جمعه, جنوري 21, 2022
Home+رینګه/اجمل پسرلی

رینګه/اجمل پسرلی

د ماشوم خندا داسې وه لکه د مرغۍ نغمه، لوړه، ټیټه، بینظمه منظمه…

ترور یې تسبیح پر مصله پریښودې. پر خپلو سپینو ویښتو یې ټیکری سم کړ، په زګیروي ور ولټیده. د هلک چوشک لویدلی و، ورپه خوله یې کړ. ماشوم لکه په خوند خوند چې څه خوري چوشک وریوده:

« که دې پلار ناغیړۍ نه کولی زه یې ورکړې وای اوس به ..»

هلک چیغه کړه، ښځې هلک په غیږ کې واخیست. د وچو شودو او پوډرو بوی ته یې پوزه کش کړه، د هلک لاس یې وموښه، د دې د ګوتو په څير یې ګوتې نیغې نه خلاصیدې. د ماشوم له هوار پوستکي سره خپل ګونځي ګونځي لاسونه ځیږه ورته وایسیدل. د خپل پلار خبره ورپه زړه شوه چې ډير کله به یې دې ته ویل:

«ستا داسې پاسته لاسونه دي لکه وریښم»

« جنتونه دې ځای شه که ژوندی وای ولې به داسې یو وزرې وای»

 د ماشوم لاس یې پریښود، د هغه اونګا شوه. دې نارې کړې:

«څه شوې، خو هلک له ژړا مړ شو»

د کوچیني مور په منډه کوټې ته راننوته. دا مصلې ته ورتیره شوه. د چندنو تسبیح یې تر ټیکري لاندې کړې. له وظیفې سره یې شونډې ژر ژر وخوځیدې، یو ځل یې تسبحو ته وکتل، بیا یې ټیکری پرې واچاوه، بل ځل یې بیا ټیکری پورته کړ:

«اوف چې نه ورته ګورې خو غلطیږې»

رغوی یې پرانیست. تسبیح ترې ولویدې. خپل رغوی د غمبسې د ځالې غوندې ورته وایسید. تسبیح یې پر سترګو وموښلې.

 د هلک مور چوشک پر خپل مخ کیښود، د ماشوم شونډې مرۍ مرۍ شوې. دې چوشک په اوبو کې ونیو. هلک په ژړا شو. چوشک  یې ور مخته کړ، هلک غبرګ لاسونه ترې چاپيره کړل، پښې یې ژر ژر ووهلې.

چې د شودو چوشک خالي شو، ښځې په بسم الله له غیږې ښکته کړ، هلک بیا رینګه وکړه دی ورواخیست. ترور یې سر وخوځاوه:

«دغسې یې مه روږدی کوه، ستا لپاره وایم…خو خپله خوښه دې»

ښځې شا ورواړوله. د هلک سر د مور پر اوږه وزنګیده راوزنګیده. ترور یې لاسونو ته وکتل، تسبیح یې ورواخیستې، په خپلو لاسونو کې یې وسرویلې، لاسونه یې بوی کړل، د چندڼو بوی ته یې پر پوزه ژوره ساه واخیسته. د جاینماز اړولې ژۍ یې هواره کړه، د نفل لمانځه لپاره یې په لږ جګ غږ الله اکبر وویل، لاسونه یې تر ټیکري لاندې پورته کړل. هلک چیغه کړه، دې سلام وګرځاوه، وزنګیده راوزنګیده لکه وظیفه چې کوي شونډې یې وخوځیدې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب