جمعه, جنوري 21, 2022
Home+د احمدشاهي عصر نظامي ادارې

د احمدشاهي عصر نظامي ادارې

دوېمه برخه : 

د احمد شاه بابا په دوره کې د نظامې برخې لپاره ځانګړې توجه کېده ځکه چې ددې سترې جغرافیې د ساتنې او د نویو سوبو د فتحې لپاره کافي بشري سرچینو او په نظامي چارو کې ډیر کار ته ضرورت وه 

د احمدشاهي عصر د ملي بودیجې وېش هم پدې ډول شوی وه چې درېیمه برخه بودیجه به نظامي چارو ته ځانګړې کېده او د نویو وسلو او وسایلو د پېردلو لپاره ځانګړې بودیجې شتون لاره لدې ټولو مواردو معلومیږي چې ، احمد شاه بابا نظامي ادارې خورا غښتلې او د اړتیا سره سم یې د تجهیزاتو او امکاناتو درلودونکې وې.

د ټولو پوځي چارو په سر کې لوی قومندان وه چې سپه سالار یې باله چې دده تر لاس لاندې بېلا ، بېلې پوځې څانګې وې چې دلته به یې سترې پوځي څانګې ذکر کړو. 

په احمد شاهي عصر کې د نظامي جوړښتونو نومونه 

نظام دفتر 

دا څانګه په نظامي برخه کې تر ټولو ستره څانګه وه چې ، د دفاع وزارت هومره ارزښت یې لاره ، نظام دفتر د ټولو نظامي چارو د سمبالښت چارې پر مخ وړلې ، په مالي برخه کې خپلواکه اداره وه او ټول تادیات یې په خپلواکه توګه ترسره کول . د نظام دفتر ځېنې دندې په لاندې ډول وې . 

  1. د ټولو پوځي سامان آلاتو ترتیب و تنظیم 
  2. د سرتیرو او افسرانو تنخواګانو اجرا کول 
  3. د اردو اعاشه او پوښاک چمتو کول 
  4. د افسرانو او سرتیرو اړوند اداري اسناد او دوسیو  ترتیبول 
  5. د وسلو او مهماتو زیرمې برابرول 
  6. د لشکر کشي په وخت کې د سپاهیانو او قومندانانو ګمارنې مسؤلیت 
  7. پادشاه ته د نظامي چارو په اړه مستقیما خبر ورکول 

دیوان دفتر ستراتیژیک او تاریخي اهمیت لاره لکه د احمد شاهي دورې څخه مخکې دورو کې هم په عربي ژبه کې دا اصطلاح کارول شوې ده چې ( دیوان الجند ) یې باله . 1

د پوځیانو لپاره د خوړو زېرمو یوه برخه د مالیې وزارت پورې تړلې وه چې پوځیانو به د خپل تګ را تګ لپاره د ملکي څانګې له میراخور باشي ګریو له څانګې څاروي بیول همدارنګه د دربار دننه بله اداره چې اردو باشي بلل کېده هم د نظامي برخې د سمون په موخه یې کار کاوه .

سیورسات چي په احمدشاهي دوره کې د سیورسات چي په نوم یوه اداره \ شخص وه چې د ټولې اردو د خوړو او د پوځ سپرلیو ته د وښو برابرولو مسؤلیت یې لاره سیورسات چي به له خلکو د عشر په ډول غلې راټولولې او بیا به یې یوه لېکلې پرزه ورکوله چې کله به د مالیې وزارت نه خلک د مالیاتو لپاره ورتلل نو خلکو به ورته دا ورقه یا لیکلې پرزه سپارله ځېنې تاریخ پوهان بیا وایي چې له سیورسات چي سره به د مالیې وزارت یوه ډله هم وه چې پدې برخه کې به یې د اسنادو لپاره له سیورسات چي سره مرسته کوله .

وسله تون ( قورخانه ) 

د پوځ ټولې اسلحې به په ډیپو ګانو کې ساتل کېدې چې دېته به یې ( قورچي باشي ) ویلې د احمد شاه بابا په وخت کې وسله تون کې بېلا ، بېلې وسلې په ډیر ښه شکل سره ساتل کېدې 

قورچي باشي یوازې وسلې نه ساتلې بلکې د احمد شاه بابا له لورې د ځانګړې پاملرنې له امله چې د پوځ لپاره یې د نویو او عصري وسلو د جوړولو په موخه کوم ګروپ ګمارلی وه لکه د باروت جوړونې دستګاه ، مرمۍ جوړونې ، اورنیو پوځي توکو جوړونې او باروت جوړونې پروسې څارل هم دده کار وه لدې دستګاوو او کارخانو خپله علیحضرت هم لیدنه کوله چې د کندهار ښار په دننه سلطنتي ارګ سره نږدې غرب لور ته یې موقعیت لاره . پدې تړاو به نور معلومات په همدې مقاله ولولئ.

اردو

داحمد شاه بابا اردو له پوځیانو او نیمه پوځیانو جوړه شوې وه لومړی ډلې ته یې د ( پوځ نظام ) او بلې ډلې ته یې ( ارت پوځ ) یا سپاره خانان ویلې 

پوځي سرتیري 

د وسلوال پوځ دا ډله په دواطلبانه ډول را ټولیدل دولت ورته د وسلو او تنخاوو ورکړه کوله یوازې د کالیو او شخصي مصارف دده په غاړه ول په کال کې یې درې میاشتې رخصتې لرله البته دا پ هغه صورت کې جګړه به نه وه ددې پوځي کتلې یو شمیر یې په پلازمینه او نور یې د لرو پرتو سېمو په مرکزونو کې میشته وه چې په پلازمېنې کې په څو ډلګیو وېشل شوې وه ، چې عبارت له لښکر ماتوونکو زلمیو ډله ( شاهي ټولګی ) د ساتونکو ډله ( د پاچا ساتونکي ) او د سرتیرو ډله چې د شاهي لښکر قومندان یا   ( قللراقاسي ) رسول خان نومیده . 

سپور ټولګي 

له دې ډلګی د اردو برخې جوړیدې چې له ځان سره یې ټوپک ، تورې ، کرابین ټوپک او نېزې لرلې دوی د نورو وسلو په لرلو هم خپلواک ول لکه د زغرې ، ډال او تبر .

پلي ټولګي 

پلي ټولګي لکه له نوم څخه یې چې معلومیږي پلی پوځ ووه ، چې د اردو یوه برخه ترې جوړیده دوی له ځان سره ټوپک او چړې لرلې او نورو وسلو د کارولو خپلواکي یې هم لرله . 

توپ ټولګی

دې ټولګي دوه سترې برخې لرلې یوه یې درنه او بله یې سپک توپونه درانه توپونه به یې په اسونو وړل او په اردو کې یې ځانګړی ځای لاره پدې توپونو د احمدشاه د ډیرو جګړو سوبمن عملیات ترسره شویدي . بله ډله سپک توپونه ول چې زنبورک ،  شاهین و شهنګ ، چهاریاري او عند لیب باله ، دا توپونه په اوښانو وړل کېده چې له یو ځای نه بل ځای ته یې انتقال اسانه او وړل کېدو ژر قابلیت یې لاره په ټولو تاریخي یاداښتونو کې د احمدشاهي توپ ټولګي د برترۍ ډیرې کېسې شته د جګړو د ګټلو لامل یې یاد کړیدی. 

د اردو سپکو توپونو شمیر د احمد شاه بابا په سلطنت په لومړیو کې اوه سوه زنبورک لرونکو اوښانو ته رسیده چې دا شمېره بیا وروسته زیاته شوه د احمدشاه توپچي قومندان ( توپچي باشي ) رحمن خان بارکزی وه . د ټولو توپونو قومندان توپچي باشي یا میراتش باله . 

د اردو د اکمالاتو منظمه پروسه وه چې د اسونو ، فیلانو ، غوایو او قچرو په مرسته یې اکمالات کول . 

په هغه لیک کې چې علیحضرت احمدشاه بابا د عثماني خلافت ته لیږلی وه، د توپچي ډلۍ ډير صفتونه یې پکې کړیدي او هغه یې د قیامت نښه یاده کړې ده چې د مرمۍ د فایر کولو سره به یې دښمن تارو مار شو، همدارنګه د پدې کې د اور وروونکو وسلو او باردو یادونه هم شوېده .  2

نیم پوځي سرتیري 

دې ډلې ته یې قامي لښکر یا سپاره خانان ویلې چې د احمدشاه بابا د لښکرو سره به د جګړو پر مهال یو ځای کېدل چې له جګړو وروسته به یې بیرته خپلو کورونو ته ستنیدل ځېنو سېمو به د جګړو پر مهال یو ټاکل شوې اندازه سپاره سرتیري ورکول او یا به یې هم دیواني مالیې په ډول اوښان ورکول. 

ځېنې به د قومي مخورو او مشرانو له لورې د جګړو لپاره اماده کیدل او جګړې ته به بیول کیدل چې له جګړې وروسته به خپلو عادي کارونو ته ستنیدل چې بیابه یې له پوځ سره اړېکې نه لرلې ددې خلکو په سر به د دولت له لورې قومي مشرانو او خانانو ته به په کلني ډول تنخاوې او لګښتونه ورکول . 

ددې ډلي پوځي جوړښت داسې وه چې د احمد شاه بابا له لورې به د جګړې له خبر سره منظم شول هر قومي مشر او خان به خپل نږدې خپلوان ، ملګري او ګاونډیان په پوځ کې شامل کړل چې وسلې او سورلۍ به د دولت له لورې ورکول کېدل چې بیا به ددې قیمت په معاشاتو کې ترې لږ . لږ ګرځول کېده

ددې ادارو باوجود په مرکز کې د واکونو باصلاحیته شورا هم وه چې د ټولو قومونو مشران پکې غړيتوب لارهددې شورا دنده د هېواد په ټولو چارو کې هم په ملکي برخه کې او هم په نظامي برخه کې پادشاه ته د سلا مشورې او په پرېکړو کې د نظر ورکولو حق لاره چې علیحضرت احمدشاه بابا یې هم نظر او مشورو ته ځانګړې عقیدت لاره . پدې نهه کسیزه شورا کې دغه مشران شامل وه . 

نور محمد خان علیزی ، عبدالله خان ایوب زی ، شاه ولي خان بامیزی، حاجي جمال خان بارکزی ، موسی خان اسحاقزی مشهور په دونګي ، نثارالله خان نورزی ، محبت خان پوپلزی ، یو تن غلجايي او نهم نفر د براهوي د قوم څخه ناصر خان کلات وه . 

بل اداري جوړښت هغه هم په لرې پرتو سېمو او ولایتونو کې وه چې، ولایتونو او سترو ولسوالیو مسؤلین به د پادشاه له لورې او ټېټ رتبه مامورین به خپله د همدې سېمې د حکمرانانو له لورې ټاکل کېدل او یا به همدا مامورین د حاکمانو له لورې پادشاه ته پیشنهاد کېدل په سېمه اېزه کچه د ځېنې دولتي ادارو نومونه په لاندې ډول دي . 

حاکم ، نائب الحکومه ، سر لښکر ، مستوفي ، قاضي ، کوټوال ، نظام دفتري ، د ګمرک مدیر ، د لوجیستیک مدیر چې میر اخور یې باله ، د خالصه جاتو مدیر چې اجاره جات او مالیات به یې راټولول کلانتر ، او ښاروال . 

کلې او بانډې د ملک ، خان ، سر کرده او سلطان له لورې اداره کېدې چې دا خلک په خپلو کارونکو د حکومت تر نظارت لاندې خپلواک وه مرکزي حکومت به د ولایتونو او ولسوالیو د حاکمانو په مرسته له دې خلکو سره اړېکه لرله چې د مالیاتو برخه یې په ډیر شدت سره څارل کېده . 

د احمدشاه بابا د عصر د ولایتونو د ځېنې مشرانو نومونه په لاندې ډول دي 

د هرات مشر دروېش علي خان هزاره ، د مشهد مشر د نادرخان لمسی شاهرخ افشار، د نیشاپور مشر عباس قلي خان بیات ، د بلوچستان مشر نصیرخان بلوچ ، د شکارپور مشر دوست محمد خان کاکړ، د سند مشر نور محمد خان شهنواز سندي ، د ملتان مشر شجاع خان ابدالي ، د دیره اسماعیل خان مشر موسی خان ، د پنجاب مشر زین خان مومند ، د پتیالې مشر امیر سینګ سیک ، د کشمیر مشر خواجه عبدالله خان او د کلات مشر اشرف خان غلزایي او د پایتخت مسؤل  دارالانشا رئیس میرزا هادي خان قزلباش وه . 

احمد شاه بابا د واکمنۍ له پېله د اصلاحاتو لپاره په قوي عزم او مورال کار پېل کړ، په افغانستان کې یې اداري ، نظامي ، مالي او مدني جوړښتونه رامنځته کړل د کارونو د ښه اجرا لپاره منسوبین په دندو وګمارل او بیا یې د یوه غوره لېډرشیپ له مخې د هغوی روزنه ، پالنه او کنټرول ترسره کاوه ، منظم پوځ یې جوړ کړ چې د یو لک په شاخوا کې یې د پلي پوځ او توپخانې درلودل یې یوه ښه بېلګه ګڼل شو ستر احمد شاه  بابا د خپلو پوځي تشکیلاتو او جز و تامونو لپاره د پوځي تجهیزاتو صنعت پیاوړی کړ او ددې صنعت د ودې لپاره یې جنګي قوې ته ځانګړې پاملرنه وکړه . 

احمد شاه بابا د وسلو ، باروتو او نورو نظامي تجهیزاتو صنعت پیاوړی او له همدې لارې یې خپل  دښمنان سرکوب کړل. 

هسې خو ټول خلک پدې پوهیږي چې، ددې دومره سترې واکمنۍ قلمرو او سرحداتو ساتل د غوره او قوي کنترول مدیریت او مشرۍ ته اړتیا لري .

احمد شاه بابا د وسلو جوړلو لپاره تر خپل نظارت لاندې شاهي ارګ ته نږدې باروت خانه او نورو نظامي تجهیزاتو د جوړونې کارخانه جوړه کړه چې خپله به یې کارونه څارل او نویو او عصري وسلو د جوړلو لپاره به یې انجنران ګمارل یو نوی څه چې احمد شاه بابا ورته زیات اهمیت ورکاوه هغه د توپونو جوړول وه په اکثره سترو جنګونو کې له توپونو څخه کار اخیستل شوی دی چې ډیر موثر او ګټور ثابت شویدي د نیشاپور د جګړې پر میدان یې یو نوموتی توپ جوړ کړ چې شل منه مرمۍ یې لرله چې بیا یې پرې دښمن ته کلکه ماتې ورکړه تاریخ لیکونکي دا نېټه ( 1168 ) لېکلې ده . 

د احمدشاه بابا د توپچې قوې ډير ستر نوم وه، دښمنان یې له همدې سترې قوې همېشه په لړزان وه 

د وسلو جوړونې بله برخه د اورلګونې وسایلو جوړول چې احمدشاه بابا دې برخې ته هم ځانګړې پاملرنه کړېده د باروتو ، ښورې او نورو توکو لپاره یې هم په ښار کې دننه کارخانه جوړه کړې وه .

د غوڅه وونکو وسلو لکه د تورو ، برچو او نېزو کارخانه هم وه چې دې برخې ته هم خاص پاملرنه کېده.

په هغه لیک کې چې احمدشاه بابا د عثماني خلافت خلیفه دریم مصطفی ته لیږلی دی نو د خپلو جنګي وسایلو په اړه یې هم تفصیلي معلومات ذکر کړيدي چې د احمد شاهي اردو د ( خمپاره ) په نوم د جنګي وسلې ذکر هم پکې شویدی چې ایراني تاریخ پوهانو دا یو ډول بم ګڼلی دی او د اژدر نوم یې ورکړی چې بیا وروسته نورو ایراني تاریخ پوهانو لکه رشیدي اژدرها او ستر مار ترې تعبیر ویستلی دی . 3

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ماخذونه 

1 . زیدان ، جرجي ، تمدن اسلام ، چاپ کال ، 1902 مصر ، لومړی ټوک ، مخ ـ 123

2 . جلالي ، غلام جیلاني ، نامه احمدشاه بابا بنام سلطان مصطفی ثالث عثماني ، چاپ ، 1383 ، دانش خپرندویه ټولنه ، مخ ـ 31

3 . جلالي ، غلام جیلاني ، نامه احمدشاه بابا بنام سلطان مصطفی ثالث عثماني ، چاپ ، 1383 ، دانش خپرندویه ټولنه ، مخ ـ 23

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب