شنبه, جنوري 22, 2022
Homeخبرونهحکمتيار : د سرپرست حکومت موده دې معلومه او اميرالمؤمنین دې...

حکمتيار : د سرپرست حکومت موده دې معلومه او اميرالمؤمنین دې جومات کې انتخاب شي

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له طالبانو غوښتي، چې ملت ته د خپل سرپرست حکومت د کار د مودې په اړه وضاحت او د راتلونکي حکومت د جوړښت او جزيياتو په اړه معلومات ورکړي.

خلکو ته باید وویل شي چې دلته د زور حکومت نه شته.

هغه د حکومت د ملي مشروعيت رامنځته کول د نړیوال مشروعيت اساس ګڼلی او په رامنځته کيدو یې ټینګار کړی، خو د ملي مشروعيت د تامين بڼه یې له خپل نظره نه ده روښانه کړې.

حکمتيار په ورته وخت کې د دغه مشروعيت د تامینولو په اړه د لویې جرګې د بللو په تړاو د پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتنه رد کړې او ويلي، چې انتصابي او نمايشي جرګې نور ضرور او ګټور نه دي.

حکمتيار دغه راز ویلي چې د نوي حکومت د ټاکلو بڼه بايد طالبان روښانه کړي.

دی خپله په دې برخه کې ټينګار کوي، چې اسلام هر څه روښانه کړي.

حکمتيار د طالبانو د اميرالمومنين په اړه له مستقيمې تبصرې پرته وايي، چې د اميرالمومنين د کار موده او مسووليتونه بايد خلک معلوم او فيصله کړي.

د دغه جهادي مشر په باور، د اميرالمومنين ټاکل د پردې تر شا او د يوه ډله نخبه ګانو کار نه، بلکې د ملت صلاحيت دی، چې په جومات کې به په مخامخ ډول خپل امير ټاکي او دوی ته به ځواب ويونکی وي.

ګلبدين حکمتيار دا هم وويل، چې امارت ميراثي نه وي او د اميرانو د ټاکلو په اړه بايد د خلفای راشدینو د ټاکل کیدو تګلاره مخته يوړل شي.

طالبانو د حکمتيار غوښتنو او پوښتنو ته غبرګون نه دی ښودلی.

په دې اړه نور خلک هم پوښتنې لري او منتظر دي، چې طالبان د افغانستان د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه وضاحت ورکړي.

4 COMMENTS

  1. اتلان پېژنئ؟
    دوهمه برخه
    محمدانور آحړ
    «په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دې اوس وبښي انجینر حبیب الرحمن راغی، هغه ما سره خبره وکړه چې ما بوټو صاحب ته بوځه، ماله بوټو صاحب سره خبره وکړه، زه هغه وخت کې بالاحصار (پیښور) کې برګیډیر وم، نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمیر ما سره وو، دوی مهمندو ته د ناوګۍ له لارې راغلي وو.»
    بابر، د مرکې په بله برخه کې زیاتوي«دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجينرحبیب الرحمان او بیا حکمتیار، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل، هغوی ته موږ تریننګ شروع کړ…نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته تریننګ ورکولو، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او یونیورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ دوی ته ټریننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي، مونږ دلته دوی هر یوه ته بېل بېل کارونه سپارل، رباني به شبنامې او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کول .لیکن د داود په وخت کې مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته یو درس ورکړو، مونږ احمدشاه مسعود پنجشېر ته ولېږلو، مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عملیات وکړل(په ۱۹۷۵کې) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره ټریننګ شوي دي، هغه عملیاتو داود ته پوره تاوان اړولی ؤ .
    …بیا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ویل یې چې پيسې هم نشته او بل شی هم نشته، مونږ په ډېر بد حال یو … نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ایران ته پيغام ولیږو چې مونږ دا خلک ټریننګ کړی وو، ته له دوی سره مرسته وکړه …بیا ما دوی امریکا ته بوتلل، زه خو له صوبه سرحد څخه وتلی نه شوم، نو بیا زما یو دوست و په اسلام اباد کې، هغه هم کور جوړولو او ما هم ، نو ما به دا مجاهدین د هغه کور ته ورلیږل، خو په شفر کې به مې خبره ورته کوله، ورته ویل به مې چې ګلکار درغی، نو ګلبدین به مې ښود او چې به مې ورته ویل چې د بجلي والا (برقي) درغی، نو احمدشا مسعود به ورغی. د امریکا سفارت په مې میاشت، ۱۹۷۹ کې له دوی سره کمک شروع کړ. ما ورته وویل چې تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړئ او ماته یې وویل چې ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه.»
    جنرال بابر د مسعود او نورو په تړاؤ په لږ څه توپیر له مرحوم ډاکټر علي ارغنداوي سره په یوه مرکه کي یادونه کړي ده.(ژوندې خاطرې، ۳۳۵،مخ)
    همدا شان، جنرال نصیرالله بابر د خپلواک ژورنالست فرهاد علي خاور، سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي وو چې، په هغه وخت کې چې ذوالفقارعلي بوټو د پاکستان لومړی وزیر ؤ، دی یې وروغوښت او دا یې ورته وویل چې، د ډیورنډ د کرښې تړون موده په ۱۹۹۳زیږدیز کال کې پای ته رسیږي، نو باید د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې پېل شي، که نه نو افغانان به له اباسین څخه تر ډیورنډ پولې پورې د خپلې سیمې غوښتنه وکړي.
    بابر وړاندې ځي او وایي:«بیا مې نو ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني او د افغانستان نور دیني مشران راوغوښتل او د پېښور په بالاحصار کلا کې مې ورسره ولیدل، وسلې او پېسې مې ورکړې، څو افغانستان پرې وران کړي. له هغه راهسې مو د افغانستان د ویجاړۍ او بې ثباتۍ لېڅې رابډ وهلې، چې افغانستان مو په داسې یو اور کې وسوځوه چې حتَی د اور په دې لمبو کې مو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد جرړې هم وروسوځولې، اوس به افغانستان هېڅکله هم ونه شي کولای چې د ډیورنډ د کرښې خپلولو غوښتنه وکړي، چې دا مې له خپلو خدمتونو څخه پاکستان ته ستر خدمت ؤ.» (روهي ویب پاڼه؛ هغه پنځه شیطاني څېرې چې افغانستان یې وران ویجاړ کړ)
    https://taand.com/main/?p=201605
    نوټ :
    ښاغلی حکمتيار صاحب شروع يې تاسې کړې ده. که تاسې د پېښور د بالاحصار د پوځي چوڼۍ پرځای د افغانستان په کوم جومات کې ټاکل شوی وای، نو دا به ډېره ښه وه نه دا چې بابر ته بالاحصار ته ورغلئ او يا يې هلته بالاحصار ته وغوښتئ. وسلې، پيسې او روزنه يې درکړه او افغانستان ته يې د تخريب لپاره واستولئ. تاسې ته يې خو د اسلام لپاره نه بلکې د هېواد د تخريب د اسلامي ارزښتونو پر خلاف دنده درکړه او تاسې تر سره کړه.
    تاسې چيرته ټاکل شوي ياست په جومات او که شمشتو کې؟
    له قاضي محمدامين وقاد، سيرت، مولوي عبدالغياث، ارغنديوال او داسې نورو ان تر جمعه خان همدرد سره دې څه وکړل؟
    له بوټو راواخله تر عمرانخانه پورې چيرته ټاکل شوي؟
    په جومات کې او که د ټاکنو له ليار د ټاکنو په مرکزونو کې؟
    دا ستاسې جهادي وېش چې رياست به د رباني وي، د دفاع وزارت او داسې نور تر بهرنيو چارو د وزارته پورې به د مسعود وي او صدارت به ستا وي. حميدګل او قاضي حسين احمد درته دا وېش وکړ او تا پرې قناعت وکړ، خو د دې قناعت سره سره بيا هم ولې تاسې چا خپل صدارت ته پرې نه ښوولې؟
    ولې دې استاد فريد هلته ورمعرفي کړ او خپله شا ته شوې؟
    دا ډار درباندې چا کېښووه؟
    او که چا پرې نه ښوولې او جنګ يې درباندې دروتپه؟
    ولې د واک لپاره وجنګېدې او داسې نور.

  2. زه خپله د طالبانو د امیرالمۇمنین شتون او موجودیت ته د شک او حتی تردید په سترګه ګورم خو د خلفای راشدین د سناریو څرنګوالئ او د هغې انطباق اولاً خپله د بحث وړ ده او ثانیاً د ” زمان ” او ” مکان ” فضاء او شرائط هم باید په نظر کی ونیول سی.
    په مسجد کی د امیرالمؤمنین! د ټاکلو پروسه د نن ورځی د انسان د تعقل او عینی واقعیاتو سره تناقض لری.
    بنا
    مدنی او د زمان مطابق ټاکنیزه پروسه به تر ټولو غوره او د منلو وړ پروسه وی.

  3. مسچد مهم ندی. دومره هم باید تنګنظره نه اوسو. مهم دعلماوو او مخورو (قومی مشرانو) منل دی. هغه دقومی مشران هم باید انتصابی نه وی بلکه هغوی باید دخلکو لخوا نایبان معرفی سی. په دی ډول به هغوی دټول ملت نمایندګی وکولای سی. او ملت به هم باندی پړ وبلل سی.
    دزمان ټاکنیزه پروسه کرزی او لنډی غنی هم دامریکایانو په ګټه وکړی. داسی ټاکنی بی اعتباره دی. مهم دملت رضا ده نه له هغه نه سوء استفاده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب