جمعه, جنوري 21, 2022
Home+ماکسیم ګورکي، مور او زوى

ماکسیم ګورکي، مور او زوى

د احسان الله ارینزی ژباړه

څو اونۍ وې چې دښمنانو ښار كلابند كړى و. دښمنانو هومره وسله درلوده چې خلكو به ويل په وسپنو او پولادو كې ډوب دي. د شپې به  اورونه بليدل. هسې ښكاريده چې د اور له زرګونو سرو سترګو څخه به د رذيلانه خوښۍ بڅركى وريدل او د اور د لمبو نڅا به د كلابند ښار خلك ځورول.

د ښار خلك په دې پوهيدل چې د دښمنانو د كلابندۍ كړۍ ورو په ورو تنګيږي. د دوى د غټو- غټو چاغو اّسونو شنهارى او د وسلو او خنداوو غږونه به اوريدل كيدل. د هغو كسانو د مستو خنداوو څپې به، چې په خپل برياليتوب ډاډه وو له ورايه رارسېدې.

ايا د دښمن د خبرو او خنداوو تر غږ نه پرته بل زړه دردونكى شى شته؟

دښمنانو ټولې هغه ويالې د مړو په اجسادو ډكې كړې وې چې  ښار اوبه پكې راتلې. د ښار د ديوالونو شااوخوا باغونه يې سوځلي، مځكې يي ويجاړې او كورونه يې وران كړي وو. ښار له څلورو خواوو څخه د دښمن تر سختو ډزو لاندې شپې سبا كولې. د هغه لوڅو او وږو سرتيرو ډلې به د ښار په تنګو – تنګو كوڅو كې روانې وې چې له جګړې څخه ستومانه وو. له كړكيو څخه به د ټپيانو ګروي ، د ميندو ژړاوې، د ښځو او ماشومانو زارۍ او چيغې اورېدل كېدې. له ټولو سره دا ويره وه چي دښمن به كله يرغل كوي.

د ښار خلكو له شپې نه كركه درلوده؛ ځكه كله به چې د شپې د تورې تيارې څپې د غرونو له لمنو څخه په ښار خورې شوې او سپوږمۍ به راوخته، د ښاريانو د ژړاوو او چيغو غږونه به ښه اورېدل كېدل.

هغه خلك چي له ډيرې لوږي او ستونزو څخه ستومانه شوى وو او د څه مرستې هيله يې نه درلوده، ورځ په ورځ ناهيلې كېدل. خلكو به سپوږمۍ، د غرونو لوړو څوكو، د ويرونكو درو هسكو ټيټو او د دښمنانو پوځي اډو ته په ډار كتل. دوى له مرګ سره لاس او ګريوان وواو د ژوند له پاره ټول اميدونه يې له خاورو سره برابرشوى وو.

خلكو په خپلو كورونو كي ډېوې او اورونه، نه شواى بلولاى. كوڅې به په تپه تياره كې ډوبې وې او په دی تياره كې به يوه ښځه چې تورې جامې يې اغوستې، په كوڅو كې لالهانده ګرزېده. هرچا به چې دا وليده يو بل ته به يي ويل:

– همدا ده !

– همدا ده !

خلك به غلي او ګړندي د دې له څنګه تېرېدل. سرتيرو او افسرانو به ورته ويل  :

! ماريانا ، بيا په كوڅو كې ګرزې؟ پام كوه چې وژل كېږې او هېڅوك به دې پوښتنه ونه كړي —

ښځه به ودريده؛ خو سرتيري به پاڅيدل او روان به شول. ټولو له دې څخه كركه درلوده. وسله والو مليشو هم دا پيژندله او خپله لاره يې ځينې كږوله. ښځه به په تياره كې يوازې روانه شوه. د ښار د ټولو بدمرغيو د سمبول په شان به، په كوڅو كې لالهانده وه. د ښار د خلكو د دعاوو، ژړاوو او چيغو غږونه به، د خنجر په شان د دې په زړه ننوتل او لنډه دا چې له زړه څخه  يې څاڅكى – څاڅكى وينې بهېدې.

دا ښځه هم مور وه اوهم د وطن لور. دا د خپل وطن او خپل زوى په غم كې ډوبه وه. د دې ځوان، زړه ور، ښكلى؛ خو بې رحمه زوى د هغو خلكو مشر و چې د دې ښار د ورانولو له پاره راغلي وو. لنډه موده مخكې به دې په خپل زوى وياړل. مور خپل زوى، خپل وطن ته وړاندې كړى و. هغه يې د خپلو خلكو د خدمت له پاره زيږولى و. دا ښار هغه ځاله وه چې مور او زوى دواړه پكې مېشت وو. د مور زړه له ټولو هغو ډبرو سره چې د دې پلرونو او نيكونو كورونه ترې جوړ كړي وو، تړل شوي و؛ خو اوس هغه زړه ډيرغمجن و. دا زړه په وينو كې ډوب و او نه پوهېده چې زوى ډېر ګران وي كه وطن ؟

او په دې توګه به هغه ښځه هره شپه په كوڅو كې لالهانده وه. خلكو به د بدمرغۍ، مرګ او وينو استازې ګڼله؛ ځكه چى دا د يوه خاين مور وه !

يوه شپه د ښار په يوه تياره كوڅه كې، د خاين مور له يوې بلې ښځې سره مخامخ شوه. هغه ښځه په يوه مړي پرته وه او ورو- ورو يې ژړل. كله – ناكله به يې سترګې اسمان ته ونيوې او په دعاوو به بوخته شوه. لږ ليرې وسله وال ساتونكي ولاړ وو او د وسلو د سمولو غږونه يې اورېدل كېدل.

د خاين مور پوښتنه وكړه:

– خاوند دې دى؟

– يه.

– ورور دې دى ؟

– يه، زوى مې دى. خاوند مې ديارلس ورځې مخكى وژل شوى او دا دى زوى مې هم …نن .. له … ما څخه … بيل شو!

د شهيد مور پاڅېده او ورو يې وويل :

– خداى په هرڅه ښه پوهيږي، شكر خدايه!

د خاين مور پوښتنه وكړه :

– ولې شكر؟ اخر زوى دې وژل شوى دى.

د شهيد مور ځواب وركړ :

– هو ، هغه د خپلې مور او خپل وطن د ساتنې په جګړه كې وژل شوى دى. زه ډيره ويريدم چې ځوان بې تجربې زوى مې خپلو خلكو اوخپل ښار ته خاين نه شي. د ماريانا زوى وګوره. دا د خداى او خلكو دښمن، زموږ د دښمنانو مشر ټاكل شوى دى. لعنت دې وي په ده او د ده په مور او پلار ! …

ماريانا څه و نه ويل؛ خو سهار د ښار ساتونكو ته ورغله اووې ويل :

– ما ووژنئ؛ ځكه چې زوى مې ستاسو دښمن دى. يا لاره پرانيزئ چې زه هم ورشم …

هغوى وويل :

– ته د دې وطن اولاد يې. زوى دې همغسې چې زموږ دښمن دى ، ستا دښمن هم دى .

– زه مور يم، هغه په ما ګران دى، زه ډيره ځورېږم چې هغه …

ساتونكو سلامشوره پيل كړه …

– مور! … شرافت اجازه نه راكوي چې  تا، ستا د اولاد د خيانت په تور ووژنو. موږ پوهيږو چې تا هغه خاين نه دى روزلى او په دې هم پوهيږو چې ته څومره ځوريږې؛ خو پام چې ستا خاين زوى به ستا پروا  هم و نه ساتي.  ښايي چې ته به يې هيره شوې وې. همدا ستا له پاره ډيره لويه سزا ده ، ډيره لويه ! …

د خاين مور وويل :

– هو . ډيره لويه ! …

ساتونكو د ښار ور پرانيست او ښځه ولاړه. دا ورو – ورو په هغه ځمكه روانه وه چې زوى يې د هيواد پاله انسانانو او د ښار د ساتونكو په وينو خړوب كړې وه. ښځه د شهيدانو مړو ته دريده ، ورو- ورو يې ژړل او هغو ماتو وسلو ته يې په كركه كتل چې په ځمكه پرتې وې. ميندې له يرغليزو وسلو څخه كركه لري؛ خو هغه وسلې ستايي چې د خلكو او وطن د ساتنې له پاره پورته کیږی.

داسې ښكاريده چې ګواكې ښځې تر خپل څادر لاندې د اوبو كاسه نيولې او نه غواړي چې تويې شي. ښځه هر څومره چې ليرې كېده، هومره كوچنۍ ښكارېده. د ښار د دروازې ساتونكي د خاين د مور په تګ ډېر خوښ شول، لكه چې ټوله ستوماني او بدمرغي يې پاى ته رسېدلي وي!

ښځه د ښار له دروازې څخه ډېره ليرې ودريده او خپل ګران ښار ته يې وكتل. دا وخت د دښمن د اډې ساتونكو دا وليده او د دې پر لور راغلل.

– څوك يې ؟ چيرې ځې؟

– ښځې ځواب وركړ:

– ستاسو سردار زما زوى دى!

سرتيرو دا خبره ژر ومنله او ټول له دې سره څنګ په څنګ روان شول. سرتيرو د دې د زوى د پوهې او زړورتيا غورې كولې. مور هم دا خبرې په غور اوريدې او په زړه كې يې د مړه غرور څپې بيا راولاړې شوې وې.

-د دې زوى بايد همداسي واى!!

لږ ځنډ وروسته دا د هغه چا سره مخامخ شوه چې ان تر زېږېدو د مخه يې پېژاند. هغه څوك چې تل يې د دې په زړه كې ځاى درلود. دې ځوان د بخمل او وريښمو ښكلي جامې اغوستې وې او توره يې له جواهرو څخه جوړه وه. هر څه د مور په زړه برابر و. ښكلى زوى، ګرانه وسله او ښكلې جامې … مور خپل زوى څو ځلې همداسې په خوب ليدلى و … شتمن، نوميالى، زړور او د پوځونو او ښارونو خاوند !…

زوى د خپلې مور لاسونه ښكل كړل .

– مورې  ته راغلې، ډير ښه وشول. زه به سبا دا ناولى ښار ونيسم !

مور وويل :

– هغه ښار چې ته پكې زيږيدلى يې ؟!

د پوځونو سردار چې د زړورتيا په ميو مست او د ستر نامه  ليوال و، ځواب وركړ :

– ما په دی ښار ستا له پاره رحم كړى و. مورې دې ښار زما د پرمختګ او برم مخه نيولې ده؛ خو اوس چې ته راغلې، سبا دا ښار ړنګ ووينه !

مور وويل :

– دا هغه ځاله ده چې هره ډبره يې تا ان له كوچنيوالى څخه پيژني.

– ډبرې ژبه نه لري؛ خو پريږده مورې چې ان دا غرونه وغږېږي او ما وستايي ، زه د لويوالي او برم غوښتونكى يم !

مور پوښتنه وكړه:

– خلك به څنګه كيږي؟

– هو مورې زما په ياد دي. د ټولو خلكو وژل په كار نه دي؛ ځكه د زړورو اتلانو خاطرې يوازې د خلكو په اذهانو كې پاتيږي او بس.

مور وويل :

– اتل هغه څوك دى چې د ژوند له پاره جنګيږي …

– يه مورې ورانونكي هم د ښارونو په څير نوموتي وي. د مثال په توګه موږ نه پوهيږو چې د روم ښار (رومولوس) ودان كړى دى كه بل چا ؟ خو(الاريخ) او نور هغه زړور ټول پېژني چې ښار يې وران كړى دى.

مور وويل :

– هغه ښار چې د تل له پاره به ودان وي او هغه زړور چې اوس نشته .

مور او زوى تر ماښامه پورې وګړيدل؛ خو مغرور ځوان همغسې مست و او بيباكه .

مور اولاد زيږوي او ستونزې ګالي. مور ساتندويه  او پالونكې ده. د مور په وړاندې د جګړې او ورانولو خبرې، له هغې سره د دښمنۍ مانا لري؛ خو ځوان په دې نه پوهيده او له خپلې مور سره په جنګ بوخت و.

مور، د مرګ دښمنه ده. مور له هغه لاس څخه كركه لري چې خلك وژني. مور ژوند غواړي؛ خو زوى ړوند و. د لوړ نامه او برم مينې ليونى كړى و او هيڅ يې نه ليدل .

كله چى ژوند، هغه ژوند چې مور زيږولى ، پاللى اوروزلى له خطر سره مخامخ شى ، مور په يوه هوښيار؛ خو ډېر بيرحمه او بيباكه موجود بدليږي. زوى په دې هم نه پوهېده .

مور غلې ناسته وه او د پوځي سردار له زريني كېږدۍ څخه يې ښار ته كتل. په دى ښار كې مور د داسې يوه ماشوم د زيږولو دردونه ګاللى وو چي اوس د همغه ښار د ورانونكو د مشر په توګه ټاكل شوى و.

داسې ښكاريده لكه چې ټول ښار ټپي او په وينو لړلى وي. تياره ورو- ورو ډېرېده، د تيارې له خورېدو سره جوخت، ښار د يوه جسد بڼه غوره كړه چې د اسمان ځليدونكي ستوري يې د شا اوخوا مشالونو په څير ښكارېدل. مور ښار ته كتل. هغه ښار ته چې خلكو يې له وېرې څخه ډېوې او اورونه نه شواى بلولاى. مور ته د ښار تياره كوڅې د خلكو مړي، د خلكو ژړاوې او چيغې ور په ياد شوې. مور په هرڅه ښه پوهيده ، دا د همغه خلكو اوهمغه ښار مور هم وه. له همدې امله د خپل تصميم په عملي كولو كې لا هم غښتلې شوه.

زوى وويل :

– كه تياره ډېره وي،  همدا نن شپه به په ښار يرغل وكړم ! د لمر په وړانګو كې وسلې ځليږي او ښې تورې نه وهل كيږي .

زوى خپله زرينه توره پورته كړه او ښكل يي كړه .

مور وويل :

– زويه ، سر دې زما په ټټر كيږده. په ياد راوړه چې په كوچينوالي كې څومره په خلكو ګران وې؟

ځوان سرد مور په ټټر كښيښود ، سترګې يې پټې كړې او وې ويل :

– زه لوړ نوم ، برم او تا پيژنم ! دا درى څيزه پرما ګران دي او بس.ته هم ځكه راباندې ګرانه يي چې زه دى داسې زيږولى يم!

مور ورته وويل :

– ښځې څنګه ؟

– ټوله نړۍ په ښځو ډكه ده. زه په ښځو موړ يم …

مور بيا پوښتنه وكړه :

– اولاد نه غواړې ؟

– د څه له پاره ؟ د دې له پاره چې ووژل شي؟ زما په شان يو څوك به پيدا شي او هغه به ووژني. ته غواړې چې زه وځوريږم. هغه وخت به زه زوړ او بې وسه وم او د كسات د اخستو ځواك به نه لرم.

مور سوړ اسويلى وكيښ :

– ته يوه سوزنده بريښنا يي ؛ خو بې ګټې.

زوى وموسيد او وې ويل:

– هو ، يوه سوزنده بريښنا ، څړيكه ، تندر ! ….

او ويده شو.

دا وخت مور، زوى په خپل څادر كې پټ كړ او خپله لنډه ؛ خو په زهرو لړلې توره يې د هغه په زړه كې ښخه كړه. زوى د مړژواندي مرغه په څير دوه – درې ځلې ټكان وخوړ او مړ شو. اخر مور په دې ښه پوهيږي چې د زوى زړه يې چيرته غورځي. مور د خپل زوى مړى د هك پك ساتونكو پښو ته غوزار كړ ، ښار ته يي وكتل او وې ويل :

– ما د يوه انسان په نامه ، د خپل وطن او خپلو خلكو له پاره خپل ژوند ختم كړ ؛ خو زه به د يوې مور په توګه له خپل زوى سره پاتې شم ! زه به چيرته بيا زوى زيږوم او هغه به لويوم؟

! او همغه توره يې چې د زوى په وينو، يعنى په خپلو وينو سره او توده وه، په خپل زړه كې ښخه كړه. د غمونو په وينو ډك زړه ژر له كاره لوېږي.
پای
د ژباړی کال: ۱۳۵۸ هه ش- کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب