جمعه, جنوري 21, 2022
Home+پرسنفکېشن او تدبیج/اسدالله غضنفر

پرسنفکېشن او تدبیج/اسدالله غضنفر

د پرسنفکېشن اصطلاح په وروستیو لسیزو کې زموږ ادبي بحثونو ته راغله او کله کله مو، لکه هره نوې وسیله چې په لرلو یې فخر کوو، د ضرورت له مخې یا بې ضرورته په خپلو کره کتنو او ادبي بحثونو کې استعمال کړه، مثلا ومو ویل چې د پلاني په شعر کې پرسنفکېشن هم شته، حال دا چې پرسنفکېشن یعنې بې روحه شیانو ته انساني ځانګړنې ورکول، په ادبي آثارو او ان عادي ژبه کې عامه چاره ده.

 موږ مثلا په عادي ژبه کې وایو چې د غره لمن، د غره غېږ یا د غره سر. دا انساني ځانګړنې دي چې غره ته مو ورکړې دي خو د ډېر تکرار په وجه خیال نه پاروي او د عادي ژبې په کلمو بدلې شوې دي. د لمر خندا، د باران ژړا یا د ونې نڅا ممکن د عادي ژبې برخه ونه ګڼو مګر دغسې تخییل دومره اسانه دی چې شاعر او غیر شاعر دواړه یې لرلای شي او بلکې تر دې پېچلي خیالونه په معمولي ژبه کې لرو. د باران په ورځ شاید ووایو چې د اسمان خوله ویته(وازه) ده. د عادي ژبې په دې جمله کې پر پرسنفکېشن سربېره کنایه هم شته،ځکه د ژړا په وخت خوله ویته پاتېږي او د اسمان ویته خوله د باران د ورېدو کنایه ده.

 د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمه کې چې موږ له بدیعي صنعتونو سره نسبتا زیات بلد شو، د شاعرانو په کتابونو باندې د تبصرو په وخت مو ډیر ځله کوښښ وکړ چې په بیتونو کې د مختلفو صنعتونو مثالونه پیدا کړو او په دې ډول دا وښیو چې پلانی ښه شاعر دی، حال دا چې د بدیعي صنعتونو یوه برخه هسې د پخوانو عالمانو د تېروتنې په وجه بدیعي صنایع او د کلام د ښکلا  وسایل ښودل شوي دي او ګڼ نور یې که کوم نوی انداز او تناسب پکې نه وي، په عادي حالت کې تر عادي خبرو زیات امتیاز نلري. زموږ د شلمې پیړۍ د ادبیاتو یوه عالم د یوه کلاسیک شاعر د هنر په معرفي کې د تدبیج صنعت یاد کړی دی او لیکلي یې دي:« په شعر کې مختلف  رنګونه بیانول چې د کلام حسن ورسره سېوا شي:

 هغه رنګ اخلي جامه چې په خم کښېوځي

سور که سپین که شین دی که سیاه»

 رنګونه خو یاد شول خو معلومه نه شوه چې په دغه بیت کې د رنګونو ذکر څه ښکلا پیدا کړه او دلته کوم داسې کمال و چې شاعر یې کولای او نور یې نه شي کولای؟

 پرسنفکېشن که نوی وي، که د یوې ژورې معنا په رسولو کې پکار راشي او که د متن له نورو اجزاوو سره تناسب پکې وي نو هاله شاید وویلای شو چې په هنر سره کارول شوی دی او ویناوال یې کمال کړی دی.

 په دې لاندې بیت کې سوړ آه بنیادم تصور شوی دی:

ته ورپسې ووځه که یوازې وه

ګوره، آهِ سرده ولې نه راغله؟

                       ( غزلبڼ)

عاشق چې انتظار ناکراره کړی دی، نو آهونه باسي او لکه څنګه چې آه له خولې وځي،دغسې  د ډیر ګران او قدرمن مېلمه د هرکلي او بدرګې لپاره هم یو څوک لارې ته ور وځي.دغو تناسباتو د ساړه آه پرسنکفیشن ښایسته کړی دی.

د ځینو شاعرانو پرسنفکېشن د هغوی د سبک یو مهم عنصر وي. اشرف مفتون همداسې یو څوک دی. ده ډیر ځله د دلیل، ګناه،ګیلې یا توبې غوندې یوه مفهوم ته د انسان بڼه ورکړې ده چې په پښتو شعر کې د پرسنفکېشن نوي مثالونه دي او لا مهمه دا ده چې د ده پرسنفکېشن د ده د شعر له سبک او محتوا سره ژور تناسب او پیوستون لري.

 اشرف مفتون وایي:

 دا کافره مینه،دا مشرک اوتر احساس مې

زلفو کې د حورو، جنتونو کې وده که

دا ستړی دلیل،پرکاله ذوق،بې پته عقل

مستو شرابونو ، ګناهونو کې وده که

دلته مینه، احساس، دلیل،ذوق او عقل انسان ته ورته ذیروح ګڼل شوي دي.  دا پرسنفکېشن دی خو ښکلا پکې دا ده چې دغو اسمونو ته په راوړل شویو ستاینومونو او ځانګړنو باندې د تکرار او کلیشې دوړې نه دي ناستې. مثلا که یې عقل ګمراه بللی وای، نو دا به یو زوړ صفت و خو دلته بې پته بلل شوی دی. دغه راز مینې ته د کافرې ځانګړنه دلته ځکه ښکلې ښکاري چې د بیت له نورو کلمو سره متناسبه ده. کافر له مشرک سره د یوې کورنۍ کلمه ده او له جنت او حورو سره د تضاد رابطه لري. له بلې خوا( کافر) زموږ په ادبي دودونو کې له زلفو سره رابطه لري. زلفې د کثرت نخښه ده او له کفر او شرک سره یې تعلق دی چې د وحدانیت خلاف ګڼل کېږي.

  اشرف مفتون په فلسفه کې زده کړې کړې دي او شعر یې، هم د فکر د انسجام په وجه او هم د اصلي موضوعاتو په وجه،ژور فلسفې رنګ لري. ایا موږ په خپل عقل او خپلو حواسو د دنیا حقیقت پیژندلی شو؟ د ژوند مقصد څه دی؟ څنګه ژوند بهتره دی؟ دا ډول پوښتنې چې فلسفي ماهیت لري، د اشرف مفتون د شاعري اصلي موضوعات جوړوي. دغو پوښتنو ته ځواب ځکه مشکل دی چې ذوق یو څه غواړي، عقل بل څه وایي او احساسات خپلې غوښتنې لري. شاعر چې د خپل وجود د مختلفو اړخونو او تمایلاتو تر منځ ټکر ویني، نو هر یوه ته انساني هویت ورکوي او لکه هر انسان چې ځانته دنیا ده او بل ته غاړه نه  ږدي، دغسې د یوه انسان خپل وجود هم ممکن د بېلو غوښتنو او قوتونو د ټکر میدان وي.  منظور دا چې د ده په شعر کې پرسنفکېشن د یوې ژورې معنا په خدمت کې دی. د ده په لاندې بیت کې توبو ته د پټېدلو او وېرېدلو انساني ځانګړنه ورکړ شوې او ورسره د انساني فطرت په اړه دا نکته بیان  شوې ده چې ډیر ځله د ګناه له ځوروونکي احساسه د خلاصون لپاره یوې بلې ګناه ته پناه وړو:

پټې شوې له یرې نه شرابو کې

ګوره توبې څومره تریناکې دي

په جنت کې د ادم او حوا د ګناه قصه چې د ایمان خاوندان واوري، افسوس وکړي او خواشیني شي چې که لومړۍ ګناه نه وای نو ادم ابوالبشر او حوا بي بي به جنتي پاتې وو.هغوی چې عقیده یې کمزورې ده، د دې قصې منلو یا نه منلو ته یې پام  واوړي  خو حقیقت دا دی چې ژوره معنا پکې پرته ده او هغه دا چې د انسان فطرت له ګناه سره اخښلی دی. د بنیادم عمر د توبو کولو او توبو ماتولو یو غمجن داستان دی.

 دا هم د مفتون یو بیت دی چې منطق او فلسفه پکې د انسان جامه اغوندي:

چې ستا دا ښکلې خولې  راته د عشق قیصه شروع کړه

منطق خوله خوله شو، فلسفې وشرمېدې

 پرسنفکېشن یو ډول استعاره بلل شوې ده. ښه استعاره د ښې تشبیه غوندې هغه ده چې د دواړو غاړو تر منځ د شباهت نوې او پیاوړې رابطه ومومو. که خبره داسې وي نو د انسان او فلسفې یا انسان او توبې تر منځ به څه شباهت پیدا کوو چې ذوق  یې ومني؟ ځواب دا دی چې د پرسنفکېشن په بحث کې د شباهت په رابطه پسې ګرځېدل چندان د ګټې کار نه دی. پرسنفکېشن که د وینا اغیز ډېروي، هغه نور دلایل لري. یو خو دا چې اساطیري انسان په بې روحه طبیعت کې هم روح لیدله او پرسنفکېشن د یوه هېر شوي خوب د رایادولو او د نااشنا تندې د ماتولو ذریعه ده. بله دا چې بنیادم له دې خوند اخلي چې په طبیعت کې ژوند او تحرک وویني. پرسنفکېشن د دغسې خوند له احساسولو سره مرسته  کوي. دریم دا چې له پرسنفکېشن سره ژبه تازه او نااشنا کېږي. دا اشنا ژبه ده چې د پلاني منطق  کمزوری دی خو د منطق خوله کېدل، نااشنا خبره ده، پام وراوړي او اثرناکه ده. کله چې یوه ذهني مفهوم( مثلا  ګناه، توبه، دلیل…) ته انساني روح ورکړو، نو په حقیقت کې استقلال ومومي، تاکید ورباندې وشي او له نامحسوس حالته  یو محسوس حالت ته راشي.

  دا به غوره وي چې پرسنفکېش ته د بیان په کتابونو کې د استعارې له کورنۍ بېل یو بل ځای ورکړو او لا مهمه دا چې که یې د عادي او هنرمندانه  استعمال تر منځ په توپیر تاکید ونه شي نو دا به بیا  یو بل تدبیج شي چې محصل خوار به یې په زده کولو مجبور وي خو په دې به  نه پوهېږي چې څه ورباندې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب