جمعه, جنوري 21, 2022
Homeټولنیزتاریخد بشر د راتلونکې تاریخ ( ۳۳ او وروستۍ برخه...

د بشر د راتلونکې تاریخ ( ۳۳ او وروستۍ برخه ) |لیکوال: نوح هیراري

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت د راتلونکې لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

 درې دیرشمه  او وروستۍ برخه

لکه چې د کتاب په پیل کې مې ویلي ؤ دغه کتاب مې خپل ارواښاد پلار ډاکټر احمد نور اسد ته ډالۍ کړی هغه کس ته چې له انسان سره ېې د مینې  او مهربانۍ درس راکړی دی.

د دغه ستر انسان اروا دې ښاده او هیله ده راتلونکی کتاب چې طبی کتاب دی ډیر ژر چاپ ته چمتو شي.

په درناوي ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

وېې لیکه یا ریکارډ ېې کړه نیټ ته ېې واستوه او شریک ېې کړه !

ښايي ته دې ته اړتیا ونه لرې چې دغه تفکر ومنې په تیره بیا که ستا عمر له شلو کم وي. خلک هیله کوي د ډیټا یا معلوماتو د بهیر یوه برخه وي حتي که د شخصي حریم، خپلواکۍ او وګړنیزو ازادیو د نقضولو په بیه هم وي. انسانپاله هنر وګړنیز نبوغ  سپیڅلی بولي او پر یو دستمال د پيکاسو په لاس  کاږل شوې کرښې په «سوټ بي» کې په میلیونونو ډالرو خرڅیږي. انسانپال علم د وګړنیزو څېړنو ستاینه کوي او هرڅیړاند هیله کوي د ساینس او طبیعت په مجله کې په خپره شوې مقاله خپل نوم ولیکي. خو نن سبا  د «ټولو» تر منځ د یوې دوامداره ملګرتیا په وسیله په زیاته پيمانه هنري او علمي پنځونې کیږي. څوک ویکیپیډیا لیکي؟ موږ ټول دغه کار کوو. یو وګړی اوس د لوي سیسټم په یوه چیپ یا پرُزې بدلیدونکی دی چې هیڅوک هم پرې نه پوهېږي او نه ېې درک کولی شي. هره ورځ زه په خپل ټیلفون،  ایمیل او مقالو له لارې بیشماره دیټا او معلومات ترلاسه کوم او له پروسیس وروسته ېې بیرته د ایمیل، ټلفون او مقالو له لارې استوم. زه نه پوهیږم چې زه د دغه لوي تصویر په کوم ځاي کې یم او یا زما د ډیټا یا معلوماتو چیپونه د نورو میلیاردونو انسانانو د تولید شویو معلوماتو او چیپونو سره څنګه تړل شوی دی . زه په دغو خبرو د پوهیدا لپاره وخت هم نه لرم ځکه چې زه باید ټولو ایمیلیونو ته ځوابونه ووایم. وروسته چې زه معلومات او ډیټا نور هم ښه تحلیل او پروسیس کړم، نو باید نورو ډېرو ایمیلونو ته ځواب ورکړم، نور ټیلېفونونه هم وکړم او نورې مقالې هم ولیکم نو زما شاوخوا انسانان له ډېرو معلوماتو سره مخامخ کیږي او په ډیټا ک ډوبیږي.

دغه بې ځنډه معلومات او د ډیتا بهیر د دې سبب کیږي چې نوې شیان جوړ او نوې ستونزې رامنځته شي چې هیڅوک به ېې  پلانونه، اټکل او کنټرول نه شي کولی. هیڅوک نه پوهېږي دغه نړیوال اقتصاد څنګه روان دی، او دغه نړیوال سیاست کومې خوا ته درومي. هیڅوک دا اړتیا هم نه لري چې پرې پوه شي. هغه څه چې ته ېې اړتیا لرې هغه بې له ځنډه ایمیلونو ته ځواب ویل دي او ته باید سیسټم ته اجازه ورکړې چې کوم شی ته لیکې هغه ولولي. د ازاد مارکیټ کپيټالیستان د مارکیټ په پټو او نامرئي لاسونو باور لري. ډیټایستان د معلوماتو د ازاد بهیر په نالیدل شویو یا نامرئي لاسونو باور لري.

کله چې نړیوال ډیټا پروسیس سیسټم په هرڅه پوه او قدرتمن شو نو د هرڅه مانا او هرې سرچینې مانا او ارزښت به له سیسټم سره په وصل کېدا پورې اړوند وي. انسان به د معلوماتو په بهیر کې واغښل او ویلي شي ځکه هغه کسان چې د دې سیسټم پُرزې دي له ځانه د یو بل غټ او لوي څیز په برخې بدلیږي.

دودیزو دینونو به ویل چې ستاسو ټولې خبرې او اعمال د یوه اسماني پلان او قسمت یوه برخه ده او هره شیبه خداي پر تا نظر لري او ستا د احساساتو او فکرونو پروا لري.

 ډیټا دین وايي چې ستا ټولې خبرې، فکرونه او اعمال  د ډیټا د یوه لوي بهیر برخه ده، ټول الګوریتمونه هره شیبه تا څاري او دغه ډیټا ستا د هر احساس او اعمالو پروا ساتي دا هغه څه دي چې  د ډېرو خوښېږي. که د معلوماتو له بهیر سره د واقعي معتقد کسانو اړیکه غوڅه شي نو د ژوند مانا له لاسه ورکوي. که هیڅوک نه پوهېږي چې څه پيښیږي او یا که د معلوماتو له نړیوال پرمختګ سر مرسته نه شي کولی نو دا څه مانا لري چې یو شی تر سره کړې او یا یوه تجربه کړې؟ هیومانیستانو به ویل چې تجربه هغه څه دي چې زموږ په وجود او باطن کې ترسره کیږي او د هر هغه څه په هکله چې ترسره کیږي باید موږ د هغو مانا په خپل وجود کې ولټوو دا هغه څه دي چې په خپل وار نړۍ ته مانا ورکوي. ډیتایستان باوري دي چې  که تجربې ونه ویشل شي او یا موږ ورته اړتیا ونه لرو او یا که په خپله مانا پيدا نه کړي نو ټولې تجربې بې مانا دي. موږ یوازې دا اړتیا لرو چې دغه تجربې راجستر کړو او هغه د معلوماتو په یوه لوي بهیر کې خوندي کړو نو الګوریتمونه په خپله ورته مانا پيدا کوي او موږ ته وایي چې څه ورسره وکړو. شل کاله مخکې پر جاپاني تروریستانو ټولو خندل ځکه چې تل به کمرې ورسره وې او چې هرڅه به ېې لیدل او خوښ به ېې شول نو عکس به ېې اخیست نن سبا ټول دغه کار کوي. که تاسو هند ته لاړ شئ او یو فیل وګورئ نو د فیل سیل به ونه کړئ او له ځانه به کله هم پوښتنه ونه کړئ چې اوس څه ډول احساس لرم؟ ځکه چې په خپل زیرک ټیلفون کې به ډوب ېاست. تاسو به د فیل عکس اخلئ او په خپل فیسبوک ېې خپروئ او هره شیبه ېې ګورئ چې څو تنو لایک کړی دی. د خاطراتو لیکل پخوا یو انساني عادت ؤ خو د ډېرو اوسنیو ځوانانو لپاره بې مانا کار دی. ولې داسې څه ولیکو چې هیڅوک ېې نه لولي؟ د نن معیار دا دی: که کوم شی تجربه کوې هغه ریکارډ کړه او هغه څه چې دې ریکارډ کړل پر نیټ ېې خپاره کړه او بیا ېې  شریک کړه.

د کتاب په بېلابېلو برخو کې موږ په ځلونو وویل ولې انسان تر نورو ژویو مهم او اشرف المخلوقات دی؟ ډیټایزم دې پوښتنې ته اسانه او نوی ځواب لري. د انسانانو تجربې د لیوانو او فیلانو تر تجربو ارزښتمنې او مهمې نه دي. کمپیوټرچیپونه له یو بل سره توپیر نه لري خو توپیر په دې کې دی چې یو انسان د خپلو تجربو په هکله شعر لیکلی شي او بیا دغه شعر انټرنټ ته پورته کولی شي او په دې ډول نړیوال معلوماتي سیستم او پروسیس پرې بډاي کولی شي. یو لیوه دغه کار نه شي کولی نو ځکه که د لیوه تجربې هر څومره ژورې او پيچلې وي ارزښت نه لري. نو دا عجیبه خبره هم نه ده چې موږ خپل ډیر وخت پر معلوماتو د خپلو تجربو په بدلولو لګوو. دا یوه لنډمهاله کیسه نه ده بلکه د بقا او ژوندي پاتې کیدا مسله ده. موږ باید ځان او سیسټم ته دا ثابته کړو چې موږ لا هم ارزښت لرو. ارزښت په دې کې نه دی پروت چې موږ تجربې وکړو بلکه ارزښت په دې کې دی چې موږ تجربې په ډیټا بدلې کړو چې ازاد الوت وکړاي شي او ازاد بهیر ولري.

لیوه او لږ ترلږه د هغو نیژې کورنۍ یانې سپیان نهیلي کوونکې چاره نه ده، د دوي تجربې هم ارزښت درلودلی شي. د نور لیوان نه «No More Woof» په نامه یوه کمپني غواړي د سپیانو د تجربو د تفسیر لپاره یو ډول خولۍ جوړه کړي. خولۍ د سپي د ماغزو سیګنالونه څاري او یو ډول خاص الګوریتمونه دغه زیګنالونه تفسیروي. د مثال په توګه دغه احساس چې زه غوصه یم په انساني ژبه بیانوي.۸

ډیر ژر به ستاسو سپی هم ښايي د فیسبوک او ټویټر پاڼې ولري او ښايی له تاسو ېې فالورز او لایکونه زیات وي.

ځان وپیژنه

ډیټایزم نه لیبرال دی او نه هیومانیست. او دغه خبره باید همدا اوس وکړم چې ډیټایزم د هیومانیزم په خلاف هم نه دی او د انساني تجربو په وړاندې هیڅ ډول مبارزه هم نه کوي. ډیټایزم یوازې دغو تجربو ته ارزښت نه ورکوي. کله چې موږ د هیومانیزم دریو توپیرونو یا ځانګړنو ته اشاره کوله له ځانه مو وپوښتل چې د بتهون د پنځمې سمفونۍ، چاک بیري،  د پیګمنانو د پرانیستې د کورَس او د لیوه د نارو تر منځ کومه یوه ارزښتمنه تجربه ده. ښايي یو ډیټایست ووايي چې دا بیخي بې مانا خبره ده ځکه چې موسیقي باید په هغې کې د موجودې ډیټا په اساس وارزول شي نه دا چې کوم ډول احساس درکوي. د مثال په توګه یو ډیټایست ممکن ووايي د بتهون پنځمه سمفوني د پیګمنانو د کورَس په پرتله ډیره دیټا لري او له څو پردو او اکورډونو پکې کار اخیستل کیږي نو د بتهون پنځمه سمفوني د پیګمنانو د سندرې یا کورَس په پرتله ډیره ډیټا انتقالوي او د ډېرو موزیکال سبکونو سره اړیکه ټینګولی شي. نو که دغه سمفوني تفسیر کړو نو ډیر کمپیوټري ځواک او الګوریتمونو ته اړتیا لري نو د دې سمفونۍ په تفسیر سره به ډیره پوهه ترلاسه کړې.

 د دغې نظریې له مخې موسیقي یوه محاسباتي نقشه ده. ریاضي او محاسبه د موسیقي هره ټوټه او د بېلابېلو ټوټو تر منځ اړیکې توضیح کولی شي. نو په دې اساس د هرې سمفونۍ، غږ او د نارو معلوماتي ارزښت معلومولی شئ او بیا ویلی شئ چې کومه موسیقي بډ‌ایه ده خو دلته هغه احساس مهم نه دی چې دغه موسیقي او اوازونه ېې په انسان یا لیوه کې پيدا کوي. په حقیقت کې اویا زره کاله پخوا انساني تجربې د معلوماتو د پروسیس یا شننې تر ټولو اغیزمن الګوریتمونه وو ځکه خو یو دلیل موجود ؤ چې هغه سپيڅلي وګڼل شي. خو موږ به ژر داسې ځاي ته ورسیږو چې دغه الګوریتمونه به خپل موقعیت او مقام له لاسه ورکړي او حتي په یوه خنډ بدلیداي شي.

هومیو ساپینس په لسګونو زره کاله مخکې په افریقا کې سر را هسک کړ او الګوریتمونه  ېې داسې نه ؤ جوړ شوي چې د یو ویشتمې پیړۍ معلومات او ډیټا پروسس کړي خو موږ په انسان کې د معلوماتو د شننلو یا پروسس سیسټم بدلولی شو خو ډاډه نه یو چې دغه کار به بسنه وکړي. ښايي ډیر ژر «هرڅه انټرنټ» د ډیټا د پروسس یا شننلو ډیر لوي او چټک سیسټم رامنځته کړي چې حتي اپډیت او مډرن شوی انساني سیسټم ېې د پروسس وس ونه لري.  کله چې موټرو د اسانو او ګاډیو ځاي ونیو موږ اسونه اپډیټ نه کړل موږ تقاعد ورکړ اوس هغه وخت راغلی دی چې هومیوساپینس هم له دغه برخلیک سره مخامخ شي.

ډیټایزم د انسان لپاره بیخي عملي او جدي کړچار لري او بشری تجربې او د انساني تجربو ارزښت د معلوماتو د پروسس په میکانیزم کې د هغوي د وړتیاوو په اساس ارزوي. که داسې الګوریتم جوړ کړو چې له انسانه ښه عمل او کړچار ولري انساني تجربې به خپل ارزښت له لاسه ورکړي. که پر ډاکټرانو، انجنیرانو، او ټیکسي چلونو سربیره د وکیلانو، شاعرانو او موسیقي پوهانو په ځاي هم کمپیوټري الګوریتمونه فعاله او جوړ کړاي شو بیا نو ولې باید دا راته مهمه وي چې دغه پرواګرام باطني تجربې او هوښیاري یا شعور نه لري؟ ډیټایزم  د عاطفي هیجان په نوم د انساني تجربو له سپیڅلتیا د انسان ستاینه ردوي: هغه تجربه چې تاسو ېې ستاینه کوئ او درته سپېڅلې ده له یو بیوکیمیاوي الګوریتم پرته بل څه نه دي چې اوس په درد نه خوري او زړه شوې ده. دغه الګوریتم د افریقا په دښتو کې اویازره کاله مخکې یو پرمختګ ګڼل کیده او په شلمه پيړۍ کې ېې  د پوځ او اقتصاد لپاره اغیزمن رول لوباوه خو موږ به ډیر ژر تر دې ډیر پرمختللي الګوریتمونه ولرو.

انسانان د هالیود د ساینس فیکشن د ډېرو فیلمونو په حساسو برخو کې له یرغلګرې ستوربیړۍ، د یاغي روبوټونو له یوې ډلې او یا سوپر کمپيوټرونو سره مخامخ کیږي چې هڅه کوي انسان له منځه یوسي. داسې ښکاري چې انسان نور بایلونکی دی خو په وروستیو شیبو کې له ټولو ستونزو سره سره بشریت د یو داسې شي له برکته بریالی کیږي چې بهرنۍ ستوربیړۍ، سوپر کمپیوټرونه او روبوټونه ېې نه شي درک کولی. دغه عجیب شی مینه ده چې تر اوسه پورې سوپر کمپيوټر نه دی درک کړی او نه ېې ورته پام کړی دی. تر دې دمه دغه اتل د سوپر کمپيوټر په وسیله غولیده او د شیطاني روبوټ د مرمیو تر فشار لاندې ؤ او د خپلې مینې تر اغیز لاندې راغلی او په یوه ځانګړي حرکت ټول حالات بدلوي او ماټریکس په حیرانۍ کې له پښو غورځوي. د کمپیوټر له نظره دغسې یوه سناریو او کیسه نا شونې ده او وايي: صادقانه ووایئ چې تر دې مو په کوم بل ښه شي فکر نه دی کړی؟ هغوي له هالیودي لیکوالو پوښتنه کوي مینه؟ هغه هم یوه افلاطوني او اسماني مینه نه بلکه د دو تي لرونکو حیواناتو ترمنځ مینه. ایا په رښتیا فکر کوئ چې په هرڅه پوه یو سوپر کمپیوتر او یا فضاي موجود چې ټول کائینات ېې نیولي وي د مینې په لومه کې نښلي؟

 کله چې ډیټایستان انساني تجربه له معلوماتي او کمپیوټري تجربو سره ورته بولي په حقیقت کې له موږ د اقتدار او مانا اصلي سرچینه اخلي او د یو ستر دیني انقلاب زیری راکوي چې بیلګه ېې له نولسمې پیړۍ وروسته نه دی لیدل شوې. د لاکس، هومیس او ولټاریس په وختونو کې  هیومانیستانو ادعا کوله چې خداي د انسان د فانټیزۍ او خیال محصول دی. اوس ډیټایستان غواړي چې پریږدئ هیومانیستان خپل درمل وازمايي او وايي: هو خداي د انسانانو د خیالونو یو محصول دی، خو د انسان خیال هم په خپل وار د بیوکیمیاوي الګوریتمونو  محصول دی.

په اتلسمه پیړۍ کې هیومانیزم د خدايي چورلیز له نړۍ لید څخه د انساني چورلیز د نړۍ په لوري په څرخیدا سره خداي له ډګره وایسته. په یوویشتمه پيړۍ کې ډیټایزم غواړي د انسان محورۍ له نړۍ لید څخه د ډیټامحورۍ په لور په څرخیدا سره انسان له ډګره وباسي.

ښايي ډیټایستي انقلاب یوه یا دوه پيړۍ نه بلکه ښايي څو پیړۍ دوام وکړي. البته انسانپال یا هیومانیستي انقلاب هم په څو شیبو او کلونو کې رامنځته نه شو. لومړی انسان پر خداي باور په ځان کې وروزه او پوخ ېې کړ. بشریت استدلال کاوه چې انسان سپیڅلی دی ځکه چې د خداي له لوري پر ځمکه د واکمنۍ لپاره خلق شوی دی. ډیره موده وروسته ځینو دا جرائت وکړ چې ووايي په خپله انسان سپیڅلی دی او خداي بیخي نه شته. په همدې ډول ډیټایستان هم نن سبا وايي انترنټي هرڅه دی او دغه هرڅه سپیڅلي دي، ځکه چې انسانانو جوړ کړی دی چې د انسانانو اړتیا پوره کړي. خو دا امکان لیرې نه دی چې «ټول څه انټرنټ» په خپله سپیڅلی شي.

له انسان محورۍ څخه  د ډیټا محورۍ په لوري څرخیدل به یوازې یو فلسفي انقلاب نه وي. دا به یو عملي انقلاب هم وي. ټول مهم انقلابونه عملي دي، دا به هم عملي انقلاب وي. دغه هیومانیستیکه ایډیالوژي چې وایي: «انسان خداي رامنځته کړ» مهمه ایډیالوژي وه ځکه چې پراخې عملي پایلې ېې درلودې. دغه ډیټایستي ایډیولوژي چې وايي: ټول مخلوقات کمپیوټري الګوریتمونه دي» هم مهمه ده ځکه چې دا هم  په ورځنیو چارو ډیرې عملي پايلي لري. یوه ایډیالوژي تر هغه نړۍ نه شي بدلولی تر هغو چې  انساني چالچلن یا behavior ېې نه وي بدل کړی. کله چې د پخواني بابل اوسیدونکي به له یو سخت ازمیښت سره مخامخ شول نو نیمه شپه به د یوه نیژدې معبد سر ته وختل او د اسمانانونو او ستورو مطالعه به ېې کوله. د بابل اوسیدونکو فکر کاوه چې ستوري قسمتونه ټاکي او زموږ د راتلونکيې اټکل کولی شي. هغوي چې به کله واده کاوه، قولبه به ېې کوله او یا به جګړې ته تلل نور تر هغه مخکې به ېې ستورو ته کتل. په همدې ډول د هغوي فلسفي ایډیولوژۍ عملي کیدلې.

هغو دینونو چې خپل سپیڅلي کتابونه ېې درلودل لکه مسیحیت او یهودیت بل ډول کیسې درلودې هغوي ویل: ستورې دروغ وايي، خداي چې ستوري پنځولي ټول حقیقت په سپڅلیو کتابونو کې بیان کړی دی نو ستورې نه بلکه سپیڅلی کتاب ولولئ چې په حقیقت پوه شئ. دې ایډیولوژۍ هم عملي سپارښتنې درلودې. کله چې به خلک نه پوهیدل چې له چا سره واده وکړي، کومه دنده غوره کړي او جنګ ته لاړ شي که نه نو سپیڅلی کتاب به ېې لوست او په سپارښتنو به ېې عمل کاوه .

وروسته هیومانیستان په یوه نوي روایت سره راڅرګند شول: دا انسان ؤ چې خداي ېې جوړ کړ، انجیل ېې ولیکه او هغه ېې په زرګونو ډولونو تفسیر کړ. دا په دې مانا دی چې انسان په خپله د هر حقیقت سرچینه دی. ته انجیل د یوه انساني الهام بخښونکې ښکارندې په توګه لوستلی شې خو مجبوره نه ېې چې حتمن ېې باید ولولې. کله چې ته له یوې ستونزې او کشالې سره مخامخ شوې یوازې د خپل باطن غږ او د وجدان قضاوت ته دې غوږ ونیسه او همغه کار وکړه. هیومانیزم ځانته د غوږ نیولو بیلابیلې دقیقې او عملي لارې چارې وړاندې کړي دي. د مثال په توګه د لمر لویدو ننداره،  د ګویتې لوستل، د خاطراتو لیکل، له یوه نیژدې ملګري سره  مجلس کول او د ډیموکراتیکو انتخاباتو ترسره کول هغه نسخې دي چې هیومانیزم وړاندې کړي دي.

د سلګونو کلونو په اوږدو کې ساینسي عالمانو د غه هیومانیستي نسخې منلي وې. کله چې به یوه فزیکپوه غوښتنل پرېکړه وکړي چې واده وکړي که نه! نو د لمر لویدو نندارې ته به ناست ؤ او هڅه به ېې کوله له ځان سره تماس ټینګ کړي. کله چې یوه کیمیا پوه غواړي د یوې دندې د منلو یا نه منلو پرېکړه وکړي ،نو حتمن به له یوه نیژدې ملګري سره مشوره کوي او یا به د خاطراتو کتابچې ته مراجعه کوي. کله چې د بیولوژۍ یو متخصص په دې فکر کوي چې جنګ دې وشي که د سولې تړون لاسلیک شي نو دی هم په ډیموکراتیکو انتخاباتو کې ګډون کوي. کله چې د ماغزو یوڅیړاند د یوې لوېې او مهمې څېړنې په اړه کتابونه لیکي نو د ګویتې یوه مهمه جمله به ېې د کتاب په لومړۍ پاڼه لیکلې وي. دا د هیومانیزم او ساینس تر منخ د مډرن ائتلاف بنسټ ؤ. دغه بنسټ د مډرن یانګ او یین، منطق او عاطفې، لابراتوار او موزیم، د تولید د کرښې او هټۍ تر منځ د تعادل او د انډول د ساتلو رول لوبوي.

څېړاندو یوازې د انساني احساس په سپیڅلتیا بسنه نه کوله هغوي دغه راز د دغه کار لپاره د تکامل د تیورۍ په اساس یو دلیل هم پيدا کړ. له داروین وروسته بیولوجیستانو هڅه وکړه دغه خبره سپینه کړي چې احساسات او عاطفه پيچلي الګوریتمونه دي چې د تکامل د تیورۍ په اساس ېې وده کړې او پاخه شوي دي او له حیواناتو سره مرسته کوي چې پرېکړه وکړي.

 مینه، ډار او ذوق زموږ مبهمې او ګونګې رواني ښکارندې نه دي  چې دنده ېې یوازې د مثال په توګه د شعر لیکل وي بلکه دا د میلیونو کلونو د تجربو او پوهې شیره یا خلاصه ده. کله چې ته بایبل یا انجیل لولې، له ځینو پادریانو او خاخامانو سپارښتنې ترلاسه کوې چې په پخواني بیت المقدس کې اوسیدل. کله چې دې خپلو احساساتو ته غوږ نیسې په حقیقت کې یو الګوریتم احساسوې چې د تکامل تیورۍ د میلیونونو کلونو په اوږدو کې ېې وده کړې او د تکامل د تیورۍ په اساس د انتخاب یا د بقا د راز له سختو ازموینو بریالی راوتلی دی. ستا احساسات  ستا د میلیونونو کلونو د نسلونو او نیکونو او اناګانو اوازونه دي چې هر یو ېې په سختو شرایطو کې ځان ساتلی او تر ننه رسیدلی دی. ستا احساسات په طبیعي توګه له غلطیو پاک نه دي خو تر نورو ډیرو بدیلونو ښه دي. د میلیونونو کلونو په اوږدو کې احساسات د نړۍ تر ټولو ښه الګوریتمونه دي. د کانفسیوس، محمد او ستالین په وخت کې باید خلکو د کنفسیونیزم، اسلام او کمونیزم د لارښوونو په ځاي خپل احساساتو ته غوږ نیولی واي. په یو ویشتمه پيړۍ کې به احساسات د نړۍ تر ټولو غوره الګوریتمونه نه وي. موږ به د لویو کمپیوټري ځواکونو اوپراخو کمبیوټري بنسټونو په مرسته تر دې ډیر ښه الګوریتمونه رامنځته کړو. د ګوګل او فیسبوک الګوریتونه ښایي په دیرې ځیرتیا سره  ستا حالت معلوم نه کړاي شي خو ستا په هکله په میلیونونو نورو شیانو پوهېږي چې ته به هیڅ پرې خبر هم نه وې. نو ته باید خپلو احساساتو او وجدان ته د غوږ نیولو په ځاي دغو بهرنیو الګوریتمونو ته غوږ ونیسې. کله چې الګوریتم په دې پوه شي چې هر انسان چا ته او څنګه رایه اچوي او حتي په دې هم پوهېږي چې د نیورولوجیکو یا عصبي او ذهني دلایلو په اساس کوم رایه اچووونکی جمهوري غواړو او کوم ډیموکراتانو ته رایه ورکوي بیا نو ډیموکراتیکو انتخاباتو ته څه اړتیا شته. هیومانیزم ویل: خپل احساس او وجدان ته غوږ ونیسه. ډیټایزم وايي: الګوریتمونو ته غوږ ونیسه، الګوریتم پوهېږي چې ته څه احساس لرې.

کله چې ته په دې فکر کوې چې باید له چا سر ه واده وکړې، کومه دنده ولرې، او یا جنګ ته ولاړ شې که څنګه؟  نو ډیټایزم درته وايي که د دغو کارونو په خاطر د فکر کولو لپاره غره ته خیژې او د لمر لویدو ننداره کوې دا د وخت بې ځایه تیرول دي. همدغسې که موزیم ته ځئ او یا د خاطراتو لیکل پیلوئ  او یا له کوم ملګري سره مجلس کوئ دا هم بې مانا خبرې دي. هو دا خبره سمه ده چې ته باید لومړی ځان ښه وپيژنې چې سمه پرېکړه وکړاي شې، خو که ته په یوویشتمه پيړۍ کې غواړې ځان ښه وپيژنې نو غره ته د خلتو، موزیم ته د تګ او د خاطراتو د لیکلو په پرتله ډیرې نورې رودې شته. دلته به ځینې ډیټایستي کړنلارې او نسخې در وپيژنو:

غواړې پوه شې چې ته په رښتیا څوک ېې؟ له ډیټایزم څخه پوښتنه وکړه. موزیم او غرونه هیر کړه. ایا تا د ډي. این ، اې د سپړلو ټیسټ کړی دی؟ نه دې ترسره کړی؟ نو څه ته ګورې؟ ورځه همدا نن ېې ترسره کړه. دغه راز خپل نیکه، انا، مور او پلار، او خور او ورور هم  وهڅوه چې همدغه کار وکړي ځکه چې د هغوي ډیټا او معلومات ستا لپاره مهم او ارزښتمن دي. بله دا چې ایا تاسو د بیومټریکو وسایلو په هکله کوم شی اوریدلي چې په دوامداره توګه به له تاسو سره وي او ستاسو د وینې فشار او نبض څلورویشت ساعته اندازه کوي؟ که ېې نه لر ئ ښه به وي یو واخلئ، په بدن پورې ېې ونښلوئ او له زیرک ټیلفون سره ېې وصل کړئ. ورسره یوه کمره او یومایکروفون هم واخلئ. هر کار چې ترسره کوئ ریکارډ ېې کړئ او په انترنټ ېې خپاره کړئ. ګوګل او فیسبوک ته اجازه ورکړئ چې ستاسو تول ایمیلونه ولولي ستاسو ټولې خبرې او پيغامونه ریکارډ کړي، دغه راز پریږدئ چې په انټرنټ کې هرڅّه ګورئ او هرڅه لولئ څآرنه پرې ولري. که دغه کار مو وکړ په هرڅه پوه «انټرنټ هرڅه» به درته ووايي چې له چا سره باید واده وکړې، کومه دنده او مسلک خوښ کړې، او دا چې جنګ ته لاړ شې که نه.

دغه الګوریتمونه په حقیقت کې له کوم ځایه راغلل؟ دا د ډیټایزم لویه معجزه ده. د مسیحیت د عقیدې په اساس موږ انسانان  خداي نه شو درک کولی او د خداي په پلانونو نه پوهیږو، په همدې ډول ډیټایزم هم وايي د انسان مازغه د دغو نویو پرمختللو الګوریتمونو د پوهیدا وړتیا نه لري. حاضردمه کابو ټول الګوریتمونه د انساني هکرانو په وسیله جوړیږي خو د ګوګل د لټون د الګوریتمونو په شان مهم الګوریتمونه د یوې لوېې انساني ډلې په وسیله جوړ شوي دي. هر انسان د دغو الګوریتمونو یوازې یوه وړه برخه پيژني او پرې پوهېږي هیڅوک هم په ټول کې په ټول سیسټم نه پوهېږي. پر دې سربیره ډیر زیات الګوریتمونه شته چې د مصنوعي عصبي شبکو له لوري او د زده کړو د پراختیا  د ماشینونو له لوري جوړیږي چې په خپلواکه توګه فعالیت کوي، خپلې تیروتنې په خپله سموي او ځان په خپله اپډیت کوي. دغه الګوریتمونه په لویه پیمانه معلومات او ډیټا تجزیه کوي چې د انسان له توانه بهردي. انسان ېې کله هم په نقشو سر نه شي خلاصولی او انساني مازغه ېې نه شي درک کولی. یو نوی زیږیدلی الګوریتم ممکن  په اصل کې د انسان له لوري جوړ شوی وي خو وروسته چې کله وده کوي په خپله لار روانیږي او په هغه لوري تللی شي چې انسان کله هم نه دی پرې تللی او کله به هم انسان ورونه رسیږي.

د دیټا په بهیر کې یوه څپه

طبیعی خبره ده چې ډیتایزم خپل منتقدین او بدعت کوونکي لري. لکه چې په دریم څپرکي کې مو وویل په دې کې شک شته چې ژوند دې په حقیقي مانا کې د ډیټا په بهیر بدل او یا دومره بې مانا شي. د مثال په توګه همدا اوس موږ نه پوهیږو چې د معلوماتو بهیر به څنګه او ولې شعور تولید کړاي شي او ذهني تجربې به رامنځته کړي. ښایي شل کاله وروسته په دې هکله ښه توضیح ولرو او یا ښايي دې نتیجې ته ورسیږو چې ژوندي مخلوقات الګوریتمونه نه دي.

دغه راز  دا هم د شک خبره ده چې ژوند دې د پریکړو نیولو پړاو تر حده را کوز شي. د ډیټایزم تر اغیز لاندې بیوساینس او ټولنیز علوم د پریکړو د پروسې پیروي کوي ته وا په ژوند کې بل شی نه شته. خو ایا په رښتیا همداسې ده؟ احساسات، عواطف او افکار په پریکړو کې اغیزمن رول لوبوي خو ایا احساسات، عواطف او افکار له دې پرته کوم بل فعالیت او اغیز نه لري؟ ډیټایزم د پرېکړو کولو له پروسې ورځ تر بلې ښه درک وړاندې کوي خو د ژوند په اړه یو انحرافي لیدلوری وړاندې کوي. د ډیټایزم د دُګم کره کتونکی جاج ښايي د یوویشتمې پیړۍ تر ټولو لوي چلینح او حتي د دغې پيړۍ تر تولو لویه پروژه هم وي. په ځانګړې توګه د بیوساینس او ټولنیزو علومو کارپوهان باید له ځانه وپوښتي چې ایا موږ د معلوماتو او پرېکړې کولو د پروسس د یوه بهیر په توګه د ژوند له درک کولو او پوهیدا کوم شی له لاسه ورکړي دي. ایا  په کائیناتو کې داسې کوم څه شته چې په معلوماتو نه شي بدلیداي او یا د ډیټا تر حده نه شي راټیټیداي؟  فرض وکړئ له شعور او بیدارۍ پرته الګوریتمونه ورو ورو د معلوماتو په پروسس کې په ټولو پیژندل شویو دندو کې له انسانه مخکې شي.  په دې بڼه کې د انساني شعور او احساساتو په ځاي د بې شعوره او بې احساسه الګوریتمونو په راتګ سره به کوم شی له لاسه ورکړو؟

حتي که دیټایزم تېروتنه کوي او ژوندي مخلوقات یوازې الګوریتمونه نه وي دغه چاره به پر نړۍ د واکمنه کیدا لپاره به د ډیټایزم د برلاسۍ مخه ونه نیسي؟ ډیر پخواني دینونه له تیروتنو سره سره پراخ قدرت او شهرت پيدا کړ. که مسیحیت او کمونیزم په دې برخه کې د ښه بخت له امله بریالي شول نو ډیټایزم به ولې نه بریالی کیږي؟ ډیټایزم تر نورو د بریالیتوب لپاره ښه زمینه هم لري ځکه چې دا په ټولو ساینسي برخو کې مخکښ دی. ښايي یوه یوموټې بیلګه  ښايي په اسانه په یوه مذبوت دُګم بدله شي. د یوه علمي پاراډیګم په هکله بحث ډیر سخت وي تراوسه پورې هیڅ یوه بیلګه د یوه کلي بیلګې په توګه د علمي بنسټونو له لوري نه ده منل شوې ځکه خو  څیړاند له بهره د بدعت په سترګه ورته ګوري. که ټول د مثال په توګه د موسیقۍ عالمان او بیولوجیستان او نور یو ډول ډیتایستي پاراډیګم وکاروي. دې بیلګې ته د بېلابېلو ډګرونو راتګ هغه نور هم پياوړی کوي په نتجیه کې که بیلګه نیمګړې هم وي په وړاندې ېې مقاومت نه شي کیدلی.

که ډیټایزم پر نړۍ واکمن شو نو له انسان سره به څه کیږي؟ په پيل کې به ښايي د روغتیا، خوشالۍ او قدرت په لټه کې انساني هڅې اوج ته ورسیږي. ډیټایزم د دغو انساني هیلو د ژمنو په ورکولو سره نور هم پراخیږي. موږ د تلپاتې ژوند، نیمګرغۍ او خدايي قدرت د ترلاسه کولو لپاره مجبوره یو د انسان د ماغزو له توانه پورته ډیټا او معلومات پروسس او تجزیه کړو. نو دغه کار به موږ ته الګوریتمونه ترسره کوي. نو کله چې قدرت له انسانه الګوریتمونو ته ولیږدول شو نو انسانپاله یا هیومانیستي پروژې به خپل اعتبار او ارزښت له لاسه ورکړي.

کله چې موږ د انسان محورۍ له نړۍ لید څخه د ډیټا محورۍ د نړۍ لید په لوري راګرځو نو ښايي د انسان او انساني روغتیا او نیمکرغيۍ اهمیت نور هم کم شي.

زه ولې باید د معلوماتو د پروسس پخواني ماشینونه وکاروم کله چې نوی او مډرن موډل ته ېې لاسری لرم؟ موږ اوس په دې لټه کې یو چې د «هرڅه انټرنټ» د برلاسي لپاره زمینه برابرکړو په دې هیله چې زموږ ښه ژند، بریالیتوب او نور قوت هم یقیني شي. کله چې انټرنټي وکمني پر مخ درومي نو موږ د چیپونو او له هغه وروسته د ډیټا مقام ته راټیټ شو او بیا به د معلوماتو د بهیر په څپانده سین کې د خاورو او خځلو په شان ورک شو. ډیټایزم به همغه کار چې انسان له حیواناتو سره کړی دی له انسان سره وکړي. انسانانو د تاریخ په اوږدو کې یو نړیوال چینل رامنځته کړ او هرڅه ېې په دې چینل کې د هغه د کړچار او فعالیت په اندازه وارزول او دغه چاره د زرګونو کلونو په اوږدو کې د انساني غرور او تعصب سبب شوی دی. انسان په دغه چینل کې مهم رول درلود نو دا اسانه وه چې د چینل ټولې بریاوې د پنځون د لوړ مخلوق په توګه په ځان پورې وتړو. د نورو ټولو حیواناتو او ژویو ژوند او تجربې ډیرې ټیټې او کمزورې وبلل شوې. هغه معیارونه چې موږ په خپله سپیڅلي کړل موږ به مجبوره کړي چې د ماموتانو او د چین د سیندونو د ډولفینونو په شان هیر شو. په راتلونکې کې به انسان د کائیناتو په پراخوالي  د پراخو معلوماتي یا ډیټايي بهیرونو په څپو کې ورک شي.

موږ د راتلونکې اټکل نه شوکولی ځکه چې ټیکنالوجي واقعي او ډیټارمینستي نه ده. یو ډول ورته ټیکنالوجۍ ښايي بیلابیلې تولنې رامنخته کړي. د مثال په توګه د صنعتي انقلاب له لاسته راوړڼو لکه اورګاډي، بریښنا، راډیو او تیلفون هم کمونیستي دیکتاتوران ګټه پورته کوي هو فاشیستان او هم لیبرلان. تاسو شمالي او جنوبي کوریا ته وګورئ. دغو دو هیوادونو ورته تیکنالوجۍ ته لاسری درلود خو دواړو په بېلابېلو دولونو ترې ګته پورته کړې.

د مصنوعي ذکاوت او بیوټیکنالوجي پرمختګ به نړۍ بدله کړي خو دا اټکل نه دی شوی چې نتیجه به ېې داسې یا هسې وي. ټولې سناریوګانې او اټکلونه چې په دغه کتاب کې شوي دي د یوې پيش ګویۍ په بڼه نه بلکه د یوه امکان په توګه باید په نظر کې ونیول شي. که ته په دغو امکاناتو کې کوم یو نه خوښوې ته ازاد ېې چې بل ډول پرېکړه وکړې او داسې کار وکړې چې د دغو احتمالاتو مخه ونیسې. په دې حالت کې په نورو فکرونو او نویو رودو دا کار اسانه نه دی ځکه چې زموږ افکار او اعمال ډیرځله د ننیو ټولنیزو سیسټمونو او ایډلوژیو په چوکاټ کې محدودیږي. دغه کتاب د اوسنیو شریطو د ریشو په هکله لنډ بحث کوي تر څو موږ له لرې دغه حالت ته وګورو او د راتلونکې په هکله سم او خلاقانه فکر وکړو. هدف دا نه دی چې د یوې نه تکراریدونکې سناریو په هکله خبرداری ورکړو او د راتلونکې افق تت او تیاره کړو بلکه هدف دا دی چې دغه افق پراخ کړو او موږ د لا پراخو امکاناتو له پيښیدا خبر کړو. همغه ډول چې مخکې مې ټینګار کړی دی چې هیڅوک نه پوهېږي په ۲۰۵۰ کال کې به د کاربازار، کورنۍ او ژواک چاپریال څنګه وي او یا کوم ډول مذهبونه، اقتصادي سیسټمونه او سیاسي جوړښتونه به پر نړۍ واکمن شي.

د افق پرانستل ممکن ناخوښې اغیزې هم ولري ځکه چې ممکن دغه چاره موږ وویروي او موږ تر پخوا نور هم غیرفعاله او پسیف کړي. کله چې ګورو په راتلونکې کې دا دومره ډیر امکانات او لرلیدونه رامنځته کیداي شي نو باید کوم لور او کومې برخې ته ډیر پام وکړو؟ نړۍ تر بل هروخته زیات د بدلون په حال کې ده او موږ د بیشماره معلوماتو، نظریو، ژمنو او ګواښونو له څپو سره مخامخ یو. انسان ازاد مارکیټ، علمي حشر او بهرنیو الګوریتمونو ته د خپل اختیار د ورکولو په حال کې دی. ځکه چې تر یوه حده انسان د ډیټا او معلوماتو د دغه ستر سیلاب د کنټرول وس نه لري. نن سبا د قدرت درلودل دې ته ورته دي چې پوه شو پر کوم شي باید سترګې پټې شي، او دا چې زموږ په شاوخوا ګډوډې نړۍ کې پر دومره ډېرو پيښیدونکو شیانو پر کوم شي تمرکز او فوکس وکړو.

که موږ د یوې میاشتې په یوې زماني موده کې فکر کوو نو د منځني ختیځ د شخړې، په اروپا کې د مهاجرت د کشالې او د چین د اقتصاد په ودې تمرکز ولرو. که د لسو راتلونکو کلونو لپاره فکر کوو باید د ځمکې د ګرمیدا، پراخ ټولنیز درز،  او د کار د بازار په لومړیتوب باید فکر وکړو. خو که موږ ژوند ته د یو لوي لرلید په اساس ګورو نو ټولې ستونزې او شخړې او نور پرمختګونه د دریو سره تړلیو پروسسونو او پایلو تر سیوري لاندې وي:

۱ـ علم او ساینس د یوه پراخ دُګم پر محور راټولیږي چې وايي ټول مخلوقات الوریتمونه دي او ژوند د ډیټا یا معلوماتو پروسس یا شننل دي.

۲ـ د ذکاوت او شعور یا هوښیارۍ تر منځ تړوا  ختمیدونکی دی.

۳ـ ښاېې په نیژدې راتلونکې کې شعوري او د احساس خاوندان نه خو ډیر هوښیار الګوریتمونه به موږ تر موږ هم ډیر ښه وپيژني.

دغه درې پروسې او پایلې درې مهمې پوښتنې هم راولاړوي چې هیله ده ته ېې د ډیرې مودې لپاره د کتاب له لوستلو وروسته په ذهن کې ولرې:

۱ـ  ایا ارګانیزمونه یا ژوندي مخلوقات په رښتیا الګوریتمونه دي او ایا ژوند په ر ښتیا د ډیټا یا معلوماتو پروسس یا شننل دي؟

۲ـ کوم یو ارزښتمن دي ذکاوت که شعور یا احساس؟

۳ـ که غیرشعوري او یا بې احساسه الګوریتمونه موږ تر موږ هم ډیر ښه وپيژنې نو د ټولنې، سیاست، او ورځني ژوند برخلیک به څنګه کیږي؟

مننه او کور ودانی

زه غواړم له دغو انسانانو، حیواناتو او موسسو مننه وکړم؟

زما له ښوونکي ستایا نارایان ګوینکا ( ۱۹۲۴تر ۲۰۱۳)، چې ما ته ېې د میډیتیشن  ویپسانا تخنیکونه رازده کړل. دې چارې راسره مرسته وکړه چې واقعیتونه هغسې وګورم څرنګه چې دي او له ذهن او نړۍ سره ښه بلد شم. ما به کله هم دغه کتاب نه وای لیکلی که ما په پنځلس کلونو کې د ویپسانا د تمرینونو په وسیله د تمرکز کولو، ارامښت او بصیرت نه وای ترلاسه کړی.

د اسرائیل د ساینس فونډیشن مننه کوم چې دغې پروژې ته ېې مالي ملاتړ برابر کړ.(د سکالرشیپ نمبر ۱۶\ ۰۹)

هیبري پوهنتون په تیره بیا د تاریخ څانګه چې زما اکاډیمیک کور دی او په تیرو کلونو کې چې ما څومره محصلین درلودلي د ټولو مننه کوم. ما ستاسو له پوښتنو، ځوابونو او شکونو ډیر څه زده کړي دي.

زما له څیړوندي مرستیال ایډن شیرر څخه چې څه مې ترې غوښتي دي له ګورمیدا پرته ېې راته برابر کړي دي. که هغه بیزوګانې وې، نیئنداتالز اویا سیبري شبکې. د بل مرستیال رام لیران، ایال میلر، او اومرز شیفر راویو هم مننه کوم چې کله ناکله ېې لاس راکړی دی. د بریټانیا په پینګوین رانډوم هاوس کې  د خپل ناشر میکایل شاویټ او په کلوکلونو د هغه د خوارۍ او ملاتړ مندوي یم او په پنګوین رانډوم هاوس کې د هغه د ملګرو ایلیاسټیل، سوزانه ډین، بیټهان جونس، ماریا کاروبوت لوسیرو او نورو همکارانو ځانګړې مننه.

ډیویډ ګاډهر چې د کتاب د بیا لوستلو زیار ېې وګاله او ډیرې شرموونکې غلطۍ ېې راسمې کړې او ما ته ېې را یاد کړل چې ښايي په کیبورډ کې د «delete» بټن تر ټولو مهم بټن وي.

په ریوټ کمیونیکیشن کې پرینا ګاډهار  او لینا کریسواتي زما لپاره ډیر ښه مارکیټینګ کړی دی.

د نیویارک په هارپر کولینز کې زما ناشر یوناتن جو او زما پخوانی ناشر  کلیر واچټیل مننه کوم چې هڅولی ېې یم.

 شامویل روزنر او اریان زمور ما ته ډیره انرژي او ښکلي پيغامونه راکړي دي. اموس اویسر، شیلو دي بیر، تیریزا ایزنبرګ، لوکه ماتیوس، رامي روتلوز، او اورون شیریک چې مونوګراف ته ېې  ساه ورکړه او بیا ېې وکوت.

یېګل بورچافسکي چې مشوره ېې راکړه چې د خداي په وړاندې ډیر جدي ونه اوسم.

 د یورام یوویل مننه کوم چې د ایشتاش اول په ځنګله کې را سره به چکر تللی او دغه راز د اوري کاټز او جې پومیرانز مننه کوم چې د کپیټالیستي سیستم په پیژندلو کې ېې راسره مرسته وکړه.

او په پاي کې زما د ملګري ، مدیر او شریک «ایتزیک» مننه کوم چې ما ته ېې د «هرڅه انټرنټ» رول لوبولی دی.

3 COMMENTS

  1. ډيره منننه ډاکترصیب خدای دی عمر ډير کړه له ډيرو داسې شیانو دې خبر کړو چې په هکله یی لا موږ اوریدلي هم نه و
    په دې ّهیله چی دهمدې کتاب په څير د نړۍ نور مهم کتابونه هم راوژباړې او دغه غریبه ژبه چی پښتو نومیږي پرې بډایه اوغني کړې
    ستاسو نثر ډير واضح او خوږ دی او پیچلي موضوع ګانې مو په ساده ټکو ښې بیان کړي دي
    یوازې د څیړاند په ځای څیړونکی ولیکې ښه به وي
    اوبل روده نه پیژنو څه ته وایاست
    او ځینی جملې ډيرې اوږدې شوې دي کیدای شی لندې لنډې ویل شوی وای
    بیاهم غنیمت یی ستانکزی صیب کور مو ودان چی دومره بشردوستانه او نیک خدمتونه کوې خدای دی خوشاله لره

  2. ډاکټر صیب بیاهم منننه چی ددې ویده پټان د راویښولو دپاره په زړه پورې خبرې او مقالې راژباړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب