جمعه, جنوري 21, 2022
Home+د پروفيسر راز محمد راز په يو شعر کې له خدای سره خبرې

د پروفيسر راز محمد راز په يو شعر کې له خدای سره خبرې

څېړنه: پوهنمل سيد اصغر هاشمي

ما شکوه له هغه وخته ده ترک کړې

چې د ژوند فطري حدود راته عیان شو

او شعور د بندګۍ را پکې لمر شو

د قدرت په ټاکل شوي سوړ تحدید کې

هم د ژوند پر جبر خاندم کله کله

ارادې او حوصلې محکمې ساتم

تر کوم حده چې شاعر زړه ته ممکن وي

ژوند د خوښې پر بنیاد باندې کومه

(خزان زما په اوښکو ژاري، ۳۸)

د راز محمد راز اثار او شعرونه د کیفیت له مخې د ستاینې وړ دي. د ده شعرونه له فلسفې سره اړیکې لري او همدارنګه نورې نوې خواوې هم لري. دی په ځینو شعرونو کې له خدای سره خبرې کوي او د راز او نیاز حالت انځوروي. 

د انسان او خدای اړیکې دوه اړخیزې دي، چې په قران کریم کې دغه خبرې له خالق تعالی لخوا پیلېږي او د ده په شعرونو کې له پروفیسر زار لخوا پیلېږي. د خپل زړه خبرې له خالق سره کوي او د ستونزو حللارې لټوي.

ال عمران ۲۹ ایت کې: (د الله تعالی او انسان پر اړیکو بحث شوی دی. کله چې د الله تعالی او د انسان پر اړیکو بحث کوو نو د لومړي ځل لپاره خالق له انسان سره خبرې کوي، وایي: الست بربکم او د دې اړیکې پیلوونکی خالق دی. همدارنګه د رحمان ذات او انسان تر منځ د مینې او عشق په موضوع کې هم عشق د الله تعالی لخوا پیلېږي. الله تعالی فرمایي: یحبهم و یحبونه) (مایده، ۵۴)

په عرفان او تصوف کې د انسان او خدا او خدا او انسان تر منځ ډېرې نږدې اړیکې وي. د انسان اړیکې له الله تعالی سره په حقیقت کې د الله تعالی اړیکې له انسان سره دي. ځینې په دې فکر دي چې انسان داسې مطالعه کړئ څنګه چې دی، يعنې د انسان طبیعي وجود له ټولو کمزوریو او هغه حیواني ځانګړنې چې انسان یې لري او ځینې په دې فکر کې دي چې انسان باید څنګه اوسي؟ څنګه ژوند وکړي؟ د نورو انسانانو سره یې اخلاق څه ډول وي؟ په عرفاني نړۍ کې په دې دویم ډول انسانانو او انسان پېژندنې بحث کېږي.

په اسلامي سنتو کې د خالق او مخلوق اړیکې د حضـرت محمد صلی الله علیه وسلم او د الله تعالی د وحې په وسیله د الله تعالی سره خبرې کوي او د عاشق او معشوق ارتباط دی او دا چې حضـرت محمد صلی الله علیه وسلم په دې مکلف و چې د خالق خبرې خلکو ته ورسوي نو په همدې بنیاد دی معلم دی او د الله تعالی او انسانانو اړیکې قایموي.()

کله چې د الله تعالی او انسان تر منځ فاصله پیدا کېږي، دا فاصله د انسان په وسیله وي، ځکه چې اراده او اختیار انسان ته ورکړل شوی دی چې باید د الله تعالی سره مینه وکړي او حق یې پوره کړي خو سرغړونه د انسان لخوا کېږي.  راز محمد راز وايي:

ما شکوه له هغه وخته ده ترک کړې

چې د ژوند فطري حدود راته عیان شو

او شعور د بندګۍ را پکې لمر شو

د قدرت په ټاکل شوي سوړ تحدید کې

هم د ژوند پر جبر خاندم کله کله

ارادې او حوصلې محکمې ساتم

تر کوم حده چې شاعر زړه ته ممکن وي

ژوند د خوښې پر بنیاد باندې کومه ()

شاعر له خدای سره خبرې کوي. کله چې انسان په ستونزو کې شي، لاسونه پاس اسمان ته جګوي. اسمان پاس دی، خدای هر چیرته دی خو موږ یې د دود په ډول اسمانونو کې ځکه لټوو چې اسمان لوړ دی او د خالق مقام هم لوړ دی. تقدیر د خالق لخوا ټاکل کېږی او زموږ ذهنیت دا دی چې خالق پورته دی او تقدیر هغه ټاکي. ژړا، فریاد او شکایت خالق ته کېږي او د خوښۍ په وخت کې هم منت داري د خالق کېږي. شاعر په پورته شعر کې د الله تعالی سره خبرې کوي او له ژوند څخه شکایت کوي. له ژوند څخه شکایت کول او ژوند هغه وخت جبر ګڼل کېږي، چې انساني ستونزې ډېرې شي. د ډېرو نړیوالو شاعرانو او پښتو ژبو شاعرانو په شعرونو کې د جبر خوا هغه وخت لیدل کېږي چې انسان په ستونزو او ناورینونو کې وي. شعر له داخلي نړۍ سره تړاو لري او کله کله انسان له دومره ستونزو سره مخامخېږي، چې هر څه په ځان تپل شوي ګڼي.

شاعر وايي چې د ژوند حدود راته معلوم دي. د مرګ او ژوند فلسفه، د اضدادو فلسفه او د ثنویت قانون په دې خبرې کوي، چې هره متضاده پدیده د بلې په ګټې او له بلې څخه پیدا شوې او زېږېدلې وي.

د ژوند د حدودو معلومول د مرګ سره اړیکې لري. د ژوند ارزښت د مرګ له مخې ټاکل کېږي. د ژوند خاتمه مرګ دی او مرګ یو نوی ژوند دی او ژوند د خوښیو او خپګانونو مجموعه ده. شاعر د ژوند له سختیو شکایت کوي، خو له ژوند څخه نه نهیلی کېږي، ژوند کوي، د ژوند د ستونزو له ګټې خبرې دی. ژوند ته جبر وايي خو بیا هم له جبر سره مقابله کوي. په ژوند کې له ستونزو سره مخامخ دی، خو په خوښۍ وخت تېروي. دی الله تعالی ته وايي چې په ژوند کې سختي شته، ډېر شیان بېلابېلو جبرونو په موږ وتپل خو بیا هم په خوښۍ سره وخت تېروو. دلته د شاعر په شعرونو کې په تقدیر باور لیدل کېږي، که ژوند ستونزمن هم دی خو ده ورته غاړه ایښې ده او د خدای سره په خبرو کې د دې خبرې یادونه کوي چې د ژوند سختي ستا لخوا ده، که په ژوند کې د جبر په تړاو حادثو او خبرو سره مخامخېږو دا هم ستا لخوا ټاکل شوي دي، خو بیا هم خوښ یم او ژوند تېروم. وايي:

دغه ستړې سزا ځان ته نه ګڼمه

ولې دا حقیقت ما ته ښه عیان دی

د ژوند وده د تضاد پر بنیاد کېږي

د تحدید او د ژوند له جبره پرته

زه د ژوند د ازادۍ بیرغ په لاس وړم ()

زار محمد خدای پاک ته وايي چې د ژوند ستونزې او جبیروي موضوعګانې د ځان په زیان نه ګڼمه. دا یو حقیقت دی چې ژوند د تضاد له مخې حرکت کوي او ارزښت لري. که ژوند جبر هم وي، خو بیا هم یې شاعر په خوښۍ تېروي.

مرګ قادر نه دی چې ژوند له منځه یوسي. مرګ نیستي نه ده، یو بل ژوند او هستي ده، دلته د مرګ او ژوند فلسفې ته اشاره ده. په دې فلسفه کې مرګ یې ژوند او ژوند یې مرګ دی. نه هر ژوندی ژوند کوي او نه هر مړي ته مړ ویلای شو، ډېر ژوندي له مړو شوو خلکو بهتر دي او ډېر مړه له ژوندیو ښه دي. د مرګ او ژوند دغه فلسفه د ثنویت په قانون کې جدي بحث دی. دوی هر متضاد شی، د بل شي په زیان نه ګڼي، نړۍ او انسانان له همدغو متضادو خواوو جوړ دي او د نړۍ په ګټې دي. په عیني ډول ډېر شیان موږ ته ناسم ښکاري خو په ورځني ژوند کې مهم دي.

(هېراکلیتوس ټينګار کاوه چې اضداد د نړۍ ځانګړتیا ده، ځکه که کله هم ناروغ نشو نو نه پوهېږو چې روغتیا څه شی ده. که هېڅکله وږي نشو نو له مړښت څخه خوند نشو اخیستی، که هېڅکله جګړه نه وای، د سولې په قدر نه پوهېږو او که ژمی نه وي نو پسرلی هم نه راځي.

د هېراکلیتوس په باور د پېښو په تنظیمولو کې نېکي او بدي دواړه خپل اړین ځای لري چې یو د بل پر وړاندې د اضدادو له اغېزو پرته نړۍ له منځه ځي.

هغه ویل: الله هماغه شپه او ورځ؛ ژمی او اوړی، جګړه او سوله، لوږه او مړښت دی.

د هغه موخه له الله څخه په باور اسطوره یې خدایان نه وو. د الله الوهیت د هېراکلیتوس په اند هغه څه وو چې ټوله نړۍ په کې راتله، په حقیقت کې کېدلای شي چې الله په ښکاره د پنځ په اضدادو او نه تم کېدونکو بدلونونو کې ووینو. هېراکلیتوس د الله د وييي په ځای ډېر وخت یوناني لوګوس د عقل په مانا کاروه. سره له دې چې موږ ټول انسانان تل یو ډول فکر نه کوو او په یوه اندازه عقل نه لرو خو د هېراکلیتوس په باور هرومرو یو ډول (عقل کُل) وجود لري، هغه څه چې په پنځ کې رامنځته کېږي چې ټول طبیعي بهېر ته لارښوونه او هدایت وکړي.) ()

د هېراکلیتوس نظر د انسان او الله اړیکې ثابتوي، په اضدادو باور درلودل، د اصلي ژوند په حقیقت پوهېدل د ژوند راز او رمز دی. د کایناتو پیدا کېدل، په ذاتي توازن سره انسانانو خلق کول، د طبیعت په قانون کې تنظیم او نظم شاته یو څوک شته چې هغه الله تعالی دی. دی انساني تفکر باندې تاکید کوي، عقل ته ارزښت ورکوي. د انساني او فردي توپيرونو په نظر کې نیولو سره د عقلانیت او تفکر په بېلا بېلو اندازو خبرې کوي او د ټولو عقلونو عاقل او پنځوونکی له یو بل ځای څخه ګڼي. د انسان په جوړښت کې برابري، په کایناتو کې تنظیم او د نړۍ د چلولو کار ساده نه دی، یواځې او یواځې الله تعالی دی چې دا ټول کارونه پرمخ وړي. وايي:

د ښودلي حقیقت بیرته ادعا کړم

ستا ټاکلی د ژوند حد منمه خدایه

هسې زړه مې شي بې ځایه یوې وینا ته

هېڅ د طنز او اعتراض عنصر کې نشته

مه یې ته د لټون هڅه کوه ګرانه

نه معنا ته د شکوې ورځنې اخله

بې مقصده څو جملې مې په زړه ګرځي

ته یې هم بې پروا، واوره صمد ذاته ()

شاعر د خدای پاک سره په خبرو کې د جبر له یادونې وروسته بیرته د تقدیر یادونه کوي او د ژوند حقیقت ته غاړه ږدي. د ژوند کوم حد او حدود چې خالق تعالی ټاکلی دی، دی یې مني او پرې باور لري.

د بیتونو په پای کې خالق خپل مخاطب کوي او د پوښتنې په ډول یادونه کوي. د خالق او مخلوق اړیکه ژوره ريښه لري، هر څوک نشي کولای چې دغه اړیکه ټینګه کړي.

د راز محمد راز له خدای سره خبرې فلسفي رنګ لري. کله په شعر کې ځان د جبر تر قانون لاندې یادوي او په وروستیو بیتونو کې جبر ته غاړه ږدي او جبر د خالق له پیرزوینو څخه ګڼي. 

مارتین بوبر د معاصرې دورې الماني فیلسوف د خپلې خاصې نظريي پر اساس د انسان اړیکې له نورو سره تر بحث لاندې نیستي او د ډېرو پوهانو پاملرنه یې ځان ته اړولې ده. د بوبر له نظره هر ژوندی دوه اړخیزو اړیکو ته اړتیا لري. انسان د خپل ژوند د حفاظت لپاره له نورو سره اړیکې ټینګوي. د ده له نظره انسان دوه ډوله اړیکې درلودلی شي (من ـ تو) او (من ـ ان) یعنې (زه او ته) او ( زه او هغوی). له (زه او ته) څخه موخه د انسان او خدای اړیکې دي، چې دا رابطه ډېره نږدې ده چې په تصوف او عرفان کې د عشق په وسیله تر سره کېږي او (زه او هغوی) د انسان اړیکې له نورو موجوداتو لکه حیوان، نبات، جمات او نورو سره ښودلي دي.

د بوبر د (زه او ته) نظریه په شرقي فلسفه او شعرونو کې ډېره لیدل کېږي. د شرق پوهانو د فکر په توپیر سره په دې اړه خبرې کړي دي.

د خدای او انسان رابطه د لومړنیو انسانانو له مهمو موضوعګانو څخه ده. په ادیانو کې د دې خبرې یادونه ډېره کېږي. په شرق او غرب کې د دینې، مذهبي او فلسفي لیده د انسان او خدای پر اړیکو نظریات ورکړل شوي دي، چې د مشرق او مغرب د فلاسفه وو او پوهانو تر منځ په دې اړه د نظر ورته والی او اختلاف لیدل کېږي. د بېلګې په ډول د اپلاتون خدای د صورتونو طراح دی، د ارسطو خدای لومړنی محرک دی، د دیکارت خدای د خالق جوهر دی، د اسپینوزا خدای د نامتناهی جوهر دی، د مالبرانش خدای د عمومي قانون وضع کوونکی دی، د لایب نیتس خدای د عالم معمار دی، د فقې په علومو کې خدای معبود او د عبادت لایق دی او د عرفاوو خدای زړه ته رانږدې دی.) 

د شعر په وروستیو بیتونو کې وايي:

له مودو څخه مې زړه شي دې وینا ته

سل قدغنه ماتوي د ځان اظهار ته

ژوند فقط د لوی باداره سره ښايي

چې وسا، وسا له هره جبره خلاص دی

زما لپاره کوم جواز د افتخار شته

زما ژوندن خو د ژوندون په نوم الزام دی ()

شاعر په وروستیو بیتونو کې ځان د جبر په لومو کې بند ښيي او له ژوند څخه بیزار دی. دلته د شاعر عقیدوي خوا هم څرګندوي چې خالق تلپاتې ژوندی دی او هر څه د ده په خوښه حرکت کوي.

د اسلام تربیتي فلسفه د انسان او الله تعالی اړیکو ته د عبودیت له دیده ګوري، ځکه چې د انسان د خلقت یوازینۍ موخه عبادت دی. (وما خلقت الجن و الانس الا لیعبدون) (ذاریان، ۵۶)

د خالق او انسان مهمه او نه شلیدونکې اړیکه دا ده چې انسان د خالق استازی دی او دغه استازی د دې لپاره پیدا شوی دی چې د پیدا  کوونکي عبادت وکړي. د انسان د پیدايښت اساسي لامل عبادت او په ورځني ژوند کې حسابي وخت تېرول دي. په اسماني ادیانو کې اساسي او محوري موضوع د انسان اړیکه له الله تعالی او د دین اړیکه له انسان سره ده. په دیني نړیوالتوب کې دا خبره د یادونې وړ ده چې دین د انسان لپاره راغلی دی او انسان باید دیني وي او په دیني احکامو ملبس وي. د غرب په هیومانیستکي افکارو کې دین باید د انسان تابع وي، دین باید هغه خبرې ولري چې د انسان زړه یې غواړي، دین کې باید قیدیت نه وي او د انسانانو ټولې روا او ناروا اړتیاوې پوره کړي. 

د نیو افلاطونیانو عقیده ده چې الله تعالی د ټولو کایناتو منبع او مرجع ده. خدای جل جلاله د هر شي ابتدا، منځ او اخر دی. د الله تعالی په ذات کې فنا کېدل زموږ د ټولو کوښښونو اصلي مقصد دی. الله تعالی د روح او جسم د ټولو اضدادو مخرج دی. ولې پخپله د ټولو اضدادو پاک دی. هغه یو داسې وحدت دی چې پکې هر شي موجود دی.

د راز محمد راز په غوره شوي شعر کې د جبر، مرګ او ژوند په اړه له خدای سره خبرې کوي. د هر انسان د ستونزو یوازینۍ مرجع او ځای خدای تعالی دی. هر مسلمان او دیني انسان دا عقیده لري چې ټولې ستونزې خالق تعالی حلوي او هر انسان ته ستونزې هم د الله تعالی لخوا ورکول کېږي، ځکه د ځینو شاعرانو او متفکرانو په شعرونو کې د انسان اوخدای یو اړخیزې اړیکې لیدل کېږي. دوی کوښښ کوي، چې د خالق سره خبرې وکړي او د خپل زړه خبرې ورته وکړي. د هر ټولنې شاعر او یا هم په یوې ټولنې کې هر شاعر نه شي کولای چې د خپل زړه خبرې له خالق سره وکړي. ډېر شیان په موږ دیني او مذهبي جبر منلي دي او موږ خپلو خبرو او فکر ته نه پرېږدي. هغه افکار چې د اسلام سره متضادې خواوې لري، یادول یې سم کار نه دی خو ډېر داسې نوي افکار چې د اسلام له اړخه نوو څېړنو ته اړتیا لري، هم یې یادونه کولای نه شو.

ماخذونه

۱. غزازنی، الهام. (۱۳۹۶ل). رابطه بین انسان و خدا از نګاه مولانا. سال سوم. شماره شش. ایران: دو فضلنامه علمی و تخصصی دین پژوهی، مخ ۱۲۲.

۲. راز، راز محمد. (   ). خزان زما په اوښکو ژاړي: پیښور، کوټه. مخ ۳۸.

۳. ګوردر، یوستین. (۱۳۹۷ل). د سوفي نړۍ. ژباړن رحیم الله دقیق. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه، مخ ۴۷.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب