یکشنبه, جنوري 23, 2022
Home+د امان الله خان ښېګڼې او تېر وتنې

د امان الله خان ښېګڼې او تېر وتنې

د امان الله خان د واک اوځواک لومړنۍ هڅې

۲ برخه

    شهسوار سنګروال

امیر لږه موده وروسته عنايت الله خان پرېښود خو نصرالله خان په بندکې پاتې شو. امان الله خان ددې لپاره چې نصرالله خان خلکوته دیوه ګنهګار په تو ګه ور وه پېژني د نایب السلطنه له بند نه دوه میاشتې تېرې وې چې په ارګ کې د سردارانو په وړاندې د امیر دوژلو مسله را پورته کړه.

د حبیب الله خان د شهادت په تړاو د تورنو کسانو په لړکې سردار نصرالله خان، عبدالاحدخان او د امیر ددربار پوځي مشر علي رضا خان لمړی ګنهکاران وبلل شول.

« د امیر تره امین الله خان و درېد چې یو ورور مې نورو وواژه او دا موږ ووژنو…؟ په پای کې نایب السلطنه په بند کې پاتې شو،عبدالاحد خان تبعید شو او بې ګناه علی رضاخان په په دار وه ځړول شو. [1]

میرزا محمد حسین خان د ارګ په یوه ونه کې  ځوړند,ولید ل سو، ولې دخلکوترمنځ انګېرنې داسې وې چې امیرحبیب الله د شجاع الدوله خان له خوا وژل شوی دی.

حال داچې دی دکورنیو چارو وزیر وټاکل شو، محمد نادرخان ورسره ۲۱ تنه نور له بنده ازاد شول او نایب السلطنه لږ موده وروسته ومړ .

د مخه مو وویل چې شجاع الدوله خان د امیر نصرالله خان له خوا کابل ته واستول شو او د فبرورۍ په ۲۳ درویشتمې نېتې یې امان الله خان دامیر له مرګه خبرکړ.

امان الله خان د یوې ناستې په ترڅ کې د امیر نصرالله خان لیک غونډې ته وه لوست چې امیر د یو ناپېژنده سړي لخوا ووژل شو او نایب السلطنه (نصرالله خان) په پاچاهۍ وټاکل شو… عین الدوله (امان الله خان) باید خپل بیعت لیک جلال اباد ته واستوي…ډېر ګډونوال په سرکې اعتمادالدوله عبدالقدوس خان په دې اند ول چې امان خان باید بیعت وکړي…

محمودطرزي څه ونه ویل ولې نایب سالارصالح محمد خان امان الله  خان ته بیعت وکړ.

نوی امیر دخپل واک اوځواک د پیاوړتیا لپاره په دری ټکو ټینګار وکړ: نایب السلطنه یې د پلار په وژلو تورن کړ د سرتېرو تنخوایې زیاته کړه  او خلکو ته یې د بشپړې خپلواکۍ ډاډ ورکړ.

بیانو امان الله خان دمارچ په دریمه(۳) د پلار دوژنې او دخپلې واکمنۍ په تړاو د هند وایسرای لارډچلېمسفورډ ته لیک وا ستوه او داپرېل په دیارلسمه (۱۳) نېټه یې په یوه لویه غونډه کې د بشپړې خپلواکۍ اعلان په دغو ټکو وکړ… ما ځان او هېواد ازاد کړ، له دې وروسته به افغانستان هغسې خپلواک وي لکه د نړۍ نور هېوادونه…

هېڅ بهرنی هېواد به پرېنښودل شي چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.

که چا داسې وکړل زه به یې په دغې تورې مرۍ پرې کړم.

د « لودویګ ادمک) د څرګندونوله مخې (دشلمې پېړۍ تر نیمایې پورې د افغانستان باندنۍ اړیکې) د امیر له اوږدې وینا وروسته برتانوي استازي حافظ سیف الله خان ته مخ ور واړاوه او په نرمه یې ورته وویل:

سفیره ته پوه شوې چې ماڅه وویل؟

هغه ځواب ورکړ، چې «هو» زه پوه شوم. وروسته نوموړي خپل حکومت ته په ټینګار سره وویل چې امیر ده ته مخ راواړاوه چې خپل حکومت ته خبر ورکړي.[2]

لارډچلېمسفورډ د تېرپه څېر فکر نشو کولای، یانې کله چې امیر عبدالرحمن ومړ لارډکرزن وپتیله چې له امیرحبیب الله خان نه نور امتیازات ترلاسه کړي نود ۱۹۰۵ کال موافقه لیک یې اړين ځکه وباله چې د امیر عبدالرحمن خان موافقه لیک شخصي بڼه لري او د هغه له مړینې وروسته تړون هم له منځه لاړ.

ولې د اعلیحضرت امان الله خان د پاچاهۍ پېښې هفسې نه وې نو ځکه یې د افغانستان د خپلواکۍ په تړاو  په پرېکنده ډول څه ونه ویل یوازې د امیرحبیب الله خان په مړینه یې خواشیني وښوده.

« دامیرامان الله د لیک په ځواب کې د اپرېل په ۱۵ (۱۹۱۹زکال) نېټه یوازې د امیر د شهادت یادونه شوې وه، له خوا خوږۍ پرته پکې د کوم نوي هوډ یادونه راغلې نه وه.[3]

امان الله خان چې پوشو انګريزان نه غواړي د افغانستان خپلواکي ومني نو بیا نه یوازې په افغانستان کې د ننه اولس خپلواکۍ ته هڅوي بلکې د هند په نیمه وچه کې هم هندوان، سکان او مسلمانان د انګرېزانو په وړاندې پاڅون ته را وبلل.

هغسې خو د برتانوي هند چارواکو د هند دازادۍ بښونکو غورځنګونو د خپلواکۍ لپاره د رولټ(Rowlett) په نوم د جزا قانون هم را ایستلی و.

په ۱۹۱۹ کال د اپرېل په میاشت کې د «امرتسر» پېښه هم را منځته شوې وه چې ۳۷۹ تنه پکې وژل شوي وه او سل تنه پکې سخت ټپیان ول (که څه هم یو شمېر لیکوال د زخمیانو او مړو شمېر ۱۵۰۰ تنه ښیې).

دا هغه پېښه وه چې جنرال «ریګینالد) له دندې ګوښه او «ګاندي» ته یې دا بري په برخه کړ چې په پای کې د برتانوي هند د ماتې لامل شو.

د عثماني ترکی تجزیه له ترکې نه د مصطفی کمال دفاع، په منځنۍ اسیا کې د بلشویکانو بری او د امان الله خان پاڅون انګرېزان و لړزول.

امان الله د هېواد په قبایلي سيمو کې د جهاد غږ پورته کړ په کابل، جلال اباد او دهېواد په نورو سیموکې یو دبل پسې جرګې جوړې شوې. د ډېورنډ د کرښې دواړو غواړو ته پرتو خلکو پاڅون وکړ. آن دا چې د انګرېزانو قومي ملېشاوو هم دندې پريښودې.

د هند ویسرای د هند په ګډون د سیمو د ټولو پېښو د حل کلۍ دا وګڼله چۍ باید جلال اباد ونيول شي د برتانیې مرکزي حکومت د برتانوي هند د وایسرای وړاندیز سم ونه باله او ورته یې وویل:

تاریخ ښودلې ده چې د افغانستان له پوځ نه د افغانستان ولس او قومونه د بهرنیو د برید په وړاندې ډېر پیاوړي دي.

موږ باید د تاریخ درسونه هېر نه کړو.

پاچا امان الله لومړی حکومت جوړ کړ او عبدالقدوس خان یې صدر اعظم او محمود طرزی یې د بهرنیو چارو وزیر وټاکل.

بیا یې بخاراته خپل استازی په ګوته کړ او له شوروي سره یې اړیکې ټینګې کړې. شورویانو ته هم د افغانستان خپلواکي د برتانویانو په وړاندې یو ستر بری وو. نو ځکه یې د يوې اعلامې یې په ترڅ کې د مارچ په ۲۷ مې نېټې په (۱۹۱۹ ز کال) د افغانستان خپلواکي په رسمیت و پېژندله.

په داسې حال کې چې له یوې خوا شوروي مشر (لینن) محمد ولي خان درواز د مې په ۲۷ مى (۱۹۱۹) نېټه د افغانستان د استازي په توګه مني او له بلې خوا په همدې نېټه (۲۷ مې) د لوې افغانستان ولس پکتیاته څېرمه، قبایلي مشران د انګلیس پوځي کلا ګانې له منځه وړي او دافغانستان بیرغ پورته کوي.

دا هغه مهال دی چي امان الله خان له دې نېټې نه دمخه یانې د مې په میاشت کې د هېواد دریو خوا ووته پوځونه لېږلي ول.

يانې خیبر ته سپه سالار صالح محمد خان، کندهارته عبدالقدوس خان او خوست ته محمد نادر خان استول شوي ول. د ډېورنډ د موافقه لیک نه وروسته دواړو غاړو ته پرتو اولسونو د انګلیس په وړاندې ټوپک له غاړو نه وه ښکته کړي. . . ولې د امان الله خان په راتلو د برتانوي هند د ځواکونو په وړاندې جګړه ییز مورچل لا تود شو.

له صالح محمد خان نه د مخه په پام کې ول، چې د مې په ۸ نېټه په پېښور کې د افغانستان پوستي دفتر په نوښت د هغې سیمې جنګیالي پاڅون ته را وبولي چې د انګرېزانو د پوځ مخ هغه لورته واړوي.

د پوستې امر غلام حیدرخان او په پېښور کې افغان وکیل عبدالرحمن لا دمخه امان الله خان ته داډ ورکړی وه چې د افغانستان د خپلواکۍ په تړاو به د هند په نیمه وچه کې هم پاڅونونه له سره ورغول شي.

وروسته ښکاره شوه چې عبدالرحمن خان په هندکې و ټاکل شو. نو د پېښور کمشنرروزکیپل rooz Keppel ترې و پوښتل کوم امیر هلته په دنده ګمارلي یې؟

صالح محمد خان له ټاکلي وخت نه دمخه د مې په څلورمه(۴) نېټه په خیبر کې جګړه پیل کړه په لنډی کوتل کې یې ماته وه خوړه.

سرفریز تتلر کښلي دي (۱۹۶ مخ) چې برتانوي پوځ دپېښور ښار کلابند کړ او په خلکو یې د څښلو اوبه بندې کړې.

همدا لامل وه چې د پېښور پاڅون شنډ کړی شو، غلام حیدر خان او دهغه هندي ملګري لکه عبدالجلیل او ګوش ملاپ سنګ بندیان شول.

حاجي عبد الرزاق چې لومړى د سردار نصرالله خان له ډېرو نژدې پلویانو څخه وه، دده د ملا تړ په تړاو یې د مومندو په سیمه کې فعالیت کاوه، د ترنګزو حاجي صاحب په ګډون یې له ډیرو سیمیزو مشرانو سره لیدلي ول.

 کله چې د امان الله خان فرمان یې تر ګوتو کړ چې دازادو قبایلو په سیمه کې په دنده ګمارل شوی یې،که څه هم ده له سلا او مشورې نه وروسته خپل زوی حافظ عبد الرب او یو هندي مجاهد محمد بشیر لا دمخه د علیحضرت امان الله خان دربارته چې خپل بیعت لیک یې هم ورکړی وه استولي ول.

عبدالرزاق اندړ صالح محمد خان ته لیکلي ول چې ما په ازادو قبایو کې ولس وسلوال پاڅون ته هڅولي دي پام کوه چي جګړه له وخته مخکې پیل نه کړې.

ولې هغه د همدې تېرو تنې له مخې جګړه پیل کړه او ماته یې و خوړه ،د غبار په اند حال داچې «  د څلورو سوو افغان سرتېرو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې ول، صالح محمد خان چې یوازې ګوته یې زخمي شوې وه د خپل یاور محمد ګل خان مومند سره په داسې حال کې چې سرتېرو ته یې دشا تګ امر ورکړ د جګړې ډګر پرېښود.[4] خو د انګريزانو پر وړاندې جګړه پايته ونه رسيده. دانګرېزانو پر وړاندې د افغان ولس جګړې لا دوام درلود.

د محمد عمرخان اپريدي ولسي لښکر د ملا عبدالرزاق اندړ هاند ې هڅې ان تر دې چې نوموړي امان الله خان ته وکښل:

داچې صالح محمد خان له ناپوهۍ دا کار وکړ که له غدارۍ؟ خو زه په خپلې دویمې خبرې ټینګار کوم.

علیحضرت امان الله خان غوښتل چې نوموړی اعدام کړي خو یوازې په بند محکوم شو او بس.

ولې دافغان ځواکونو کنډکمشر محمد صدیق خان بیاهم په کمکي خیبرکي برتانوي ځواکونوته درنه مرګ ژوبله واړوله.

د ننګرهار، لغمان ، نورستان او کنړ ولسي مشرانو پخپل ولسي لښکر له یوې خوا وسلوال بریدونه پیل کړل او له بلې خوایې د خلکو په منځ کې د جهاد تبلیغ کاوه.

د جنرال محمد عمرخان ناصري (سورجرنیل) او کند کمشر محمد اکلیل خان بدخشانی د «باسول) په سیمه کې په داسې حال کې چې غلام نبی خان څرخي هم له کابل نه ننګرهارته رسېدلی وه، د انګرېزانو د پرمختګ مخه ونیوله.

انګرېزانو په دې هیله چې جلال اباد لاندې کړي د سور جرنیل محمد عمرخان ناصري او محمد اکلیل خان د ځواکونو سره مخ شول. برتانوي ځواکونو نه یوازې پرمختګ ونه کړ بلکې په دفاعي حالت کې هم له ډېرې وېرې سره لاس او ګرېوان ول.

د لغمان، کنړ، نورستان  او ننګرهار ولسي لښکر چې شمېر یې زرګونو کسانو ته رسېده په دې هیله چې په ډکه او خیبر وسلوال بریدونه  وکړي، دا ځکه چې لا دمخه د لنډې کوتل او تورخم په شاوخوا سیمو کې شینواري زر شاه د انګریزانو مور چلې تر بریدونو لاندې نیولې وي.

برتانوي ځواکونو چې د افغانانو ولسی بهیر ولید چې له چترال نه را واخله تر بولانه پورې ټول ولس دانګرېزانو په وړاندې پاڅېدلی دی نو د انګلستان او افغانستان تر منځ د متارکې خبرې پیل شوې.

اعتماد الدوله عبدالقدوس خان له کابل نه کندهارته په لاره وه چې برتانوي ځواکونو د چمن له خوا په سپين بولدک برید وکړ.

برتانوي نظامي کار پوهانو داسې انګېرله چې پوځونه به یې د خیبر له لارې جلال اباد او دکندهار له لارې په کابل وسلوال بریدونه کوي.

همدا لامل وه چې انګرېزانو خپل ځواکونه سپین بولدک ته ورسول او جنرال (وپشیر) Wapshare دېته اړ شو چې په کابل باندې د برید لپاره يو شمېر وسلوال ځواکونه مرستې ته را وبولي.

دغه مهال د افغان ځواکونو شمېر د تورن محمد یوسف تر قوماندې لاندې دری سوه (۳۰۰) تنوته رسېده چې په ډېرې مېړانې یې د سپین بولدک له کلانه ساتنه کوله. جنرال هاردي دکلا دېوال چپه کړ چې په پای کې ډېر شمېر د برتانوي ځواکونو لخوا ووژل شول.

یو شمير چې د محمد یوسف په ګډون ټپیان ول، د انګرېزانو په ولکه کې پرېوتل.

عبدالقدوس خان لومړى خوشدل خان چې د کندهار والي وه ونیوه بیایې سپین کفن واغوست او په ولس يې غږ وکړ.

د کندهار د ځواکونو مشر ډګرمن غلام نبي خان ناصري چې دخپل تربور په څېر سور کرنېل ناصري چې په ننګرهار کې فعال وو، دارنګه ده هم ځواکونه چمتوکړي ول چې سپین بولدک ته ځان ورسوي، ولې دوالي لخوا یې مخه وه نیول شوه.

دا ځل د اعتماد الدوله په ملګرتیا د سفر برۍ اعلان وکړ او له قومي مشرانو سره مخ په سپین بولدک رهي شول. پدغه وخت کې د جمعې دلمانځه پر مهال یو تن په جومات کې وویل چې یو سونې هلک یې په خوب کې لیدلی دی چې د قزلباش نور محمد شاه په (غوه جل) کې ښخ شوي دی.

دا دې لپاره چې افغان جنګیاليۍ بېرته راستانه شی. د دې پېښې له بابته په کندهار کې یوه لویه غمیزه او ستونزه په سيمه کې منځته راغله خو ډېر ژر په ډېرې اوښیارۍ پایته ورسېده.

عبدالقدوس خان د ولسی ملاتړ په مټ مخ په سپین بولدک وخوځېد او په پای کې انګرېزان یې په شا وتمبول.

امان الله خان غوښتل چې خپل ماما خوشدل خان په دار وځړوي خو د مور په سپارښتنه یې هغه و باښه.

د پکتیا جبهې قوماندان سپه سالار محمد نادرخان وه چې له خپلو ورونو (شاولی خان او شامحمودخان) سربېره ګڼ شمېر قومي مشران او نامتو روحانیون (شمس المشایخ او نورالمشایخ) هم ور سره مل ول ، مخ په پکتیا رهي شول ځواکونو لومړۍ شپه د اپرېل (۲۱)[5] په چار اسیاب کې وکړه او د اپرېل په (۲۴) ګردېز ته و رسېدل.

سپه سالار د نورو جبهو په پرتله ډېر پوځي او قومي ملاتړ او امکانات خپل کړي ول ان داچې ډله ييزې رسنۍ او د عکاسۍ کمرې او خپرونې هم په واک کې وې، چې وخت په وخت به یې دده د بري خبرونه په (امان افغان) کې خپرول.

محمدنادرخان د (۲۰) شلو ورځو په شاو خواکې یانې د مې تر ۱۴ نېټې د ګردېز په بالا حصار کې د جګړییز پلان د جوړېدوپه پلمه پاتې شو.

د خپلواکۍ د جګړې د پیل نه لا دمخه ډګروال مبارکشا خان او ډګروال محمد علم خان تر قوماندانۍ لاندې په خوست او علی خېلو کې د سپکې او درندې وسلې په لرلو سره پوځي ځواکونه ځای پرځای کړي ول.

خو کله چې نادرخان د مې په دیارلسمې (۱۳) نېټې پوځي ځوا کونه په دریو برخو ووېشل نو بیا یې سردار شامحمودخان دېته وګماره چې له یو شمېر پوځونو، قومي مشرانواو عالمانو سره (پیوار) ته لاړ شي.

سردار شاه ولي خان یې له نور المشایخ او يو شمير نورو سره و (اورګون) لورته واستول، او په خپله سپه سالار محمد نادرخان د خوست اوتل جبهه تر خپلې ولکې لاندې وه نیوه.

ولې له دېنه دمخه « کله چې جنګ په رسمي بڼه پیل شي » د مسیدو جنګیالیو لا دمخه د «سروکي» په جنګي قشلی برید کړی وه او له انګرېزانو نه یې ډېر څه د غنیمت په توګه لاندې کړی ول.

د تڼیو جنګیالیو هم د انګريزانو تلګرافی لیکې پرې کړې وې. ددې سیمې وګړو دپیوار، علی خيل، توچي او کرمې پورې پرمختګ کړی وه.

سپه سالار دخوست په لور متون ته لاړ او بیایې د جګړې لیکې ووېشلې او هر چاته یې جګړه ییز لوري په ګوته  کړل.[6]

موږ د مخه وویل چې د محمد نادرخان سره د رسانيو یو شمېر استازي ملګري ول. په دغه لړ کې یو هم ظفر حسن ایبک چې يو هندوستانی وه مل وه.

کله چې سپه سالار د مي ١٤ مه خوست پلازمینې متون ته په لاره وه، ظفر حسن خاطراتو کې کښلي دي چې نادرخان په دې هیله چې په خوست کې ځینې توکي د جګړې لپاره  تهیه کړي لس(۱۰) ورځې باید دلته پاتې شي.

دی وړاندې کاږي :

«موږ په متون کې وو چې خبر مو تر لاسه کړ چې وزیر واومسيدو په «واڼه» برید کړیدی».

هغه شمېر ملېشایې ځواکونه چې د انګرېزانو په چوپړ کې ول یا خو کوروته تللي دي او يا ګڼ شمېر یې سردار شاولي خان ته اوښتي دي. او خپلې وسلې یې هم تسلیم کړېدي.[7]

د «واڼې» په تړاو سردار شاولی خان هم د مې په ۲۳ نېټې سپه سالار محمد نادرخان ته د یوه لیک په ترځ کې کښلي دي چې د وزیرستان جنګیالیو د «واڼې» چوڼۍ کلابنده کړېده.

همدا راز د منګلو جنګیالیو هم پرته له اجازې نه په (ټل) برید وکړ او د(ټل) اوسېدونکو ددوي له برید نه خپل ملاتړ څرګند کړ.

عبدالصمد غوث انګېري چې: جنرال نادرخان د خوست له متون نه د وزیرستان په لور وخوځېد او د ټل په کلا یې برید وکړ.[8]

جنرال محمد نادرخان په ناڅاپي توګه د مې په ۲۶ نېټه د لس (۱۰) زره ولسې لښکر او دری (۳) زره پوځي ځواکونو سره د ټل په پوځي کلا برید وکړ. په داسې حال کې چې هوایې بریدونه هم روان ول افغانانو د ټل کلا ونیوله او د کلا پر برج یې د افغانستان بیرغ و ځړاوه.

متارکه ولې وسوه ؟

دا چې متارکه ولې وشوه او د چا په وړاندیز وشوه؟ په دې تړاو بېلا بېلو څرګندونوته تم کېږو:

۱ – د ټل، واڼې، پیواړ او وزیرستان په سیمه کې ولسي لښکر او افغان پوځي ځواکونه یو د بل پسې بري ته رسېدلي ول او ان تر دې چې متارکه هم اعلان شوه، یو شمېر جنګیالیو خپلې مور چلى پرينښودې.

ملي مجاهدینو له یادو سیمو سربېره تر بنو او میرام شاه پورې د انګرېزانو اړیکې له سیمې سره پرېکړې وې.

نه یوازې په منځنۍ جبهه کې ولسي پاڅون په ډېر شور او زوږ د الله اکبر په نارو د خپلواکۍ چېغې وهلې بلکې له چترال نه راوا خله تر خیبر، پکتیا او ان تر کندهار (سپین بولدک) پورې د خلکو وېنې په جوش راغلې وې. « ډېوډلاین  »لیکلي چې برتانویان دومره ستړي شوي و چې زرګونه سرتېري د خیبر له درې بېرته راوګرزېدل ان داچې سرتېرو لاریون وکړ، خو رسنیو یې له خپرولو ډډه وکړه. برېتانیا ددې لپاره بمباري وکړه چې کابل ووېروي، هنډ لي پېچ کابل بمبار کړ.

په چترال کې سیمه يیز واکمن «مهتر) عبدالرحمن خان[9] د عبدالملک خان جلاله پلار د امان الملک جلاله نیکه هم د خپلواکۍ په نوم پاڅون وکړ.«د انګرېزان لپاره مهمه داوه چې یو شمېر هغه قبایلي ځواکونه چې ددوی په ملېشاو کې شامل ول د دوی له امرنه سرغړونه وکړه»[10] میر زمان خان کنړی یو بل نامتو جنګیالی و چې د مې په ۸ نېټه یې له اسمار نه د بریکوټ پرلور له خپلو مېړنیو سره حرکت وکړ.

همدا راز جنرال عبدالوکیل خان د جون په ۲۳ نېټه د ولسي لښکر ددفاع په خاطر مخ په چترال روان شو.

د یادو بریو پربنسټ ویلی شو چې د متارکې عوښتنه د انګرېزانو له خوا شوېده.

۲- یو شمېر تاریخ پوهان انګېري چې د متارکې وړاندیز د غازي امان الله خان لخوا شوی وه.

ددې لامل دا ګڼي چې ګنې دانګرېزان درنې بمبارۍ وې چې د کابل او جلال اباد په ښارونو کې یې وکړې، نو بیا یې ځکه جنرال محمد نادرخان ته د یوه فرمان په ترځ کې وویل:

«د کابل وګړي د بمبارۍ نه په تنګ راغلي دي او دکابل لوړ پوړي انګېري چې اوس د جګړې وخت نه وه، ملامتي یې پرما شا امان الله اچوي.»[11]

۳- داسې انګېرنې هم شته چې امان الله خان د هېواد له ختیځ (خیبر) او سپین بولدک له جبهو ناهیلی شوی وه، هغه هیله یې هم چې ګنې په هندوستان کې به دانګرېزانو په وړاندې پاڅون کېږي ترسره نشوه.

ځکه یې متارکې ته غاړه کېښوده او په دې یې بسنه وکړه چې انګرېزان باید د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژني.

۴- په پښتونخوا کې د ډېورنډ د کرښې پورې غاړې ته د ولسوونو پاڅون انګرېز دومره ګواښلی وه چې اغېزې یې د هند پر نیمه وچه بې اغېزې نه وې. دوی پدې پوهېدلي ول چې که متارکه ونه کړي ښايي نورو اسلامي هېوادوته هم د دا ډول جګړو لمنه وغځيږي.

دوی سره دا وېره او اندېښنه هم وه چې دغه پاڅونونه به د پاریس د سولې په پرېکړو هم اغېز وکړي.

همدا لامل وه چې انګرېزانو په هندوستان کې افغان استازی سردار عبدالرحمن خان ډکې ته راوست.

د ده د کورنۍ غړي يې ترې ستانه کړل او بیا یې دغه پیغام ورکړ چې کابل ته لاړشي پاچا امان الله خان متارکې ته راوبولي.

« ادمک » هم پدې اند دی چې د برتانوي هند حکومت افغان استازي ته اجازه ورکړه چې کابل ته لاړشي پاچا دېته اړ کړي چې د دوښمنۍ نه لاس واخلي.

امان الله خان هم ومنله او اوربند اعلان شو چې بیا په راول پنډۍ کې خبرې پیل شوې.[12]

داچې دمتارکې وړاندیز لمړی له کوم لوري شوی دی؟ خو بیا هم متارکه د جون په دریمه (۳) نېټه (۱۹۱۹ ز کال) مینځته راغله چې د راولپنډۍ تړون ته یې لاره پرانستله.

[1] ؛- غبار میرغلام محمد افغانستان درمسیر تاریخ ۷۴۵مخ

[2] :- ادمک لودویک د شلمې پېړۍ تر نیمایې…اریزونا ۱۹۷۴ کال ۴۷ مخ

[3] :- د لودویک ادمک هماغه اثر ۴۸مخ

[4]:- غبار میر غلام محمد افغانستان در مسر تاریخ ۷۵۹ مخ

نوټ: پایله دا چې ولس د چګړې په ټولو جبهو کې بری و ګاټه بلکې حکومت متارکه ومنله او يا یې متارکه و غوښته.

[6] :-همدغه اثر ۷۶۴مخ

[7] :- ایبک ظفر حسن «خاطرات» ۱۸۸مخ

[8] :- غوث عبدالصمد سقوط افغانستان ۴۳ مخ

[9] :- عبدالملک جلاله پلار د امان الملک جلاله نیکه

[10] : Admes, Afghanistan.p 114-118

[11] :- وکیلي عزیزالدین پوپلزی نګاهې به تاریخ استرداد استقلال افغانستان کابل ۷۹ مخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب