یکشنبه, جنوري 23, 2022
Home+ایا له موږ به څوک معذرت وغواړي؟

ایا له موږ به څوک معذرت وغواړي؟

فرشته جلالزۍ

کله کله د انسان مغز وچ کلک شي.

لکه دا اوس چې غواړم ډېرڅه ولیکم خو د لیکلو لپاره هېڅ‌ نه لرم.

لکه ، کله کله چې یوڅوک ډېرې خبرې درته کوي خو مغزو ته دی نه ځي.

کلمات اورې چې یوې خوا – بلې خوا ته الوري.

لکه دا ګړۍ چې  انیا راته ګډه ده.

انیا زما ملګرې ده.

نجومي ده.

وايي د دې کال پاي د ټولوهغو مشکلاتوپاي دی چې یونیم کال مخکې پيل شوي وو.

په خبره مې سر نه خلاصېږي.

انیا اصلا له نړۍ ډېره توقع لري.

انیا پرنړیوالو انساني ارزښتونو زیات بحث کوي.

انیا امریکايۍ ده.

انیا سپینه ده .

زه ورته وام چې دا نړۍ ښايي هغومره جدي نه ده لکه موږ چې فکر کوو.

زه ورته وایم چې نړیوال انساني ارزښتونه ښايي هغومره ريښتیني نه دي چې موږ فکر کوو.

ایا موږ له خلکواودنیا  زیاته توقع نه کوو؟

ایا زیات جدي نه یوو؟

زه یې مثال وایم.

د ۲۰۱۹ میلادي کال په ډېسېمبر میاشت کې لندن ته ولاړم چې دنړۍ د رهبرانو پر غونډه راپور جوړ کړم.

هغه وخت افغانستان له سخت سیاسي او بشري بحران سره مخامخ و.

په څو ورځو کې امریکا له طالبانو سره د سولې موافقه کوله .

کابل نارې وهلې چې جمهوریت به څنګه کېږي؟

 ښځو نارې وهلې چې حق به یې څوک ورکوي؟

په یمن کې ملیونونه ماشومان له لوږې مړه کېدل.

په سوریه کې هره ورځ انسانان وژل کېدل .

د کرونا اپت له چینه  حرکت را کړی و.

 د لندن غونډه مهمه وه.

بلاخره ، د نړۍ د سترو قدرتونو مشرانو پردې ټولو مسئلو بحث کاوه ، پرېکړې به کېدې.

د لندن په ښار کې سخت امنیتي تدابیر وو.

د ښار پر مرکزي سیمو څرخکې ګرځېدې.

ځیني برخو ته موټر بند شوي وو.

د بکنګهام ماڼۍ ته په ماښام کې په پښو ورغلم.

په څراغونو کې داسې ځلېده لکه د کوه نور غمی.

یوه ګړۍ ورته ودرېدم .

افغانستان مې سترګو ته ودرېد.

د ماڼۍ انګړه ته مې کتل.‌

فکرمې کاوه چې هلته یو وخت ملکه ویکتوریا پر تخت کښېنسته!

مال، موږ څومره خاورین یو!

مال، دوي په موږ کې څه ویني؟

مال، سبا بیا دلته پر موږ خبرې کېږي.

بیا زموږ لپاره پرېکړې کېږي.

خو ونه شوې.

خبره را ووته چې  رهبران د ماخوستن پر ډوډۍ په میلمستیا کې وو.

وايي څو رهبرانو لاس یو کړی و او د بل  غیبت یې کړی و.

وايي، هغه رهبر خپل غیب اروېدلی و، مرور شوی او وختي په خپله څرخکه کې تللی و.

بلاخره ، شوروا چړپېدلې وه او ټول خپلو کورونوته ولاړل.

زه هم راغلم.

په لندن کې راغونډ شوي‌ خبریالان زیات مایوس وو.

خو زما لپاره د بکنګهم ماڼۍ یو جادويي‌ احساس درلود.

داسې احساس  لکه زموږ ژوند چې یو نکل دی.

لکه موږچې د یوه نکل برخه یوو.

دا نکل نورو لیکلی دی.

موږ دې نکل ته ور اچول شوي یوو.

لکه هغه خلک چې ګل غوټۍ خاورې په (دننګرهارنکلونه ) کتاب کې راوستي دي.

ريښتیا، د ننګرهار نکلونه ما پاڼه – پاڼه لوستي دي.

کله چې خلکو د افغانستان دولتي مطبوعه چور کړه، ډېر کتابونه چور شوو.

البته په دې کې زما پلار د نظر اختلاف راسره لري.

هغه وايي چې (دننګرهار نکلونه)‌دافغانستان د علومو له اکاډمۍ چور شوی وو.

خو څه فرق کوي؟

بلاخره چور شوی وو.

خلکو کړی وو.

خلکو چور شوي کتابونه سوځول او هم یې پر دوکاندارانو خرڅول .

د کتابونو یوه برخه زموږ کورته نږدې دکاندار ته را رسېدلې وه.

هغه چور کړې که یې اخیستي وو؟

څه فرق کوي؟

زما پلارلکه ماداسې دی.

هغه نه د کتاب د چور زړه  درلود او نه یې د اخیستلو توان .

خو هوښییار لکه ما داسې دی.

هغه به قصدا له دې دوکانه سودا اخیسته.

زماپلار به سودا قصدا په کاغذي پاکټ کې اخیسته.

په کور کې به یې د سودا پاکټونه جلا کول.

سوکه – سوکه به یې اوبو دهغوسریښ ور نرمول .

بیا به یې موږ ته پاڼې راکولې چې ویې لولو.

دننګرهار نکلونه ما هغسې ټوټې – ټوټې او پاڼې – پاڼې ولوستل.

زما د کوچنیوالي تر ټولو خوندور وخت هغه و .

د پیریانو، دېوانو اوجادوګرو کیسې به مې لوستې او باور به مې پرې کاوه.

البته، زما د زړه یو کونج لا هم داسې احساسوي چې ښايي دېوان، ښاپیرۍ، کوډګر او جادوګر رښتیا وي.

دا احساس می کله کله د باور تر حده زیات شي.

مثلا، د ګارډین یو راپورمې لوست چې وايي سکاتلند له هغو ټولو انسانانو معذرت وغواړي چې درې سوه کاله مخکې د کوډګرو په نوم ، هلته وژل شوي وو.

اصلا، په سکاتلند کې د ۱۶ مې او ۱۸ مې پېړۍ په ترمنځ وخت کې په کوډو او کوډګرو باور په حاکمه طبقه کې زیات و.

هغه وخت چې به کومه بده واقعه وشوه ، واکمنانو به ویل چې کوډې شوې دي.

هلته بیا نږدې ۴ زره کسان د کوډګرو په نوم ووژل شوو.

وايي دوه پردرې وګړي ژوندي‌ وسوځول یا پانسۍ شول.

وايي اکثر ښځې وې.

سکاتلند وايي هغوی معصوم وو.

سکاتلند وايي چې هغوي حق لري‌ چې معذرت ورڅخه وغوښتل شي.

انیا ته وایم چې له هغو خلکو سره به دا معذرت څه مرسته وکړي‌؟

انیا وايي چې په معذرت غوښتلو ګذشته نه بدلیږي خو راتلونکې پرې جوړېږي.

ښايي ريښتايي وايي!

خو ما نور غوږ نه دی ورته نیولی.

زه نوي کال ته لاس سره کوم.

د خپلو نکریزو له نقشې خاشه ځوان را په یاد شو.

د خاشه ځوان د لاس نکریزې مو په یاد دي؟

انیا ته وایم، ایا له موږ به څوک معذرت وغواړي؟

زما په خبره نه پوهېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب