا تړنه کې)
ورزیاتونه د هغه ستر ارزښت د ټاکنو له لارې منځ ته راځي. نو

  OR(A;B)=A wenn A>B

          B wenn A<=B

داسې یې لولو: د ،، یا،، تړنه: A یا B برابرA  که A  له  Bلویه وي

                     B   که  A له  B کوچنۍ-برابره وي

    د ،، او تړنه،، یا او-تړنه( که اوتړنه؟) UND-Schaltung

د دوه الماني وییونو پرېپوهېدنه په پښتو: Wenn  که und او

د ،، اوتړنه د کوچني ارزښت ټاکنو له لارې منځ ته راځي. نو

  AND(A;B)=A wenn A<B

           B wenn A>=B

لوستل یې : A یا  B برابر A  که A  له B کوچنۍ وي

                        برابر B که A له B لویه-برابره وي.

ترېتېرېدونکي – یا – تړنه

د  بېلونې پوره کېدنو یا د ،، یا او یا ،، تړنپوره کونې لپاره کوچني دوه ارزښتونه ټاکي او د دواړو کوچنی ارزښت ټاکل کیږي. د دوه ورکړو ارزښتونو ډېر یې سړی پرلپسې  عملیې د تل همغه بل ورکړي ارزښت سره ايښول کیږي. ساده: سړی دلږو اکسترېم د هغه پای مخامخ پراته اکسترېم ارزښتونه را اخستل کیږي. نو

  XOR(A;B)=A   wenn A>B und A<(1-B)

           1-B wenn A>B und A>=(1-B)

           B   wenn B>=A und B<(1-A)

           1-A wenn B>=A und B>=(1-A)

دا XOR د ،،یا او یا،، په پرېپوهېدنه دی. لکه یا ا یا ب

د دې ،،یا او  یا،، تړنې لوستل: له پورته و کښته لور ته

د یا Aاو یا B برابر A  که A>B  وي او  A<(1-B) وي

برابر 1-B   که A>B  او  A>=(1-B)

برابر  B که  B>=A او B<(1-A)

برابر 1-A که B>=A  او B>=(1-A)

فوزي څېرونه یا فنکشن

د یوګونو اړوندوالي څېرونو یوځاینیول د فوزيڅېرونې ورکوي. یوه بېلګه یې د یوه کس د زړښت لپاره د فوزي فنکشن دی. دا کېدی شي ډېرو پرلپسې درېګوډیو (مثلثونو) جوړ وي او د دې یوګونو زړو ډلو اړوندوالي څېرونې یا فنکشنونه انځوروي.

هر درېګوډی د انسانانو زړښت ډ ډېرو کلونو یوه ورشو پوښي. یوه له ۳۵ کلونو سره انسان به دا خویونه درلودی: ځوان له ارزښتونې 0,75 سره (دا لا نسبي ډېر دي)، منځنی زړښت له ارزښتونې 0,25 سره (دا داسې لږ دی) د نور څېرونو نه. بل ډول ویلي:

د ۳۵ کالو سره سړی نږدې ډېر ځواند ی او هم داسې لږ منځنی. د فوزي څېرونه هر زړښت ارزښت یوه له دې سره کرکتري – یا ځانګړې شوی اړوند څېرونې سره تظیموي.

په نننۍ نړۍ کې فوزي سم اند په ډېرو الکترونیکي الو کې کارولکیږي

د فوزي سم اند په چټک ګاډو یخوونو او نور الکترونیکي الو کې لکه د ختوني یا لیفت تګ کتول کې او همداسې

په اقتصاد کې د فوزي سم اند کارونه بریالۍ ننوتنه ساتلې. د بریاليکوونو یا بریالي څومره والي (څومره والي برخه) بېلګې سره د هوښیارتیاو زیان ازماېښت د بیمو خاوندانو لپاره د بیموغولونو څخه خوندي ساتي.

د کلمې رابندونه

له فوزي سم اند سره دې د فوزي پلټنتیوري نه بدلیږي، چې په داتنبانک دېتابانک کې ناتېره پلټنه ممکنوي، د بېلګې په توګه که د یوه نوم  یا د یوې کلمې ټیک لیکنډول څرګند نه وي. که د اړوندوالي ارزښتونه هم له انتروال فورمال  داسې برېښي د احتمالوالي ارزښتونه، نو نا ټېره بنسټیز بل ډول دی و احتمالوالي ته. له هرڅه د مخه دې دې پام وي، چې د فنکشنونو یا څېرونو دوه ارزښتوالی یو بل سره غوڅوي نه باید ۱ وي. دا کېدی شي برابر ۱ وي، مګر له دې د پاسه یا لاندې پروت وي.

لاندې څېرې ته: د اړوندوالي څېرونو یا فنکشنونو( برخډېرۍ)  د  او – یا – نه – کارونې

د یوې تودوخۍ سمولو فوزي سم اند

لادې څېره کې کتل کیږي.

له کيڼ و ښي لور ته یخ، تود(تړم)، ګرم یا جوش که اوبه وي

ترې لاندې: تودوخي درجه

د یخوني لپار فوزي په څه پرېپوهېدنه؟

په فوزي مودوس کې یخوون الۍ تودوخۍ برخه په یخووني کې اوتومات د چآپېریال اړوند د تودوخۍ بدلېدنه تنظیموي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب