پنجشنبه, جنوري 20, 2022
Homeخبرونهحقاني شبکې له ط سره خپل اختلافات رد کړل

حقاني شبکې له ط سره خپل اختلافات رد کړل

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلورمه)‏‏ د حقاني شبکې یوه مشر انس حقاني له بي بي سي ټلویزون سره په ځانګړې مرکه کې رد کړه، چې ګواکې دوی د طالبانو تحریک څخه جلا دي او اختلاف ورسره لري.

د انس حقاني په وینا، د دوی او طالبانو د جلا ښودلو هڅې د امریکایي استخباراتو اړوند دي او پایله هم نه ورکوي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې د خپلې شبکې په پراخ حضور ویاړي.

په وروستیو کې د طالبانو د کوټې شورا او حقاني شبکې ترمنځ د اختلافاتو د زیاتوالي خبرونه زیات شوي.

طالبانو او حقاني شبکې دواړو په مسلسل ډول دا خبرونه رد کړي او ویلي، چې دوی سره جلا نه دي او ستونزې یې ترمنځ نشته.

افغان خبریال میرویس افغان بیا ادعا لري، چې د یادو اختلافاتو د موجودیت او شدت په اړه اسناد په لاس کې لري.

هغه په یوه مرکه کې وویل، چې حقاني شبکې د طالبانو د حکومت مهمې برخې انحصار کړي او ممکن په غبرګون کې یې د طالبانو د کابینې یو شمېر غړي له دندو استعفاوې هم وکړي.

د افغان په خبره، په دې برخه کې د طالبانو د کابینې د غړو تر کچې ورسره خلکو خبرې کړي او د حقاني شبکې او کوټې شورا له اختلافاتو یې شکایت کړی.

2 COMMENTS

  1. جلال الدین حقانی او د حقانی شبکه د سقوی – تاجکی پروژې د هنداری پښتنی مخ دئ چی اصلی طراح ئې انګریز دئ.

  2. لمر په دوو ګوتو نه پټيږي د ګوډي جلالدين کباړ زويه.دوړې مو تر کابله تر کندهار ووتلې د ای ايس ای وفاداره چيچيه جنراله تف لعنت د وي په تاسي د پنجاب لپاره هر څه تير ياست له ځانه مو بدماش جوړ کړی. پلار د وصيت نه درته کړی سي زويه تر لس کلني پوري د پرتوګ نه لرل د پاکستان ترخه جوار به مو خوړل. د مزري څپلۍ به مو پښو وې. که حرامي نه د نيکونو مسکيني د درپه ياده کړه غلمينه ډوډۍ مو نه لرله درويزه به مو کوله. نن ته باچا يې خپله حرامي جوسه په هنداره کې وګوره. ته پخپله د امريکا او پنجاب جاسوس يې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب