جمعه, جنوري 21, 2022
Homeادبلنډه کیسهدرمل /لنډه کيسه سیدرحمن فقيرزی

درمل /لنډه کيسه سیدرحمن فقيرزی

سپېدې چاودلې وې، ،خو پاس آسمان کې لا هم څو ستوري ځلېدل، سړی چې په شا پورې يې بکس تړلی و، په چټکو ګامونو روان و،خپل مبايل يې راواخيست، ګوته يې پر ښېښه ورتيره کړه،ځان سره وبوګنېد:

لکه چې ناوخته مې کړ،بيګاه ته خدای زده چې ورسيږم.

سړي غوښتل نور هم ګامونه چټک کړي خو څو ګامونه وړاندې يې دنګې پېغلې ته پام شو، د‌پيغلې ترشاد‌ چټکو ګامونو اخيستل هغه هم په يوې تنګې کوڅه او داسې وخت کې چې نور څوک نه وو، ورته ښه ونه برېښيدل.

څو شېبې تېرې شوې،خو لاهم نجلۍ تر مخ او دی له شا پسې روان و،څه شيبه وروسته له کوڅې ووتل، دی د‌سړک پر دې غاړه ودريد،نجلۍ بلې غاړې ته د پورې وتو په حال کې وه، سړی نيم ځوړند سر ولاړ و، د نجلۍ تګ په ټلويزيوني اعلانونو کې د لوبېدونکو نجونو پر يوه ليکه د ګامونو ور بدلول ورياد کړل.

غوښتل يې سترګې بلې خوا ته واړوي ،خو پام يې شو چې له پېغلې نه کوم څيز پر ځمکه ولوېد، سړي غوښتل پېغلې ته په لاس اشاره وکړي چې څه يې ولوېدل،خو د‌پېغلې مخ په بله خوا و، له سړک نه د هغې له پورې وتو سره سم موټر راغی، پېغله موټر ته وخته، موټر روان شو، سړي چې د‌سړک بلې غاړې ته اوښتی و، يوازې يې د موټر له ښېښې د‌ پيغلې يو را وتلی لاس وليد چې ښورېده.

سړي پر ځمکه پروت پاکټ راواخيست،د پاکټ له راخېستو سره سم پوه شو چې پېسې پکې دي.
ژر يې جيب ته کړ او بيرته د‌سړک بلې غاړې ته راپورېوت، موټر ته يې لاس ورکړ، څه شيبه وروسته تمځای ته له رسېدو سره سم بل موټر کې کښېناست، ورو يې جيب ته لاس کړ،څنګ ته يې بوډا سړی له يوې ناروغې ښځې سره ناست و،سړي په ډاډه زړه پاکټ پرانېست، لومړی يې پر يوه ليک سترګې ولګېدې چې د غشي خوړلي زړه د انځور پر سر پرې ليکل شوي وو:
– دابه ضرور لولئ، په ايمان دې قسم !
سړي پر زيږه زنه لاس را تير کړ، ليک يې پرانيست.
د ليک لاندې کرښو کې ليکل شوي وو:
-ستا پر خپلې کورنۍ دې قسم وي چې ليک به تر پايه لولې.

سړی لږ وارخطا شو خو د لیک لوستو ته يې دوام ورکړ:
– ماته د‌مخالف جنس په سترګه مه ګوره، بلکې يوازې د انسان په سترګه راته وګوره.
دا کښل شوی انځور د کومې ميينې يا مئين نه دی بلکې دا يوازې له ژونده پر زړه د غشې خوړلی يوې انسانې د زړه انځور دی ،خبره رالنډوم،دلته کوم خپلوان نه لرو، شپږ مياشتې کيږي چې دې ښار ته له جګړو راکډه شوي يو،اوس به موټر راپسې راځي او وړکتون ته به ځم، څو د خپلی مور او کوچنيو وروڼو لپاره يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړم، تاته که بل ډول اېسیدلې يم نو هرو مرو به د چاپيريال توپير وي، بل څه نشته.
پوهېږم چې انسان يې او سينه کې دې زړه دربيږي،او خدای وجدان درکړی.
کومې پېسې چې مې په پاکټ کې ايښي زما د خپلې خوارۍ دي. دا کار مې يو ځل مخکې هم کړی، هغه ځل مې هم ګمان سم وخوت او هغه کس هم لوستی و،د پاڼې بل مخ ته زما د مور نسخه ده، پوهيږې چې دا درمل دلته نه پيداکيږي، که‌ دې درسره راوړل، مور به مې درې مياشتي نوره هم له سرطان سره مقابله وکړي.
د ليک په وروستۍ کرښه کې د ټيلفون شمېره وه.
لاندې يې ليکل شوي وو :
– دا شمېره اوس ګل ده چې کله په خير راغلې، فعاله به وي.
سړي ته چې کاغذ زوړ ښکاره شو، په احتياط يې بيرته کت کړ او په چورتمن انداز يې جيب کې کېښود.
پای
سیدرحمن فقيرزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب